لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه پنځوسمه برخه)
د معاجم علم
د هغو مهمو اسلامي علومو له ډلې چې مسلمانو پوهانو یې د ودې او جوړښت لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي یو یې هم د لغت‌پېژندنې او معاجم علم دی. د دې علم په رڼا کې د لغاتو، اصطلاحاتو او تعبیرونو معناوې، موخې او لاملونه معلومېږي او په سمه توګه د اسلامي مفاهیمو او معناوو د پوهېدو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.
ډاکټر عدنان خطیب وایي: «که هره ژبه پر خپل معجم ویاړي، نو عربي ژبه یې تر ټولو زیاته وړ ده؛ ځکه هېڅ قوم د عربو په څېر خپلې ژبې ته ارزښت نه دی ورکړی او نه یې د لغاتو د راټولولو، تنظیم او څېړلو لپاره دومره هلې ځلې کړې دي؛ آن په کلمه کې یې د یوه توري د معنا ځای هم څیړلی دی.»[۱]
معجم هغه کتاب ته ویل کېږي چې د یوې ژبې ګڼ شمېر لغات پکې په ځانګړي ترتیب، تلفظ، شرحه او د معناوو له تفسیر سره یوځای راغونډ شوي وي. ځینې یې «قاموس» هم بولي. د معجم اهمیت په دې کې دی چې د ژبې ګڼ شمېر لغاتونه پکې راټول شوي وي، داسې لغاتونه چې هېڅ کس په یوازې ځان نه‌شي کولای چې په بشپړه توګه پرې مسلط شي؛ ځکه چې د ژبې لغاتونه د ټولنې د خلکو ترمنځ د هغوی د چاپېریال او فرهنګ له مخې وېشل شوي دي.
د عربو ترمنځ د معجم د لیکلو نظریه او مفکوره وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې قرآن کریم نازل شو، او د عربي ژبې بېلابېلې لهجې پکې څرګندې شوې. همداراز کله چې غیرعربان اسلام ته داخل شول او د قرآن کریم د ځینو لغاتو پوهېدل ورته ستونزمن شول، نو اړتیا پیدا شوه چې د قرآن کریم، احادیثو او په عمومي ډول د عربي ژبې نااشنا لغاتونه تشریح شي.
په همدې اساس د عربي ژبې علماو د معاجم تدوین ته مخه کړه، چې له عربي میراث یې سرچینه اخیستې او د دوی د نوښت او مخکښۍ یوه بېلګه ګڼل کېږي. هغوی په دې برخه کې له نورو مخکې شول او د معاجم په لیکلو کې یې بېلابېل میتودونه وکارول چې همدې تنوع د دې برخې څېړنې لا بډایه کړې. آن د نورو ژبو پوهانو هم د دوی پر غوره‌والي اعتراف کړی دی؛ لکه څنګه چې د آلمان ختیځ‌پوه آگوست فیشر (۱۸۶۵–۱۹۴۹) ویلي دي: «له چین پرته د بل هیڅ هېواد ملت د عربو په څېر په دومره پراخه کچه په لومړیو کې د خپلې ژبې د لغاتونو د تنظیم اړتیا ته پام نه دی کړی.»[۲]
نامتو ختیځ‌پوه جان ای. هی‌وود، چې د انګلستان د دورهام پوهنتون مشهور استاد او د عربي مطالعاتو متخصص و، په خپل کتاب «په عربي ژبه کې د معاجم صنعت» کې لیکي: «عربو یو جامع معجم درلود چې لسان العرب نومېده، او له نولسمې پېړۍ وړاندې هېڅ بلې ژبه داسې معجم نه درلود چې د دقت او پراخوالي له پلوه دې سیالي ورسره وکولای شي.»[۳]
د معاجم په سبک کې لومړني تالیفات
د قرآن کریم د نااشنا لغاتونو (غریب القرآن) په اړه د معاجم سبک له مخې لومړنۍ لیکنې حضرت عبدالله بن عباس رضی‌الله‌عنه ته چې په ۶۸ هجري / ۶۸۷ میلادي کال کې وفات شوی منسوبې دي. نوموړي د خوارجو له ډلې څخه د نافع بن الأزرق (وفات: ۶۵ هجري / ۶۸۴ میلادي) پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. دا پوښتنې د «مسائل نافع بن الأزرق في غریب القرآن» تر عنوان لاندې پېژاندل کیږي.
په دې برخه کې له ده وروسته ګڼ نور آثار هم رامنځته شول، لکه: د ابی‌سعید أبان بن تغلب[۴] «غریب القرآن»، د امام مالک رحمه الله «تفسیر غریب القرآن»، د أبی‌فید مؤرج بن عمرو سدوسی «غریب القرآن» او ګڼ نور آثار.[۵]
د معاجم د لیکلو رسمي پیل
معاجم د جامع معنا له مخې د دویمې هجري پیړۍ په دویمه نیمایي کې رامنځته شو چې پیل یې د «الخلیل بن أحمد» له مشهور تألیف «العین» څخه وشو، چې د حروفو د الفبا او د صوتي مخارجو له مخې ترتیب شوی و.
له ده وروسته أبو علی القالی (وفات: ۳۵۶هـ / ۹۶۶م) په اندلس (اوسنۍ هسپانیا) کې «البارع» معجم د همدې سبک له مخې ترتیب کړ. د دې سبک د نورو پیرانو له ډلې کولای شو  د «أبو منصور الأزهری» له «تهذیب اللغة» او د «الصاحب بن عباد» (وفات: ۳۸۵هـ / ۹۹۵م) له «المحکم والمحيط الأعظم» څخه یادونه وکړو.
ابن دُرَید ازدی په خپل معجم «جمهرة اللغة» کې هڅه وکړه چې د الخلیل له میتود څخه فاصله واخلي او د الفبایي ترتیب لاره غوره کړي؛ خو دا طریقه یې په بشپړ ډول تطبیق نه کړه. همداراز احمد بن فارس هم په خپل معجم «مقاييس اللغة» کې همدا ترکیبي میتود تعقیب کړ، یعنې د الفبایي ترتیب او د لغت د جوړښت ترمنځ یې یو امتزاج اختیار کړ.
خو أبو نصر الجوهری (وفات: ۴۰۰هـ / ۱۰۰۹م) په خپل معجم «الصحاح» کې یوه نوې طریقه غوره کړه؛ نوموړي الفبایي ترتیب تعقیب کړ، خو په هر باب کې یې لغات د وروستي حرف پر بنسټ تنظیم کړل چې دې له پخوانیو طریقو سره توپیر درلود.
د پنځمې هجري پېړۍ په پای او د شپږمې پېړۍ په پیل کې امام جارالله زمخشری[۷] خپل معجم «أساس البلاغة» تألیف کړ، نوموړي په دې اثر کې د الفبایي ترتیب یوه نوې طریقه وکاروله؛ داسې چې لغات یې د لومړي، بیا دویم، او ورپسېد  درېیم حرف پر بنسټ تنظیم کړل. دا هماغه طریقه ده چې ننۍ معاجم یې د لغاتو د تنظیم لپاره کاروي.
البته تر ده ډېر پخوا، له دوو پېړیو زیات، علي بن حسن هنائي چې په کُراع‌النمل مشهور و، په خپل معجم «المنضد» کې همدا طریقه کارولې وه، یاقوت او نورو علماو په خپلو آثارو کې په دې اړه وضاحت  ورکړی دی.[۸]
وروسته د عمومي معاجمو لیکلو دوام وموند، او لیکوالانو د تېرو علماو له تجربو ګټه واخیسته. د لغت ستر امام ابن منظور خپل مشهور کتاب «لسان العرب» د امام جوهري د «معجم الصحاح» پر اساس ترتیب کړ.
امام فیروزآبادي هم په خپل معجم «القاموس المحیط» کې د الجوهري له لوري غوره شوې طریقه تعقیب کړه. ورپسې مرتضی الزبیدي په خپل معجم «تاج العروس من جواهر القاموس» کې سره له دې چې د القاموس له ترتیب څخه پیروي وکړه، ځینې نوښتونه یې هم رامنځته کړل. د دغو نوښتونو  له جملې یو یې هم د معجم د هر حرف ځانګړتیاوې او د ژبني استعمال تشریح وه.[۹]
د الفاظو د معاجم تر څنګ (چې موخه‌یې د لغاتو د معناوو بیان او تشریح وه) د معاجم یو بل ډول هم رامنځته شو چې «معاجم المعاني» بلل کېږي. د دې معاجم موخه دا وه چې لیکوالان د خپلو مفاهیمو لپاره مناسبې کلمې او تعبیرونه ومومي.
دا ډول معاجم معمولاً د موضوعاتو پر اساس ترتیب شوي وو. د دې ډول لومړنی اثر د امام ابن السكيت (وفات: ۲۴۴هـ) «الألفاظ» کتاب و. ورپسې امام عبدالرحمن بن عیسی همداني «الألفاظ الكتابية» تألیف کړ چې په موضوعي ډول او باب‌باب تنظیم شوی و.
امام قدامة بن جعفر هم، له دې وروسته چې د همداني کتاب یې ولوست او هغه یې ناکافي وباله، خپله اثر جواهر الألفاظ ولیکه.
همداراز، ابوهلال عسکري په خپل کتاب التلخيص کې یو منظم او پراخ اثر ولیکه، چې سره له دې چې لنډ و، خو د یو معجم په کچه خدمت یې کاوه.
ابومنصور ثعالبی هم په خپل مشهور اثر فقه اللغة کې د همدې لړۍ یوه بله پله واخیسته.
او بالاخره، دا ډول تألیفات د اندلس وتلي عالم ابن سیده په ستر اثر المخصص کې خپل اوج ته ورسېدل.
المخصص یو داسې کتاب دی چې تر ټولو لوړه درجه‌یې د تبویب، نظم او جامعیت له پلوه لري، او تر نن ورځې پورې د عربي ژبې تر ټولو ستر معجم معانی ګڼل کېږي.
د معاجم په برخه کې اروپايي متخصص هی‌وود (Haywood) د مسلمانانو د معاجم‌نویسۍ د مقام او اهمیت په اړه وایي: «حقیقت دا دی چې عربان د معجم‌نویسۍ په برخه کې، هم د وخت له پلوه او هم د جغرافیایي موقعیت له پلوه په مرکز کې ځای لري؛ که د لرغوني نړۍ په پرتله وي او که د نوې نړۍ په پرتله، که د ختیځ په نسبت وي او که د لویدیځ.»[۱۰]
په همدې اساس د عربي معاجم ټول ډولونه او بڼې د اسلامي ـ عربي افکارو له نوښتونو څخه شمېرل کېږي، چې د مسلمان علماو د هڅو او زحمتونو پایله ده، او له دویمې هجري پیړۍ راهیسې دوام لري.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] عدنان خطیب، المعجم العربی بین الحاضر و الماضی، مخ: ۵، دوهم چاپ، ۱۴۱۴هـ ق، بیروت، لبنان.

[۲] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۳۹۰.

[۳] المعجم العربی بین الماضی و الحاضر، ص: ۵.

[۴] نوموړی قاری، لغاتپوه او ادیب و، چې د تشیع د مذهب له پیروانو څخه شمېرل کېده.

[۵] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۳۹۱.

[۶] نوموړی د لغت او ادب له سترو امامانو څخه و، د زوکړې او وفات ځای یې د افغانستان هرات و.

[۷] نوموړی د وتلو ادیبانو او مفسرینو له ډلې او د معتزله مکتب له پیروانو څخه و.

[۸] المعجم العربی بین الماضی و الحاضر، ص: ۳۷–۴۶.

[۹] عمر، احمد مختار، البحث اللغوی عند العرب، ص: ۲۵۵، شپږم چاپ، دار عالم الکتب، قاهره، مصر.

[۱۰] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۳۹۴

Leave A Reply

Exit mobile version