لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (۳۲ برخه)
د انسان د هډوکو یا اسکلیټ حیرانونکې ځانګړتیاوې
د انسان بدن د خپلو ټولو ځانګړو پېچلتیاوو او ظرافت سره، سره د الهي قدرت او حکمت یو له څرګندو حکمتونو څخه دی. خو د انسان د بدن یو له خورا اساسي او حیاتي برخو څخه (د انسان د بدن اسکلیټي سیستم) هم شمېرل کېږي، یو دقیق، ځواکمن او څو اړخیز جوړښت چې نه یوازې د انسان د بدن شکل او بڼه ساتي، بلکې د عضلاتو ساتنه هم کوي، د بدن حیاتي غړي ساتي او همدارنګه د حرکت او انتقال اصلي وسیله هم ده.
د هډوکو جوړښت او دنده
د انسان د بدن اسکلیټ شاوخوا (200 هډوکو) څخه جوړ شوی دی، چې هر یو یې خپل ځانګړی شکل او ډیزاین لري. هډوکي په ښکاره ډول کلک او روښانه دي، خو دننه یا په داخل کې یو سفنج  لري چې هډوکی (په ورته وخت کې سپک او قوي) ساتي. که چېرې د هډوکو داخلي جوړښت د دوی د بهرني جوړښت په څیر کلکوالی ولري، د بدن وزن به ورسره څلور برابره زیات شي، یعنې دا چې 70 کیلوګرام وزن به 280 کیلوګرامو ته ورسېږي، هغه داسې چې نه یوازې ظاهري بڼه به ورسره بدلون ومومي، بلکې د ( انرژۍ بېځایه مصرفول او په تګ او راتګ یا حرکت کې به هم د ستونزو د رامنځته کېدو) لامل هم شي.
پوهان یا علماء دا اصل په دې ډول بیانوي: (د هډوکو په جوړښت کې، د ډېر لږې اندازې موادو سره اعظمي اغېزمنتیا یا ګټه ترلاسه کېږي، چې د استقامت او سپکوالي ترمنځ یو حیرانوونکی انډول ساتل شوی دی)
هډوکي، د بدن او حیاتي غړو ساتندوی
د انسان د بدن ډیری حساس او حیاتي غړي د هډوکو یا اسکلیټ دننه خوندي او ساتل کېږي:
مغز: د کوپړۍ دننه پوښل او ساتل شوی.
نخاع شوکي یا حرام مغز: د ملا تیر په منځ کې ځای پر ځای شوی او ساتل کېږي.
زړه: د سینې د قفس دننه ساتل شوی دی.
رحم: د لګن د هډوکو د ننه ساتل شوی دی.
او حتی هغه تولیدي فابریکې چې د وینې سره کرویات تولیدوي د هډوکو مغز دننه ساتل کېږي.
د انسان بدن به اسکلیټ پرته یوازې د غوښې او پوستکي یو بې شکله او بڼې یو څه وي.
د هډوکو دوامداره بیا رغونه
د انسان د اسکلیټ یو له خورا حیرانونکو ځانګړتیاوو څخه د (هډوکو دوامداره بیا رغونه) پدیده ده. د انسان د منځني یا اوسط ژوند په جریان کې، د بدن اسکلیټ په بشپړه توګه پنځه ځله نوی کېږي، د یو کس د بدن اسکلیټ نږدې هر 6 یا 7 کاله وروسته یو ځل له سره نوی کېږی.
دا ځانګړتیا نه یوازې د ( هډونکو د ماتېدو بیا رغونه) کوي، بلکې خپله هډوکي (د کلسیم په یوه ذخیره یا زېرمتون) بدلوي( مطلب دا چې هډوکي له منځه لاړ او نوي شي خو بېرته د بدن د اړتیا وړ کلسیم د همدې هډوکو څخه زېرمه کوي). د امیندوارۍ په جریان کې، که چیرې یوه مور د کلسیم له  کمښت سره مخ شي، جنین دا حیاتي ماده د مور له هډوکو څخه ترلاسه کوي.
د هډوکو د ودې سیستم
د هډوکو وده د ودې هورمونونو لخوا تنظیمېږي. که چیرې دا هورمونونه له خپل ټاکلي حده ډېر فعال شي، نو تر حد وتلې وده رامنځته کېږي او یو شخص به تر حد وتلی لوی شي، په داسې حال کې چې د دې هورمونو کمښت بیا د کوچني پاتې کېدو لامل کیږي ([1]). داسې راپورونه شته دي چې د ترټولو لنډ کوچني قد واله بالغ انسان قد 55 سانتي متره لوړوالی او ترټولو لوړ قد واله کس بیا د 240 سانتي مترو لوړوالی لري، چې دا توپیر د ودې هورمون په وده او نمو کې د ګډوډۍ له امله دی.
د هډوکو د جوړښت پروسه
د هډوکو جوړښت د جنین په دوره کې پیلیږي. په لومړیو کې د هډوکو جوړښت د نرم غضروف په بڼه وي، بیا وروسته د وخت په تېرېدو سره دا غضروف په سخت یا کلک هډوکي بدلېږي، دا هغه پروسه ده چې د ۱۷ څخه تر ۲۱ کلنۍ پورې دوام کوي.
د هډوکو په پای کې د غضروف یو پوښ پاتې کېږي چې د (میخانیکي ضربې جذبونکي) په توګه عمل کوي. د ملا د تير یا ستون فقرات په منځ کې غضروفي ډیسکونه شته دي چې واردې شوې ضربې جذبوي، څو سړی په اسانۍ سره حرکت وکړي او د ملا تیر ته زیان ونه رسوي.
د بدن بندونه او نرم حرکت
په بندونو کې یوه سرېښ او ټينګه مایع شتون لري چې ددې سره هډوکي کولی شي په یو او بل باندې په اسانۍ سره حرکت وکړي. دا ټینګه مایع په طبیعي ډول خپله نوې کېږي او د ( د فشار کمول او د مفاصلو زغم یا مقابلې د توان یا ځواک په زیاتولو) کې کلیدي رول لوبوي.
په پای کې پاید ووایو چې د انسان د بدن اسکلیټ یوازې د هډوکو جوړښت نه دی، بلکې دا یو په اوسنۍ اصطلاح (انجنیري یا مهندسي شوی)، ځواکمن، ځيرک او ژوندی سیستم دی، چې زموږ په ژوند کې په دوامداره توګه د بیارغونې، د بدن د حیاتي غړو ساتنې او حرکت اسانه کولو سره بنسټیز رول لوبوي. دا ځانګړې دستګاه یا وسیله په حقیقت کې د لوی خدای جل جلاله د ځواک، علم  او د هغه د حکمت یوه روښانه نښه ده، لکه څنګه چې الله جل جلاله په ​​خپل کلام کې فرمایلي دي:  وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ. [الذاریات: ۲۱] [2] ژباړه: او پخپله ستاسې پخپل وجود کې (د عبرت نښانې دي)ایا تاسې په ځير کتونکي نه یاست؟
دوام لري

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1] کوچنی والی یا (Dwarfism)هغه حالت دی کله چې یو څوک د نورمال قد څخه ډېر لنډ یا ټيټ وي. دا معمولا د هغه چا اړوند ویل شوي چې د لوییدو یا غټوالي په وخت کې له شاوخوا 147 سانتي مترو (48 انچه) څخه یې قد کم وي.

([2])  د نورو معلوماتو لپاره وګورئ: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 108 – 110.

Leave A Reply

Exit mobile version