لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (پينځمه برخه)
د حضرت ادم علیه‌السلام د کیسې روزنیز درسونه
د حضرت ادم علیه‌السلام کیسه د قران‌کریم له بنسټیزو کیسو څخه ده، چې د قران‌کریم په ایتونو کې په بېلابېلو  بڼو سره وړاندې شوې ده. د حضرت ادم علیه‌السلام د ژوند کیسه یوازې د یوې تاریخي پېښې راپور  نه دی؛ بلکې د انسان‌پېژندنې، معرفت، اخلاقي او روزنیزو مفاهیمو ژوره تشریح ده. قران‌کریم په اصل کې د ادم‌علیه‌السلام د پيداېښت، د هغه ازمایښت، الهي امر، د شیطان وسوسې له جنت څخه شړل، د توبې منل او د ځمکې پر مخ ژوند کول د انسان د روزنې يو بشپړ جوړښت انځوروي، چې نه یوازې د فردي روزنې لپاره؛ بلکې د کورنۍ او ټولنې د جوړولو په برخه کې هم ځانګړی رول لري. دلته د دې کیسې ځینې مهم درسونه بیانوو.
لومړی درس: د انسانیت له مخې د ښځې او سړي برابري
د بي‌بي حوا  د پیدایښت کیسه لکه څنګه چې په تېرو کیسو کې تشریح شوې، دوه اساسي ټکي بیانوي:
  • په انساني ماهیت او د انسانیت په ذاتي ارزښت کې د ښځې او سړي برابري. خدای جل جلا‌له په دې اړه وايي: «یَا أَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَکُم مِّن نّفْسٍ وَاحِدَةٍ».[1]
ژباړه: «ای خلکو! له خپل رب څخه چې تاسو یې له یو نفس څخه پیدا کړي یاست و ډار شئ» دا ایت په ښکاره  د ښځې او سړي د پیدایښت په اصل کې د شریکېدو او د دوی د انساني جوهر پر یووالي ټینګار کوي.
  1. د کورنۍ او انساني خپلوۍ له مخې د ښځې او سړي یوشان‌والی. ښځه د سړي خور ګڼل کېږي؛ ځکه چې دواړه له یو پلار او مور څخه پیدا شوي. په دې اړه خدای جل جلاله په بل ځای کې وايي:
«یَا أَیُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاکُم مِّن ذَکَرٍ وَأُنثَى».[2] ژباړه: «ای خلکو! موږ  تاسو له یو نارینه او یوې ښځې پیدا کړي یاست»
د « ای خلکو » خطاب چې د ښځو او سړیو په ګډون ټول انسانان رانغاړي، د دې حقیقت شاهدي ورکوي، چې دواړه جنسونه د انساني نسب له مخې سره برابر دي. حضرت محمد صلی‌الله علیه و سلم هم په یو ارزښتناک حدیث کې دا برابري تائيد کړې ده:  «النّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ».[3] ژباړه: ښځې د نارینه‌وو نیمه بشپړونکې برخې دي د  دوی سیالانې دي.
د خوروالۍ او وروروالۍ دا اړیکه د ښځې او سړي تر منځ د نسب، ذاتي او انساني کرامت په ټولو حقونو کې د يوشان والي غوښتنه کوي.[4] هېڅ یو یې پر بل غوره‌والی نه لري؛ لکه  څنګه چې قران‌کریم د ټولو انسانو د کرامت په اړه وايي:«وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِی آدَمَ».[5] ژباړه: « بېشکه موږ د ادم علیه‌السلام اولادونو ته عزت ورکړی دی.»
دالهي کرامت په کوم ځانګړي جنس پورې محدود نه دی؛ بلکې ښځې او سړي ټول یو شان له دې الهي مینې څخه برخمن دي.
دویم درس: په اسلام او اسلامي ټولنه کې د ښځو لوړ مقام
ښځه په اسلامي  فکري نظام کې له لوړ  مقام او ارزښت څخه برخمنه ده، چې هم د هغې ذاتي کرامت ته درناوی کوي او هم یې په کورني او ټولنيز جوړښت کې دریځ(موقف) ټینګ ساتي. د ښځو دا لوړ مقام له څو لورو څخه د تحلیل وړ دی.
۱. ښځو ته درناوی او د عزت ساتنه یې
له ادم علیه‌السلام څخه د حوا عليهاالسلام پیدایښت، نه یوازې د نر او ښځې تر منځ نه ماتېدونکې اړیکه ښیي؛ بلکې د ښځې پر درناوي او د دوی د عزت پر ساتلو ټينګار کوي. قران کریم دې ځانګړي خلقت ته په اشاره، پر نارینه‌وو غږ کوي، چې د ښځو د عزت ساتنه وکړي.«وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا».[6]
ژباړه: « او د هغه له جنس څخه یې د هغه مېرمن پیدا کړه.» دا ایت ښکاره کوي، چې ښځه د الهي رحمت نښه ده او د ګل په څېر باید په امن کورني چاپیریال کې وده وکړي.
۲. ښځه د نارینه‌ لپاره الهي مینه ده
ښځه یو الهي نعمت دی، چې پر وړاندې یې نارینه باید د خدای جل جلاله شکر ادا کړي. حضرت محمد صلی‌الله علیه وسلم په یوه حدیث کې د ښځو په اړه وايي: «مَا أَکْرَمَ النِّسَاءَ إِلَّا کَرِیمٌ، وَلَا أَهَانَهُنَّ إِلَّا لَئِیمٌ».[7] ژباړه: « دروند انسان به ښځې ته درناوی کوي او سپک انسان به هغه سپکوي.» دا الهي نعمت پر نارینه‌وو یو لړ مسووليتونه ور اچوي؛ لکه: د ښځې  د حریم ساتنه، د هغې د فزیکي او رواني امنیت ساتنه او پر دوی له هر ډول ظلم او تېري څخه مخنيوی کول.
۳ـ د ښځو ځورونو سخت منع کول
قران کریم ډېر په ښکاره د ښځو ځورول غندلي او دا یې نه بښونکې ګناه ګڼلې ده: «وَٱلَّذِینَ یُؤْذُونَ ٱلْمُؤْمِنِینَ وَٱلْمُؤْمِنَـتِ بِغَیرِ مَا ٱکْتَسَبُوا فَقَدِ ٱحْتَمَلُوا بُهْتَـنًا وَإِثْمًا مُّبِینًا».[8] ژباړه: « او هغه څوک چې مؤمنو نارینه‌وو او مؤمنو ښځو ته پرته له دې چې کومه ګناه یې نه وي کړې زیان ور ورسوي، هغوی پر ځان لوی تهمت او ښکاره ګناه باروي.»«إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ».[9]
‏ژباړه: « بې‌شکه هغه کسان چې مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې ځوروي، تر دې چې له دین څخه واړوي او بیا توبه ونهباسي او له خپل عمل څخه پښیمانه هم نه وي، نو د دوزخ عذاب به خامخا هغوی ته ورسېږي، او د سوځنده (شديد) اور عذاب به یې برخه وي.»
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

. النساء/1.[1]

. الحجرات/13.[2]

. سلیمان بن الأشعث، السجستانی، سنن ابی داود، مصر: نشر إحیاء السنه النبویه، بی‌تا،  شماره حدیث:236.[3]

. سعاد، ابراهیم صالح، حقوق المرأه فی الإسلام، مصر: المجلس الأعلی للشئون الإسلامیه، 1418ق، ص27.[4]

. الإسراء/70.[5]

. الأعراف/189.[6]

. سلیمان بن الأشعث، السجستانی، سنن ابی داود، شماره حدیث: 4682. [7]

. الأحزاب/58.[8]

. البروج/10.[9]

Leave A Reply

Exit mobile version