لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل اونقد (یوویشتمه برخه)
د قرام کریم د صداقت په اړه قراني دلیلونه
د قران کریم د اعتبار د ثبوت لپاره ډېر ایتونه شته؛ خو دلته یې موږ یوازې یو څو ایتونه رااخلو چې بشپړ او لوی دلیلونه لري:
۱. خدای جل جلاله وايي: “وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ»[1]” ژباړه: « او موږ دا کتاب ( قران) پر تا نازل کړی، چې د هر څه روښانکوونکی دی او د مسلمانانو لپاره لارښوونکی، رحمت او زېری دی.»
دا ایت دې ته اشاره کوي، چې قران کریم یوه بشپړ کتاب دی، چې د دین او شریعت په چارو کې یې ټول احکام او مسایل بیان کړي دي، نو له دې ښکاري چې قران کریم د دین او شریعت اصلي او بنستيزه سرچینه ده.
۲. په بل ایت کې الله تعالی ویلي دي: “إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ”[2] ژباړه: « امر (او حکم) یوازې د الله تعالی دي.»
دا ایت هم دا څرګندوي چې قران کریم د اسلامي شریعت اصلي سرچینه ده. په دې ایت کې الله تعالی د حکم کول او شریعت جوړولو حق خپل ځانته ځانګړی کړی دی او دا حکم په قران کې را نازل شوی دی.
۳. دغهراز الله وايي: “فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ”[3] ژباړه: « نو د دوی ترمنځ د هغه څه په اساس حکم وکړه چې الله نازل کړي دي»
خدای جل جلاله په دې ایت کې پیغبر صلیاللهعلیهوسلم ته امر کوي چې د قران له مخې حکم او فیصله وکړي؛ نوبېلهشکه قران کریم د قانون جوړونې او شریعت بنستيزه سرچینه ده.
۴. “الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ” ژباړه: « هغه چا ته چې الهي کتاب وړکړل شوی، هغه داسې ولولي لکه څنګه چې د لوستلو وړ دی، دوی هغه څوک دي چې ایمان پرې لري او هغه څوک چې پرې کفر کوي، له زیانکارانو څخه دي.» له «يتلونه حق تلاوته» څخه موخه دا ده چې دوی قران کریم داسې لولي لکه څنګه چې باید ولوستل شي، یعنې دوی یې په سمه توګه پیروي کوي او عمل پرې کوي. د قران اعتبار په دې کې دی، چې هر څوک پرې کفر وکړي په دنیا او اخرت دواړو کې به له زیانکارانو څخه وي.
-
خدای جل جلاله خلک مبارزې ته رابللي دي، چې دوی دې د قران په څېر کتاب جوړ کړي؛ خو دوی و نه توانېدل چې جوړ یې کړي. لکه څنګه چې خدای جل جلاله وايي:”فَليَأتُواْ بِحَدِيثٖ مِّثلِهِۦ إِن كَانُواْ صَٰدِقِينَ”[4] ژباړه: « که دوی رښتیا وايي، نو د قران په څېر ویناوې دې راوړي.»
په بل ځای کې وايي: “قُل فَأتُواْ بِسُورَةٖ مِّثلِهِۦ وَٱدعُواْ مَنِ ٱستَطَعتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ”[5] ژباړه: « ورته ووایه: که رښتیا وايئ، نو د دې په څېر بل سورت راوړئ او له خدای پرته چې له هر چا مرسته غواړئ را ویې غواړئ.»
سره له دې چې د دې تحد د منلو لپاره کافي هڅونې او زمينې وې او هېڅ ډول خنډ هم نه و، خو هغوی چې د ژبې او فصاحت خاوندان وو دا کار ونه کړ؛ ځکه چې په حقيقت کې د دې کار وړتیا یې نه درلود او دا خبره په يقيني ډول دا څرګندوي، چې د دې کتاب (قرآن) خبرې د بشر خبرې نه دي او دا آيت په لازمي ډول د قرآن پر اعتبار دلالت کوي[6].
د قران کریم د صداقت په اړه د حدیث ثبوت
۱. پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم وویل: “تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا: كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ رَسُولِهِ”[7] ژباړه: « ستاسو په منځ کې مې دوه شیان پرېښي که چېرې هغه کلک را ونیسې نو هېڅکله به ګمراه نهشئ: د خدای جل جلاله کتاب او نبوي سنت.»
استدلال: په دې حدیث کې پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم قران او سنت د شریعت او لارښوونو لپاره د دوو بسنټیزو سرچینو په توګه معرفي کړي دي.
۲. د قران کریم د صداقت او د هغه د اطاعت د اړتیا په اړه د جامعو اثارو له ډلې څخه د علي بن ابي طالب رضی الله عنه مشهوره وینا ده چې ویلي یې دي: “سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: كتاب الله فيه خبر ما قبلكم، ونبأ ما بعدكم، وحكم ما بينكم، هو الفصل ليس بالهزل، هو الذي لا تزيغ به الأهواء، ولا يشبع منه العلماء، ولا يخلق عن كثرة رد، ولا تنقضي عجائبه، هو الذي من تركه من جبار قصَمه الله، ومن ابتغى الهدى في غيره أضله الله، هو حبل الله المتين وهو الذكر الحكيم، وهو الصراط المستقيم، هو الذي من عمل به أُجر، ومن حكم به عدل، ومن دعا إليه هدي إلى صراط مستقيم.”[8] ما واورېدل چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم ویل: د الله کتاب (قران) د تېرو قومونو کیسې، د راتلونکو پېښو خبرتیا او ستاسو ترمنځ د قضاوت وسیله ده. دا یوه پرېکنده وینا ده، نه بېځایه او نه هم له شوخۍ ډکه. دا قران داسې دی، چې د نفس غوښتنې یې له حقه نه اړوي، عالمان ترې نه ستړي کېږي، په ډېر تکرار سره نه زړېږي او حیرانوونکې خبرې یې پای نه لري. څوک چې دا پرېږدي او سرغړونکی شي، الله به یې مات کړي او څوک چې هدایت له بلې لارې غواړي، الله به یې ګمراه کړي. قران د الله کلک رسۍ، حکمت لرونکی نصیحت او مستقیمه لاره ده. څوک چې پرې عمل وکړي، ثواب به تر لاسه کړي؛ څوک چې پرې قضاوت وکړي، عدالت به وکړي او څوک چې خلکو ته یې دعوت ورکړي، هغه به سمې لارې ته هدایت شي.»
۳. عَنْ مُعَاذٍ رضیاللهعنه، “إِنَّ رَسُولَ اللهِ صلىاللهعليهوسلم لَمَّا بَعَثَ مُعَاذًا إِلَى الْيَمَنِ قَالَ لَهُ: كَيْفَ تَقْضِي إِنْ عَرَضَ لَكَ قَضَاءٌ؟ قَالَ: أَقْضِي بِكِتَابِ اللهِ، قَالَ: فَإِنْ لَمْ تَجِدْهُ فِي كِتَابِ اللهِ؟ قَالَ: أَقْضِي بِسُنَّةِ رَسُولِاللهِ صلىاللهعليهوسلم، قَالَ: فَإِنْ لَمْ تَجِدْهُ فِي سُنَّةِ رَسُولِ اللهِ؟ قَالَ: أَجْتَهِدُ رَأْيِي لَا آلُو”[9] « کله چې پيغمبر صلیاللهعلیهوسلم معاذ بن جبل یمن ته و لېږه هغه ته يې وویل: « کله چې یوه قضیه درته راغله د هغې پر اساس به څه ډول حکم کوې؟» معاذ وویل: « د خدای جل جلاله د کتابله مخې» پيغمبر صلیاللهعلیهوسلم بیا ترې پوښتنه وکړه: « که په هغه کې دې پیدا نه کړ؟» معاذ بیا ځواب ورکړ: « د پيغمبر صلیاللهعلیهوسلم د نبوي سنت له مخې» بیا يې وپوښتل: « که په نبوي سنت کې دې پیدا نه کړ؟» بیا يې ځواب ورکړ: « زه به د خپل نظر او اجتهاد پر بنسټ هڅه وکړم او هېڅ ډول سستي به ونه کړم»
۴. حارث رضیاللهعنه له حضرت علي رضیاللهعنه څخه روایتوي:: “قيل لرسول الله صلىاللهعليهوسلم: إن أمتك ستفتن بعدك. فسأل رسول الله صلىاللهعليهوسلم أو سئل ما المخرج منها؟ قال: «بكتاب الله العزيز [الذى لا يأتيه الباطل من بين يديه ولا من خلفه تنزيل من حكيم حميد][10]، من ابتغى العلم فى غيره أضله الله، ومن ولى هذا الأمر من جبار فحكم بغيره قصمه الله.”[11] « پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل شول: ستا امت به له ته وروسته له فتنو سره مخ شي. نو یا خو رسولاللهصلیاللهعليهوسلم خپله پوښتنه وکړه او يا له هغه څخه پوښتنه وشو:: له دې فتنو څخه د خلاصون لاره څه ده؟ هغه وویل: د الله تعالی د عزتمن کتاب پيروي وکړئ، هغه کتاب چې باطل نه له مخې او نه له شا څخه ورته لاره مومي؛ دا هغه کتاب دی چې د حکيم او ستايل شوي ذات له لوري نازل شوی دی. هر څوک چې علم له دې پرته په بل ځای کې لټوي، الله تعالی به يې ګمراه کړي او هر ظالم واکمن چې د خلکو چارې په لاس کې واخلي او د دې کتاب پرته حکم وکړي، الله تعالی به يې تباه کړي.»
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. نحل: ۸۹.
[2]. یوسف: ۴۰.
[3]. مائده: ۴۹.
[4]. الطور: 34.
[5]. یونس: 38.
[6]. قرطبی، الجامع لأحکام القرآن ، 1/76.
[7]. مشکاة المصابیح، ج ۱، ص ۶۶.
[8]. مصنف ابن ابی شیبه، ج ۱۶، ص ۴۱۵.
[9]. مسند ابی داود الطیالسی، ج ۱، ص ۴۵۴.
[10]. فصلت: ۴۲.
[11]. سنن الدارمی، ج ۴، ص ۲۰۹۹.
