لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

درې دېرشمه برخه

ابوالفتوح عمر خیام
«ابوالفتوح عمر بن ابراهیم خیام نیشاپوري» د ۴۳۶-۵۱۷ هجري (۱۰۴۴-۱۱۲۳ میلادي) کلونو ترمنځ ژوند کاوه. نوموړی د کوچنیتوب په کلونو کې د خېمو د جوړولو او پلورلو په مسلک بوخت و، له همدې امله د «خیام» لقب ورکړل شوی. عمر خیام له پيل څخه د ژوند ډېره برخه د علم او پوهې په لټه کې تېروه، چې په پای کې په ۴۶۶ هجري کال (۱۰۷۴ میلادي) کې بغداد ته لاړ او هملته مېشت شو.
عمر خیام د ریاضیات، نجوم، ژبې، فقه، تاریخ او ادب په شمول ګڼو علمي برخو کې شهرت ترلاسه کړ. [۱]
که څه هم عمر خیام د خپلو رباعیو له امله ډېر مشهور شوی او په بېلابېلو ژبو په منظوم او منثور ډول ژباړل شوې دي او د نړۍ په ټولو کتابتونونو کې موندل کېږي، خو نوموړي په ځانګړي ډول د الجبر د علم په برخه کې هم لویې لاسته راوړنې درلودې. خیام د مکعب معادلو په حل کې یو داسې هندسي نوښت وکړ چې تر ده مخکې هېچا نه و کړی.
سربېره پر دې خیام د «حدونو» او «توانونو» اړوند نظریو د تعمیم په برخه کې هم مهم رول درلود او همدې نوښت ته په کتو نوموړی د «دوه‌حدي» نظریې مخترع بلل کېږي.
د عمر خیام رباعیو د ګڼو لویدیځو پوهانو پام ځان ته راواړاوه. دده آثار له فلسفي او ادبي اړخه ډېر زیات وستایل شول، ځکه دده آثار د داسې ځانګړو مضمونونو لروونکي و چې له ژوند او د ژوند له خوندونو سره تړاو لري او خلک هڅوي چې له دې لنډ ژوند څخه خوند واخلي.
خو له نېکه مرغه ځینې تاریخپوهان باور لري چې دغه رباعي ښايي په تېروتنې سره عمر خیام ته منسوبې شوې وي او کېدای شي چې د نورو کسانو له لوري لیکل شوې وي؛ یا دا امکان هم شته چې  په ریاضیاتو او نجوم کې د خیام د شهرت له امله یاد اشعار هغه ته منسوب شوي وي.
د عمر خیام د ژوند په څېړلو سره نوموړی یو متفاوت انسان څرګندېږي؛ او له هغه خیام سره توپیر لري چې د رباعیو له لارې انځور شوی،  چې په دنیوي خوندونو کې ډوب وي او د هدایت لار نه مومي. د ده د ژوند په اړه له بېلابېلو ژباړو څخه څرګندیږي چې خیام یو ستر او وتلی عالم و، علم یې غني کړ او لویه برخه یې بشریت ته په میراث پرېښوده. [۲]
د بېلابېلو علومو تاریخپوهان په دې متفق دي چې عمر خیام د عربو او مسلمانانو په منځ کې د فارسي او عربي ژبو له لویو شاعرانو څخه و، خو دا چې ده له رباعیو سره څه ډول تړاو درلود اشاره نه ده ورته شوې.
نوو څېړنو په ډاګه کړې چې رباعۍ د عمر خیام نه، بلکې د نورو شاعرانو دي. د «زوکوفسکي» په نوم یو روسي محقق توانېدلی چې ۸۲ رباعۍ خپلو اصلي لیکوالانو ته منسوبې کړي او یوازې لږ شمېر رباعۍ پاتې دي چې تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی.[۳]
عمر خیام د دریمې درجې معادلو د حل يوه برخه کې حیرانوونکي پایلې ترلاسه کړې دي. په حقیقت کې دا یو داسې پرمختګ و چې نه یوازې د عربو او مسلمانانو تر منځ، بلکې په نړیواله کچه، حتی تر ننه، له خورا مطرحو علمي لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.
عمر خیام یوازې د الجبر علم پر پراختیا بسنه ونه کړه، بلکې د الجبر علم یې د مثلثاتو حساب ته داخل کړ او دې برخې ته یې ډېره توجه وکړه. له همدې امله هغه د دریمې او څلورمې درجې الجبري معادلو په وسیله د مثلثاتو ډېرې پېچلې مسئلې حل کړې.
عمر خیام د نجوم علم ته ځانګړې پاملرنه درلوده. په ۴۷۱ هجري (۱۰۷۸ میلادي) کال کې یې د شمسي کال اوږدوالی په ډېره دقیقه توګه ۳۶۵ ورځې، ۵ ساعته، ۴۹ دقیقې او ۵.۷۵ ثانیې محاسبه کړ.
نوموړي په خپلو حسابونو کې له خورا دقیقو او بشپړو مشاهداتو کار واخیست، تر دې حده چې د هغه د محاسبې تېروتنه یوازې په هرو پنځو زرو (۵۰۰۰) کلونو کې یواځې یوه ورځ وه؛ پداسې حال کې چې د ګریګوري تقویم تېروتنه چې اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې کارول کېږي، په هرو ۳۳۳۰ کلونو کې یوه ورځ ده.
سربېره پر دې د عمر خیام دلچسپۍ ډېرې پراخې وې. هغه د مایعاتو د توازون قاعده چې د خپل وخت له مهمو علمي موضوعاتو څخه ګڼل کېده په دقیق او ماهرانه ډول وڅېړله او ډېری هغه پېچلې مسئلې یې حل کړې چې د عربو او مسلمانانو علمي ټولنو لپاره تر هغه مهاله نه وې حل شوې.
عمر خیام د هندسې علم د ریاضیاتو د هرې برخې د مطالعې لپاره یو اساسي بنسټ باله. له همدې امله هغه د «اقلیدسي هندسې» په مطالعه ډېر تمرکز وکړ، هغه هندسه چې د عربو او مسلمانانو له لورې شرحه شوې وه.
خیام همداراز  «توازي فرضیې» ته (چې د اقلیدس د پنځمې مسئلې موضوع ده) ځانګړې پاملرنه درلوده؛ دا هماغه فرضیه ده چې ثابت بن قره (۲۲۱–۲۸۸ هـ) او حسن بن هیثم (۳۵۴–۴۳۰ هـ) کوښښ کړی و چې ثابته یې کړي. عمر خیام په دې برخه کې یو نوی او ځانګړی برهان وړاندې کړ، خو سره له دې یاده فرضیه چې د «پنځمې مسئلې» په نوم پېژندل کېږي تر نن ورځې په بشپړه توګه نه ده ثابته شوې.
عمر خیام د الجبر مکتب له بنسټ‌ايښودونکو څخه شمېرل کېدای شي. نوموړي د الجبر د معادلو لومړۍ، دوهمه، درېیمه او څلورمه درجه په حیرانوونکي بڼه، په پوره دقت، ژورتیا، او نوښت سره تحلیل او وڅېړله.
هغه څه چې ثابت بن قره (۲۲۱–۲۸۸ هـ) او حسن بن هیثم (۳۵۴–۴۳۰ هـ) یې د اثبات لپاره هڅه کړې وه، عمر خیام یو نوی او متفاوت برهان وړاندې کړ چې نوموړي ته یې د نورو په پرتله برتري وروبښله. خو سره له دې یاده فرضیه چې د «پنځمې مسئلې» په نوم پېژندل کېږي تر نن ورځې پورې نه ده ثابته شوې.
عمر خیام د الجبر مکتب له بنسټ‌ايښودونکو څخه شمېرل کېدای شي. نوموړي د الجبر د معادلو لومړۍ، دوهمه، درېیمه او څلورمه درجه په حیرانوونکي بڼه، په پوره دقت، ژورتیا، او نوښت سره تحلیل او وڅېړله.
دا هم باید وویل شي چې عمر خیام لومړنی کس و چې دا نظریه یې وړاندې کړه چې د درېیمې درجې الجبري معادلې دوه ریښې لري. همدا ډول یې په ریاضيکي ډول د مرب او مکعب ریښو د محاسبې طریقې هم تشریح کړې.
یاد مطالب په ښکاره توګه د نصیرالدین طوسي (۵۹۷–۶۷۲ هـ) په «جامع الحساب بالتخت والتراب» کتاب کې چې د عمر خیام له افکارو څخه یې استقاده کړې لیدل کېږي. عمر خیام د الجبر علم په علمي ډول وڅېړه، په ځانګړې توګه د درېيمې درجې معادلو په برخه کې یې مهم نوښتونه وکړل او په هندسي بڼه یې د معادلو ریښې پیدا کړې. البته نوموړي یوازې په هغه عدد تمرکز درلود چې د مثبتو ریښو حالت یې درلود. [۴]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:
[۱]. هماغه ماخذ، مخ: ۵۴.

[۲]. روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، مخ: ۱۲۴.

[۳]. هماغه ماخذ.

[۴] دا مطالب په لاندې سرچینو کې توضیح شوي دي: روائع الحضارة العربیة والإسلامیة فی العلوم، مخ: ۱۲۴؛ علوم الفلک والریاضیات والجغرافیا عند علماء العرب والمسلمین، مخ: ۵۳؛ او تاریخ حکماء الإسلام تألیف ظهیرالدین بیهقي، مخ: ۱۱۹.

Leave A Reply

Exit mobile version