د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (اتلسمه برخه)
د مډرنیزم اړخونه
مډرنیزم که په بشپړ ډول وڅېړل شي، موخه یې هغه فکري او کلتوري بهیر دی چې د نوښت، بدلون او عصري توب تصور پکې نغښتی دی. دا مفهوم دوه اړخونه لري: ۱– مثبت، ۲- منفي.
۱. د مډرنیزم مثبت اړخ
د مډرنیزم مثبت اړخ د منلو او آن د ستاینې وړ دی، ځکه سالم نوښت او عصريوالی د انسان فطري غوښتنه ده. که په انسانانو کې د پرمختګ دا هڅه نه وای، نو بشریت به هېڅکله د ډبرو له پېر څخه تر اټومي دورې پورې نه وای رسېدلی، نه به یې د حیواني کارونو پر ځای ماشینونه جوړ کړي وای او نه به یې د الوتکو او پرمختللو وسایلو نړۍ تجربه کړې وای.
دا هم څرګنده ده چې د بشري پرمختګونو لړۍ د همدې نوښت او عصري کولو له روحیې سرچینه اخلي. که نوښت منل شوی نه وای، انسان به د ساینس او ټکنالوژۍ تر دې کچې هیڅکله نه وای رسېدلی.
اسلام هم سالم او مثبت عصريوالی تاییدوي او حتی خپل پیروان یې ورته هڅوي. د اسلامي تمدن تاریخ په دې اړه ښه شاهد دی، ځکه اسلام بشریت ته د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړې او غوره تمدن یې رامنځته کړی.
۲. د مډرنیزم منفي اړخ
د مډرنیزم منفي اړخ د غندنې وړ دی، ځکه په دې بهیر کې داسې مفاهیم خپریږي چې له فساد او تباهۍ پرته بله پایله نه لري. د مډرنیزم فکري مکتب ډېری وخت له همدې منفي اړخه تعریفېږي او بشري ټولنې یې له کړاوونو، اخلاقي فساد او روحي ناروغیو سره مخ کړې دي.
عصريتوب په ډېری لویدیځو ټولنو کې د بېحیایۍ او بداخلاقۍ طوفان راپورته کړی دی. ځینې یې د زنا عمل د دواړو خواوو د رضایت له مخې روا بولي او همجنسګرایۍ (لواطت) ته یې قانوني بڼه ورکړې ده. د برتانیا په ولسي جرګه کې د همدې عمل د قانوني کېدو پرېکړه وشوه او دا انحراف یې د عصريوالي یو برخه وبلله.
همدارنګه د همدې فکر د خپرېدو له امله، په ځینو ځایونو کې حتی له محارمو سره د واده غوښتنې راپورته شوې. د دې فکري لړۍ د اغېز لاندې، په لویدیځو ټولنو کې ښځو د جنین د سقط د قانوني کېدو لپاره لاریونونه وکړل.
د مډرنیزم د افکارو د خپرېدو لارې چارې
د مډرنیزم پلویان د خپلو نظریو د پراخېدو لپاره ځانګړي پلانونه لري او له بېلابېلو وسایلو ګټه اخلي. د دوی مهمې لارې دا دي:
۱. د ادبي او کلتوري مرکزونو تر خپل واک لاندې راوستل
دويم د خپلو فکرونو د خپرولو لپاره پر ادبي بنسټونو، په ځانګړي ډول پر رسنیو او ورځپاڼو، تسلط پیدا کوي. دوی د همدې وسایلو له لارې خپل بهیر تبلیغوي او له هغو کسانو سره جګړه کوي چې له دوی سره فکري مخالفت ولري.
کله چې دا فکر عربي هېوادونو ته ور داخل شو، د دې بهیر پلویانو تر ټولو لومړی د ورځپاڼو او رسنیو مرکزونه په نښه کړل، څو د یوې طرحې له مخې د هغوی کنټرول ترلاسه کړي. دوی په دې برخه کې تر ډېره بریالي هم شول او ګڼ شمېر ادبي او کلتوري مرکزونه یې تر خپل نفوذ لاندې راوستل.
خو یوازینی مرکز چې د دوی پر وړاندې په ښکاره ودرید او د نفوذ اجازه یې ورنه کړه، د «الندوة» ورځپاڼه وه. دغې ورځپاڼې د مډرنیزم غلط فکرونه خلکو ته بربنډ کړل او د دوی باطل پلان یې افشا کړ.
۲. په روزنیزو او ادبي ټولنو کې یې نفوذ پیدا کړ او دغه مرکزونه یې د عصري فکر د خپرولو او د خپلو موخو د پلي کولو لپاره وکارول.