ليکوال: محمد عاصم اسماعيل‌زهي 
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (دريمه برخه) 
د اسلام له نظره د ځان او ژوند خونديتوب 
د انسان کرامت 
الله سبحانه وتعالی انسان ته کرامت ورکړی، خلق کړی یې دی، ژوند يې ور بښلی او پرښتو ته يې امر کړی چې د تعظيم سجده ورته وکړي. هغه څه چې د اسمانونو او د ځمکې د طبقو تر منځواقع دي ټول يې د انسان تر واک او تسلط لاندې راوستي او انسان يې پر ځمکه خپل ځایناستی ټاکلی تر څو د طبيعت رازونه وپېژني، ترڅنګ یې پر دې کره د مشرۍ کولو ځانګړی وس او توان ورکړی ترڅو د مادي کمال تر وروستي حده او د روحاني لوړتيا تر لوړ مقامه ورسېږي. 
پورته اهداف او غوښتنې انسان هغه وخت تر لاسه کولی شي کله چې د پرمختګ، ودې او تکامل له ټولو عناصر او موادو څخه برخمن او د خپلو ټولو حقونو خاوند شي. هغه لومړني حقونه چې اسلام د انسان لپاره تضمين کړي دي، دا دي: 
د ژوند او بقا حق؛ 
د ملکيت حق؛ 
د ناموس د ساتنې حق؛ 
د آزادۍ او حريت حق؛ 
د مساوات او برابری حق؛ 
او د زده کړو حق. 
یاد حقونه د هر رنګ، دين، نسل، وطن او يا د ټولنيز مقام لروونکي انسان لپاره واجب او ضروري دي او د انسان د انسانيت لازمه برخه جوړوي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَ لَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَ فَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً﴾  ژباړه: «او بې شكه د آدم اولادونو ته مو ډېر عزت وركړى او هغوى ته مو په وچه او لمده كې سپرلۍ وركړي دي او د پاكيزه شيانو روزي مو وركړې ده او پر زياترو هغو شيانو مو غوره والی وركړى، چې موږ پيدا كړي».[۱] 
رسول الله ﷺ د خپل وروستي حج د حجةالوداع په خطبه کې وفرمايل: أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ عَلَيْكُمْ حَرَامٌ كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا، فِي شَهْرِكُمْ هَذَا فِي بَلَدِكُمْ هَذَاأَلا هَلْ بَلَّغْتُ، اللهمَّ فَاشْهَدْ” ژباړه: «اې خلکو! بېشکه ستاسو پر وینې، ستاسو پر مال او ستاسو پر ځان تعرض کول حرام دي، هماغسې لکه څنګه چې 
ستاسې (د عرفې) په ورځ، او ستاسې (د ذوالحجې په مياشتې کې) او ستاسې د (د مکې په ښار کې)…پر هر شي او هر ډول تعرض حرام شوی دی.خبر اوسئ! اې خلکو آيا ما د الله تعالی پيغام درته رسولی او ابلاغ کړی دی؟ اې الله! ته شاهد اوسه چې ما ستا پيغام ورسولو.»[۲] 
او همدارنګه فرمایي: «كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ، دَمُهُ وَ مَالَهُ، وَعِرضُهُ…». ژباړه: «د یوه مسلمان له لوري د بل مسلمان پر وينه، مال او ناموس هر ډول تعرض حرام دی…»[۳] 
دوام لري… 

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې: 

[۱] ـ سوره اسراء، آيت ۷۰. 

[۲] المتقي‌الهندي، علي بن حسام‌الدين، کنز العمال، ج۵، ص۲۱۵، کتاب الحج والعمرة، احکام ذکر شوې په حجةالوداع کې، الناشر: مؤسسه الرسالة، بيروت، ۱۹۸۹م. 

[۳] البيهقي، أبوبكر أحمد بن الحسين، السنن الكبرى، ج۶، ص۹۲، کتاب الغصب، باب تحريم الغصب او د خلکو د مالونو اخيستل بې له حقه، رقم الحديث: ۱۱۸۲۷، الطبعة الأولى: ۱۳۴۴هـ، الناشر: مجلس دائرة المعارف النظامية، حيدرآباد، هند. 

 
Leave A Reply

Exit mobile version