لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (څلورمه برخه)
بلاخره له هغې منع شوې مېوې څخه یې وخوړل
قران‌کریم د اعراف سورې په ۲۲م آیت کې د هغې منع شوې مېوې د خوړلو د برخلیک او پایلې په اړه داسې وايي: «فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ».[1] ژباړه: « او ورو ورو یې دوی په مکر او چالاکۍ سره  ( نافرماني او هغې منع شوې ونې خوا ته) کش کړل، او کله یې چې له هغې منع شوې ونې څخه وخوړل، نو خپل شرمګاوې یې ولېدې او د پټولو لپاره یې د جنت د ونو پاڼې راټولې کړې او پر ځان یې واچولې؛ د دوی رب دوی ته وویل: ایا ما تاسو دې ونې ته له نېږدې کېدو څخه نه وئ منع کړي او نه مي وه درته ویلي، چې شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی او ستاسو خير نه غواړي؟».
دا آیت په اصل کې د شیطان د وسوسې او د ادم علیه‌السلام او حوا علیهاالسلام له خوا د جنت د منع شوې ونې دمېوې د خوړلو  څرنګوالی او د هغې پایلې بیانوي. د شرمګاوو لوڅېدل یوازې یوه فزیکي پېښه نه وه؛ بلکې د معنوي پوښښونو له لاسه ورکول او د خطا د کمزورۍ څرګندتیا وه. په بل عبارت، دوی له دې پېښې مخکې له دې نیمګرتیاوو څخه ناخبره وو او له خطا وروسته یې خپل بربنډتوب ولیده.
د ادم علیه‌السلام او حوا علیهاالسلام له خوا د ونو د پاڼو راټولول او د ځان پټول د شرم او حیا پر وړاندې، د انسان طبیعي او داخلي درک ښیي. دا عمل دا ښیي چې انسان په طبیعي او ذاتي ډول د ځان پټولو ته لېوالتیا لري او بربنډتوب ناسم عمل ګڼي. د شرم او حیا دا حس د انسان په وجود کې ځای نیولی او دوی ته وايي چې خپل ځاني حدود و ساتي او ځانونه د نامناسبو لیدو څخه پټ کړي.
ځینې مفسرین او دیني علما، د دې آیت په دلیل باندې تکیه کوي، چې د شرمګاوو پټول لازمي او شرعي مسوولیت دی او ځينې نور په دې باور دي، چې د ادم علیه‌السلام او حوا علیهاالسلام دا کړنه ښیي چې د شرمګاوو پټول د انسان د طبیعت یوه برخه ده او له بربنډتوب څخه کرکه یې داخلي حس دی، چې حتی د نورو په نه‌شتون کې هم شته.[2]
دا آیت، د پیښې له تاریخي بیان څخه هاخوا، له موږ سره مرسته کولی شي، چې د انساني طبیعت او اخلاقي ارزښتونو له نظره د پوښښ مفهوم په ژوره توګه درک کړو.
ملامتیا او بښنه غوښتل
وروسته له هغه چې ادم علیه‌السلام او حوا علیهاالسلام د جنت له منع شوې ونې څخه میوه وخوړه او شرمګاوې یې دوی ته ښکاره شول او د پټولو لپاره یې د جنت له ونو د  پاڼو په راټولو پیل وکړ. په دې وخت خدای جل جلاله دوی ملامت کړل او ویې ویل: «وَ نَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ».[3]
ژباړه: «او د دوی رب جل جلاله (دوی  ملامت کړل او د هغوی خطا یې یاده کړه) او ورته یې وویل: آیا ما تاسو له هغې ونې نه واست منع کړي؟ او آیا ما تاسو ته نه وو ویلي، چې شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی (او ستاسو خیر نه غواړي)؟»
دا ملامتیا د خدای جل ‌جلاله‌ له لوري له الهي فرمان څخه د سرغړونې له امله ده، چې د انسان د وجود د یوه بل اړخ ښکارندوی دی. انسان یو ځانکړی موجود دی، چې د هېرولو او خطا کولو وړتیا لري، هغه د شیطاني وسوسو پر وړاندې کمزوری دی او نه‌شي کولای په سمه لاره کې ډېر پاتې شي؛ خو په ورته وخت کې انسان په خپلو تېروتونو خبر دی او په دې برخه کې له خدای جل جلاله څخه بښنه او مرسته غواړي، چې دا د ګناه لپاره د مرستې غوښتنه نه ده؛ بلکې د هدایت غوښتنه ده. آدم علیه‌السلام او بي‌بي حوا علیهاالسلام وویل: «قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ»[4]
ژباړه: «ویې ویل: اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ! او که موږ و نه بخښې او رحم و نه کړې، نو موږ به له زیان‌کارانو څخه شو!»
د غم او بښنې منل هغه ځانکړنې څرګندوي، چې انسان له خدای جل جلا‌له سره نېږدې کوي او د رحمت دروازې یې پر مخ خلاصوي. په دغو ځانګړنو کې: د خطا منل او  پښېماني، بښنه‌غوښتل او د الهي قدرت پر وړاندې د کمزورۍ احساس رانغوښتل دي. انسان دا درکوي چې د الله تعالی له مرستې پرته هېڅ قدرت او وړتیا نه لري او که چېرې له ده څخه مرسته و نه غواړي، نو له زیان کارانو څخه به وي.[5]
وروسته له هغې چې ادم علیه‌السلام او حوا علیها‌السلام خپله تېروتنه ومنله او  پښېمانه شول،
له خدای جل جلاله څخه یې بښنه وغوښتله؛ او خدای جل جلاله یې هم پر مخ د توبې دروازه پرانېستله او ادم علیه‌السلام ته یې ور وښودل، چې دا ډول له الله تعالی څخه بښنه وغواړي.:
«رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ»[6] ژباړه: «ویې ویل: اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ! او که موږ و نه بخښې او رحم و نه کړې، نو موږ به له زیان‌کارانو څخه شو!»
له جنت څخه د ادم علیه‌السلام او د هغه د مېرمنې ایستل
وروسته له هغه چې خدای جل جلاله د ادم علیه‌السلام او حوا علیهاالسلام توبه ومنله، دوی او شیطان ته یې وویل، چې ټول ځمکې ته ښکته شي، ځکه چې ځمکه د بشر لپاره  طبیعي او غوره ځای دی؛ ځکه انسان له هغې څخه پیدا شوي او ځمکه د دوی مور ګڼل کېږي. خدای جل جلا‌له په قران کریم کې په دې اړه فرمایي: «مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى».[7]
ژباړه: «موږ تاسو له ځمکې پیدا کړي یاست او بېرته هغې ته تلوونکي یاست او بیا به د قیامت په ورځ تاسو له هغې ځمکې څخه بېرته را وباسو.»
په دې توګه، ټول ( ادم علیه‌السلام، حوا علیهاالسلام او شیطان) ځمکې ته ولېږل شول، په‌داسې حال کې چې د یوبل دښمنان وو. ادم‌علیهالسلام او د هغه مېرمن د شیطان له چلونو او دوکې وېره درلوده او دا وېره یې طبیعي وه، ځکه چې شیطان دوی ته دوکه ورکړه چې له امله یې له جنت څخه وشړل شول. شیطان هم ادم علیه‌السلام، حوا علیهاالسلام او د دوی د اولادونو  د له منځه‌وړلو په انتظار کې و. اوس پوښتنه دا ده چې: ایا د ځمکې پر مخ ژوند کولای شي سوله‌ییز اوسي؟ په‌داسې حال کې چې د انسان ژوند د بشر له پیدایښت څخه له وېرې او دښمنۍ سره مل دی؟ یقینا د ځمکې پر مخ ژوند کول به د قیامت تر ورځې پورې، د حق او باطل تر منځ له جګړې سره مل وي. خدای جل جلاله په قران کریم کې وايي: «قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ».[8]
و یې فرمایل: «تاسو به په همدې (ځمکه) کې ژوندي کېږئ او په همدې کې به مړه کېږئ او (د قیامت په ورځ) له همدې څخه به راویستل شئ»
بل‌خوا شیطان له خدای(جل جلاله) څخه  د قیامت تر ورځې پورې د ژوندي پاتې کېدو مهلت وغوښت او خدای (جل جلاله) چې هېڅکله له خپلې ژمنې نه پر شا کېږي هغه ته یې تر ټاکلي وخت پورې مهلت ورکړ. خدای (جل جلاله) فرمايي: «قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ * وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَى يَوْمِ الدِّينِ * قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ * قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ * إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ * قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ * إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ * قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ * لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ».[9]
ژباړه: «و یې فرمایل: له دې (لوړ مقام او د اسماني فرښتو له ډلې) ووځه، ځکه ته زما له دربار څخه شړل شوی یې! او بې‌شکه زما لعنت به تر قیامت پورې پر تا وي. ابلیس وویل: ای پروردګاره! ما ته تر هغه ورځې پورې مهلت راکړه چې انسانان راژوندي کېږي. الله جل جلاله و فرمایل: ته له هغو کسانو یې چې مهلت ورکړل شوی، خو تر یوه ټاکلي وخت پورې! ابلیس وویل: ستا په عزت قسم، زه به ټول انسانان ګمراه کړم، مګر پرته ستا له خالصو بندګانو، الله تعالی وفرمایل: په حق قسم کوم او زه حق وایم، چې جهنم به له تا او له هغو ټولو څخه چې ستا پیروي کوي، ډک کړم!»
نو، د آدم علیه‌السلام پر اولادونو یې لازم دي چې ځان د شیطان پر ضد سختې او بې‌رحمې مقابلې ته چمتو کړي؛ یوه هوښیارانه مبارزه چې باید له بشپړې پوهې سره ترسره شي، چې  پایله یې د پرهېزګارانو او نېکانو له ډلې سره یوځای کېدل دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

. الأعراف/22.[1]

. محمد جمال الدین بن محمد، القاسمی، محاسن التأویل، ج7، ص2642.[2]

. الأعراف/22.[3]

. الأعراف/23.[4]

. سید قطب، فی ظلال القرآن، بیروت: دار الشروق، چاپ هفتم، 1391ق، ج3، ص1270-1269.[5]

. الأعراف/23.[6]

. طه/55.[7]

. الأعراف/25.[8]

. ص، 85-77.[9]

Leave A Reply

Exit mobile version