لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (نهمه برخه)
فرانکفورت ته بېرته ستنېدل
ادورنو سره له دې چې د امریکا تابعیت یې منلی و خو په ۱۹۴۹ ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو وروسته فرانکفورت ته بېرته ستون شو او له هورکهایمر سره یې د ټولنیزو څېړنو انجمن یو ځل بیا فعال کړ او یو شمېر ځوانو څېړونکو ته یې د همکارۍ بلنه ورکړه چې تر ټولو مشهور هغه یې یورګن هابرماس و.
ادورنو پاریس ته له یو څو سفرونو او ۱۹۵۲ ز کال کې لس انجلس ښار ته د تودوخې د د کلتور په اړه د یوې اکادمیکې څېړنې په موخه سفر وکړ نور تر مرګه په فرانکفورت کې پاتې شو.
په هغو کلونو کې ادورنو د سړې جګړې د شرایطو له امله له ارتودوکس مارکسیزم څخه ورځ تر بلې واټن اخیست. یو دلیل یې هغه مستند خبرونه وو چې د شوروي اتحاد او ختیځې اروپا په نوم د سوسیالیزم تر سیوري لاندې د ترسره شویو جنایتونو په اړه خپرېدل.
ادورنو په هماغو کلونو کې ډېر منزوي شوی و. د ده ورځنی پروګرام د څو ساعتونو لپاره په خپل کوچني اپارتمان کې د پیانو غږول (چې د فرانکفورت پوهنتون ته نږدې و)، په کتابتون کې مطالعه کول، درس ورکول او کنسرتونو او اپرا ته تلل وو.
نوموړي په ۱۹۵۲ ز کال کې د «واګنر په لټه کې» په نوم کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې یې د واګنر په نظریاتو نیوکه وکړه او د هغه د اسطورو تفسیر یې شاتګ‌پال او استبدادي وباله. ده څرګنده کړه چې د واګنر په لیکنو کې داسې عناصر موجود دي چې د فاشیزم د منلو لپاره زمینه برابروي. همدارنګه یې د بشپړ هنر (Total Art) مفهوم خطرناک وباله.
ادورنو په ۱۹۵۵ ز کال کې «منشورونه، د کلتور او ټولنې نیوکه» په نوم د مقالو ټولګه خپره کړه چې د بېلابېلو کلتوري موضوعاتو په اړه د ده یو شمېر مهمې مقالې پکې ځای پر ځای شوې وې.
د موسیقۍ په برخه کې د ادورنو د نورو کتابونو له جملې د «نامطبوع‌ها» (۱۹۵۶)، «ماهلر: د موسیقۍ  اناتومي» (۱۹۶۰)، «د موسیقۍ د ټولنپوهنې سريزه» (۱۹۶۲) او «آلبان برگ: د کوچنیو اړیکو استاد» (۱۹۶۸) یادونه کېدای شي.
«د ادبیاتو په اړه یادښتونه» (۱۹۶۰)، «فرانقد پېژندپوهنه» (۱۹۵۶)، د هګل په اړه درې رسالې(۱۹۵۷) او «د انتقاد بڼې» په دوو ټوکو کې (۱۹۶۳ او ۱۹۶۵) هم د ادورنو نو آثار دي.
په وروستیو کلونو کې د ده تر ټولو مهم کتابونه «منفي دیالکتیک» (۱۹۶۶) و، چې د هګل او هایدګر پر وړاندې یې د نقد په توګه ولیکه او «د ښکلاپوهنې نظریه» وه چې د ده له مرګ وروسته په ۱۹۷۰ ز کال کې خپور شو.
ادورنو چې پخپله د هنري مدرنیزم له مهمو مدافعانو څخه و په همدې کتاب کې څرګنده کړه چې زموږ په زمانه کې د یوې بشپړې، منظمې، همغږې او اثباتي ښکلاپوهنیزې نظریې وړاندې کول ناشوني دي. ده د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د فلسفې، ټولنپوهنې او سیاست په اړه په په ګڼو سمینارونو کې ګډون وکړ. تر ټولو مشهور بحثونو یې له هابرماس سره د کارل پوپر د پوزیتیویزم په اړه وو.
ادورنو د خپل ژوند په وروستیو کلونو (۱۹۶۷–۱۹۶۹) کې د هورکهایمر په څېر د محصلینو د خوځښت پر وړاندې دریځ ونیو. یو ځل یې د ۱۹۶۹ ز کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د پوهنتون د ساتنې لپاره له پولیسو مرسته وغوښته چې په پایله کې یې پولیسو ۷۶ محصلین ونیول. له دې پېښې وروسته ګڼو محصلینو د ده له درس سره بایکاټ وکړ.
ادورنو ویل چې له هغې غلطې انځور شوې آزادۍ څخه وېره لري چې محصلین یې لپاره مبارزه کوي: «کله چې ما انتقادي الګو وړاندې کړه نو هېڅکله مې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به کوم څوک وغواړي چې د کوکتل مولوتوف په وسیله یې عملي کړي.»
د ده د وروستي درس په غونډه کې یوه ځوان محصل په لوړ غږ وویل: «ادورنو! ته او ستا انتقادي تیوري دواړه مړه یاست.»
ادورنو بالاخره د ۱۹۶۹ ز کال په اګست میاشت کې په سویس کې د زړه د حملې له امله وفات شو.
ادورنو؛ یو پیچلی لیکوال
ادورنو پیچلی لیکوال ګڼل کېږي. د ده د آثارو پېچلتیا تر یوه حده د هغه له نااشنا لحن سره تړاو لري. په ډېریو مواردو کې واضح نه ده چې د ده خبرې تر کومه بریده جدي دي. د هغه له طنزه ډک لحن چې د جالبې ټوکې په بڼه کارول کېږي د نیچه د نثر یاد تازه کوي. کله ډېر تریخ او ناامېده ښکاري او کله بیا بې‌پروا او بې‌خیاله وي.
دا ډول سبک د لوستونکي لپاره د ده د متن د مانا په اړه اټکل ستونزمنوي.
بابک احمدي د ادورنو د سبک په اړه وايي: «زما په څېر کسان چې په آلماني ژبه د آدورنو د آثارو د د لوستلو بخت نه لري، د ده په ژباړل شویو عبارتونو کې دومره بېلابېلې معناوې کشف کولی شو، نو د آلماني ژبې لوستونکي به څه خوند ترې اخلي؟ په خپله ادورنو هم د هایدګر په څېر باور درلود چې د فلسفي بیان او د آلماني ژبې ترمنځ یوه عجیبه او معما ته ورته همغږي موجوده ده.»
جالبه دا چې هابرماس له آلماني ژبې سره د هایدګر لېوالتیا او هغه نظر چې یوازې په آلماني او یوناني ژبو د فلسفې په اړه فکر کولی شو محکوم کړ او دا ډول ادعا یې د نازي فکر د نفوذ نښه وبلله؛ خو د ادورنو په اړه چوپ پاتې شوی دی.
ادورنو په خپلو آثارو کې هڅه کړې چې د ابژې ترمنځ هغه ناهمغږي واضح کړي چې څنګه په وقعیت کې ده او څه ډول د بیان پر مهال را څرګندېږي. نوموړي تل د عمومي او ټولیزو معناوو له وړاندې کولو ډډه کوله، ځکه دا ډول معناوې یې استبدادي بللې.
ادورنو تل د «استعارو»، «بڼو»، «انځورونو»، «منشورونو» او «الګوګانو» په اړه خبرې کولې، ترڅو څرګنده کړي چې هغه څه چې وایي، بشپړ او نهایي نه دي.
بابک احمدي د ادورنو ژبه او سبک د هګل په پرتله څو برابره پېچلی ګڼي. د ده په وینا: «که څوک وغواړي روښانه کړي چې ادورنو څه ویلي او هڅه وکړي چې د هغه خبرې رالنډې کړي، نو ډېر کله به له ناامیدۍ سره مخ شي. برعکس، هغه څوک چې د ده د نظریاتو تاویل وکړي  یعنې د ده د متونو د باطني معناوو په لټه کې شي او همدا طریقه یې په خپله له ده زده کړې وي ، نو د ده د لیکنو د درک په بهیر کې به اړ شي چې په خپله د معناوو ابداع وکړي، او په دغو آثارو کې به د نظریاتو د څرګندولو بېلګې پیدا کړي.»
سره له دې کارل پوپر چې د پرانستې فلسفي مکالمې قهرمان او د منطقي استدلال مدافع بلل کېږي، ادورنو او هابرماس سره له یوې فلسفي مناظرې وروسته په خپل مقاله کې چې «خرد یا انقلاب» (۱۹۷۰) نومېده، د انتقادي تیورۍ پلویان وغندل او ویې ویل چې هغوی په ډېر شور او زوږ سره ډېرې ډېرې ساده او مبتذلې خبرې کوي.
حتی د هابرماس په اړه یې په همدې مقاله کې ولیکل: «ډېری هغه څه چې دی یې وایي زما په اند مبتذل او عادي دي. نور یې هم ډېر ساده دي.»
د کلتوري صنعت عمومي اغېز د روښانفکرۍ په ضد دی
ادورنو باور درلود چې د روښانفکرۍ ژمنه یعنې پر علمي او عقلاني پرمختګ او د انسان د ازادیو پر پراخېدو باور  په یو کابوس بدله شوې ده، ځکه علم او عقلانیت د انسان د آزادۍ د له منځه وړلو لپاره کارول شوي دي.
دی وایي: «د کلتوري صنعت عمومي اغېز د روښانفکرۍ ضد اغېز دی، چې پکې روښانفکري ـ هماغه پرمختللی تخنیکي او فني واکمني ـ د خلکو د تېر ایستلو وسیله ګرځي او د هغوی د بیدارۍ د مخنیوي آله کېږي. روښانفکري د هغو خپلواکو او خودمختارو افرادو د ودې مخه نیسي چې په هوښیارۍ سره د ځان په اړه پرېکړې او قضاوت کوي. همدارنګه روښانفکري د انسان د ازادۍ د ترلاسه کولو د هڅو په لار کې خنډ ګرځي. خو انسان د ازادۍ لپاره تر هغې چې د دې دورې مثبت ځواکونه اجازه ورکوي، په بشپړه ډول چمتو دی.»
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version