لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه
څلورمه برخه
د معجزو ډولونه
د معجزاتو رنګارنګي، له محسوساتو نیولې بیا تر معنوي، له حسي تجربو تر عقلي پوهې، او له لنډمهاله تر تلپاتې، بڼو پورې، دا تنوع نه یوازې د هغه وخت د قومي او فرهنګي شرایطو سره د تطابق ښودنه کوي، بلکې د الهي پیغام د تطبیق لپاره د غوره تدبیر څرګندویې هم دي، چې د مخاطیبینو له ذهن سره سمې وې.
دلته د پیغمبرانو د معجزاتو څېړنه کوو او ډلبندي یې وړاندې کوو.
لومړی: د موضوع او اغېزمنتیا له مخې د معجزو وېش
علماؤ معجزې د محتوا له مخې ګڼ شمېر بڼو ته وېشلي او عمده تقسیمات یې په لاندې ډول دي؛
الف: حسي معجزې (محسوسېدونکې)
د دا ډول معجزو په مادي نړۍ کې په څرګند ډول اثر ښکاري او یا هم مخاطبین یې ویني یا یې حس کوي. لکه؛ موسی علسه السلام ته د سمندر دوه ځایه کېدل، د بیدیا له تېږې د حضرت صالح علیه والسلام لپاره د ناقې ( اوښې) راوتل، د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لپاره د سپوږمۍ دوه ځایه کېدل او د دوو ګوتو ترمنځ د ابو راوتل او فوران کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره لکه څنګه چې په صحیح احادیثو کې ثابته ده.
ب: معنوي او عقلاني معجزې
دا ډول معجزې تر ډېره د عقل او تفکر پر اساس درک کیږي او په علمي او معنوي کچه وي او غوره نمونه یې قرانکریم دی.
“وَإِن كُنتُم فِي رَيبٖ مِّمَّا نَزَّلنَا عَلَىٰ عَبدِنَا فَأتُواْ بِسُورَةٖ مِّن مِّثلِهِۦ» [بقره:۲۳]
قران کریم د ژبنۍ، علمي، تاریخي او تلپاتي معجزې په حیث، چې د عربي ژبې له شعر او نثر دواړو څخه لوړه ده او د اعجاز درک یې هم په منطقي چوکاټ کې د درک وړ دی او هم په ادبي چوکاټ کې.
دوهم – د مخاطب د درک د محور پر اساس د معجزو وېش
الف: بصري معجزې ( په سترګو لیدل کېدونکې)
هغه معجزې چې په سترګو د لیدلو وړ وې. لکه؛ د سمندر دوه ځایه کېدل، پر مار د لکړې بدلېدل، شق القمر او..
ب: اورېدل کېدونکي معجزې ( سمعي)
په طبیعت کې د شیانو د غږ اورېدل کېدل. لکه؛ تېږو به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سلام کاوه، لکه څرنګه چې په صحیحو احادیثو کې راغلي.
ج: لمس کېدونکي یا حس کېدونکې معجزې
نمونه یې لکه څنګه چې په صحیحو احادیثو کې راغلي؛ د خیبر په جنګ کې د علي رضي الله عنه سترګې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري تر لمس کېدو وروسته شفایابې شوې.
درېیم؛ د اغېزمنتیا د وخت پر اساس د معجزاتو وېش
الف: موقتې او شیبه ییزې معجزې
دا معجزې په ځانګړي حالت کې پېښږي او تر هماغې اندازې محدودې وي؛ لکه؛ شق القمر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعا په برکت د باران ورېدل.
ب: دایمي معجزې
دا معجزې په یوه خاص وخت کې پیلیږي، خو اثر یې تلپاتي وي، لکه قرانکریم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلپاتي معجزه ده او یا هم د صالح علیه السلام اوښه، چې تر یوه وخته یې د نوموړي د قوم په منځ کې ژوند وکړ.
څلورم؛ د مخاطب د رشتې او تخصص په تناسب د معجزو وېش
یو بل مهم وېش، چې ډېریو علماؤ ورته اشاره کړې، له وخت سره سم د خلکو له عملي وړتیاو او فرهنګي نوښتونو سره سم د مناسبو معجزو راتګ دی او دا هم د پیغمبرانو په رااستولو کې الهي حکمت په ډاګه کوي.
الف: په طب کې معجزه
د عیسی علیه السلام له لوري د طبیبانو له علاج څخه لوړ علاجونه بني اسرایلو ته وړاندې کول؛ «أَنِّي قَد جِئتُكُم بِـَٔايَةٖ مِّن رَّبِّكُمۡ أَنِّيٓ أَخلُقُ لَكُم مِّنَ ٱلطِّينِ كَهَيـَٔةِ ٱلطَّيرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيرَا بِإِذنِ ٱللَّهِۖ وَأُبرِئُ ٱلأَكمَهَ وَٱلأَبرَصَ وَأُحيِ ٱلمَوتَىٰ بِإِذنِ ٱللَّهِۖ » [آلعمران: 49]
دا جې په بني اسرایلو کې طب رواج و، نو د عیسی علیه والسلام معجزه د مریضانو په رغولو او د مړو په ژوندي کولو کې محققه شوه.
ب: د سحر په شان معجزه
د موسی علیه السلام په وخت کې جادو په مصر کې اوج ته رسېدلی و، نو د موسی علیه السلام معزې لکه؛ پر مار د لکړې بدلېدو د ساحرانو سحرونه باطل کړل.
ج: بلاغي او ادبي (ژبنۍ) معجزه
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په زمانې کې د جاهلیت د وخت عربان په فصاحت او بلاغت کې قوي وه، نو قرانکریم هم په ادبي برخه کې د یوې بې مثاله معجزې په حیث، دوی عاجزه کړل.
پنځم؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې
رسول الله صلی الله علیه وسلم ګڼ شمېر معجزې درلودې، چې ځينې په قرانکریم پورې خاصې دي او ځینې نورې یې بیا تر محسوسو چارو.
ځينې غیر قراني معجزې
الف: د تېږې او ونې خبرې کول؛ له جابر بن سمره رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل؛ زه په مکې کې هغه تېږه پېژنم، چې هغه وخت به یې پر ما سلام کاوه، چې پر پیغمبري لا مبعوث شوی نه وم، اوس یې هم پېژنم او هغه ما پېژني[1].
ب: د غزا او اوبو برکتناک کېدل
په صحیح بخاري کې روایت راځي، جابر بن عبدالله رضي الله عنه وايي:
کله چې د خندق جګړه روانه وه او موږ د مدینې ښار شاوخوا خندق کیندلو، ما ولیدل چې رسول الله ﷺ سخت وږي دی. زه سمدلاسه کور ته لاړم، خپلې مېرمنې ته مې وویل: «ایا څه شی لرې؟ ما رسول الله ﷺ ولید، چې ډېر وږی و.» مېرمنې مې یو کڅوړه راوړه چې شاوخوا یو صاع (درې کیلو) اوربشې پکې وې. موږ په کور کې یو سېرلی هم درلود، نو ما هغه حلال کړ، مېرمنې مې هم اوربشې اوړه کول.
تر څو چې زه له غوښې ټوټه کولو څخه خلاصېدم، هغه هم د اوربشو له میده کولو خلاصه شوه او اوړه یې کړل. غوښه مو په یوه لوی دیګ کې واچوله او پخېدو ته مو کېښوده. بیا زه بیرته د رسول الله ﷺ خدمت ته لاړم. مېرمنې مې راته وویل: «مهرباني وکړه! ما د رسول الله ﷺ او د هغه د ملګرو مخې ته مه شرمنده کوه. دومره خلک راوله چې خواړه یې بس شي.»
زه نبي اکرم ﷺ ته ورغلم او ورو مې ورته وویل: «ای د الله رسوله! موږ یو سېرلی حلال کړی او یوه اندازه اوربشې مو اوړه کړي دي، نو که تاسو غواړئ، له څو تنو ملګرو سره تشریف راوړئ.» خو رسول الله ﷺ په لوړ غږ وفرمایل: «ای د خندق خلکو! جابر دعوت کړی دی، راشئ، راشئ!» (یعنې ټولو ته یې عامه بلنه ورکړه).
بيا رسول الله ﷺ ماته وفرمایل: «تر څو چې نه یم درغلی، نه مو دیګ له اوره را ښکته کړئ او نه هم ذغالې مو پاستې کړئ. زه کور ته ستون شوم، رسول الله ﷺ هم راورسېد، صحابه کرام رضی الله عنهم هم یو په بل پسې راورسېدل. کله چې زه کور ته ورغلم، مېرمنې مې په حیرانتیا او اندېښنې سره وویل: «خدای دې درسره څه وکړي، دا تا څه وکړل! تا خو ټول خلک رابللي او زه دې رسول الله ته شرمنده کړم.
ما ورته وویل: « ما خو هماغه خبره رسول الله ﷺ ته وکړه لکه تا چې راته وویل.» مېرمنې مې یو اندازه لامده کړي اوړه راوړل او رسول الله ﷺ پکې تُف کړل، الله تعالی پکې برکت واچاوه. بیا نبي اکرم ﷺ دیګ ته ورغی او پکې یې لاړې واچولې، هغه کې هم الله برکت واچاوه. بيا یې وفرمایل: «یو ډوډۍ پخونکی دې له اوړو ډوډۍ پخه کړي او له دیګ څخه دې په کاسې غذا را اخلي او له نغري څخه یې دې نه را ښکته کوي.
جابر رضي الله عنه وايي: قسم په الله، نږدې زر تنه راغلي وو، ټولو یې خواړه وخوړل، ټول ماړه شول، بیرته ولاړل، حال دا چې دیګ لا هم ډک و او زموږ اوړه لا هماغسې پاته ول او څه ترې نه و کم شوې[2].
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ګوتو څخه د اوبو جاري کېدل؛ له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا وکړه او د اوبو غوښتنه یې وکړه، بیا یې یوه لویه پیاله راوړه او خلکو په اوداسه شروع وکړه، زما اټکل دا و، چې له شپېتو څخه تر اتیا پورې کسان به وه؛ ویې ویل: اوبو ته مې وکتل، چې هغه د ګوتو له منځه راوتلې[3].
همداشان د هغه مبارک د معراج سفر او د سپوږمۍ دوه ځایه کېدو معجزه، چې په قرانکریم کې یادې شوې او همداشان رېښتوني شوې وړاندوینې لکه؛ د شام فتحه او د منافقانو مرګ…
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] صحيح مسلم 4/ 1782: حدیث (2277).
[2] صحيح البخاري، باب غزوة الخندق والأحزاب 5/ 108: حدیث شماره 4102
[3] صحيح مسلم 4/ 1783: حدیث شماره (2279).