لیکوال: ابوعایشه
د اسلام په رڼا کې د زلزلې څېړنه او د معترضینو د شکونو رد (څلورمه برخه)
مقدمه
په تېره برخه کې مو د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د احادیثو په رڼا کې زلزله، طبیعي عوامل او ورسره تړلو موضوعاتو ته اشاره وکړه. هغه ډېر مهم اصل چې د هرې پېښې او هرې پدیدې په اړه باید پرې پوه شو، دا دی چې د هرې پېښې اسباب او علتونه باید وپېژنو؛ ځکه لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، په دې دنیا کې هېڅ پېښه بې‌علته نه رامنځته کېږي.
په دې برخه کې به څېړو چې ولې پر بندګانو زلزله راځي؟ اصلي علت یې څه دی؟ کوم عوامل ورسره تړلي دي؟ او علما په دې اړه څه نظرونه وړاندې کړي دي؟ همدارنګه به دا موضوع د صحابه کرامو، تابعینو عظام او نورو سترو علماوو د اقوالو او لیدلورو په رڼا کې هم وڅېړو.
د زلزلې اسباب
زلزله او د ځمکې لړزېدل عموماً دوه ډوله اسباب لري: شرعي اسباب او جیولوجيکي اسباب.
شرعي اسباب کله ناکله د انسانانو د ګناهونو او بدو کړنو د پایلو په توګه رامنځته کېږي؛ لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي: ﴿وما أصابکم من مصیبة فبما کسبت أیدیکم ویعفو عن کثیر﴾ ژباړه: «تاسو ته چې کوم مصیبت در رسېږي، هغه د ستاسو د خپلو کړنو له امله دی، او [الله] له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي.»[۱]
ځینې وخت زلزله او نورې پېښې د ابتلاء، امتحان او ازموینې لپاره وي او د صالحو او نېکو کسانو د درجې د لوړولو وسیله ګرځي. الله تعالی فرمایي: ﴿ونبلوکم بالشر والخیر فتنة وإلینا ترجعون﴾ ژباړه: «موږ په بدو او ښو (حالانو) کې ستاسو ازموینه کوو، او بیا زموږ لوري ته راګرځول کېږئ.»[۲]
خو جیولوجيکي اسباب[۳] باید د همدې برخې له متخصصینو وپوښتل شي.
لاندې به په لنډ ډول د زلزلې جیولوجيکي اسبابو ته اشاره وکړو. څوک چې غواړي نور تفصیلي معلومات ترلاسه کړي، دې کتاب ته دې مراجعه وکړي: «الزلازل وتخفیف مخاطرها» د ډاکټر جلال الدبیک تألیف. لیکوال په ډېره پراخې او مسلکي توګه دا اسباب بیان کړي دي.
زلزله یوه پېچلې جیوفيزیکي پدیده ده چې د ځمکې په دننه کې د بې‌نظم حرکتونو په بڼه څرګندېږي. دا حرکتونه د ځمکې له تل څخه د لویو انرژیو د آزادېدو له امله رامنځته کېږي. دغه انرژي د ځمکې د لاندې طبقو د درزېدو او ماتېدو له امله راښکاره کېږي، چې په پایله کې د ځمکې سطحه هم اغېزمنوي.
دغه درزونه زیاتره په هغو سیمو کې منځته راځي چې ګسلونه لري، او هلته د ډبرو عمودي یا افقي خوځښت رامنځته کېږي. دا خوځښتونه د پرلپسې فشارونو پایله ده چې ځمکه ورسره مخ کېږي. زلزلې اکثره د نرمې لړزې په توګه پیلېږي، خو کله ناکله شدیدې لړزې رامنځته کوي چې د ځمکې د سطحې درزونه، د ودانیو، لارو، د برېښنا او اوبو نل لیکو خرابوالی او نورې ویجاړۍ را منځته کوي.[۴]
خو په دې څېړنه کې زموږ تمرکز د زلزلې شرعي اسبابو ته دی، تر څو وپوهېږو چې الله تعالی څنګه د دغسې پېښو په وسیله خپل بندګان متوجه کوي او بیداروي. موږ ټولو ته څرګنده ده چې الله جل جلاله حکیم ذات دی، او د هغه ټول کارونه له حکمت څخه ډک دي؛ ځکه حکیم هېڅ حکم بې‌حکمته نه صادروي.
زلزله؛ عذاب که رحمت؟
کله چې د زلزلې له امله ګڼ انسانان مړه شي او سترې ویجاړۍ رامنځته شي، دا پوښتنه تل راولاړېږي: آیا زلزله په حقیقت کې عذاب دی او که نه؟ که عذاب وي، د چا لپاره دی؟ او د زلزلې عذاب‌والی څه معنا لري؟
لاندې هغه ټکي په روښانه ډول بیانېږي چې موضوع لا واضح کوي: دا د الله تعالی تکویني قانون دی چې کله عذاب راځي، ګنهکار او بې‌ګناه دواړه پرې اخته کېږي؛ البته ډېر کم کسان د خپلو سختو مبارزو او له معصیت سره د کلکې مقابلې له امله د الله تعالی له ځانګړې ساتنې برخمن کېږي.
په عمومي ډول د ټولنې خلک په څلورو ډلو وېشل کېدای شي:
۱هغه ګنهکاران چې د الهي بلا د نزول اصلي عاملین دي.
۲هغه بې‌ګناه کسان چې د نورو په ګناه راضي وي او د ګنهکارانو کړنې یې نه خفه کوي.
۳هغه بې‌ګناه کسان چې په ګناه راضي نه وي، خو د هغې د له منځه وړلو لپاره هېڅ جدي مبارزه نه کوي.
(دا درې واړه ډلې د عذاب پر مهال له مصیبت سره مخ کېږي.)
۴هغه مؤمنان چې د ګناه په وړاندې کلک درېږي، له معصیت سره مخالفت کوي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر عملي کوي، او دا نه شي زغملای چې د الله تعالی د نافرمانۍ پر وړاندې چوپ پاتې شي.
دا ډول کسان ځان له ګناه څخه ساتي، د خیر د خپرولو او د شر د مخنیوي هڅه کوي. دا ریښتیني مؤمنان دي، او الله تعالی یې د عذاب له قهر څخه خوندي کوي. که چېرې د عذاب پر مهال دوی هم د کومې پېښې ښکار شي، نو دا به د الله تعالی د رحمت له مخې وي او هغوی به د شهادت منزلت ولري؛ الله تعالی به په آخرت کې لوړ درجات ور وبښي.
نو په پایله کې، د عذاب نزول عمومي وي: ګنهکاران او هغه کسان چې د خیر په لار کې هېڅ هڅه نه کوي، د عذاب ښکار کېږي. یو شمېر نېکان او صالحان هم ممکن د پېښو تر اغېز لاندې راشي، خو د هغوی د زیان مسؤلیت د ګنهکارانو پر غاړه وي.[۵]
حافظ ابن عبدالبر اندلسي په خپل کتاب «التمهید» کې لیکي: «موږ ته هېڅ صحیح روایت نه دی رسېدلی چې وښيي د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې دې زلزله شوې وي؛ خو د حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه په خلافت کې زلزله پېښه شوه. امیرالمؤمنین رضی‌الله‌عنه وفرمایل: تاسې په ګناهونو ککړ شوي یاست؛ که بیا ځمکه ولړزېږي، زه به له دې ځایه ووځم.»[۶]
د امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی‌الله‌عنه له دې وینا څرګندېږي چې الله جل جلاله هغه بندګان چې په ګناه او معصیت کې ښکېل شي، تنبیه کوي، او کله ناکله یې د همدې پېښو له لارې متوجه کوي، څو د الله متعال لور ته مخه کړي، د رحمت غوښتنه وکړي او له عذاب څخه پناه وغواړي.
حضرت عمر رضی‌الله‌عنه ښه پوهېده چې په مدینه منوره کې د ځینو ګناهو شتون د دې مصیبت لامل شوی و، که څه هم دا هغه مثالي اسلامي ټولنه وه چې بنیاد یې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم ایښی و.
مدینه منوره د اسلام اصلي مرکز و، هغه ښار چې هره کوڅه یې د زرګونو فرښتو د نزول شاهده وه؛ هماغه مبارک ځای چې زرګونه صحابه پکې وروزل شول، د شمعې په شان وسوځېدل او د نړۍ هر لوري ته د اسلام د خپرولو په موخه وخوځېدل.
دغه ټولنه د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو څرګنده نښه وه؛ د هغوی اقوال او اعمال د دلیل حیثیت لري، او ټول مسلمانان هغوی ته درناوی لري او د انسانانو له غوره نسل څخه یې ګڼي.
دوام لري

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] سورة الشوری، آیۀ ۳۰.

[۲] سورة الأنبیاء، آیۀ ۳۵.

[۴] الدیبک، د. جلال، الزلازل وتخفیف مخاطرها، نابلس – فلسطین، ۲۰۰۹م، ص ۳.

[۵] مسلم، ابو شاکر، چرا زلزله!، ص ۳۳، چاپ دوم، ۱۳۹۸.

[۶] اندلسی، یوسف بن عبدالله ابن عبدالبر، التمهید، ج ۳، ص ۳۱۸.

Leave A Reply

Exit mobile version