لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (لومړۍ برخه)
لنډیز: دا څیړنه د اسلامي لید لوري په نظر کې نیولو سره د مډرنېزم مفکوره په انتقادي ډول څیړي. هغه دا چې مډرنېزم د بشري عقل پر بنسټ او د دیني سنتونو د ردولو له لارې پوره هڅه کړې د ژوند، فرهنگ، سیاست او اقتصاد لپاره یوه نوې نمونه وړاندې کړي. کله چې دا بهیر په غرب کې راڅرګند شو، په تدریجي ډول اسلامي ټولنو ته داخل شو، چې د نوي نسل ددیني عقیدې، کلتوري جوړښتونه او اسلامي هویت یې اغېزمن کړ.
دا څېړنه، چې د قرآن کریم په ایتونو، نبوي سنتو، علمي سپړنو او تحلیلونو تکیه کوي، دا روښانه کوي چې یوازې د انسان عقل د لارښوونې او هدایت لپاره کافي نه دی، بلکې یوازې او یوازې د الهي لارښوونو او هدایت په رڼا کې انسان کولی شي چې د رښتینې خوښۍ او نیکمرغې لاره پیدا او تعقیب کړي. دا څېړنه همدارنګه د مډرنېزم ریښې، اهداف او ننګونې هم درپېژني او په اسلامي ټولنو کې د دې فکر د نفوذ سره د مقابلې لپاره په ځانګړي ډول مناسبې حللارې لکه د عامه پوهاوي لوړول، علمي نقد او اساسي اسلامي اصولو ته د بېرته راستنېدو لارې چارې وړاندې کوي.
سریزه
په ننني عصر کې مختلف نظرونه راڅرګند شوي دي، چې ځینې یې منل شوي او ځینې یې بیا رد شوي دي، ځینې یې ستایل شوي او ځینې یې غندل شوي دي. د دې نظرونو څخه یې ځینې د مستند او مشروع سرچینو څخه اخیستل شوي دي او ځینې یې بیا د هوا، هوس او جنسي یا شهواني غوښتنو پایله ده او ځینې یې بیا د خوښۍ او نجات سرچینه ده، په داسې حال کې چې ځینې نور یې بیا د ګمراهۍ او بدبختۍ لامل دي، ځینې یې د ټولنې د اصلاح او هوساینې لامل ګرځي او  ځينې نور یې بیا د فساد او رسوایی سرچینه ده.
په همدې خاطر د دې نظرونو څېړنه او ارزونه د وخت یوه جدي اړتیا ده، هر څوک باید په دې پوه شي چې د دوی مسوولیت او موقف څه دی؟ ایا دوی د انساني طبیعت سره مطابقت لري(هر څه چې د انسان زړه وغواړي هغه باید ومنل شي کنه) او که نه؟ ایا دوی د انسان د هدایت او لارښوونې د ودې لامل کیږي او که د هغه د ګمراهۍ او تباهۍ سبب ګرځي؟
اسلام له پیل څخه تر نن ورځې د غلطو افکارو او د بې بنسټه تمدنونو له څپو سره مخ شوی دی او تل په روښانه شواهدو او اسنادو سره پر هغوی غالب او بریالی شوی دی. دې ارزښتمن دین خپلو پیروانو ته تر ټولو لوړ روزنیز او کلتوري نظام راوړی دی، په داسې حال کې چې له انساني عقل څخه زېږېدلي او منځته راغلي نظرونه او تیوري بشري ټولنو ته له فساد، ګډوډۍ، اخلاقي او کلتوري زوال پرته بل څه نه دي راوړي.
خوږ او ارزښتمن اسلام د نویو پدیدو او نویو مفکورو په وړاندې یو ډېر هوښیارانه او مناسب چلند خپل کړی، پرته له دې چې خپل قوي بنسټونه ولړزوي او یا یې وځپي، راڅرګند شوی او په پرېکنده دلیل او منطق سره د هغوی په وړاندې په مقابله کې بریالی شوی دی.
د فکري او عقیدوي مسائلو څېړونکی ډاکټر حارث فخري په وینا، دا موضوع بېلابېل لاملونه لري، چې عبارت دي له:
۱. هغه څه چې اسلامي فکر او نظر ته یې ځانګړتیا ورکړې ده، د هغې فکري پیاوړتیا، ثبات او روښانه تګلاره ده.
دا نظریه د علم پر بنسټ ولاړه ده او پیروان یې هغه کسان دي چې د علم په لټه کې یې د فکرونو، نظریو تحلیل ته په ډېر اخلاص، لېوالتیا او ژوره انتقادي لید سره مخه کړې او هېڅکله یې په فکري ډګر کې بې هدفه پلټنه نه ده کړې او نه هم بې هدفه ګرځېدلي دي.
۲. نورې نوې وارداتي او معرفتي نظریې په دې نه دي توانېدلې چې هغه لوړې کچې ته ورسېږي، په کوم بنسټ او اساس چې اسلامي فکر او نظریه د پېړیو را هیسې ټینګه ولاړه او جوړه شوې ده.
  1. د اسلام په هره هره دوره کې د مشهورو عالمانو راڅرګندیدل، هغه څه چې له پټو علمي خزانو او د میراث له بنسټیزو اصولو څخه علمي استخراجونه کوي(اجتهاد او قیاس).
  2. په اسلامي نړۍ کې د مادي، فکري او انساني وړتیاوو شته والی.
  3. او ترټولو مهم یې دا دی چې: په اسلامي فکر کې علمي میتودونه د متنونو ( د الهي وحی نازل شوی متن) پر بنسټ ولاړ دي، دا متنونه ژوندي، عصري او تل د هر وخت او ځای سره سم او مناسب دي، خو هغه څه چې بدلون ته اړتیا لري د دوی لیدلوري او تفسیر لاره ده، دا متنونه د ننني عصر او ورځې د واقعیتونو او موجوده معلوماتو پر بنسټ، د نوي اړتیاوو او بدلونونو سره سم او د وخت مسائلو ته د ځواب ویلو بیاکتنې او اجتهاد ته اړتیا لري.
د انسان عقل او فکر نیمګړی او محدود دی، د خیر له شر، ښه له بدو  او نېکمرغۍ له ظلم څخه په بشپړه توګه د توپیر کولو وړتیا نه لري. لکه څنګه چې د انسان فزیکي ځواک او توان محدود دی، د هغه فکري ځواک او وړتیا هم محدوده او نیمګړې ده. له همدې امله، یوازې انساني عقل او فکر نه شي کولی د ټولنیز سیستم د تنظیمولو لپاره جامع، سالم او یو روښانه پلان جوړ کړي، یو داسې سیستم چې پکې رښتینی عدالت رامنځته شي او د رښتینې نېکمرغۍ او خوښۍ لاره پکې روښانه وي.
له همدې امله، خدای جل جلاله انسان په دې نه دی مکلف او مسوول ګرځولی چې یوازې خپل عقل او فکر وکاروي، ځکه چې الله جل جلاله د انسان خالق دی او هغه په همدې ښه پوهیږي چې د انسان فکري وړتیا څومره ده. په همدې خاطر یې پیغمبران او د خدای جل جلاله له لورې نازل شوي کتابونه د انسانانو د لارښوونې لپاره رالیږلي، څو دوی وکولی شي، چې د همدې آسماني کتابونو د ژغورنې او هدایت د قانون په اساس خلکو ته د ښه او بد لاره روښانه کړي، چې همدا د انسانانو لپاره د لوی خدای جل جلاله د رحمت څخه یو لوی نعمت دی.
کله چې خدای تعالی آدم علیه السلام او بي بي حوا رض ځمکې ته را ولېږل، نو داسې یې وفرمایل: “فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”[1]، ژباړه: موږ وویل تاسې ټول له دې ځایه کوز شئ، بیا چې تاسې ته زما له خوا کوم هدایت ورسېږي نو څوک چې زما د هدایت پیروي وکړي نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي.
که چېرې د حضرت آدم علیه السلام عقل دومره وای څو یو جامع او هر اړخیز قانون جوړ کړي چې د ځان او خپلو اولادونو لپاره کافي لارښود وګرځي، نو بیا به خدای ورته ویلي وای چې په خپل عقل تکیه وکړئ او خپل ژوند په دې اساس جوړ کړي، خو خدای جل جلاله د انسان د پیدایښت له له پیل څخه، د لارښوونې قانون نازل کړ، چې دا روښانه کوي چې له الهي وحیې او لارښوونې پرته حتی د یوې شیبې لپاره هم روغ او سالم ژوند نه شي کولی.
له همدې امله، هر وخت او هر انسان چې په ځمکه کې ژوند کوي، لکه د خپل لومړني پلار (آدم علیه السلام) په څېر باید د الهي قانون او لارښوونې رسۍ په لاسونو ټینګه ونیسي او د الله جل جلاله له لوري د رالېږل شویو پیغمبرانو پیروي وکړي. که نه نو، بیا به له یو سخت او ستونزو ډک ژوند سره مخ شي، ځکه چې الهي قانون او شریعت ټول له اوله تر اخیره نیکمرغي او په دنیا او آخرت کې د انسان د نیمکرغي تضمینوي ​​او هغه له بدبختۍ او ګمراهۍ څخه ساتي.
لکه څنګه چې خدای جل جلاله په یو بل آیت کې فرمایلي دي: “فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى”[2]، ژباړه: اوس كه زما له لوري تاسې ته كوم هدايت ورسېږي، نو څوك چي د هغه هدايت پيروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بد بختۍ کښي اخته شي، او څوك چي زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کې تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.
نو الله تعالی د انسانانو د سمې لارې د لارښوونې او هدایت لپاره پیغمبران او کتابونه راولیږل. الله جل جلاله هغوی ته امر وکړ چې د هغه له خوا نازل شويو پیغمبرانو او کتابونه پیروي وکړئ او هغوی ته یې امر وکړ چې یوازې خپل عقل او فکر معیار ونه ګرځوي، بلکې د هغه له خوا نازل شويو لارښوونو پیروي وکړي.
په معاصره یا اوسنۍ نړۍ کې، ډېر غلط او باطل نظرونه او فکرونه راپورته شوي چې د هرڅه لپاره انساني عقل د وروستي معیار په توګه کاروي. د دې فکري بهیرونو په منځ کې (مډرنېزم)، سیکولریزم او داسې نور شامل دي. د دې فکري مکتبونو ملاتړي او پیروان په دې باور دي، چې لکه څنګه چې انساني عقل د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی، همداسې دا په یوازې توګه کولی شي د ټولنې، کلتور، اقتصاد او سیاست په برخو کې هم د نېکمرغۍ او بشپړتیا لاره وټاکي.
دا فکري او کلتوري غورځنګ (مډرنېزم) د ۱۹مې زېږدیز پیړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پیړۍ په لومړیو کې راڅرګند شو. د دې فکري مکتبونو په اصلي اهدافو کې په نبوي سنتو نیوکه کول، د تېرو خلکو تقلید په پټو او ړندو سترګو ردول( مطلب یې څلور مذاهب دي)، عقلانیت ته وده ورکول، د تجربوي علم او په عصري ساینس ټینګار کول، د هنر او ادبیاتو جوړښت او بیا رغونه، په فردي آزادۍ تکیه کول او د ټیکنالوژۍ، تعلیم او ټولنیز اصلاحاتو له لارې د انسان په دوامداره پرمختګ باور کول پکې شامل وو.
دا غلط او باطل فکر نه یوازې په غربي ټولنو کې په پراخه کچه وده وکړه، بلکې له بده مرغه په اسلامي هیوادونو کې هم نفوذ کړی دی او ډېری مسلمانان، په ځانګړې توګه نوی ځوان نسل تر دې کچې ترې اغیزمن شوی چې دوی خپل اسلامي هویت او کلتوري اصلیت هېر کړی دی.
په دې شرایطو کې، د مسلمانانو، په ځانګړې توګه د ځوان نسل، بیدارول تر بل هر وخت ډېر اړین دي. د علماوو، مفکرینو او دعوت ورکوونکو دا دنده ده چې د دې خطر اصلي سرچینه او پوخوالی درک کړي، د دې فکري بهیرونو او مکتبونو سره د مقابلې لپاره د اغېزمنو حللارو په اړه فکر وکړي، د عامه افکارو د روښانه کولو لپاره نوي او په خپل وخت پرګرامونه جوړ کړي. د علمي اثارو لیکل او په منطقي ډول په دې نظرونو نیوکه کول په دې لار کې د اړینو دندو او مسوولیتونو څخه دي.
ځکه چې لکه څنګه چې فتنې، غلط فکرونه او نظریې خپریږي، د علم او عامه پوهاوي لرونکو خلکو مسوولیت هم درونېږي. له بده مرغه، په دې برخه کې جوړ او وړاندې شوي علمي او فکري خدمات ډېر لږ حتی چې په نشتون حسابېږي. کله چې باطل په ټول ځواک د رسنیو له لارې خپل مسیر او حرکت ته دوام ورکوي، د حق لارویان هم باید د ځواک، یووالي، علمي او عملي چمتووالي سره د هغې په وړاندې ودریږي.
په دې مقاله کې، د کتابخانه یي تحقیق او سرچینو او د باوري حوالو په کارولو سره، په موږ پوره هڅه وکړو چې د (مډرنېزم) مفکوره او نظریه دروپېژنو، د هغې تاریخ او د راڅرګندېدو شرایط به یې تشریح کړو. موږ به هغه ننګونې هم وڅیړو چې دا فکري مکتب او ددې طریقې یې په اسلامي ټولنو باندې څنګه مسلطې کړې دي او د هغې د اغیزو د له منځه وړلو لپاره به حللارې وړاندې کړو. په سربېره به موږ د هغو شک او شبهو لپاره روښانه، منطقي او مستند ځوابونه وړاندې کړو چې د اوسنۍ اسلامي نړۍ علماوو د عقایدو او احکامو په برخه کې راپورته کړې دي.
له لوی خدایه جل جلاله څخه هیله لرو  چې زموږ دا کوچنۍ هڅه قبوله کړي او موږ ته په دې برخه کې نوره بریا راکړي، څو د دین او ایمان په لاره کې د خدای جل جلاله د کوچنیو بندګانو په توګه، موږ د الحاد او غلطو افکارو سره مبارزه وکړو او اسلامي فکر ته په ټولو بې بنسټه او غربي افکارو لومړیتوب ورکړو، ځکه چې د الله دین به په ټولو دینونو غالب شي، حتی که مشرکان پرې ناخوښه هم وي. وما توفیقی الا بالله.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

 سرچینې

[1]. سورۀ بقره، آیه ۳۸.

[2]. سورۀ طه: آیات ۱۲۳–۱۲۴.

Leave A Reply

Exit mobile version