لیکوال: عبدالحی لیان
د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د انسان د دیني اړتیاوو ارزونه (لومړۍ برخه)
اَلْحَمْدُ لِلّهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعیْنُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَنَعُوْذُ بِاللّهِ مِنْ شُرُوْرِ اَنْفُسِنا وَمِنْ سَیِّئاتِ اَعْمَالِنا مَنْ یَّهْدِهِ اللّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ یُّضْلِلهُ فَلَا هَادِیَ لَه وَاَشْهَدُ اَنْ لَا اِلهَ اِلَّااللّهُ وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدَاً عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ، أمّا بَعد:
انسان، دغه پېچلی او  پر اسراره  موجود، د تاریخ په اوږدو کې د ځان او د هغه شاوخوا نړۍ د تخلیق او اصل په اړه له بنسټیزو پوښتنو سره مخ دی. (زه څوک یم؟)، ( له کوم ځایه راغلی یم؟)، ( کوم ځای ته تلونکی یم؟) او ( د دغه ژوند موخه څه ده؟). دا پوښتنې د بشر تر ټولو پخوانۍ او ژورې فکري اندېښنې جوړوي او د هغه دننه د یو مابعدالطبیعي او لټون  اړخ د شتون ثبوت دی. دا فطري لټون د انسان په وجود کې د هغو ژورو او تشو شتون ته اشاره کوي، چې د مادي او غریزې غوښتنو نه هاخوا دي. په بل عبارت، انسان تل ( اړمند دی)؛ خو کلیدي پوښتنه دا ده، چې اخر دغه اړتیاوې څه دي، له کوم ځایه منشا اخلي او څنګه کولای شو هغو ته په ښه او رښتني بڼه ځواب ورکړو؟ دا پوښتنې موږ د (دیني اړتیاوو ارزونې) مرکزي مفهوم ته رسوي. د دیني اړتیاوو ارزونه د انساني اړتیاوو (طبیعي، روحاني، او وجودي) د پیژندلو، وېشلو او لومړیتوب ورکولو پروسه ده، چې هغو ته ځواب ورکول یې د الهي دین اساسي رسالت ګڼل کېږي.
دا پروسه یوازې ټولنیزه یا اوراپوهنیزه څېړنه نه ده؛ بلکې ( الحیاتي او انسان‌پېژندونکی) لیدلوری دی، چې لومړی باید په‌کې د انسان حقیقت او د هغه د پیدایښت موخه په ښه توګه وپېژندل شي، چې په وسیله یې د انسان رېښتني اړتیاوې هم څرګندې شي. که چېرې موږ انسان یوازې د یو حیاتي او ټولنیز موجود په توګه تعریف کړو، زموږ د اړتیاوو ارزونه یوازې تر خوراک، امنیت او خوشحالۍ پورې محدوده شوه. که موږ انسان د الهي طبیعت، ابدي روح او هدف لرونکي موجود په توګه وګڼو؛ نو په طبیعي ډول به د هغه اړتیاوې هم په بشپړ ډول بېلابېل او ژور اړخونه ولري.
د اسلام دین، له خپلې (حقيقي) ادعا سره، چې د بشري لارښوونو تر ټولو بشپړ او وروستۍ خپرونې وړاندې کوي، ادعا کوي چې د بشري اړتیاوو تر ټولو دقیق او جامع ارزونه یې وړاندې کړې او د هغې مطابق یې جامع او عملي حل‌لارې وړاندې کړې دي. د اسلام له نظره د انسان د دیني اړتیاوو د پوهیدو لپاره، باید د انسان په اړه په اسلامي لید کې په سمه توګه پوهه ولرو. په اسلامي لید کې انسان «دوه بعدي» یا «دوه ساحت لرونکی» موجود دی: یو مادي بعد (جسم) او بل مجرد او روحاني بعد (روح یا نفس). ګڼ شمېر آیتونه پر دې حقیقت ټینګار کوي، لکه: «وَنَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحِی»[1] او «ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ»[2]. دې ځانګړي ترکیب د انسان په وجود کې داسې ځانګړتیاوې رامنځ‌ته کړې دي، چې د لوړو اړتیاوو سرچینه ګرځي. له دغو ځانګړتیاوو تر ټولو مهم یې فطرت، سرشت او هغه طبیعي الهي جوړښت دی، چې ټول انسانان یې په یوه ډول لري.قرآن کریم په دې اړه وایي: «فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ»[3]؛ دا آیت ښيي چې دین‌ګرایي د انسان د فطرت او طبیعت یوه همغږه غوښتنه ده. له همدې امله، د دین او عبادت اړتیا یوه (ذاتي) او (طبیعي) اړتیا ده، نه ( عرضي) او ترلاسه شوې اړتیا. لکه د مینېکولو او مینې لیدلو اړتیا، چې په انسان کې رامېنځ‌ته شوې ده. همدارنګه، عقلانیت او د انتخاب ځواک د انسان له نورو مهمو ځانګړتیاوو څخه دي.
دغه الهي مینه په انسان کې د هدایت او  معرفت اړتیا رامنېځ‌ته کوي. هغه نه‌شي کولای په تیاره کې ژوند وکړي او تل د رڼا او باور په لټه کېد دی. کمال‌غوښتنه او تل‌پاتې‌کېدو او یو لوړ قدرت ته پناه وړل، د انسان له برتریو څخه ګڼل کېږي.  دغه ذاتي ځانګړتیاوې، د انسان په وجود کې د رښتینو اړتیاوو یوه مجموعه رامېنځ‌ته کوي، چې هغې ته َځواب ورکول د حقیقي نېکمرغۍ او ارامښت لامل ګرځي.
د پورته اصولو په پام کې نیولو سره، د اسلامي لارښونو په رڼا کې د انسان دیني‌اړتیاوې په څو برخو  ویشو:
  • د ژوند د هدف او مانا اړتیا: انسان نه‌شي کولای په دې تصور ژوند وکړي، چې ګواکې ژوند یې بې‌هدفه او تصادفي دی.  دی اړتیا لري څو پوه شي، چې ولې پیدا شوی دی. اسلام ډېر په چټکتیا سره دې اړتیا ته ځواب وايي: «وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ»[4]؛ له ژوند څخه موخه د خدای عبادت او بنده‌ګي ده، چې دا خپله الهي مینې ته د رسېدو، معرفت او اطاعت تر ټولو لوی مفهوم وړاندې کوي. دا ځواب د انسان ژوند ته مانا او لوری ورکوي.
  • له عبادت او ماوراء سره د اړیکې اړتیا: دا اړتیا د خدای‌پلټنې په انساني طبیعت کې ریښه لري. اسلام د عبادت دې ذاتي اړتیا ( لمونځ، روژه، دعا راز اونیاز) ته د منظمو پروګرامونو له لارې ځواب ورکوي. دا عباداتونه د هغه خوراک په څېر دي، چې د انسان روح ته تغذیه ورکوي.
  • د باثباته اخلاقو او ارزښتونو اړتیا: انسان په خپل ټولنیز ژوند کې یو باثباته او نړیوال اخلاقي چوکاټ ته اړتیا لري، چې انفرادي او ډله‌ییزه خوښي تضمین کړي. اخلاقي نسبیت انسان لارورکئ او پرېښانه کوي. اسلام د ( توحید)، (معاد) او (انساني کرامت) پر بنسټ د یو جامع اخلاقي سیسټم په چمتو کولو سره، تلپاتې ارزښتونه لکه؛ عدالت، صداقت، خیرخواهي او بخښنه ترویجوي او په یوه نیکه ټولنه کې د ژوند کولو لپاره د انسان اړتیا ته ځواب ورکوي.
  • د دروني ارامښت اړتیا: پرېښاني، وېره او حسرت تر ټولو لوی بشري کړاونوو څخه دي. قران‌کریم حقیقي ارامښت یوازې د خدای په یادولو کې ګڼي: «الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ»[5]؛ پر مهربانه او هر څه قادر خدای باندې ایمان لرل، پر هغه توکل او پر حکمت یې باور درلودل د ژوند د ستونزو په منځ کې د ارامښت تر ټولو  ستره سرچینه ده.
  • د عدالت او تبعیض د له منځه‌ وړلو اړتیا: انسان فطرتا د عدالت په لټه کې دی، له ظلم او تبعیض څخه بې‌زاری دی. اسلام د خپلو ټولنیزو، اقتصادي او قضایي قوانینو په تشریح کولو سره، د داسې عادلانه ټولنې د جوړولې په لټه کې دی، چې د ټولو انسانو حقونه په‌کې رعایت شي. د ( امر بالمعروف او نهی عن المنکر) مفهوم هم په ټولنه کې د عدالت د ساتلو په مانا دی.
  • د هیلې او له نېستۍ څخه د ژغورنې اړتیا: له مرګ او نېستۍ څخه وېره د انسان له ژورو وېرې څخه ده. اسلام، د خپل (معاد) او ( اخروي ژوند) سره، د انسان ژوند ته یو بې‌پایانه افق ورکوي او مرګ د پای په توګه نه، بلکې د تلپاتې او غوره ژوند په توګه معرفي کوي. دا ایمان انسان ته امید او انګیزه ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې ، د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د انسان دیني اړتیاوو د ارزونې په اړه څېړنه، د ځینو چمتووالي مرحلو څخه تیریدو ته اړتیا لري؛ ځکه چې له دې مرحلو څخه هره یو ه یې د ځواب یوه برخه ده، چې له هغې پرته نه‌شي بشپړ کیدی. دا ګامونه عبارت دي له:
  1. د دین مفهوم: دین څه دی او په ځمکه کې څنګه منځ ته راغی؟
  2. د انسان حقیقت: انسان، د نړۍ دا اوسیدونکی او هغه څوک چې د بل هر مخلوق په پرتله د هغې له حرکت او ارامتیا څخه ډیره ګټه پورته کوي څوک دی، او په نړۍ کې د هغه د شتون هدف څه دی؟
  3. له مرګ وروسته ژوند: ایا د دې نړۍ له ژوند وروسته بل ژوند هم شته، چې انسان ورته انتقال شي؟
  4. دین ته د انسان اړتیا: ولې انسان د ژوند اړینو ابزارونو ته د لاس‌رسي په موخه، دین ته اړتیا لري؟
  5. د اسلام ماهیت او موخې: اسلام څشی دی او کومې موخې لري؟
  6. ولې اسلام منځ‌ته راغی: یا ولې انسان اسلام ته اړتیا درلوده؟
دا پړاوونه یو له بل سره تړلي او پېیلي دي او په ترتیب په پام کې نیولو سره، موږ د اسلام ماهیت او په ژوند کې د هغه ځای درک کوو. په دې توګه د هغو کسانو حقیقت روښانه کېږي، چې وايي د دې دین لپاره د بشر اړتیا د خوړو او اوبو له اړتیا څخه ډیره ده.
دې کلي طرحې ته په کتو، څېړونکی هڅه کوي، چې په تدریجي او منطقي ډول ښکاره کړي، چې ولې اسلام د انسان لپاره یوازېنی منلی او سم دین دی. پر دې اساس خپل مطالب په درېیو برخو کې وړاندې کوي:
لومړۍ برخه: انسان او دین‌داري؛
دویمه برخه: هغه مسائل چې د هغه په سم درک کې د انسان بریا تړلې ده؛
درېیمه برخه: ولې اسلام؟
په پایله کې، یاد کلیدي ټکي خلاصه کړي او پر هغوی یې ټینګار کړی، چې ( د اسلامي لارښونو په رڼا کې د انسان دیني‌اړتیاوې) په بشپړه توګه د لوستونکي لپاره روښانه شي.
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. سورۀ حجر: ۲۹.

[2]. سورۀ مؤمنون: ۱۴.

[3]. سورۀ روم: ۳۰.

[4]. سورۀ ذاریات: ۵۶.

[5]. سورۀ رعد: ۲۸.

Leave A Reply

Exit mobile version