لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلورڅلوېښتمه برخه)
د نسب د ساتنې سلبي لارې
  • له اړتیا پرته د طلاق غوښتلو د جواز نشتون
کومه ښځه چې اړتیا او کوم مناسب لامل پرته له خپل مېړه څخه طلاق غواړي؛ حرامه کړنه ترسره کوي او دا کار به یې جنت ته د تګ مانع هم وي. ثوبان رضی الله الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛
«أَيمَا امْرَأَةِ سَأَلَتْ زَوْجَهَا طَلَاقًا مِنْ غَيْرِ بَأْسٍ فَحَرَامٌ عَلَيْهَا رَائِحَةُ الجَنَّةِ»؛[1] کومه ښځه چې له سختې اړتیا پرته له خپله مېړه څخه طلاق وغواړي، نو د جنت بوی به پرې حرام شي.
  • د شهوانیت لپاره د سترګو غړولو حرمت
خدای تعالی موږ له بدیو او فحشا څخه منعه کړې یو او همداشان یې محرماتو ته یې له کتلو بند کړې یو. خدای تعالی فرمايي: قُل لِّلۡمُؤۡمِنِينَ يَغُضُّواْ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِمۡ وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهُمۡۚ ذَٰلِكَ أَزۡكَىٰ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا يَصۡنَعُونَ – وَقُل لِّلۡمُؤۡمِنَٰتِ يَغۡضُضۡنَ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِنَّ وَيَحۡفَظۡنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ
[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه ؤ ته ووايه: چې خپل نظر تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چې څه كوي الله پرې خبريږي. او [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چي خپلي سترګي تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي.  او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چي په خپله څرګند شي.
دا ایت د نظر په ساتنې ټینګار کوي. بې کنټروله سترګې غړول د ډېرو ګناهونو مقدمه ده، علماء په دې ټینګار کوي، که چېرته لومړی او بې ارادې نظر ولګیږي، نو فرد معذوره دی، خو قصدي او تکرار کتل بیا حرام دي.
همداشان ښکلو هلکانو ته د شهوت په نظر کتل هم ګناه لري او د علماؤ په اتفاق دا کړنه حرامه ده. د (اساس) تفسیر لیکوال لیکي؛
«هغه کسان چې  بې ږیرو کسانو ته کتل د الله قرب ته د رسېدو لار بولي، لکه څنګه چې ځینې د تصوف او عرفان دعوه‌ داران دا کار کوي، نو دا خبره یې د بت‌پرستۍ له کفره هم لوی کفر دی. دا خلک تر ټولو بد زندیقان او مرتدین دي او د امت په اتفاق وژل یې واجب دي.» [2]
  • د نکاح د ناسمو بڼو منعه کول
اسلامي شریعت د نسل د خوندیتوب په موخه د جاهلیت د وخت ټولې ناسمې او فاسدې نکاحوې لغوه کړې، لکه؛ استبضاع، رهط (ډلېزه) او بغې یې حرامې کړې. دا قوانین د پاکۍ او د نسب د ثبات لپاره وضعه شوې دي.
  • د حمل د دایمي مخنیوي حرمت
کومه کړنه هم چې د دایمي شنډوالي یا هم د شهوت د له منځه تلو سبب ګرځي په اسلامي شریعت کې حرامه بلل شوې ده. کله چې عثمان بن مظعون او یو شمېر نورو صحابه د ډېر عبادت په موخه د ځان د خسي کولو قصد درلود، نو رسول الله ترې منعه کړل. سعد ابن وقاص رضی الله عنه را نقلوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عثمان بن مظعون د عبادت لپاره د واده له نه کولو څخه منعه کړ او که چېرته یې هغه ته اجازه ورکړې وای، نو نورو به هم د ځان د خسي کولو په اړه اقدام کړی وو. [3]
  • د جنین د نقصان کولو حرمت
کله چې جنین په رحم کې ځای ونیسي او ۱۲۰ ورځې یې تېرې شي، نو نقصان کول یې جرم ګڼل کیږي، ځکه د یوه نفس له وژنې سره برابر دی او د دنیا او اخرت د سزا لامل ګرځي. امام غزالي وايي:
نقصان کول د یوه موجود په وړاندې جنایت دی، چې درجې لري او څومره هم چې جنین د خپل تکامل ډېرې مرحلې تېرې کړې وي، په همدومره اندازه دا جنایت ستر ګڼل کیږي.
البته که چېرته جنین ۱۲۰ ورځو ته رسېدلی نه وي او یو منل کېدونکی عذر وي، بیا یې نقص کول مباح دي، خو که چېرته شرعي عذر نه وي، په دې مرحلې کې یې هم سقط مکروه دی.
د «سبل السلام» کتاب لیکوال د ماشوم د سقط یا نه سقط په اړه، مخکې له دې چې روح پکې پوه کړل شي، وایي: دا مسئله د عزل (بهر د منیو تویولو) د جواز یا حرمت پر اختلاف راګرځي. هغه علما چې عزل روا ګڼي، همدا سقط هم روا بولي، خو هغه کسان چې عزل حرام بولي، نو د حمل سقط خو بیخي حرام ګڼي. همدارنګه، که یوه ښځه خپله هڅه وکړي چې حمل له منځه یوسي، نو دا هم همدې حکم ته راځي.
نو ځکه، د مور و پلار او ټولنې دنده دا نه ده چې د فقر یا اقتصادي ستونزو له ویرې د اولاد راتګ بند کړي، بلکې باید د دغو ستونزو د حل لپاره کار وشي او له شتو امکاناتو ښه ګټه واخیستل شي. اولادونه باید د هوساینې، سیالۍ، بېځایه تجمل او اسراف قرباني نه شي. د مالي دلیلونو له مخې د اولاد مخنیوی یا سقط کول، دا د الله تعالی په رزاق او مهربان ذات بدګماني ده، حال دا چې هغه ځان د روزي ورکونکي په توګه معرفي کړی دی.
د) د عزت او ناموس خوندیتوب
په دې مسأله کې د علماؤ نظرونه سره توپیر لري، ځینې علماء لکه؛ قرافي، شاطبي، زرکشي او ابن عاشور د عزت خوندیتوب د اړینو مقاصدو له ډلې نه بولې، خو ځیني نور لکه؛ طوفي، سبکي، جلال الدین محلي، زکریا الانصاري، ابن النجار، شوکاني او مراقي السعود یې شپږم اړین مقصد بولي.
دا ډله د خپلې خبرې د اثبات لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدای پامانۍ د حج په خطبې استدلال کوي، چې وايي؛ «فَإِنَّ دِمَاءَكُمْ، وَأَمْوَالَكُمْ، وَأَعْرَاضَكُمْ، بَيْنَكُمْ حَرَامٌ، كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا، فِي شَهْرِكُمْ هَذَا، فِي بَلَدِكُمْ هَذَا»؛[4]
ستاسو وینې، مالونه او ناموسونه د دې ورځې د حرمت په شان او د دې میاشتې د حرمت چې په دې ښار کې ده، حرام دي او پر تاسو لازمه ده، چې مراعات یې کړی.
د دې ډلې د استدلال طریقه دا ده چې پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د انسان عزت او ابرو د وینې او مال ترڅنګ یاد کړي، او درې واړو ته یې یو ډول حرمت ورکړی دی. خو د اصول‌پوهانو یوه برخه دا استدلال کمزوری ګڼي، ځکه چې صرف یو ځای یادول (اقتران) د فرض یا ضروري والي دلیل نه شي کېدای.
خو که څه هم د عزت ساتنه د شریعت له ضروري مقاصدو ونه ګڼل شي، خو ځکه چې دا د نسل او نسب له ساتنې سره تړاو لري، نو بیا هم د شریعت له مهمو واجباتو څخه شمېرل کېږي. او د علماو په اتفاق، د انسان پر عزت تېری – لکه قذف (بدنامي اړول)، سپکاوی، ښکنځل او بې‌حرمتي – حرام دي.
  • د مال ساتنه
د شریعت له اړینو مقاصدو څخه یو هم د مال خوندیتوب، چې زیات ارزښت لري او الله تعالی یې د تقویت او ساتنې لپاره وسایل او قوانین وضعه کړي او هغه څه چې مال ته زیان رسوي حرام او ممنوع شوې دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1]. سنن الترمذى، 3/485.

[2]. الأساس في التفسير، ۳۷۴۸/۷.

[3]. صحيح البخارى، كتاب النكاح، باب ما يكره من التبتل والخصاء: ۴/۷.

[4]. صحيح البخاری، کتاب المغازی، باب حجة الوداع: ۲۴/۱.

Leave A Reply

Exit mobile version