لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (درویشتمه برخه)
لنډیز
په تېره برخه کې مو د مډرنیزم د پلویانو هغه نظریات وڅېړل چې د قرآن کریم له اعتبار څخه یې انکار کوي. د نقلي او عقلي دلایلو پر بنسټ څرګنده شوه چې قرآن د اسلامي قانون جوړونې لومړنۍ او بنسټیزه سرچینه ده او هېڅ بهیر یا فکر نه‌شي کولای د دې بې‌بدیله مقام پر وړاندې پوښتنه راولاړه کړي. هغه نیوکې چې د لوېدیزپالو او عصري‌غوښتونکو بهیرونو له‌خوا وړاندې شوې، نه علمي بنسټ لري او نه هم پر منطق ولاړې دي؛ بلکې دا شکونه ډېری د ناسمو فرضیو او نفساني غوښتنو څخه سرچینه اخلي.
اوس په دې برخه کې د «د نبوي سنت له اعتبار څخه په انکار» بحث کېږي؛ هغه موضوع چې د مډرنیزم د بهیر او د هغه د هم‌فکره ډلو له‌خوا مطرح شوې ده. لکه څنګه چې قرآن کریم د شکونو او شبهاتو نښه ګرځېدلی، همداسې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت هم د بېلابېلو پلمو له مخې تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی. په دې لیکنه کې د دې ګمراه‌شوي بهیر د رامنځته کېدو تاریخي شالید ته کتنه کېږي او د هغه شاته پراته فکري خوځښتونه او موخې به څېړل کېږي. همدارنګه، د حدیث د اعتبار د انکار مهمې شبهې به هم وڅېړل شي؛ لکه: د قرآن د کافي‌والي ادعا، د روایتونو د ساتنې او نقل د امکان په اړه شک، او د رسالت د زمانې پورې د نبوي سنت تړل.
په لاندې توګه به د قرآن، سلیم عقل او تاریخ پر بنسټ د دې شکونو معقول ځوابونه وړاندې شي، څو روښانه شي چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنت د قرآن کریم د عملي تفسیر او د پاکې وحي د بیان په توګه تل د اسلامي قانون دوهمه سرچینه پاتې شوې ده. له دې بنسټیز رکن څخه د دین د جلا کولو هره هڅه له بدعت او ګمراهۍ پرته بله پایله نه‌لري.
د مډرنیزم فکرونه او عقیدې
۲ ـ د سنت له اعتبار څخه انکار
د مډرنیزم پلویان لکه قرآن‌پوهان او نورې باطلې ډلې د حدیث له اعتبار څخه انکار کوي. د نبوي سنت ردول کومه نوې پېښه نه ده؛ بلکې په تېرو زمانو کې هم د خوارجو، معتزلو او باطنیو په څېر ډلو د بېلابېلو پلمو له مخې د سنت د انکار او نقد لاره خپله کړې وه. دغه راز لوېدیځیان، په ځانګړي ډول زاړه لوېدیځ مستشرقین (ختیځ‌پوهان)، هم د سنت پر ضد نیوکې کړې دي او حدیث ته یې د جعلي‌والي نسبت ورکړی دی. د بېلګې په توګه، د جرمني مستشرق جوزف شاخت لومړی کس و چې د حدیث د جعلي‌والي نظریه یې د اسلامي تاریخ د دوهمې او درېیمې پېړۍ په اړه مطرح کړه.
نوې مذهبي ډلې او فکري ښوونځي هم د سنت پر ضد راپاڅېدلي دي. ملحدان، یهود او نصارا د سنت سرسخت مخالفین دي او تل یې نقد کوي. قادیانیان، بهاییان او هغه ډلې چې د صحابه کرامو رضی‌الله‌عنهم دښمنان دي، د دې باطل ګومان پر بنسټ چې ګواکي د حدیثو راویان او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم اصحاب کافران دي، سنت په بشپړه توګه ردوي. همدارنګه قرآن‌پوهان، په دې ګومان چې قرآن ورته بسنه کوي، سنت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او د هغه اعتبار ردوي. فکري او فلسفي ښوونځي لکه عقل‌پالان، سیکولران، لیبرالان او عصري‌غوښتونکي هم د سنت په اړه خپل انکار او نیوکې وړاندې کوي، تر څو سنت له عملي ډګر څخه وباسي.
کله چې د لوېدیځو عصري‌کوونکو لخوا د سنت د رد نظریات مطرح شول، د هغوی ځینو زده‌کوونکو دا نظریې اسلامي نړۍ ته راوړې او خپرې کړې. تر دې وروسته د لوېدیزپالو او ازادفکره کسانو له‌خوا په پراخه پیمانه ومنل شوې. له هغو مډرنیستانو څخه چې د سنت د انکار په نظریې کې یې فعاله ونډه لرله، محمد توفیق صدقي، رشید رضا، احمد صبحي منصور او نور یادېدای شي. محمد توفیق صدقي په دې اړه خپله مشهوره مقاله د «الإسلام هو القرآن وحده» تر سرلیک لاندې ولیکله. رشید رضا هم د سنت د انکار په اړه خپله فکري مبارزه د «المنار» مجلې له لارې پر مخ یووړه. د دوی تر ټولو لوی هدف دا و چې قرآن ته د یوازینۍ بنسټیزې سرچینې حیثیت ورکړي او له هغو حدیثونو ځان خلاص کړي چې د دوی په باور له عقل او تمدن سره په ټکر کې دي.
خو مهمه پوښتنه دا ده: عصري‌غوښتونکي ولې د حدیث له اعتبار څخه انکار کوي؟
ځواب یې څرګند دی: تر هغه چې حدیث د دین د ثبوت یوه معتبره سرچینه وي، د عصري‌کوونکو او مډرنستانو موخې نه‌شي تحقق موندلی. ځکه چې په حدیثونو کې د ژوند د هرې برخې لپاره بشپړې لارښوونې موجودې دي، چې د لوېدیځ له فکرونو او ګټو سره په ټکر کې دي. له همدې امله مډرنستان، قرآن‌پوهان او نورې باطلې ډلې هڅه کوي چې د سنت له اعتبار څخه په بشپړ ډول انکار وکړي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version