لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۷۶)
صقلیه (د ایټالیا سیسیل)
په تېره برخه کې مو د هغو لارو او وسيلو یادونه وکړه چې اروپا ته د اسلامي تمدن او فرهنګ د لېږد لامل شوې وې. لومړی لاره قرطبه وه، چې په تېره برخه کې مو پرې بحث وکړ، په دې برخه کې دويمه لار «سیسیلي» څېړو. سیسیلي اروپا ته د اسلامي تمدن د لېږد له مهمو لارو څخه وه، چې د ایټالیا جنوبي سیمې هم په دې مسیر کې شاملې وې.
مسلمانانو په (۲۱۶هـ ق / ۸۳۱ م) کال کې د سیسیلي پلازمېنه «پالرمو» فتح کړه او نږدې (۲۶۰) کاله (۴۸۵هـ ق / ۱۰۹۲م) یې په دې ټاپو واکمني وکړه. په دې موده کې د سیسیلي ټول ژوند عربي ـ اسلامي رنګ خپل کړ؛ ځکه مسلمانانو یې د ښارونو د رغولو، ابادولو او ښکلا په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې او د اسلامي تمدن بېلا بېل مظاهر یې ور دننه کړل، لکه: مسجدونه، ماڼۍ، حمامونه، روغتونونه، بازارونه او کلاګانې.
همدارنګه په سیسیلي کې ډېر مهم صنعتونه رواج شول، لکه: کاغذ جوړونه، د ورېښمو صنعت، کښتۍ جوړونه او د فلزاتو استخراج.
د همدې تمدني ابادۍ له امله په دې ټاپو کې علم او فن کې وده وکړه او د اروپا ډېری زده ‌کوونکي د زده‌کړو لپاره سیسیلي ته راتلل، چې په پایله کې یې سیسیلي لوېدیځ ته د اسلامي میراث د لېږد پر مهم مرکز بدل شو او په همدې ټاپو کې لاتیني ژبې ته د عربي اثارو د ژباړې غورځنګ پیل شو، هغه غورځنګ چې د اندلس په څېر یې د پوهې په لېږد کې ډېر لوی رول ولوباوه.[۱]
که څه هم په سیسیلي کې اسلامي واکمني د یولسمې پېړۍ په پای کې ختمه شوه، خو اسلامي تمدن د «نورماندي» واکمنو تر سیوري لاندې هم ژوندی پاتې شو. د هغوی په ملاتړ ګڼ مسلمان پوهان هلته اوسېدل، چې په هغوی کې نامتو جغرافیه ‌پوه محمد الادریسي هم شامل و. نوموړي د «دويم روجر» (۱۱۳۰–۱۱۵۴م) لپاره د خپل وخت د پېژندل شوې نړۍ نقشه د سپینو زرو په لوحې رسم کړه او د تشریح لپاره یې د «نزهة المشتاق فی اختراق الآفاق» تر عنوان لاندې کتاب ولیکه.
روسي ختیځ ‌پوه «کراتشوفسکي» په خپل کتاب «تاریخ الادب العربی الجغرافی» کې لیکي: «په هغه وخت کې د نړۍ د نقشې د ترسیم لپاره د یوه عربي عالم ټاکل، دا په ډاګه کوي چې عربي ـ اسلامي تمدن په په علمي ډګر کې کې تر ټولو لوړ مقام درلود او ټول پرې قايل وو. په حقیقت کې په سیسیل کې د نورمانانو دربار نیمه ‌شرقي و.»[۲]
دې نوي اسلامي تمدن اروپایان ځان ته را جذب کړل او د نورمانديانو په دوره کې یې اغېز لا پسې پیاوړی شو. د سیسیلي دربار، په ځانګړي ډول د «دويم روجر» او «دويم فردریک» په زمانه کې له سوکالۍ، ښکلا او عظمت څخه ډک و، داسې عظمت چې په قصدي ډول د قرطبې د دربار په څېر جوړ شو. نورماندي پاچاهانو عربي جامې اغوستې، د عربي طرز له مخې یې ژوند خپل کړی و او ډېری مشاورين او کارکوونکي یې مسلمانان وو. ان ځینې پوهان له بغداد او شام څخه ورغلي وو.
په زړه پورې خبره دا ده چې دریو نورماندي پاچاهانو د ځان لپاره عربي لقبونه غوره کړل: دويم روجر د «المعتز بالله» لقب، لومړني ویلیام د «الهادی بأمرالله» لقب او دويم ویلیام د «المستعز بالله» لقب د ځان لپاره غوره کړ. همدا لقبونه یې په خپلو کتیبو او لیکنو کې هم ثبت کړل.[۳]
«دويم فردریک» (۱۱۹۴–۱۲۳۰م) په کال (۱۲۲۰م) کې د «مقدسې رومي امپراتورۍ» د امپراتور په توګه تاج پر سر کړ، خو خوښه یې وه چې په سیسیل کې ژوند وکړي. نوموړي له علم او پوهې سره ځانګړې مینه درلوده او له علمي او فلسفي بحثونو یې ملاتړ کاوه. هغه په (۱۲۲۴م) کال کې د «ناپل پوهنتون» رامنځته کړ، چې د عربي لاسي نسخو پراخه زېرمه پکې موجوده وه.
همدارنګه اروپایي پوهنتونونو ته عربي ـ اسلامي فرهنګ داخل شو، په ځانګړي ډول د پاریس او اکسفورډ پوهنتونونو ته. له عربي څخه لاتیني ته ګڼ شمېر کتابونه وژباړل شول، چې د ځينو ژباړونکو نومونه يې په لاندې ډول دي:
  • «اسطفان انطاکي» (۱۱۲۷م)
  • «أدلرد انګلیسي» (شاوخوا ۱۱۳۳م)
  • «مایکل اسکوت» چې د دويم فردریک لپاره یې ګڼ کتابونه، په تېره د «ابن‌رشد» اثار وژباړل.
د ناپل پاچا «شارل اول» لاتیني ژبې ته د عربي طبي کتابونو ژباړې ته ځانګړې پاملرنه درلوده. نوموړي د ژباړونکو لپاره یو رسمي مرکز جوړ کړ، چې لاندې کسان پکې په  ژباړو بوخت وو:
  • «فرج بن سالم»
  • «موسی سالرنو»
همدارنګه هلته لیکوالان او د متونو اصلاح کوونکي هم موجود وو او د هغوی د هڅو په پایله کې لاندې مشهور اثار لاتیني ژبې ته وژباړل شول:
  • د رازي «الحاوي»
  • د «ابن جزله» «تقویم الابدان»[۴]
سیسیلي د خپلې ژبنۍ تنوع (عربي، یوناني او لاتیني) له امله د پخوانیو او نوو فکرونو د لېږد لپاره خورا مناسب چاپېریال و. دا ټاپو تر اسلام وړاندې د بیزانس تر واکمنۍ لاندې و او د یوناني فرهنګي میراث نښې پکې موجودې وې. د همدې درېو ژبو ګډ شتون د اسلامي علومو د انتقال بهیر نور هم اسانه کړی و.
د سیسیلي ترڅنګ د ایټالیا په جنوب کې «د سالرنو طبي مدرسه» نږدې درې پېړۍ (۹۰۰ –۱۲۰۰م) د طبابت یو مهم علمي مرکز ګڼل کېده. د دې مدرسې تر ټولو مشهور شخصیت «قسطنطین افریقي» و، چې په تونس کې زېږېدلی و او د ( ۱۰۶۵– ۱۰۸۵م) کلونو ترمنځ مشهور شو. نوموړي د عربي طب ګڼ اثار لاتیني ژبې ته وژباړل، چې شمېر یې (۴۰) ته رسېږي، د بېلګې په توګه:
  • د «علي بن عباس» (وفات ۱۰۱۰م) «کامل الصناعه الطبیه» (الکتاب الملکي).
  • د «ابن جزار»، «اسحاق بن عمران» او «اسحاق بن سلیمان» کتابونه، چې ټول یې د تونس علمي ستوري وو.
که څه هم قسطنطین کله ناکله د اصلي عربي لیکوالانو نومونه نه یادول او په دې برخه کې بېلابېل نظرونه موجود دي، خو دا کار د دوی د اهمیت کچه نه را ټیټوي؛ ځکه دوی د اسلامي علومو لومړني ژباړونکي وو، چې تر اروپا یې خپل علوم ورسول او د سالرنو مدرسې ته یې ډېره وده ورکړه. ان تر دې چې په دې مدرسه کې عربي ژبه د درسي ژبو له ډلې څخه وه. یاد مرکز د اسلامي طب د نامتو شخصیتونو، لکه: امام رازي (۹۲۵م)، ابن جزار (۹۷۵م) او علي بن عباس (۱۰۱۰م) په دوره کې فعالیت درلود.[۵]
«کویل یونګ» د سیسیلي په اړه وايي: «سیسیلي د یوناني، لاتیني او شمالي افریقا عربي ژبو او پوهانو د ازادو بحثونو ځای و، چې په پایله کې یې یو ګډ فرهنګ رامنځته شو. دويم روجر او دويم فردریک د اسلامي تمدن غوره اړخونه د ایټالیا له لارې اروپا ته ولېږدول. پالرمو په (۱۳) مې پېړۍ کې هماغه مقام خپل کړ، چې طلیطله په (۱۲) مې پېړۍ کې ترې برخمن و: لاتیني ژبې ته د عربي کتابونو د ژباړې لوی مرکز.»[۶]
نورمانانو مسلمان صنعتکاران او کسبګر له دې امله وساتل چې ډېر باور یې پرې درلود او د اسلامي اداري او مالي نظامونو کارول یې هم له «دیوان التحقیق» او «دیوان المعمور» څخه نیولې تر «دیوان الفوائد» پورې جاري کړل. د دې دیوانونو اسناد په عربي ژبه لیکل کېدل.
د پوځي فنونو په برخه کې هم نورمانانو ګڼ مسلمانان وګمارل او د همدغو اړیکو له لارې مسلمانانو خپل پوځي مهارتونه او جګړیز صنعتونه، لکه منجنیق او د محاصرې برجونه هغوی ته انتقال کړل.[۷]
له همدې امله سیسیلي او د ایټالیا جنوبي سیمې اروپا ته د اسلامي تمدن د لېږد دویمه لویه لار بلل کېده.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۶۹۸.

[۲] السباعي، مصطفی، من روائع حضارتنا، ص ۵۶، دارالوراق، بیروت.

[۳] دکتور عزیز احمد، تاریخ صقلیة الإسلامیة، ص ۷۳، الدار العربیة للکتب.

[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص ۶۹۹.

[۵] هماغه منبع، ص ۷۰۰.

[۶] من روائع حضارتنا، ص ۵۶.

[۷] تاریخ صقلیة الإسلامیة، ص ۷۶.

Leave A Reply

Exit mobile version