د اسلامي فکر په تاریخ کې داسې ستر شخصیتونه راڅرګند شوي چې نه یوازې د خپل وخت پر خلکو یې ژور اغېز کړی، بلکې د راتلونکو نسلونو پر اندونو، علم او روحیاتو یې هم اوږدمهاله تاثیر پرېښی دی. دغه شخصیتونه د خپلې پراخې علمي پوهې، ژور تحلیل، او دقیق بصیرت له برکته توانېدلي چې فکري بهیرونه رامنځته کړي او دیني او علمي بنسټونه لا پیاوړي کړي. د دغو درنو شخصیتونو له جملې یو یې هم روښانه ستوری، امام محمد بن محمد الغزالي الطوسي رحمهالله دی.
امام غزالي رحمهالله د پنځمې هجري پېړۍ په دوران کې هغه وخت چې اسلامي علوم د پرمختګ لوړو پوړیو رسېدلی و خو په په عین حال کې له فکري ننګونو سره هم مخ وو، د اسلامي نړۍ د ستر متفکر په توګه راڅرګند شو. په همدې زمانه کې، د یوناني فلسفې تر اغېز لاندې فلسفي مکتبونه – لکه مشائي او نیوافلاطوني مکتبونه – د مسلمانو مفکرینو ترمنځ خپاره شوي وو، چې دې چارې د عقل او وحې تر منځ یو ډول ټکر ته زمینه برابره کړه. بل لور ته، مختلف کلامي فرقې لکه اشاعره، معتزله، ماتریدیه او نور، هر یوه هڅه کوله چې خپل نظریات د دین اصلي حقیقت وبولي.
په دغه پیچلي فکري چاپېریال کې، امام غزالي رحمهالله د علومو په مختلفو برخو کې ژوره پوهه او د فلسفې او کلام دقیق درک درلود. هغه د عقل او وحې تر منځ یو نوښتګر توازن رامنځته کړ او د علم کلام په ډګر کې یې نوې لار پرانېسته، داسې لار چې هم له عقل نه استفاده کوي او هم د وحې پر اصل ولاړه ده.
د دیني تفکر په اصلاح او علم کلام کې د امام غزالي مقام
علم کلام، چې د اسلامي عقایدو د تشریح او دفاع علم بلل کېږي، د امام غزالي رحمهالله په وخت کې له جدي بحران سره مخ و. معتزله ډلې عقلمحوره افراط ته مخه کړې وه چې ځینې وخت به یې دیني نصوص د خپلو عقلاني اصولو مطابق تأویلول. په مقابل کې یې اشاعره د شرعي متونو پر ظاهري معناوو ټینګار درلود او ځینې عقلاني استدلالونه یې مردود ګڼل.
ددوی په منځ کې امام غزالي رحمهالله د اشعري مکتب د کلامي بنسټونو او د فلسفې پر وړاندې د انتقادي لید په مرسته هڅه وکړه چې د عقل او نقل تر منځ توازن رامنځته کړي.
امام غزالي په خپل مشهور کتاب «تهافت الفلاسفه» کې په ځانګړي ډول د مشایي فیلسوفانو پر نظریاتو نیوکې کړې دي. هغه وښوده چې د دوی ځینې باورونه، لکه د عالَم ازليتوب (قدم عالم)، په جزئیاتو سره د الله تعالی علم، او د جسمي معاد مسأله، له وحیاني تعلیماتو سره په ټکر کې دي. امام غزالي استدلال کوي چې که څه هم عقل کولای شي له متافزیکي مسایلو څخه په محدود ډول درک ولري، خو له وحې پرته نشي کولای چې په مستقل ډول نهايي حقیقت ته ورسیږي. د ده دا ډول تفکر د علم کلام په وده کې مهم رول ولوباوه او د فلسفي مکتبونو پر وړاندې یې د کلامي علماوو دریځ پیاوړی کړ.
د امام غزالي رحمهالله روحي بحران او له تدریس څخه لاس اخيستل
د امام غزالي رحمهالله د ژوند د مهمو پېښو له جملې یوه یې، د ده روحي او اعتقادي بحران و. دا هغه وخت و چې نوموړي د بغداد د نظامیې مدرسې مشري پر غاړه لرله او د علم او شهرت په اوج کې و. خو ناڅاپه له یو ډول داخلي شک او تردید سره مخ شو. هغه داسې احساس کړه چې ډېری علمي فعالیتونه یې د اخلاص له مخې نه، بلکې د شهرت او مقام لپاره دي. دا احساس دومره ژور و چې له ټولو علمي او تدريسي چارو یې لاس واخیست او د روحاني آرامۍ او یقین د موندلو په موخه یې سفر پیل کړ.
امام غزالي رحمهالله په خپل کتاب «المنقذ من الضلال» کې همدا روحي بحران په تفصیل سره بیان کړی او څرګنده کړې یې ده چې څنګه کلونه کلونه د حقیقت په لټه کې و، له فلسفې او کلامه نیولې تر تصوفه یې د مختلفو فکري مکتبونو مطالعه وکړه. امام غزالي په پای کې دې نتیجې ته ورسېد کې چې د نجات او سعادت اصلي لار د وحیاني تعلیماتو تعقیب او د نفس اصلاح ده. دې فکري بدلون د هغه د ژوند مسیر بدل کړ او له لویو دیني مصلحینو څخه یې وګرځاوه.
د خلکو اصرار او د امام غزالي عذر
کله چې امام غزالي رحمهالله له تدریسه لاس واخیست، شاګردانو، علماوو او حتی د وخت حاکمانو، وار وار له هغه غوښتنه وکړه چې بېرته تدریس ته راستون شي. د نظامیې مدرسې او نورو علمي مرکزونو د هغه د علم او طریقهي تدریس تنده احساسوله، خو امام غزالي تر هغه وخته چې دروني یقین ته نه و رسیدلی ددوی غوښتنه ونه منله.
خو کله چې له کلونو عزلت وروسته، بېرته تدریس ته راستون شو، نور نو هغه پخوانی امام غزالي نه و. دا ځل، ده نه یواځې د نظري علومو تدریس کاوه، بلکې هڅه یې دا وه چې خپل شاګردان د نفس اصلاح او د روحاني روزنې په لور سوق کړي. دا بدلون دده په کتابونو کې هم منعکس شو، او د احیاء علوم الدین د کتاب چې مخکې مو یې یادونه کړې وه د لیکلو لامل شو.
د ژوند وروستي کلونه او وفات
د کلونو تدریس او د علمي آثارو تر لیکلو وروسته، امام غزالي رحمهالله پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا له رسمي علمي حلقو فاصله واخلي او خپل د خپوړو وطن، طوس ته ستون شي. هلته یې خپل وخت د شاګردانو روزنې، عبادت، او لیکنې ته ځانګړی کړ. هغه نور نه د شهرت په لټه کې و، نه یې علمي مقام ته اهمیت ورکاوه؛ یوازینی هدف یې دا و چې دین خالص کړي او خلکو ته د حقیقت پیغام ورسوي.
په پای کې، په ۵۰۵ هجري قمري کال کې، په داسې حال کې چې لا هم د تعلیم او تفکر په حال کې و، له دې فاني نړۍ سره خدای پاماني وکړه.
د امام غزالي رحمهالله لوړ صفتونه: اخلاص او لوړ همت
امام غزالي رحمهالله دوه داسې ځانګړتیاوې لرلې چې هغه یې له ډېرو نورو علماوو خاص ګرځولی و:
۱. په عمل کې اخلاص:
امام غزالي په ټول ژوند کې، که د تدریس خبره وه، که د لیکلو، که د شاګردانو د روزنې، همیشه یې د خالص نیت هڅه کوله. کله یې چې احساسه کړه چې شهرت یې له حقیقت څخه لرې کوي، له ځنډ پرته یې شهرت شاته پرېښود او د یقیني معنوي ژوند لټون یې پیل کړ.
۲.د علم په زده کړه کې لوړ همت:
امام غزالي په ټول ژوند کې هیڅکله له زدهکړو او څېړنو لاس وانه خیست. له فقهې او کلامه نیولې تر فلسفې او تصوفه، ټولو علومو کې یې ژوره مطالعه وکړه. نوموړي هېڅکله پر محدود علم بسنه ونه کړه.
پر اسلامي نړۍ د امام غزالي رحمهالله اغېز
امام غزالي رحمهالله د اسلامي تفکر پر نړۍ ژور او دوامداره اثر پرېښی دی. د کلام، فلسفې، تصوف او اخلاقو په ډګرونو کې د هغه نظریات نه یوازې په خپل عصر، بلکې د پېړیو لپاره الهامبخښونکي و:
په علم کلام کې یې د داسې یوه مکتب بنسټ کېښود چې د عقل او وحې ترمنځ یې تعادل رامنځته کاوه. په فلسفه کې، یې پر فیلسوفانو داسې ژورې نیوکې وکړې چې آن د اروپا د فلسفي فکر پر بهیر یې هم اغېز وکړ. د اخلاقو او تصوف په برخه کې یې د تصوف د اصلاح هڅه وکړه او بېرته یې د قرآن او سنتو اصولو ته راوګرځول.
لنډه دا چې امام غزالي رحمهالله یو له هغو کمنظیره عالمانو څخه و چې وتوانېد د عقل او وحې، فلسفې او دین، تصوف او فقهې ترمنځ یو بېساری تعادل رامنځته کړي. د هغه فکر لا هم ژوندی دی، او کتابونه او نظریات یې نه یوازې د اسلامي نړۍ، بلکې د لویدیځو متفکرانو لپاره هم الهامبخښونکي وو.