لیکوال: مهاجر عزیزی
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد(دولسمه برخه)
هـ . په معمارۍ او فرهنګي برخه کې د مسلمانانو لاسته ‌راوړنې او پرمختګ
۱. شعر او ادب
مسلمانانو د شعر او ادب په ډګر کې یو ځلانده او بې ‌ساری ځای و مومند. که څه هم شعر او ادب له اسلام مخکې ملتونو کې رواج وو؛ خو مسلمانانو له الهي روزنې څخه په ګټه اخېستنې سره، هغه نظم ته همغږي او لوړه محتوا ور وبښله او هغه یې له تېرو فکري او اخلاقي ککړتیاوو څخه پاک کړ.
د رسالت په دور کې د مسلمانانو فردي او ټولنیز اړخونه لوړو انساني، اخلاقي او ادبي درجو ته ورسېدل. نثر او نظم خپل د پرمختګ اوج ته ورسېدل، لوړې او ژورې ماناوې یې د پخوانیو سطحي موضوعګانو ځای ونیو. د دې دورې شعر او ادب د اسلامي روزنې، عباداتو او عقیدې بوی خپل کړ؛ په داسې حال کې چې پخواني شعرونه له دې ماناوو څخه خالي وو او شاعرانو په ازاده توګه د قبیلوي تعصبونو ستاینه، د ښځو او قومي فضلیتونو ستاینه به یې کوله؛ خو مسلمانو شاعرانو له نوي فکر سره، دالله جل‌جلا له حمد او ثنا، د پیغمبر صلی‌الله علیه ‌وسلم ستاینه او د اسلام سپېڅلي دین ستاینه به یې کوله.
پیغمبر صلی‌الله‌ علیه ‌وسلم خپله شعر نه وایوو؛ خو د نیکو شعرونو اورېدل به یې خوښول او اصحابان به يې د شعر ویلو ته هڅول او د شعر ارزښت به یې ورته یادوو. لکه څنګه چې د حضرت براء رضی‌الله‌عنه روایت دی، چې رسول صلی‌الله ‌علیه ‌وسلم احسان بن ثابت رضی‌الله‌عنه ته وویل: « روح‌ لقدوس له تا سره دی تر هغه وخته، چې ته مشرکانو ته هجو(بد،ملنډې) وايې.»[1]
کعب بن زُهَیر چې یو له مشهورو شاعرانو څخه و، حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته راغی او د محمد صلی‌الله ‌علیه ‌وسلم په ستاینه کې یې قصیده وویله. رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم  هغه عبا (پراخه او اوږده جامه) چې په خپله اوږه یې وه د ډالۍ په شکل یې هغه ته ور وبخښله. دا عبا د پیغمبر صلی‌الله‌ علیه ‌وسلم له وفات وروسته خلفای راشدينو ته ورسېده، چې بلا‌خره معاویه بن ابي‌ سفیان دا عبا په شل ‌زره درهمو وپېرله.[2]
پیغمبر صلی‌الله ‌علیه ‌وسلم به د شاعرانو شعرونه ډېر په غور اورېدل او کله به یې چې کومه ناسمه مانا پکې پیدا کړه هغه به یې اصلاح کوله. هغو شاعرانو به چې اسلامي ارزښتونه ستایل، دوی به خپله دستایلو وړ ګرځېدل؛ نو اسلام نه یوازې له شعر او شاعرۍ سره مخالف نه دی؛ بلکې هغه یې له اسلامي روزنو او مفاهیمو سره همغږی ګاڼه، هغه به یې تائیدو او ملاتړ به یې کاوه.
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم شاعران
پیغمبر صلی‌الله‌علیه وسلم به غوره شوي شاعران درلودل، چې د محتوا لرونکو شعرونو په ویلو سره به یې له اسلام او مسلمانانو څخه دفاع کوله. دا شاعران عبارت دي:
۱. حسان بن ثابت رضی‌الله‌عنه
۲. کعب بن مالک رضی‌الله‌عنه
۳. عبدالله بن رواحه رضی‌الله‌عنه
۴. کعب بن زُهَیر رضی‌الله‌عنه
۵. عبدالله بن زُبعَری رضی‌الله‌عنه
۶. ابوسفیان بن حارث رضی‌الله‌عنه
۷. بُجَیر بن زُهَیر بن ابی سُلمی رضی‌الله‌عنه
۸. خنساء رضی‌الله‌عنها
۹. جرول بن اوس رضی‌الله‌عنه
۱۰. لبید بن ربیعه رضی‌الله‌عنه
۱۱. کثیر بن عبدالله رضی‌الله‌عنه او نور.
د خلفای راشدینو په وخت کې شعر او ادب
د حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه د خلافت په وخت کې شعر او ادب ځانګړی دريځ(موقف) خپل کړ. دی خپله هم د هغه وخت له نامتو شاعرانو او ادیبانو له ډلې څخه و؛ شعر یې ویلو، فصیحې، بلیغې او اغېزناکې خطبې یې وړاندې کولې. مؤرخین او ادیبان د هغه د خبرو ژور اغېز پر زړونو کې یادوي
حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه  هم د ادب له مشرانو څخه و. ده په ځانګړي توګه په نثر ویلو کې یې ځانګړی مهارت درلود او وینا یې په فصاحت او زړه راښکونکي بیان سره سینګار شوې وه. سر بېره پر دې د شعر ویلو وړتیا یې هم درلوده او شعري ټوټې یې په ادبي منابعو کې نقل شوې دي.
حضرت عثمان ذوالنورین رضی‌الله‌عنه  د نورو پخوانیو خلفاوو په څېر یو ادبي شخصیت او د ذوق څښتن و، په شعر او نثر دواړو برخو کې یې خاصه وړتیا لرله او د وحي لیکونکو له ډلې څخه و، کله به چې وحي نازل کېده حضرت محمد صلی‌الله‌ علیه‌ وسلم به ده ته ویل، چې ویې لیکه، ده به ښکلي او قوي قلم سره د وحي کلمې لیکلې.
 د اسلام د لومړیو وختونو یو له مشهورو لیکوالانو څخه حضرت علي  کرم‌الله‌وجهه هم و. له ده څخه په فصیح نثر او حکیمانه شعرونو کې ډېر ارزښتناک آثار پاتې دي. هغه رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌ وسلم په داسې فصاحت او بلاغت سره ستایه، چې خبرې یې ډېرې لطیفې، روح‌ نوازې او اغېزناکې وې؛ زړونه یې جذبول او غوږونه یې شیفته کول.
د امویانو په وخت کې شعر او ادب
د امویانو د خلافت په وخت کې شعر او ادب نوي پرمختګ ته ورسېد. په شعر او ادب کې نوي سبکونه رامنځ ته شول او د امویانو ځانګړي ملاتړ په دې پرمختګ کې مهم رول ولوبو. دوی شاعران او ادبیان ستایل، دوی ته يې دندې او جایزې ورکولې او حتی د ادبي ناستو لپاره یې ځانګړي ځایونه ورته جوړ کړي وو.
د دې دورې له مشهورو څېرو څخه کولای شو، د فرزدق، ابوالأسود دؤلی، عمر بن ابی‌ ربیعه، عدی بن رُقاع او نورو نومونه یاد کړو. ځينو دغو شاعرانو لکه: فرزدق، جَریر و اَخطل تر ډېره د اموي خلیفه‌ګانو او امیرانو په ستاینه کې شعرونه لیکل او ځینې نورو یې د دوی په مخالفت کې خبرې کولې.
د عباسیانو د خلافت په وخت کې شعر او ادب
د عباسیانو د خلافت دوره کولای شو، د شعر او ادب له زرینو دورو څخه و ګڼو، په دې دوره کې ادب په بې‌ساري ډول پرمختګ وکړ او شاعرانو د عباسي تمدن له شتمنو سرچینو څخه ګټه واخیسته، نوي سبکونه او طریقې یې رامنځته کړې، چې د معناوو، موضوعاتو، انځور جوړونې او نورو شاعرانه سټایلونو کې نوي سټایلونه او میتودونه رامنځته کړل.
په دې دوره کې، د شعر په موضوعاتو، مانا، کلمو او سټایلونو کې یو ډول بدلون او ادبي انقلاب راغی. په شعر کې نوي اهداف راڅرګند شول، چې مخکې یې هیڅ ساری نه درلود او ځینې زړو موضوعاتو هم خپل ماهیت بدل کړ؛ د بیلګې په توګه، سیاسي، حماسي او غزلي شعر تر یوې اندازې پورې کمزوری شو، پداسې حال کې چې مدح او مرثیې(ستاینه اوغم) وده وکړه. همدارنګه، د حکیمي، زاهدي، فلسفي، تدریسي او داستاني شعر په څیر څانګې راڅرګندې شوې. وروسته شاعرانو د بدیعي صنایعو لکه؛  جناس، طباق،  استعارو او نورو وسیلو په کارؤلو کې افراط(زياتوالي) ته لاړل.
د دې دورې د شعر د پرمختګ له مهمو عواملو څخه کولای شو: د علمي او فرهنګي ټولنو پراخېدل، د فرهنګونو انتقال د ژباړې له لارې، سیاسي او مذهبي اختلافات او همداراز د خلفاوو او امیرانو له خوا د شاعرانو، ادیبانو او ژباړونکو ملاتړ او تشویق یاد کړو.[3]
د عباسیانو د مشهورو شاعرانو له ډلې څخه کولای شو د عدی بن رقاع، ابن‌الرومی، ابونواس و ابوالطیب متنبی نومونو ته اشاره وکړو. په همدې دور کې اندلسي شاعرانو د «موشحات» په نوم د شعر تازه قالب منځ ته راوړ، چې ډېر په سرعت یې وده وکړه او ځانګړې هنري څرګندونې یې را منځ ته کړلې.
خلفاوو او امیرانو د شاعرانو د قدردانۍ لپاره ډېرې لوړې نغدي جایزې او تحفې ورکولې. ولید بن یزید له لومړیو کسانو څخه و چې د هر بیت شعر لپاره یې زر درهمه انعام ټاکلی و او نورو هم د هغه پیروي وکړه. عباسي خلفاوو دا اندازه نوره هم زیاته کړه، حتی د یوې قصیدې په بدل کې یې سل زره درهمه جایزه ورکوله. لومړی شاعر چې دا ډول جایزه یې ترلاسه کړه، مروان بن ابی‌حفصه و، چې د مهدي عباسي په ستاینه کې یې قصیده وویله.[4]
اسلامي خلفاوو په دې ډېر ښه پوهېدل چې د اسلام مبارک دین هر هغه هنر ته ارزښت ورکوي چې هدفمند وي او ټولنې ته ګټه ورسوي. له همدې امله، هر مسلمان مشر د خپلې ونډې په اندازه هنرمندانو ته، په ځانګړي ډول متعهدو شاعرانو ته درناوی کاوه او دا دود یې له رسول اکرم صلی‌الله ‌علیه ‌وسلم څخه زده کړی و. رسول الله صلی‌الله ‌علیه‌ وسلم هغه شاعران ستایلي دي، چې د ایماني او اخلاقي مفاهیمو انعکاس یې کاوه؛ لکه کله چې، کعب بن زُهَیر، د عربو نومیالی شاعر، د رسول الله حضور ته راغی او د هغه په ستاینه کې یې قصیده وویله، نو رسول الله صلی‌الله‌  علیه‌وسلم خپله هغه عبا چې پر اوږو یې وه، د تحفې په توګه هغه ته ورکړه. دا عبا د رسول الله له وفات وروسته خلفاوو ته ورسېده، او معاویه بن ابی‌سفیان دا په شل زره درهمه وپېرله.[5]
۲. په اسلام کې د نقاشۍ هنر
مسلمانانو د نقاشۍ په برخه کې هم د پام وړ لاسته‌راوړنې او پرمختګونه کړي دي. علامه‌ مقریزي چې مشهور عالم او تاریخ پوه دی، د مسلمانو انځورګرانو په اړه وايي: « په پنځلسمه پېړۍ کې د فاطمیانو کتابتون سلګونه داسې کتابونه لرل چې په نقاشۍ ښکلي شوي وو، چې په هغه کې هغه  قرآنونه هم شامل وو، چې د مسلمانو هنرمندانو لخوا تزئین او انځورګري شوي وو.»[6]
اسلامي تزئینات او نقاشي په تدریجي ډول خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې وموندلې او د اسلامي تمدن د ښکلا په څرګندولو کې یې مهم رول ولوباوه. دا هنر چې کله خپل اوج ته ورسېد،  هم یې په طرحه او اجرا کې او هم په موضوعاتو او سبکونو کې له ځانګړي بډایتوب څخه برخمن شو. مسلمانو هنرمندانو د ښکليو تزئیني کرښو په کارؤلو سره داسې آثار جوړ کړل چې له تنوع، موزون تکرار، پیچلتیا او نوښت څخه ډک وو. هغوی د اسلامي هندسې څخه الهام واخیست، څو‌ضلعي ستوري ‌نما شکلونه، د پاڼو بڼه لرونکي طرحې (توریق)، او هغه نقشونه جوړ کړل، چې د «توشح عربي» یا آرابسک (Arabesque) په نوم یادېږي. دا سبک په ځانګړي ډول په څلورمې هجري پېړۍ (لسمې میلادي پېړۍ) کې په الازهر جوماتکې رامنځته شو او تر نن ورځې پورې نه یوازې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې، بلکې له هغې هاخوا هم خپل محبوبیت او کارېدنه ساتلې ده.[7]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. صحیح ابن حبان، ج ۱۶، ص ۹۶.

[2]. ابن عبد ربه الأندلسی، العقد الفرید، ج ۲، ص ۳۱؛ تمدن اسلام، ص ۱۴۲.

[3]. تمدن اسلام، ص ۱۴۷.

[4]. جرجی زیدان، تاریخ تمدن اسلام، ص ۹۹۳.

[5]. همان، ص ۹۹۳.

[6]. قصة الحضارة، ص ۶۷۹.

[7]. التراث العلمی الإسلامی، ص ۱۴۴.

Leave A Reply

Exit mobile version