لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (درېیمه برخه)
د انسان د ازمایښت پیل
خدای (جل جلاله) حضرت ادم (علیه السلام) او ښځې ته یې اجازه ورکړه، چې په جنت کې پاتې شي او  له ټولو نعمتونو، چې هر څومره د دوی زړه غواړي ګټه پورته کړي؛ خو دوی یې له یوې خاصې ونې منع کړل، په داسې حال کې ټولې ونې د دوی لپاره مباح وې.
قران‌کریم دغه فرمان داسې بیانوي “وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ“.[1] ژباړه: «او موږ وویل: اې ادمه! ته او ستا مېرمن دې په جنت کې اوسېږئ او له هغه (نعمتونو) څخه چې هلته دي، هر څه او هر چیرې چې غواړئ، په خوښۍ او آرامۍ سره وخورئ؛ خو دې ونې ته مه نېږدې کېږئ او له هغې مه خورئ، ځکه که داسې وکړئ، نو له ظالمانو څخه به شئ».
خو ولې خدای (جل جلاله) دوی له دې ونې منع کړل؟ د دې نهي موخه د ادم (علیه السلام) او حوا لپاره د ازمایښت پیل و؛ د اطاعت د کچې معلومولو ازامیښټ، له نفسي غوښتونو څخه د ځان ساتلو تمرین او له منع شویو څېزونو څخه د داډه‌کولو زده‌کړه وه. دا فرمان د ستونزو لومړنی مثال دی؛ یعنې دا هغه مسوولیت دی چې انسان یې ورته پیدا کړی او د ټولو دیني احکامو بنسټ جوړوي؛ ځکه ټول شرعي تکلیفونه په دوو برخو کې خلاصه کېږي. «ترسره کول» او « پرېښودل».
په اصل کې دغه پېښه د اخلاقي او دیني مسوولیتونو د پیلېدو بېلګه ده؛ هغه ځای چې انسان باید له خپلو غوښتنو او الهي فرمان څخه یوازې یو وټاکي او دا همغه د بشر په ژوند کې د الهي ازمایښت ګاڼه ده.
دشیطان وسوسې
لعنت شوي شیطان ولیدل چې خدای(جل جلاله) ادم (علیه السلام) او د هغه ښځې حوا ته یې په جنت کې ځای ورکړ، له دوی سره یې بخیلي راغله او په مکر او فریب یې لاس پورې کړ، ترڅو دوی له هغه نعمت او نیک ځای  څخه چې په‌کې وو وباسي.[2] نو  دوی ته یې وسوسه پیدا کړه او دوی یې د هغې ونې خوړلو ته وهڅول چې خدای (جل جلاله) تري منع کړي وو او د غولولو لپاره یې له بېلابېلو لارو ګټه واخېسته.
لومړنۍ طریقه:له رواني طریقې څخه ګټه اخېستل و. د دوی د میل له طریقه یې په هغه جنت کې د تلپاتې ژوند غوښتنه چې په‌کې وو( ځکه دی پوهېدو چې انسان ذاتا له داسې شیانو سره ډېر تمایل لري) دوی ته یې وویل: «ستاسو خدای تاسو له دې ونې یوازې په دې خاطر منع کړي یاست، چې که چېرې له هغو وخورئ فرښتې به شئ یا به تل‌پاتې ژوند ولرئ.» په دې اساس یې دوی د تل‌پاتې کېدو په ژمنې سره  وسوسه کړل او د مرګ وېره یې له زړه څخه ترې لېرې کړه. له شک پرته چې د رواني عمل تحریکول د انسان په کړنه ژور اغېز لري، هغه داسې بدلوي چې نه شي کولای له پامه یې وغورځوي.
دویمه طریقه: په الله تعالی باندې د دروغو قسم کول. هغه د «زه ستاسو  خیر غواړم» په ویلو سره ادم او حوا وسوسه کړل، تر دې چې بلاخره یې دوکه ورکړه او هغې منع کړې ونې څخه یې وخوړل؛ چې په دې سره یې د الله تعالی فرمان هېر کړ او د ځان لپاره یې له جنت څخه د شړلو اسباب تیار لړل. الله تعالی په دې اړه وايي: «فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ * وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ * فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ».[3] ژباړه: «نو شیطان هغوی وسوسه کړل، تر څو (د خدای د حکم مخالفت ورته ښایسته کړي، جامې یې له تن وباسي او بربنډ یې کړي او پټ شرمګاوونه یې ورته ښکاره کړي.) هغه ورته وویل: «ستاسې رب تاسې له دې ونې خوړلو نه یې منع کړي، مګر له دې امله چې که ترې وخورئ، فرښتې به شئ یا به تلپاتې ژوند ترلاسه کړئ» او هغه څو څو ځله قسمونه ورکړل چې: «زه ستاسې خیر غواړم» نو، شیطان هغوی په تدریجي ډول د مکر او فریب له لارې د نافرمانۍ او د ونې له خوړلو سره مخ کړل. کله چې هغوی له هغې ونې وخوړل، خپل شرمګاوونه یې ولیدل، او د شرم د پټولو لپاره یې د جنت د ونو پاڼې راټولې کړې او پر ځانونو یې واچولې. رب یې هغوی ته وویل: «ایا ما تاسې له دې ونې نه وو منع کړي؟ او تاسې ته مې نه وو ویلي چې شیطان ستاسې ښکاره دښمن دی؟»
«وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا».[4] ژباړه: «دکار په پیل کې، موږ آدم ته حکم ورکړی و (چې د منع شوې ونې مېوه ونه خوري)، خو هغه د حکم مخالفت وکړ او (له هغې یې وخوړل، او د پیل په مرحله کې) له هغه څخه د پریکړې ثبات او قوي اراده ونه لیدل شوه ».
 په حقیقت کې له ادم (علیه السلام) سره د خدای (جل جلاله) عهد دا و،  چې د جنت له ټولو میوو څخه یې وخوري؛ پرته له یوې ونې.
د لومړني انسان د هېرېدو راز
حضرت آدم علیه السلام او د هغه میرمن حوا، د خدای له واضح منع سره سره، د هغې ونې میوه وخوړله، چې دوی یې د خوړلو څخه منع کړي وو. تفسیري او الهی سرچینو د دې عمل لپاره مختلف دلیلونه ذکر کړي دي، کوم چې لاندې مستند او تحلیل شوي دي.
  • د الهي عهد هېرول
دا د الهي حکم د هېرولو لومړنی فرمان دی، قران‌کریم په دې اړه په طه سوره کې، ۱۱۵مه ایه کې وايي: «وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا».[5] ژباړه: « او بې‌شکه موږ له مخکې آدم ته عهد کړی و، خو هغه هېر کړ، او موږ په هغه کې (د ارادې) ثبات ونه موند ».
د دې آیې په تفسیر کې فخري رازي دوې نظریې وړاندې کوي:
الف: هېرول، په رښتیني مانا کې یې، یعنې د حافظې کمزوري کېدل او هېرېدل دي، په دې اساس حضرت ادم (علیه السلام) د الهي حکمونو په ساتلو د پاتې راتلو په سبب، د سزا وړ وګرځېدو، چې دا سستي د الهي احکامو په ساتلو کې د هېرولو لامل شوه.
ب: له هېرولو څخه موخه، «د تل لپاره پرېښودل»، په دې مانا چې حضرت ادم (علیه السلام) د الهي نهې له پوهې سره سره د هغې ونې میوه وخوړله. د «وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا».[6]عبارت مانا دا ده، چې هغه له الهي حکمونو څخه د سرغړونو کومه اراده نه درلوده.[7]
  1. د عمل په ترسره کولو کې ښه نیت
ابن حزم یو بل مفسر دی، چې د حضرت ادم (علیه السلام) په ښه نیت ټينګار کوي او په دې باور دې، چې حضرت ادم (علیه السلام) داسې ګمان کاو، چې له هغې منع شوې ونې څخه د میوې په خوړلو سره به لوړ کمال ته ورسېږي؛ لکه د فرښتو مقام یا تل پاتې ژوند. که څه هم دغه نیت په ظاهره د خیر نیت و؛ خو په حقیقت کې د الهي فرمان خلاف و او همدا امر د دې لامل شو، چې هغه د اطاعت له لارې څخه بهر کړي. دا تفسیر ښیي چې یوازې ښه نیت د څرګند الهي متن څخه انحراف کول جواز نه‌لري او یو انفرادي تفسیر نه‌شي کولی د خدای تعالی د څرګند امر ځای ونیسي.[8]
  1. د خیر په بهانه د شیطان وسوسه
د یو شمېر وروستیو مفسرانو په باور، له منع شوې ونې څخه د ادم (علیه السلام) د میوې خوړلو درېیم علت دا و، چې شیطان په ظاهره کې ورته د خیر په بهانه وسوسه ور واچوله، شیطان له بېلابېلو لارو څخه په کارولو، لکه: « د خدای په نوم قسم خوړل» د حضرت ادم (علیه السلام) باور یې راجلب کړ، ادم دا ګمان نه کو، چې یو څوک دې په دروغو سره د خدای په نوم قسم وکړي، ځکه یې د شیطان په خبره باور وکړ. هغه داسې و انګېرله، چې که چېرې له هغې ونې میوه وخوري؛ نه یوازي له جنت څخه نه بهر کېږي؛ بلکې تل پاتې ژوند به هم ولري. که څه هم د هغې ونې له خوړلو سره محدود زیان موجود و، خو د تلپاتې ژوند ګټه تر هغه زیان غوره ګڼل کېده. ښایي آدم فکر کاوه چې وروسته به د توبې یا جبران له لارې دا فساد له منځه یوسي. (لکه څنګه چې دا ډول فکر د هر هغه انسان په ذهن کې پیدا کېږي چې ګناه ته نېږدې کېږي).[9]
۴. د شیطان له خوا د انسانانو له فطري غوښتنو څخه ناوړه ګټه پورته کول.
لعنت شوي شیطان د آدم علیه السلام له فطري غوښتنو څخه ناوړه ګټه پورته کړه؛ داسې غوښتنې لکه لوړو مقامونو ته رسیدل او د جنت په نعمتونو کې د ابدیت غوښتنه. د ذاتي محدودیتونو او انساني کمزورۍ له امله، انسان تل د اوږد ژوند او مطلق کمال لپاره لیواله وي. شیطان له دې حالت څخه کار واخیست او آدم علیه السلام یې وسوسه کړ. آدم علیه السلام خپل تړون هیر کړ او د انساني طبیعت او الهي حکمت له امله یې له خپلې میرمنې سره د منع شوي ونې میوه وخوړله. خدای تعالی د دې پیښې په بیانولو کې وايي: «وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ».[10] ژباړه: «او (شیطان) وویل: ستاسې رب تاسې  د دې ونې له خوړلو نه یې منع کړي، مګر له دې امله چې که ترې وخورئ، فرښتې به شئ، یا به تلپاتې ژوند ترلاسه کړئ او د تلپاتې کسانو له ډلې څخه به شئ.»
دا ټول د دې لامل شول، چې ادم (علیه السلام) د الله (جل جلاله) سپارښتنه او له هغې ونې څخه یې د منع‌کېدو عهد هېر کړي، چې بلاخره ده او مېرمنې یې له هغې منع شوې ونې میوه وخوړه.[11]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

. البقره/۳۵.[1]

. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، بیروت: دار صادر، چاپ دوم، 1389ق، ج2، ص205.[2]

. الاعراف/۲۲-۲۱-۲۰.[3]

. طه/۱۱۵.[4]

. طه/۱۱۵.[5]

. طه/۱۱۵.[6]

. محمد بن عمر بن حسین، الفخر الرازی، مفاتیح الغیب «التفسیر الکبیر»، بیروت: دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا، ج22، ص124.[7]

. محمد جمال الدین بن محمد، القاسمی، محاسن التأویل، بیروت: دار الکتب العلمیه، چاپ اول، 1418ق، ج2، ص108.[8]

. همان، محاسن التأویل، ج2، ص109-108.[9]

. الأعراف/21.[10]

. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن للدعوه و الدعاه، بیروت: مؤسسه الرساله، چاپ اول، 1421ق، ج1، ص21.[11]

Leave A Reply

Exit mobile version