لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (یوېشتمه برخه)
د جاذبې قوې ځواک او د کیهاني تعادل ځواک
کائنات چې پراخ او ښکلي دي او د خپل حېرانوونکي جوړښت له کبله تل د پوهانو، فزیکپوهانو او مؤمنانو پام ځان ته را اړوي، د هغو اصولو له ډلې څخه یو هم د جاذبې یا راښکنې ځواک دی، چې دا ټول نظام رانغاړي.
دا قانون نه یوازې د کهکشانونو، ستورو او سیارو د جوړېدو سبب کېږي، بلکې د ټولې هستې توازن او ثبات هم تضمینوي.
په دې برخه کې به د دې بنسټیز قانون تشریح د علم او قرآن له نظره وکړو او و به ښیو چې د وحیې آیتونه څنګه په ډېر دقیق ډول د کایناتو د جوړښت او توازن علمي حقایق انځوروي.
د جاذبې قانون
یو علمي حقیقت دا دی، چې کائنات ځانګړی حد او مرز نه لري، ستورپوهان په پرلپسې ډول داسې کهکشانونه کشف کوي، چې له موږ څخه په میلیونونو او ان میلیاردونو کلونو واټن لري، خو له دې سره، سره په نړۍ او ځانګړی نظم حاکم دی، چې د جاذبې په ځواک بنا دی.
د دې قانون پر اساس په فضاء کې هره ماده، بله ماده د خپل واټن او اندازې په کچې ځانته راکاږي او که چېرته دا ځواک د یوه لوري لخوا عمل وکړي، نو بیا به ټول اجرام په یوې نقطې کې را غونډ شوې وه او یوه متمرکز ټوټه به یې ایجاد کړې وه، خو واقعیت داسې نه دی. دلته پوښتنه دا ده، کوم ځواک د جاذبې په وړاندې عمل ترسره کوي او د کیهان د له منځه تلو مخه نیسي؟
د اسمان د بیا را ګرځېدو راز څه دی؟
د دې ځواب په دې الهي کلام ( ” وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ ” الطارق – ۱۱ ) ژباړه: قسم دی په باران (راډیوي څپې او بخارونه، چې د باران په بڼې دي)  اوروونكي اسمان؛ ) کې مومو.
دا ایت د اسماني اجرامو  بیا راګرځېدو ته اشاره کوي، سیارې، ستورې، کهکشانونه او دا ټول په خپلو مدارونو کې په منظم ډول څرخي، دا څرخېدونکی داوم داره حرکت یې له مرکز څخه د تښتې ځواک پنځوي، چې د جاذبې په وړاندې عمل فعالیت کوي او باثباته توازون ایجادوي، چې په فزیک کې ورته (ډېنامیکي توازن) وايي. دا توازون د رب تعالی پر حکمیانه تدبیر دلالت کوي.
نامريي پایې؛ د قران اشاره
د قرانکریم په بل ځای کې راځي؛ “ٱللَّهُ ٱلَّذِي رَفَعَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ بِغَيۡرِ عَمَدٖ تَرَوۡنَهَاۖ ” رعد ۲ ایت – ژباړه: الله هغه ذات دی چې اسمانونه یې له ستنو پرته همداسې درولې دي…
ځینې معاصر پوهان په دې باور دي، چې دا ایت د جاذبې یا راښکنې ځواک ته اشاره کوي، داسې نالیدل کېدونکې پایې چې د اسمان اجزاوې په خپلو ځایونو کې ساتي. دا پټې ستنې په اصل کې هماغه د جاذبې ځواک دی، چې کهکشانونه، سیارې او ستوري په خپل مدار کې ساتي.
د ځمکې جاذبه او د وزن پدېده
په بل ایت کې راځي (أَمَّن جَعَلَ ٱلۡأَرۡضَ قَرَارٗا ) نمل ۶۱ ایت – ژباړه: او هغه څوك دى چې ځمکه یې ارام ځاى وګرځوله؟!…
د شیانو وزن په حقیقت کې د «جاذبې» د ځواک پایله ده. هوا، د سمندر اوبه، غرونه او هر څه چې پر ځمکه دي، د همدې ځواک په وسیله له ځمکې سره نښتي دي. آن انسان که د ځمکې د جاذبې له ډګره بهر سفر وکړي، خپل وزن له لاسه ورکوي. له همدې امله، ځمکه نه یوازې د ژوند ځای دی، بلکې د هغې جاذبه د ټولو د ژوند د نښو ثبات او پایداري تضمینوي.
که جاذبه له منځه لاړه شي؟!
قرانکریم د ځمکې د وروستیو بدلونو په اړه چې قیامت دی، داسې فرمايي؛ ” وَإِذَا ٱلۡأَرۡضُ مُدَّتۡ – وَأَلۡقَتۡ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتۡ” انشقاق 3-4 ايتونه – ژباړه: او كله چې ځمکه وغوړوله شي، او څه چې په هغې کې دننه دي هغه دباندې را وغورځوي او تشه شي؛.
دا د یوه داسې حالت وصف دی، چې د  ځمکې جاذبه نور کار نشي ورکولای، چې له همدې امله خپلې توزان نشي ساتلی او ټولې مادې پکې شنل کیږي، دا حالت د ځمکې د جادبې حیاتي ارزښت څرګندوي.
د اسمانونو ساتونکي؛ له ځمکې تر لکۍ لرونکو ستورو
دا ایت د دې موضوع اصل بیانوي؛ ” إِنَّ ٱللَّهَ يُمۡسِكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ أَن تَزُولَاۚ وَلَئِن زَالَتَآ إِنۡ أَمۡسَكَهُمَا مِنۡ أَحَدٖ مِّنۢ بَعۡدِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ كَانَ حَلِيمًا غَفُورٗا ” فاطر ۴۱ ایت – ژباړه:  حقيقت دا دى، یوازي همدا الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې د منځه تلو څخه ساتلي دي، او كه هغه بې ځايه شي، نو د الله څخه وروسته كوم بل څوك د هغو راټينګوونكى نشته. بېشكه الله ډېر زغمونكى او بښونكى دى.
په دې آیت کې د «زوال» کلمه له لارې د انحراف یا د ړنګېدو په معنا ده. که کومه سیاره، لکه ځمکه، له خپل مدار څخه ووځي، د بل جرم د جاذبې تر اغېز لاندې به راشي او ژوند به پای ته ورسېږي. روښانه بېلګه یې د «هالي» لکۍ لرونکې ستورېده چې په ۱۹۱۰ زېږدیز کال کې ځمکې ته نژدې شوه او بیا په ۱۹۸۶ کې بېرته وګرځېد. دا آسماني جرم زرګونه کاله کېږي چې په یو ثابت مدار کې د دقیق وخت له مخې روان دی. دا حېرانوونکې نظم د چا له لوري دی؟ د هغه حکیم خالق له لوري چې ټوله هستي یې په قانون او اندازه پیدا کړې ده.
“وَٱلشَّمۡسُ تَجۡرِي لِمُسۡتَقَرّٖ لَّهَاۚ ذَٰلِكَ تَقۡدِيرُ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡعَلِيمِ” يس ۳۸ ایت – ژباړه: او لمر د خپل ټاكلي ځای خوا ته ځي، دا د خورا ډېر ځواكمن پوه ذات، وضع کړی حساب دى.
په پای کې د لنډیز په بڼې وايو؛ کائنات تصادفي او بې نظم نه دي، بلکې په کامل دقت سره طراحي شوې دي.
د جاذبې ځواک د مداري خوځښتونو ترڅنګ هغه دوه عوامل دي چې د کایناتو توازن او ثبات ساتي. قرآن کريم په ګڼو آیتونو کې دې الهي نظم ته اشاره کړې او دا یې د الله تعالی د ربوبیت نښه بللې ده. دغه آیتونه نه يوازې ایمان پياوړی کوي، بلکې د تجربوي علومو څېړونکو ته هم الهام بښي، څو پوه شي چې د دې دقیق نظام تر شا یو پوه او توانا خالق شتون لري.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version