لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (یولسمه برخه)
هربرت مارکوزه (Herbert Marcuse)
هربرت مارکوزه د ۱۸۹۸ ز کال د جولای په ۱۹ مه په برلین کې د یوې یهودې کورنۍ په غېږ کې وزېږېد او ۸۱ کاله وروسته په اشترانبرګ ښار کې وفات شو. دغه آلمانی لیکوال په نولس کلنۍ کې د ټولنپوهنې او فلسفې په برخه کې د لوړو زده کړو په موخه په فرایبورګ پوهنتون کې قدم کېښود او هم‌مهاله د سوسیال‌ډیموکرات ګوند غړی هم شو. نوموړي په ۱۹۳۲ کال کې د فرانکفورت د ټولنیزو څېړنو له انسټیټوټ سره خپله همکاري پیل کړه او لږه موده وروسته د همدې انسټیټوټ په تر ټولو ډېر لوستل کېدونکي لیکوال بدل شو. یو کال وروسته کله چې نازي ګوند واک ته ورسېد، نو اړ شو چې د فرانکفورت مکتب له نورو غړو لکه تئودور آدورنو او ماکس هورکهایمر سره یو ځای سویس ته کډه وکړي.
هربرت مارکوزه د دوهمې نړیوالې جګړې له پیل وړاندې امریکا ته مهاجر شو او تر ۱۹۵۱ کاله پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اروپا د څانګې د رئیس په توګه د فاشیزم په اړه په څېړنو بوخت و. دغه لیکوال د شلمې پېړۍ په شپېتمو او اویایمو لسیزو کې د شوروي اتحاد د کمونیستي ایډیالوژۍ پر وړاندې د خپلو انتقادي نظریاتو له امله د نوي چپي جریان له مهمو نظریه‌پالانو څخه وشمېرل شو او آثار یې د اروپا د انقلابي محصلینو له تود هرکلي سره مخ شول. مارکوزه د شلمې پېړۍ په منځنیو دریو لسیزو کې د امریکا په مخکښو پوهنتونونو لکه هاروارد او کلمبیا کې تدریس وکړ او د خپل ژوند په وروستي کال خپل پلارني ټاټوبي آلمان ته بېرته ستون شو.
هربرت مارکوزه چې خپله دکتورا یې د فریدریش هېګل د فلسفې پر بنسټ لیکلې وه د خپل ژوند په منځنیو کلونو کې یې د کارل مارکس او زیګمونډ فروید له نظریاتو سره علاقه پیدا شوه او د دغو دوو سترو فکري شخصیتونو د افکارو په اړه یې په «اروس او تمدن» نومې کتاب کې خپله تحلیلي تیوري وړاندې کړه. له همدې امله مارکوزه ته هګلي-فرویدي مارکسیست ویل کېږي، ده وکولی شول چې د مارکسیزم یو روان‌کاوانه تفسیر وړاندې کړي. دغې آلماني لیکوال پر پانګوال نظام، په ځانګړي ډول په فرهنګي او ټولنیز اړخ نقد درلود او باوري و چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د مصرفي توکو د تولید زیاتوالی د طبیعت او ټولنې د استثمار یوه نښه ده.
مارکوزه په ۱۹۳۲ کال کې د فرانکفورت مکتب غړی شو. په ځوانۍ کې د آلمان د پوهنتون د سنت تر اغېز لاندې و، ده د آلمان فلسفه په ظاهره د حقیقت پلټونکې، خو په باطن کې د موجود وضعیت مدافع ګڼله. د نازي ګوند پر وړاندې اعتراض یې د عقل‌پالنې پر ضد د انتقاد لپاره زمینه برابره کړه. له همدې امله یې ادعا کوله چې تعقلي فلسفه لکه اثبات‌ګرایانه فلسفه یوازې د پدیدو پر ظاهري اړخونو تمرکز کوي او د هغوی د ذاتي حقیقت د بیان توان نه لري.
مارکوزه په خپل کتاب «یو بعدي انسان» کې د ټکنالوژۍ د عقلانیت په اړه بحث ترسره کوي. د هغه او د فرانکفورت مکتب د نورو غړو له نظره د ټکنالوژۍ په وسیله  پر طبیعت واکمن کیدل پر بشري ټولنې واکمن کیدل حتمي کوي. مارکوزه د ټکنالوژیکي عقلانیت په برخه کې له ماکس وبر سره همغږی دی. هغه د ټولنیز نظام په جوړښت کې کلتوري او ټولنیزو عواملو ته کمه اشاره کوي او ټکنالوژي د مدرنې ټولنې ټاکوونکی عامل، او د ټولنیز ساختار تعیینونکې ګڼي.
مارکوزه د خپل  تفکر پیل پر معاصرې فلسفې له نقد څخه وکړ او په دې لړ کې یې د اروپايي فلسفي تفکر پر دریو اساسي عناصرو نیوکه وکړه:
۱. د هغه په اند په معاصره نړۍ کې صوري یا ارسطويي منطق د فکري استفادې وړتیا نه لري.
۲. ژبنۍ فلسفه هم په دې دلیل چې یوازې د عادي ژبې په اړه بحث کوي خاص علمي او نظري اهمیت نه لري.
۳. اثبات‌ګرایانه فلسفه (پوزیتیویزم) هم له ټکنالوژۍ او پانګوال نظام سره د اړیکې له امله یوازې د انسانانو د استثمار وسیله ده. په همدې اساس د یوې داسې نوې فلسفي رامنځته کول اړین دي چې د مدرنې نړۍ د پېژندلو وړتیا ولري.[۱]
همدارنګه مارکوزه د پوزیتیویستي ټولنیزو علومو پر وړاندې دیالکتیکي ټولنیزه تیوري وړاندې کړه او په دې برخه کې یې د هورکهایمر په څېر استدلال وکړ چې د پوزیتیویستي فلسفې تمایل دا دی چې ټولنیزې پدیدې د طبیعي پدیدو په څېر په نظر کې نیسي او مطالعه کوي یې، حال دا چې ټولنیزه مطالعه باید د ټولنیزو قوانینو د کشف په لټه کې واوسي. د ټولنیز نظام د بدلون موضوع د همدې وچو قوانینو پایله ده.[۲]
دوام لري… 

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] آزاد ارمکي، تقي. نظریه‌های جامعه‌شناسی. تهران: سروش، ۱۳۷۶، ص ۱۴۲.

[۲] باتومور، تام. مکتب فرانکفورت. ژباړه: حسینعلي نوذري. تهران: نشر نی، ۱۳۷۵، ص ۱۳.

Leave A Reply

Exit mobile version