لیکوال: دکتور نورمحمد محبي 
قران تلپاتې معجزه (شلمه برخه) 
د فضاء تیارې او د قران علمي اعجاز 
قرانکریم د لارښوونې، اخلاقو او هدایت ترڅنګ داسې نښانې هم په ځان کې را نغاړلي، چې بشریت د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ سره یاد حقایق مومي او دا نښې یو په بل پسې څرګندیږي. 
یوه عجیبه اشاره په دې مورد کې له فضاء د بهر خلا مطلقه تیاره ده، داسې یوه پدېده چې د شلمې پېړۍ له فضايي سفرونو مخکې یې په اړه معلومات نه و. دلته یې په اړه علمي او تحلیلي بحث کوو، چې د فضاء نوردانو تجربې او د قران د ایتونو د انطباق شرحه پکې کیږي. 
فضايي تجربه او د انسان حیرت 
په یوه فضايي ماموریت کې یوه هوايي بېړۍ د ورځې پر مهال له ځمکې څخه وتوغول شوه، لږ وروسته چې له فضاء څخه تېره شوه، نو یوه فضانورد د خپل کنټرول له مرکز سره اړیکه ونیوله او ویې ویل، چې موږ څه نه وینو، موږ رانډه شوې یو. 
دا په داسې حال کې وه، چې لمر لا هم ځلېده، خو هلته هېڅ نور نه و او په مطلقې تیارې کې ډوب حالت و، چې انسان په لومړي ځل وروسره مخ شو. 
د فضا د تیارو فزیکي تحلیل
د ورځې پر مهال د آسمان د روښانتیا لامل هغه پدیده ده چې په فزیک کې ورته د «رڼا خپرېدل» یا Scattering ویل کېږي. کله چې د لمر وړانګې د ځمکې فضا ته ننوځي، د هوا له ذرّاتو، د اوبو له بخار او له دوړو سره ټکر کوي او پایله یې دا وي چې رڼا په بېلابېلو لورو خپرېږي. دا پدیده چې د فزیک په ژبه کې «رایلي خپرېدل» (Rayleigh Scattering) نومېږي، د دې لامل کېږي چې موږ رڼا له هرې خوا ووینو، حتی په هغو ځایونو کې چې د لمر مستقیمه وړانګه نه رسېږي، لکه د جومات دننه یا د کورونو منځ کې. 
خو په فضا چې له اتمسفر څخه بهر ده، نه هوا شته او نه معلق ذرّات. هلته د لمر وړانګې، که څه هم په حرکت کې وي، خو ځکه چې د خپرېدو لپاره کوم ذره نشته، فضا تیاره پاتې کېږي. دا حقیقت یوازې هغه وخت په عملي توګه ثابت شو چې  فضايي بېړۍ وتوغول شوې او له د ځمکې له اتومسفر څخه تېرې شوې. 
د قرانکریم اعجاز امیزه بیان  
قرانکریم څوارلس سوه کاله مخکې دا علمي واقعیت په ډېر ظرافت او هنریت سره بیان کړی دي او وايي:  وَلَوۡ فَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَابٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَظَلُّواْ فِيهِ يَعۡرُجُونَ – لَقَالُوٓاْ إِنَّمَا سُكِّرَتۡ أَبۡصَٰرُنَا بَلۡ نَحۡنُ قَوۡمٞ مَّسۡحُورُونَ الحجر ۱۴ ۱۵  
 ژباړه: كه موږ پر هغو د اسمان كومه دروازه پرانستې واى او هغوى په رڼا ورځ په کې ختلي هم  واى، بيا به یې هم همدا ويل چي زموږ سترګي غولول کیږي، بلکي پر موږ کوډي شوې دي. 
په دې ایت کې د داسې انسانانو وضعیت را اخېستل شوی، چې د اسمان لور ته لوړ ځي، خو له داسې پدېدې سره مخ کیږي، چې د سترګو په ړندېدو یې تعبیروي ( سُكِّرَتۡ أَبصَٰرُنَا) دا په دقیق ډول هماغه تجربه ده، کله چې فضانوردانو په خلا کې مطلقه تیاره احساس کړه. 
په افاقو کې د نښانو د کشف وعده 
قرانکریم په یوه بل ایت کې وعده کړې، چې د وخت په تېرېدو سره به الهي نښې په هستۍ او د انسان دننه را څرګندې شي؛  سَنُرِيهِمۡ ءَايَٰتِنَا فِي ٱلۡأٓفَاقِ وَفِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُ ٱلۡحَقُّۗ أَوَلَمۡ يَكۡفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ ” فصلت 53 
ژباړه: ډېر ژر به موږ دوى ته خپلې نښانې په افاقو (هیوادونو) کې هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کې هم؛ تر دې پوري چې دوى ته دا خبره څرګنده شۍ، چې دغه قُرآن په رښتيا سره پر حق دى. ايا دا خبره كافي نه ده چي ستا رب پر هر څه شاهد دى؟ 
په دې آیت کې، د «سَـ» توری چې د «سَنُرِیهِم» فعل په پیل کې راغلی، د دې وعدې د راتلونکي وخت څرګندونه کوي. خدای تعالی د دې اعلان کوي چې د قرآن د حقانیت نښې به د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ سره ورو ورو څرګندې شي. د فضا د تیارو پدیده د همدې څرګندو «آفاقي» نښو یوه بېلګه ده چې نن ورځ ټولو ته روښانه شوې ده.
په پای کې د خلاصې په ډول وايو؛ د قرآن د مطلقو تیارو یادونه په فضایي تشه کې، په داسې یو وخت کې چې نه د «اتمسفر» مفهوم پېژندل شوی و او نه د فضا سفر ممکن و، د دې کتاب د آسماني والي او د هغه د تلپاتې معجزې یوه قاطعه نښه ده. 
داسې آیتونه او نښې موږ ته د الهي کلام په اړه د  ژور تدبّر او فکر بلنه راکوي، څو زموږ ایمان ټینګ شي او زموږ د ژوند لاره لا ډېره د الهي هدایت سره وتړل شي. بې‌شکه، د قرآن علمي پوهه د هغې د اخلاقي او فقهي پوهې ترڅنګ، د دې د رڼا او حکمت د کتاب د هر اړخیز معرفت لپاره یو اړین بشپړونکی دی. 
دوام لري… 

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

 
Leave A Reply

Exit mobile version