ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځهپنځوسمه برخه)
د عربي خوشنویسۍ هنر
د هغو ښکلو او زړهراښکونکو هنرونو له جملې چې د مسلمانانو له لوري اختراع او ابداع شوي یو یې د خوشنویسۍ او خطاطۍ هنر دی چې ښکلي او د ليدو وړ نمونې لري. د خوشنویسۍ هنر له ډېر دقت او لطافت څخه برخمن و او ډېر ظرافت، باریکبينۍ او مهارت ته یې اړتیا درلوده. مسلمانانو چې له ځانګړي استعداد او پیاوړی قابلیت څخه برخمن وو، د خوشنویسۍ هنر رامنځته کړ او وده یې ورکړه.
د عربي خوشنویسۍ هنر يو خالص اسلامي هنر ګڼل کېږي؛ ځکه چې د اسلام له لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي او له سپېڅلي کتاب قرآن کريم سره ژور تړاو لري. د قرآن کریم له نزول وړاندې په هېڅ ملت کې په هنري بڼه کلیمې نه وې لیکل شوې. سمه ده چې هر ملت ځانته بېله ژبه او د لیکنې بېلا بڼه درلوده؛ خو دغه ليکنې يوازې د بيان او توضیحاتو وسيلې وې او د معنا د لېږد لپاره د يو منطقي سمبول په توګه کارېدې.
خو سره له دې لکه څنګه چې عربي کلمه د قرآن کريم له نزول وروسته دغه مقام ته ورسېده او د قداست جامه يې واغوسته د نورو ملتونو د لیکلو سمبولونه هېڅکله د ښکلا پېژندنې هنري مقام ته نه و رسېدلي.[۱]
ډاکټر اسماعیل فاروقي وايي: «په ټولو تمدنونو لکه مېسوبوتاميا، عبريانو، هندووانو، يونانيانو، رومایانو او حتی پخپله عربو کې هېچا هڅه ونه کړه چې د خوشنویسۍ ارزښت کشف کړي. په دغو تمدنونو کې تر ننه لیکل يوه خامه او بېظرافته چاره پاتې شوې ده، او هېڅ ځانګړې هنري پاملرنه ورته نه ده شوې.
په هند، بیزانس او مسيحي لوېديځ کې ليکنه يوازې د بيان او منطق وسيله وه او نقش يې يوازې د تجسمي هنرونو متمم ګڼل کېده. خو د اسلام په ظهور سره د کلمې پرمخ نوي افقونه پرانيستل شول او د هنري بيان د وسيلې په توګه راڅرګنده شوه.
په دې برخه کې د اسلامي تمدن نبوغ رښتیا هم بېساری دی. عربي خط د اسلامي تزئيني هنر «عربیسک» په یوه مهمه څانګه بدل شو؛ تر دې چې پرته له دې چې فکري منځپانګې ته یې وګورو کولی شو یو خپلواک او بشپړ اسلامي هنري اثر یې وبولو.»[۲]
ډاکټر مصطفی عبدالرحیم هم ټینګار کوي چې عربي خط يوازنی هنر دی چې په بشپړ ډول عربي، خالص، سپېڅلی او د بهرنيو عناصرو له اغېزې پرته رامنځته شوی دی. ځينې ختيځپوهانو هم ويلي دي: «که غواړې اسلامي هنر وپېژنې، نو نېغ په نېغه باید د عربي خوشنویسۍ هنر ته مخه کړې.»[۳]
همداراز معتبرې عربي منابع لکه «العقد الفريد»، «خلاصة الأثر»، «البداية والنهاية»، «الكامل»، «الفهرست»، «صبح الأعشى» او نورې په دې متفق دي چې عربي خط د مسلمانانو په اندازه هېڅکله د تمدن لرونکو ملتونو ترمنځ دومره پام، وده او هنري خلاقيت نه دی موندلی.[۴]
په لنډ وخت کې مسلمان هنرمند وتوانېد چې کلمه د اوریدو ترڅنګ، د لیدو وړ هم وګرځوي. همدا چې کلمه د ښکلا پېژندنې ډګر ته داخل شوه، نو بدلون او پرمختګ یې هم چټک شو. دا بهیر له تزييني هنر سره اوږه په اوږه روان و، بلکې آن تر هغې هم وړاندې شو. د دې دوو هنرونو ترمنځ نږدې او ژوره همکاري رامنځته شوه.
په دې اصيل هنر کې د مسلمانانو دقت، نوښت او تنوع له ورایه ښکاري. د عربي خطاطۍ بېلابېل ډولونه په لاندې ډول دي:
-
کوفي خط
-
نسخ خط
-
ثلث خط
-
اندلسي خط
-
رقعه خط
-
ديواني خط
-
تعليق (فارسي) خط
-
اجازه خط
له دې خطونو ګڼ شمېر نورې فرعي څانګې هم راوټوکېدې چې د خوشنویسۍ هنر یې لا غني، انعطافپذیره او متحرک کړ؛ او د دې جوګه شو چې په هر ډول شرايطو او مناسبتونو کې خپل نقش ادا کړي.
د بېلګې په توګه له کوفي خط څخه د «کوفي مورق»، «کوفي مزهر»، «کوفي منحصر»، «کوفي معشق» (چې «مظفر» يا «موشح منشعب» هم بلل کېږي). په څېر څانګې راووتې. له ديواني خط څخه «جلي ديواني» او له ثلث خط څخه «جلي ثلث» خط رامنځته شو.[۵]
ځینې وختونه مسلمان هنرمند په يوه هنري تابلو کې څو ډوله خطونه يوځای سره کاروي، چې دا تنوع د اثر ښکلا او عظمت لا پسې زياتوي او د خوشنویسۍ هنر لا د پرمختګ او نوښت په لور سوق کوي. په دې هنر کې رقابت د دې لپاره و چې بشپړ شي، ښه شي او د ښکلا تر ټولو لوړو پوړیو ته ورسېږي.
خو مسلمان هنرمند يوازې د تورو د بڼې په ښایسته کولو بسنه ونه کړه، بلکې تر دې هم يو ګام مخکې ولاړ؛ او هماغه توري يې پخپله د تزييني عناصرو په توګه وکارول.
په دې توګه د خوشنویسۍ تابلوګانې په تزييني اثارو بدل شوې. دا د حيرنتیا وړ حقيقت دی چې مسلمان هنرمند وکولای شول چې تورو ته په يو وخت دوه دندې ور وسپاري: د معنا څرګندول او تزيين! ورپسې يې تزييني نقش ته د اصلي مفهوم جامه ور واغوسته!
مسلمان هنرمند په دې خلاقیت هم قناعت ونهکړ؛ بلکې د حروفو پر مخ يې نوي دروازې پرانيستې. او حروف یې د تجسمي هنر لپاره په یوه وسيله بدل کړ.
دغو حروفو دومره ځواکمن بيان درلود چې کله به لیدونکي کومې تابلو ته په لومړي نظر ورکتل، نو داسې به يې انګېرله لکه د يو محسوس څيز انځور چې ويني؛ لکه يو مرغه، حيوان، مېوه يا فانوس. خو کله به چې دقيق شو، نو پوه به شو چې دا انځور بل څه نه، بلکې عربي کلمات او توري دي چې هنرمند په ډېر ښکلي هنر سره پېيلي دي.
جالبه دا چې زياتره وخت د دغو کلمو معناوو له ظاهري بڼې سره ژور تړاو درلود چې له دې څخه د مسلمان هنرمند د خلاقیت او ابتکار اوج څرګندېږي.[۶]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچينې:
[۱] – الفن الإسلامی التزام و ابتداع، ص: ۱۹۶.
[۲] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۰۹.
[۳] – هماغه ماخذ.
[۴] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۱۰، د «مصور الخط العربی» د ناجي زینالدین اثر، ص: ۳۱۵.
[۵] – الفن الإسلامی، التزام و ابتداع: ص: ۱۹۸–۱۹۹.
[۶] – ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۱۱.