لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قران؛ تل پاتې معجزه  (۴۴ برخه)
د جنین او رواني پروسو علمي څېړنه
د امېندوارۍ په دوران کې د جنین د حیاتي او رواني جریانونو درک، د طب او ارواپوهنیزې ودې له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي. نوې علمي موندنې ښيي چې جنین یو ژوندی او فعال موجود دی، چې د فیزیولوژیکي ودې سربېره، عصبي غبرګونونو، ابتدایي زده‌کړو او چاپېریالي تحریکونو ته رواني ځوابونه هم لري. دا حقیقت د انسان په بدن کې د بیولوژیکي او رواني سیستمونو د دقیقې همغږۍ او ژور حکمت انعکاس دی.
د جنین د درک تاریخي لید او بدلون
په پخواني طب کې جنین یو ابتدایي جوړښت ګڼل کېده چې لږ تر لږه یې ژوند درلود؛ داسې موجود چې د یوې “ګولۍ” یا “غدې” په څېر تصور کېده، چې یوازې د تغذیې او چاپېریالي شرایطو له لارې وده کوي. د جنين حرکتونه به غیر ارادي غبرګونونه ګڼل کېدل، چې د تحریکونو په وړاندې څرګندېدل، خو د غیر تهاجمي انځور اخیستنې د تکنالوژۍ پرمختګونه، لکه درې‌ بعدي او څلور ‌بعدي سونوګرافي، د جنین ( MRI) او د مغزي فعالیت د ثبت تکنالوژۍ، لکه: ( fMRI  او EEG د رحم دننه) دا زمینه برابره کړه چې د جنین د مغز او عصبي سیستم دقیق فعالیت وڅېړل شي. د دغو تکنالوژیو په وسیله، ساینسپوهان وتوانېدل، چې پېچلي جریانونه لکه: زده‌کړه، د اورېدونکو تحریکونو پر وړاندې غبرګونونه او د مور عاطفي حالتونه په جنین کې تشخیص کړي.
د جنین فزیولوژیکي او عصبي عکس‌العملونه
کنترول شویو مطالعاتو ښودلې ده چې جنین د امېندوارۍ له منځنیو اوونیو څخه د چاپیریالي تحریکونو په وړاندې د اندازه کولو وړ غبرګونونه ښیې، د مثال په توګه:
شرطي انعکاس: په یوه تجربه کې ښودل شوي، هغه میندې چې د امېندوارۍ په شپږمه میاشت کې سګرټ څکوي د سګرټ لوګي سره له اړیکې وروسته، د جنین د زړه په ضربانو کې د پام وړ زیاتوالی ښودل شوی دی، کوم چې د جنین د زده کړې او عصبي غبرګون څرګندونه کوي.
د مور د رواني تکلیف پر وړاندې غبرګون: د مور رواني فشارونه او منفي احساسات (لکه غوسه او پرېښاني) د مور په وینه کې د پرېشانۍ هورمونونو، لکه کورتیزول د زیاتوالي لامل کېږي. دا ترکیبونه د جنین د مرکزي عصبي سیستم په تنظیم کې بدلونونه راولي، چې له امله یې د جنین د زړه، رګونو او همدارنګه حرکتي سیستم کې ګډوډي رامنځ ته کېدای شي.
د مور او جنین رواني اړیکه او پر رواني ودې یې اغېزه
ارواپوهیزې ودې دا ښودلې ده چې د مور او جنین عاطفي او رواني اړیکه، له زېږون څخه وروسته د ماشوم د عاطفي او رواني روغتیا په برخه کې حیاتي رول لري:
(الف) له امېندوارۍ سره د مور لېوالتیا: کله چې مور له امېندوارۍ څخه راضي وي او ليوالتیا ولري، نو مثبت هورموني او رواني پیغامونه جنین ته انتقالېږي، چې دا د هغه د عصبي سیستم د ښې ودې او ارامۍ سبب کېږي. په رحم کې د جنین نرم  حرکتونه، د همدې احساساتو ځواب دی.
(ب) ناغوښتل شوې امېندواري او رواني بې‌ پامي: په هغو مواردو کې چې مور د امېندوارۍ په وړاندې بې ‌علاقه یا مخالفه وي، عاطفي اړیکه پرې کېږي، چې دا حالت د جنین لپاره د ځورونکو غبرګونونو سبب کېږي. دا غبرګونونه ممکن د چلندي ګډوډیو، پرېشانۍ او فزیکي ودې د کمښت په بڼه راڅرګند شي. له زېږون وروسته، ممکن دا ماشومان داسې چلندونه وښيي، لکه: د تغذیې په وړاندې بې ‌پامي او د ارامۍ د ترلاسه کولو لپاره له نورو سرچینو سره افراطي تړښت.
پر جنین د مور د چلند او چاپیریالي پایلو اغیزې
د مور د خوب طرز او ورځني چلندونه هم پر جنین د پام وړ اغېزې لري. څېړنو ښودلې هغه میندې چې د شپې خوب کوي، ماشومان یې د شپې ویښ پاتې کېدو ته لېوالتیا لري او برعکس.
 همدا راز د امېندوارۍ پر وخت او په ځانګړي ډول د زېږون پر مهال، د مور رواني او فزیکي ملاتړ د جفت او جنین د وینې جریان ښه کوي، د اکسیجن د کمښت (هیپوکسي) احتمال را کموي او د جنین رواني او فزیکي فعالیتونه ښه کوي.
د زېږون د بهیر په اسانتیا او د ماشوم په روغتیا کې د رواني او چاپېریالي شرایطو رول
د رواني طب او زېږون اړوند څېړنو ښودلې ده چې د مور تر څنګ د یوه باور وړ او ملاتړ کوونکي کس شتون د زېږون پر مهال د پرېشانۍ کچه را کموي او رحم ته د وینې جریان زیاتوي، چې په پايله کې یې جنین ته د اکسیجن د کمې رسېدنې خطر کمېږي او دا حالت د عصبي بې‌ نظمۍ، رواني ګډودۍ او له زېږون څخه وروسته د ادراکي ودې د ځنډ په مخنیوي کې مهم رول لري.
لنډه دا چې معاصرې علمي څېړنې ښيي چې جنین یو پېچلی عصبي، رواني او فیزیولوژیکي فعالیت لري، چې د مور د رواني، چلندي او چاپېریالي حالت تر مستقیم اغېز لاندې وي. دا ژوره او فعاله اړیکه د یوه همغږي سیستم څرګندونه کوي، چې پکې بیولوژیکي او رواني لاملونه یو له بل سره تعامل کوي، چې د ماشوم روغتیا او غوره وده تضمین شي. دې حقیقتونو ته پام کول، د زېږون مخکې پاملرنې او  د زېږون ارواپوهنې په ښوونه کې ډېر ارزښت لري او هر ډول بې‌ پامي یا نادیده ‌ګڼل یې د راتلونکي نسل لپاره د پام وړ منفي پایلې لرلای شي.
په دې اړوند الله تعالی په قران کريم کې فرمايلي دي: «وَفِیٓ أَنفُسِكُمۡ أَفَلَا تُبصِرُونَ»[1] ؛ ژباړه: « او ستاسو په خپل وجود کې (انسانان؛ د خدای د پیژندلو او د هغه د قدرت د درک لپاره روښانه نښې او صالح دلیلونه دي) ایا تاسو  یې نه ګورئ؟»[2]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. ذاریات: 21.

[2].  فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 98-101.

Leave A Reply

Exit mobile version