لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (لسمه برخه)
له مارکس سره د آدورنو د نظریاتو توپیر
آدورنو په خپلو نظریاتو کې نه یواځې د عقلاني آزادۍ هغه تشې هیلې ردوي چې د روشنګرۍ خوځښت یې وعده ورکوله، بلکې مارکسیزم هم تر نیوکې لاندې راولي. که څه هم د آدورنو نظریاتو هم دیالکتیکي او هم ماتریالیستي بڼه درلوده، خو هېڅکله یې د کارګرانو پر انقلاب باور نه درلود او د مارکس اقتصادي تحلیل او تیوري یې ردوله. نوموړی د مارکس تاریخي لیدلوری تر نقد لاندې نیسي، او په عین وخت کې د بورژوازي طبقې د پوهاوي پر وړاندې هم انتقاد کوي.
آدورنو د هورکهایمر په ملتیا د داسې مارکسیزم پلوی و چې پرولتاریا پکې شتون ونلري. د آدورنو په باور ټولنې د یووالي او واحد مدیریت پر لور روانې دي او دی پر دې وضعیت سخت انتقاد کوي. سره له دې د آدورنو او مارکس د نظریاتو ترمنځ ګڼ مشابهتونه موجود دي. د مارکس تیوري د آدورنو د فرهنګي صنعت په نظریه کې اساسي ځای لري. د مارکس د توکو د بُت‌والي بحث د آدورنو د تیورۍ بنسټ جوړوي: «د پاپ موسیقۍ په څېر فرهنګي بڼې کولای شي د سرمایه‌دارۍ اقتصادي، سیاسي او ایډیولوژیکي تسلط تضمین کړي.»
هغه څه چې د آدورنو په ذهن کې د یادې نظریې د رامنځته کېدو لامل شول دا و چې په سرمایه‌دارو ټولنو کې پیسې ټولنیز مناسبات تعریفوي او واکمني پرې کوي. دا خبره په دقیقه توګه د مارکس له هغو څرګندونو سره سمون لري چې د توکو د بت‌والي د ریښو په اړه یې کړې وې. آدورنو په حقیقت کې د مارکس د توکو د بت‌والي او تبادلې تحلیل د فرهنګي توکو تر ساحې وغځاوه. لکه څنګه چې دی په خپله وایي: «فرهنګي توکي په بشپړ ډول د مصرفي توکو په نړۍ کې ځای لري، د بازار لپاره تولیدېږي او د بازار لپاره په پام کې نیول کېږي.»
فرهنګي صنعت او روشنګري د ولس د غولولو په توګه
د آدورنو او هورکهایمر ګډه مقاله چې په ۱۹۴۴ کال کې د «فرهنګي صنعت او روشنګري د ولس د غولولو په توګه» تر سرلیک لاندې خپره شوه او وروسته یې  کتابي بڼه خپله کړه کېدای شي د فرانکفورت مکتب په تاریخ کې یو مهم پړاو وبلل شي. آدورنو په دې مقاله کې فرهنګي صنایع د خبر رسولو د مؤسسو لکه راډیو، مطبوعاتو او سینما د صنعت یوه نوې برخه بولي چې د صنعتکارانو د ګټو د تحقق لپاره کارول کېږي.
آدورنو وایي: «سینما او راډیو نور اړتیا نه لري چې ځان د هنر څښتن وښيي. دا حقیقت چې همدا دواړه یوازې د کاروبار یوه بڼه ده په عامه ایډیولوژۍ بدلېږي ترڅو هغه بې‌مانا شیان چې سینما او راډیو یې قصداً تولیدوي توجیه کړي. دا رسنۍ خپل ځان صنعت بولي او کله چې د مدیرانو د عایداتو شمېرې خپرېږي، نو د هغوی د تولیداتو د ټولنیزې ګټې په اړه هر ډول شک او تردید له منځه ځي.»
د هغه په اند د دغو فرهنګي صنایعو پایله د داسې فرهنګي محصولاتو تولید دی چې تخدیرکوونکی اغېز لري، لوی تجارتي بازارونه رامنځته کوي او سیاسي سازګاري تضمینوي. نوموړی ولسي فرهنګ د منفعل او اسیرکوونکي فرهنګ پایله بولي.
د آدورنو له نظره نننۍ نړۍ یوه اداره‌شوې نړۍ ده او هغه حقیقي ازادي چې په ټولنه کې د عقلانیت د ودې په مټ رامنځته کیږي زیانمنه شوې ده. په مدرنه نړۍ کې د فرد خوښي او نېکمرغي نه عملي کېږي، بلکې په تاریخي بهیر کې د انسان د فردیت له زوال سره مل ده چې په دریو بڼو را څرګندېږي:
۱. د لارښوودو اړیکو له لارې د انسان د پوهاوي یوځای کېدل،
۲. د تولیدي بڼو د بدلون په پایله کې د فرد د ځانګړتیاوو او کیفیت ناچیز ګڼل،
۳. او د ټولنیز کیدو په صورت کې د انسان په رواني جوړښت کې بدلون.
د آدورنو په اند یوازینی دلیل چې ولې فرهنګي صنعت کولای شي د فردیت پر وړاندې دومره بریالی عمل وکړي دا دی چې فردیت تل د ټولنې شکنندګي له سره تولید کړې ده. نوموړی د فرهنګي صنعت تر عنوان لاندې مقاله کې وایي: «هر څوک چې د یکنواختۍ او تکرار په ځواک شک وکړي، نو احمق دی. د فرهنګي صنعت هغه اعتراض مردود ګڼي چې پر خپله ماهیت واوسي، هماغسې لکه څه ډول چې هغه نړۍ چې همدا صنعت په بې‌طرفانه ډول بېرته تولیدوي مردود ګڼي.»
د آدورنو له نظره د تلویزیوني شبکو د پروګرامونو په څېر فرهنګي صنایع د نوي کلتور مهار په لاس کې لري، یو ډول ولسي فرهنګ رامنځته کوئ چې غیرخودجوش، مصنوعي او غیرواقعي دی. نوموړی له یوې خوا د دې کلتور دروغجن‌والي ته اندېښمن دی او له بلې خوا پر خلکو د دې فرهنګ چوپ کوونکي، بې‌حسه کوونکي او ځپونکي اغېزې نقدوي.
د ده په باور مدرنه نړۍ د افرادو د تسلط وروستي پړاو ته رسېدلې ده. په حقیقت کې د افرادو څارنه تر دې حده بشپړه شوې چې نور نو د رهبرانو قصدي عمل ته اړتیا نه لیدل کېږي. دې څار د فرهنګي نړۍ په ټولو برخو سیوری غوړولی، تر دې چې د کنش‌ګرو د ذهني فعالیت برخه ګرځیدلې ده. تسلط تر دې کچې بشپړ شوی چې نور نو د تسلط په څېر نه ښکاري؛ ځکه داسې انګېرل کېږي چې دا تسلط نه یواځې زیان نه رسوي، بلکې داسې ښکاري چې نړۍ هماغسې ده لکه څنګه چې باید واوسي.
نور نو کنش‌ګران نه پوهیږي چې نړۍ باید څه ډول واوسي. آدورنو وایي: «ټولنه د فرهنګي صنایع په مرسته نه پرېږدي چې انسانان له هغه څه پرته چې شتون لري، بل ډول نړۍ تصور کړي. د شعور ګډوډي تر دې کچې رسېدلې چې نور نو په زحمت سره کېدلی شي چې انسانان د همدې ګډوډۍ د شعور په اړه هوښیار شي.»
د آدورنو په نظر د فرهنګي صنعت څرګندونه د توکو د بت‌والي د استحکام، د تبادلې د ارزښت د برلاسۍ او د انحصاري دولتي سرمایه‌دارۍ د ودې انعکاس دی. همدا صنعت د خلکو سلیقو او لومړیتوبونو ته شکل ورکوي او په دې توګه د غیرواقعي اړتیاوو د مطلوبو ښودلو له لارې د خلکو ناخودآګاه ذهن تنظیموي. نو له همدې کبله د صنعت کلتور د واقعي اړتیاوو او ریښتینو غوښتنو د پټولو، د بدیلو او رادیکالو تیوریو او د دولتي ضد فکري او سلوکي لارو د بې‌اغېزې کولو لپاره کارول کېږي. دا کلتور تر دې کچې بریالی دی چې خلک هېڅ نه پوهېږي چې څه روان دي.
آدورنو د ولسي کلتور تر نورو نظریه‌پالو ډېر پر دې باور دی چې دا کلتور پر ولس تحمیل شوی او هغوی اړ کوي چې پرته له دې چې تحمیلي یې وګڼي مني یې. نوموړی د هغو کسانو د ادعا پر وړاندې چې د معاصر ولسي کلتور معنا یوازې نسبتا بې‌ضرره ساتیري او د مصرفوونکو غوښتنو یو ډیموکراتیک ځواب بولي، د دې کلتور پر بې‌محتواوالي، پوچوالي او د خلکو پر مطابقت ټینګار کوي چې د فرهنګي صنعت له لوري هڅول کېږي. د هغه په اند د فرهنګ صنعت یو خورا ویجاړونکی ځواک دی او پر ماهیت یې سترګې پټول د فرهنګ صنعت ایدئولوژۍ ته تسلیمېدل دي.
د آدورنو له نظره د ولس د پوهاوي د ځایناستې کیدو په برخه کې د فرهنګي صنعت وړتیا په اوتومات ډول څه ناڅه په بشپړیدو ده. نوموړی وایي: «د دې صنعت د بریا لامل د نفس ‌ضعف او استثمار دی چې د معاصرې ټولنې کمزري غړي پر ځواک د تمرکز له امله محکوم شوي دي. له دې وروسته د هغوی هوښیاري نوره هم پراخېږي. هېڅ تصادفي نه ده چې د امریکایي فلمونو بدبین تولیدوونکي په ښکاره دې نظر ته رسېدلي چې د هغوی فلمونه باید د یولس کلنو د پوهاوي سطحه په پام کې ونیسي. په دې توګه هغوی لویان په یولس کلنو ماشومانو بدلول غواړي.» له همدې امله نوموړی باور لري چې هنر د عوامو د آرمانونو د نابودۍ لامل ګرځي.
آدورنو وایي چې د فرهنګي صنعت ځواک په دې کې دی چې د سرمایه‌دارۍ تسلط او تداوم تضمینوي او د داسې مخاطبینو د پیدا کولو وړتیا ولري چې کمزوري، وابسته، منفعل او خدمتګاره واوسي. آدورنو باور لري چې ټوله نړۍ داسې جوړه شوې چې د فرهنګي صنعت له فلټر څخه تېرېږي.
هغه د نوو رسنیو د یوشان والي او همسانۍ پر وړاندې نیوکه کوي او وایي: «تخنیکي رسنۍ په بې‌رحمانه ډول د یو شان والي او یکنواختۍ پر لور سوق کېږي. د تلویزیون هدف د راډیو او فلم یو ګډ ترکیب وړاندې کول دي، او د دې وسیلې محدود پاتې کېدل یوازې له دې امله دي چې د ګټو اړخونه لا په خپلو کې توافق ته نه دي رسېدلي؛ خو پایلې یې بې له شکه لویې دي او ژمنه کوي چې د ښکلاپوهنې اړخ به دومره بېوزله او بې‌مایه کړي چې په لنډ وخت کې به د فرهنګي صنعت ټول محصولات له خپل مخ څخه د یوشانوالي نری نقاب لرې کړي او په بریالیتوب سره به د صحنې ډګر ته راووځي. دا به د واګنر د خوب یعنې د یوه هنري اثر په بڼه د ټولو هنرونو د ترکیب کېدو په مانا وي.»
آدورنو فرهنګي صنعت تر ټولو سخت او وچ سبک بولي چې د لیبرالیزم هدف او غایت و، حال دا چې خپله لیبرالیزم تل د سبک د نشتوالي له امله تر نیوکې لاندې و. آدورنو فرهنګي صنعت د فعالانو ایدئولوژي «کاروبار» ګڼي. د هغه په باور د خصوصي فرهنګي انحصار تر سیوري لاندې استبداد روح یا نفس تر برید لاندې راوستی دی.
آدورنو د ساتیرۍ او تفریح په برخه کې د ټولنیزو اړیکو د وسایلو په اړه باور لري چې دا دواړه موضوعات له ډېر پخوا، آن د فرهنګي صنعت له منځته راتګ وړاندې موجود وو، خو اوس دا عناصر له پاسه رهبري کېږي او په پرله‌پسې ډول نوي کېږي.
هغه وایي: «د فرهنګي صنعت فساد په دې کې نه دی چې ګواکې د ګناه ټاټوبی دی، بلکې په دې کې دی چې د لوړې سطحې کسانو لپاره د خوند معبد ګرځېدلی دی.»
آدورنو ټینګار کوي چې د فرهنګي صنعت په پایله کې ساتیري په یوه ایدئال حالت بدله شوې او د لوړو ارزښتونو ځای یې نیولی دی، هغه ارزښتونه چې په خپله له خلکو څخه اخیستل شوي دي. او دا چاره هم د هغه تکرار پایله ده چې آن د اعلاناتو د شعارونو تر کلیشه‌يي بڼې هم بې‌ارزښته ښکاري.
آدورنو د ټولنیزو اړیکو وسایل، په ځانګړي ډول سینما یوه پړسیدلې دستګاه یادوي چې د خوند د تولید لپاره کارول کېږي، خو سره له دې لویوالي هم د انسان په ژوند کې هېڅ درناوی او وقار نه زیاتوي. نوموړی ټینګار کوي چې د فرهنګي صنعت کار د هغه څه په اړه د مصرفوونکو دایمي غولول دي چې تل یې ژمنه کوي. د ده په اند د محصولاتو د مصرف په نتیجه کې د خوند د ترلاسه کولو ژمنه یوه وهمي خبره ده او هغه څه چې نه تر لاسه کېږي، حقیقي عنایت دی. دا کار داسې دی لکه په ماښامنیو مراسمو کې چې باید یوازې د خواړو پر مینو بسنه وشي.
آدورنو د فرهنګي صنعت پر خلاف هغه هنري آثار چې د ده په اند له زهد او د شرم له نشتوالي سره تړلي دي فحشګرا او ظاهرسازه دي. نوموړی د فرهنګي صنعت له لوري وړاندې شوی جنت پخوانۍ بدبختي بولي: «د فرهنګي صنعت په هر محصول کې هغه ناکامي او محرومیت چې تل د تمدن له لوري پر انسان تحمیل شوی یو ځل بیا په څرګند او حتمي ډول ثابتېږي او پر خپلو قربانیانو تطبیقېږي.»
انسان د تئودور آدورنو په تفکر کې
تئودور (ویزن‌ګروند) آدورنو په ۱۹۰۳ کال کې د آلمان په فرانکفورت ښار کې وزېږېد او په ۱۹۶۹ کال کې د سویس په بریګ ښار کې ومړ. نوموړی د هغو ټولنیزو څېړنو له انسټیټیوټ سره همکار و چې په فرانکفورت کې د ماکس هورکهایمر لخوا تاسیس شوی و. په ۱۹۳۳ کال کې امریکا ته کډوال شو او په ۱۹۴۹ کال کې بېرته آلمان ته ستون شو.
آدورنو تر تقاعده په فرانکفورت کې د فلسفې او ټولنیزو علومو د استادۍ ترڅنګ د «ټولنیزو څېړنو د انسټیټیوټ» مشر هم و. نوموړی د «فرانکفورت مکتب» له تر ټولو بانفوذه بنسټ‌ایښودونکو څخه شمېرل کېږي.
د فلسفې، ټولنپوهنې، ادب او موسیقۍ په برخه کې د هغه تر ټولو مهم اثر  «دیالکتیک روشنايي» (۱۹۴۷) دی چې له هورکهایمر سره یې په ګډه لیکلی او همدارنګه د هغه د وروستیو کلونو اساسي آثار: «دیالکتیک سلبی» (۱۹۶۶) او د ښکلاپوهنې تیوري (۱۹۷۰) دي چې د انسان‌پېژاندنې په برخه کې مهم بلل کېږي. د هغه بل اثر «اخلاق کوچک» (۱۹۵۱) او د ټولنیزو نقدونو په هکله لنډې لیکنې لکه «منشورونه او اړین مفاهیم» هم د پام وړ دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version