لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (دویمه برخه)
ولې باید نیهیلیزم ته کتنه وکړو؟
ننني لوېدیځ له بېلابېلو لارو پراخ اعلانونه پیل کړي، څو د توحید او د انسان د پیدایښت له موخو سره مخالفت وکړي، تر دې چې که وغواړي یا و نه‌غواړي خلک یې د «بې باورۍ» پر لور هڅولي دي. له بده مرغه د عصري لوېدیځ واکمن انسان‌محوره فکري غرور، له بې‌سارو او پراخو ننګونو سره مخ دی او ورځ تر بلې کمزوری کېږي. موډرنه لوېدیځه نړۍ له څو پېړیو د خپل ظالمانه او کبرجن واک په ترڅ کې، د نشت‌والي په ځانګړي ډول د انسان‌محوره نیهیلیزم پراخوالي او ژورتیا ته یې وده ورکړې او دا یې د نړۍ پر قومونو، ملتونو او خلکو باندې خپره کړې ده. له همدې امله د ځمکې په بېلابېلو سیمو کې ټول قومونه او ملتونه په یوه او بله بڼه د نشت‌والي له یوې کچې سره مخامخ اوککړ دي.
د معاصرې نړۍ د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره، موډرن لوېدیځ د شبه‌موډرن لویدیځ کولو د رامېنځ‌ته کولو له لارې پر هېوادونو واکمني موندلې او د مسلمانانو دیني شناخت، کلتور، اخلاق، اداب او تر ټولو مهم، د ژوند طرز یې د موډرن لوېدیځ استعمار د منظم یرغل تر برید لاندې راغلي دي. همدلته د نیهیلیزم بېلابېلې بڼې زموږ د ژوند، فکر او کړنو حریم ته ننوتي دي او ورو ورو د نشت‌والي ویجاړوونکې اغېزې او شتون، په ځانګړي ډول نیهیلیزم زموږ لپاره په یوه جدي ستونزه او خطر بدل شوی دی. دا یو داسې ویجاړوونکی خطر دی چې کورونه ورانوي او باید مبارزه ورسره وشي.
که څه هم د نیهیلیزم له واک او د هغه له شيطاني ماهیته خلاصون، یوازې د دیني ایمان له لارې ممکن دی؛ خو د موډرن او شبه‌موډرن نیهیلیزم پر ضد د مبارزې په سلوک کې او د هغه له ویجاړوونکي او تباه‌کوونکي واک څخه د تېرېدو په موخه، د لوېدیځ، لویدیځ‌کول او نشتوالي په اړه د ځان د انتقادي پوهاوي رامېنځ‌ته کول، د هغو اکثریت خلکو لپاره چې غواړي له دغه واک څخه خلاص شي یوه ضروري اړتیا ده.
د انسانانو لپاره چې ښايي د روښانتیا له لارې د نیهیلزم له تیارو څخه وتلی شي، د نشتوالي پر لور د انتقادي ځان‌پوهنې رامېنځ‌ته کول، هغه ځان‌پوهنه چې د اسلامي ښوونو او ایماني حکمت په بنسټونو کې ریښې لري، کولای شي یوه بنسټیزه مرحله وي. دا انتقادي شعور کولی شي دا پراخ قشر په داسې حالت کې ځای پر ځای کړي، چې د دوی له زړونو او ذهنونو څخه د بشرپالنې او نیهیلیزم شکونو په لېرې کولو سره، د ژغورونکي دیني ایمان د څرګندتیا او واقعیت لپاره لاره هواره کړي.
له‌دې امله داسې ښکاري چې د نیهیلیزم د ماهیت او ډولونو په اړه انتقادي سلبی ځان‌پوهنه، د نیهیلیزم پر ضد د شعوري نظري مبارزې د پرمختګ لپاره، د هغو اکثریت خلکو لپاره یوه ضروري مقدمه ده، چې غواړي د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم پیروي وکړي او د دیني ایمان په نوراني فضا کې ځای پر ځای شي، تر څو د نیهیلیزم له واک او شر څخه خلاصون ومومي
دا انتقادي سلبی ځان‌پوهنه چې لوېدیځ، لویدیځ‌کول او نیهیلیزم ته متوجه ده، بې‌شکه باید یوه اسلامي ځان‌پوهېدنه وي، چې له وحیاني ښوونو او الهي لارښوونو څخه يې الهام اخیستی وي او له خالصو اسلامي لارښوونو سرچینه واخلي. ځکه یوازې د اسلام له نوراني ښوونو څخه په استفادې او د هغه له ایمان‌راوړونکي فوق‌العاده انرژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، کولای شو د عصري لوېدیځ د واک له خړو اوبو او د نشت‌والي له بېلابېلو بڼو څخه ځان خلاص کړو او د ټول بشریت د ژغورلو لپاره لاره هواره کړو.
د نیهیلیزم د پیداښت مرحلې او تاریخ یې
نیهیلیزم یو فلسفي ښوونځی دی چې له هر ډول اخلاقي ارزښتونو څخه منکر دی، مطلق شک‌ او د وجود انکار ته وده ورکوي. د نیهیلیزم د فرقې بنسټ‌ایښودونکی میخائیل باکونین (۱۸۱۴–۱۸۷۶ ز.) دی.
 نیهیلیزم یا بې‌ماناوالی د نولسمې پېړۍ په منځ کې په روسیه کې د یوه فلسفي ښوونځي په توګه مطرح شو، چې د ښکلا‌پالنې له ټولو بڼو سره مخالف و او یوازې د کارپېژندنې او علمي عقل‌باورۍ ملاتړ یې کاوه. ایوان تورگینف په خپل مشهور ناول «پلاران او زامن» چې په ۱۸۶۲ کال کې خپور شو، دا اصطلاح د بازاروف د شخصیت د توصیف لپاره وکاروله او د نیهیلیزم کلمه یې عام شهرت ته ورسوله.
نیهیلیستان یو سیاسي خوځښت و، چې لږ سازمان‌مندي یې لرله او له ۱۸۶۰ کال څخه د دویم الکساندر د واکمنۍ پر مهال تر ۱۹۱۷ کال د اکتوبر تر انقلاب پورې، د روسیې په سیاسي ډګر کې فعال وو. دوی د دولت، کلیسا او کورنۍ واک ننګولی و او د عقلانیت او مادي پالنې پر بنسټ د ټولنیز نظم ملاتړ یې کاوه، چې د پوهې یوازینۍ سرچینه وه، چې انفرادي آزادي یې ترټولو مهمه موخه وه. نیهیلیستان ورو ورو د خراب‌کارۍ او ګډوډۍ لور ته لاړل او د ۱۸۷۰ لسیزې په پای کې، ټولي هغه سیاسي ډلې چې له ترهګرۍ او ډار څخه يې استفاده کوله، نیهیلیستان بلل کېدل.
د نیهیلیزم د فلسفې له نظره، نه د نړۍ د پیدایښت موخې  ماناوې لري او نه د بشر هستۍ مانالرونکې او موخه‌لرونکې دي.
د دې بهیر ملاتړکوونکي په دې اند دي، چې خدای شتون نه‌لري، دودیز اخلاق غلط دي او غیر دیني اخلاق هم نامکمل ګڼل کېږي. له همدې امله ژوند هېڅ مانا نه‌لري او هېڅ عمل د بل عمل په پرتله غوره نه دی.
په نننۍ نړۍ کې د نیهیلیستي لیدلورو بېلابېل ډولونه شتون لري. د دادائیزم هنري سبک، بنسټ‌ماتونکې فلسفه او د «پانک» غورځنګ، اکثره وخت د نیهیلیستي فکري بېلګې ګڼل شوي دي.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، نیهیلیزم چې «نه‌باوري»، «هیڅ‌باوري» یا «بې‌تمایلي» هم ورته ویلای شو، یوه داسې لاره ده چې پر بشري فکرونو تطبیق شوي مفهومونه په یوه ډول ردوي؛ خو د دې اصطلاحی مانا دا ده چې «له هر څه انکار» یا د هغو حل‌لارو نه‌منل دي چې تر اوسه د «څه باید وشي؟» پوښتنې په ځواب کې وړاندې شوي دي. دا یو داسې حالت ښيي چې له نا‌امیدۍ څخه سرچینه اخلي او په پایله کې د یادې پوښتنې په وړاندې چوپتیا غوره کوي؛ دا د ټولو ارزښتونو بې‌ارزښته کېدل بیانوي او په هغو ټولو نظریو انتقاد کوي، چې د انسان په اړه یې حل‌لارې وړاندې کړې دي.
نیهیلیزم تر ډېره یوه احساساتي تجربه ده، نه یوه بشپړه فلسفه؛ دا یوه پوره او منسجمه فلسفه نه ده. د فلسفې انکار او د پوهې امکان، د هر څه د ارزښت انکار دی. که د هر څه انکار روا وګڼل شي، نو په خپله د انکار عمل هم باید تر پوښتنې لاندې راشي. دا د هر څه، لکه: پوهه، اخلاق، ښکلا او د رښتیني حقیقت انکار دی. هېڅ عبادت ارزښت نه‌لري او هر څه بې‌مانا ګڼل کېږي. البته د هغو کسانو لپاره چې لا تر اوسه د نا‌امیدۍ ښکار شوي نه‌دي، دا باور ډېر سخت دی چې نیهیلیزم یو نړۍ‌لید (جهان‌بیني) دی او د انسان د وجود د درېدلي حالت څرګندونه کوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version