لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (دوهمه برخه)
د مډرنېزم اصل او مفهوم
الف: لفظي معنی:
(مډرنېزم) د (مډرن) او (ایزم) د دو کلمو ترکیب دی. د (مډرن) کلمه په اصل کې یوه لاتیني اصطلاح ده چې د (زاړه) په مقابل کې د (نوي) او (عصري) معنی لپاره کارول کېږي.
خو د (Modernité) فرانسوي کلمه د (Mode) څخه اخیستل شوې، چې (سپک) (ښکاره بڼه) یا (د اوسني عصر سره سم چلند) معنی ورکوي. ځینې ژبپوهان لکه د لی رابرټ Le Robert قاموس مسوولین او ترتیب کوونکي په دې باور دي چې لومړنی کس چې دا کلمه یې کارولې مشهور فرانسوي لیکوال بالزاک(Balzac) و. هغه په لومړی ځل په ۱۸۲۳ ز کال کې د (موډرنیت Modernité) کلمه یا اصطلاح وکاروله.([1])
دا چې څنګه دا کلمه په یوه ځانګړې اصطلاح بدله شوه په دې اړه داسې راغلي دي: ( دا کلمه په پیل کې د تېر لرغوني روم او اوسني عصر عیسويت ترمنځ د توپیر لپاره کارول کېده او کله به د ددې معنی په بدلون او تغیر باندې یو ډول اعتراف و. په تدریجي ډول، د Moderne کلمې کارول پراخه او عام شول، د فکري خلاصون او فکري آزادۍ یوه برخه وګرځېده، همدا رنګه دا د بدلون نښه او د تېرې زمانې څخه د یو متفاوت راتلونکي لپاره د هیلې او لېوالتیا نښه هم ګڼل کېده. د Modernité کلمه هم د 1850 ز کلونو په شاوخوا کې د یوې فلسفي اصطلاح په توګه په لویدیځو حلقو او مجلسونو کې مشهوره شوه.)([2])
ب: د مډرنېزم اصطلاحي معنی
د مډرنېزم یا عصري پالنه اصطلاح ( په عربي کې الحداثة) یو فلسفي، فکري او هنري خوځښت دی چې د دې یو جامع(هر اړخیز) او متحد تعریف وړاندې کول به ستونزمن وي، ځکه چې دا مفهوم له مختلفو لیدلورو او نظریو څېړل شوی او هره نظریه یې مختلف تعریفونه وړاندې کوي، دلته د مډرنېزم تعریف لپاره څو اصلي لارې چارې ذکر شوې دي، چې لاندې ترې یادونه کېږي.
۱. مډرنېزم د یوې نامعلومې پدیدې په توګه:
په دې نظریه کې مډرنېزم یو مبهم، پېچلی او څو اړخیز مفهوم ګڼل کېږي چې په سمه توګه پرې پوهیدل او ثابتول یې ستونزمن دي. دا انګېرنه دا ښکاره کوي چې مډرنېزم متنوع او ځینې وختونه متضاد نښې لري، په داسې ډول چې موږ نه شو کولی په اسانۍ سره پرې پوه شو، یا دا چې په یو واضح او روښانه تعریف پورې محدود کړل شوی وي.
۲. د مدرنیزم سره د طبیعت او عقل ګرایی اړیکه:
په دې تعریف کې مډرنېزم د یو داسې حرکت په توګه لیدل کېږي چې عقل په هستۍ، پوهې او انساني عمل باندې د تسلط بنسټیزه او اصلي وسیله ګڼي. دا نظریه د نړۍ په بیارغونه کې د عقلانیت رول او په طبیعت د انسان په تسلط باندې ټینګار کوي.
۳. مدرنیزم د دودیز میراث( فرهنګ) په وړاندې:
په دې نظریه، مډرنېزم یو داسې حرکت دی چې د مذهبي، کلتوري او تاریخي میراث سره په ټکر کې راغلی او هغه یې یوې خوا ته کړي دي. دا تعریف مډرنېزم د دود او دستور د له منځه وړلو لامل او د نوي فکري او کلتوري وضعیت بنسټ اېښودونکی ګڼي.
۴. د مډرنېزم کلیسا او په لویدیځ کې د دیني بحران سره تړاو:
په دې تعریف کې، مډرنېزم د قوانینو او نظریو د یوې ټولګې په توګه وړاندې کېږي، چې د ټولنیزو جوړښتونو، کلتوري تړونونو او د کلیسا د بیا ځواک ترلاسه کول غواړي. په اروپا کې دا خوځښت په منځنیو پیړیو کې د مذهبي او ټولنیزو بحرانونو په مقابل کې رامنځته شو، د کلیسا له واکه یې د ځان د خلاصولو او د نوي ټولنیز نظم د رامنځته کولو لپاره یې هڅه کوله.
۵. مډرنېزم د شرق او غرب ترمنځ د تمدني ټکر په چوکاټ کې:
په دې نظریه کې مډرنېزم ته د لویدیځ د یو ماډل یا نمونې، په ځانګړې توګه د امریکا لخوا په نړۍ باندې د تحمیل کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کتل کیږي. په دې چوکاټ کې مډرنېزم د نورو هېوادونو د تمدن او هویت د ننګونو له منځه وړلو او د لوېدیځ تسلط د ټینګولو لپاره د یوې هڅې په توګه وړاندې او معرفي کېږي.
ځینو عربي مفکرینو، د نظر خاوندانو او منتقدینو هم د مدرنیزم ګڼ شمېر تعریفونه وړاندې کړي دي، چې هر یو یې دې اصطلاح ته له یوې ځانګړې زاویې کتلي او په اړوند یې خپل نظر څرګند کړی دی:
عبدالعزیز حموده، چې یو مشهور عربي نقاد دی، مډرنېزم په لاندې ډول تعریفوي: (مډرنېزم که په خپله په عربي یا لویدیځ کې هره معنی ورکړي خو د دودیز سیسټم د بنسټونو او اساس د ویجاړولو په لور حرکت کوي.)([3])
په یوه بل تعریف کې محمد سبیلا مډرنېزم په لاندې ډول را پېژني: (مډرنېزم په لویدیځ کې یو فلسفي او فکري بنسټ دی چې په هغه کې د انسان او ژوند ارزښت عقل او پوهه ده. دا خوځښت د عقل ګرایی یا عقل پالنه، علمي وسایلو، عملي هڅو، د تجربوي او بشري علومو د پراختیا پر اساس او په عقلانیت او تجربې ولاړ دی.)([4])
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1] موقف الحداثیین من قضایا العقیدة، ص ۳.
[2] همان، ص ۳.
[3] عبدالعزیز حموده، «المرایا الحدیثة من البنیویة إلی التفکیک»، ص ۲.
[4] محمد سبیلا، «دفاعاً عن العقل والحداثة»، ص ۲۲.