لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندلیک

اووه‌ویشتمه برخه

د «احیاء علوم‌الدین» منتقدین
شیخ‌الاسلام ابن تیمیه د «احیاء علوم‌الدین» کتاب څخه په عمومي ډول ستاینه کړې ده او لیکلي یې دي:
«کلامه في الإحياء جيد عموماً» (ژباړه: په عمومي ډول په احیاء کې د هغه خبرې ښې دي) (فتاوای شیخ الاسلام ابن تیمیه).
خو له دې سره سره، هغه ددې کتاب په څلورو مواردو نیوکې هم لري:
۱. د فیلسوفانو له نظریو سره ګډوالی:
ابن تیمیه باور لري چې په دې کتاب کې د فلاسفه‌وو ډېر اقوال ورګډ شوي، او د توحید، نبوت او معاد په موضوعاتو کې د هغوی نظریات دخیل شوې دي. هغه وایي چې که څه هم امام غزالي رحمه الله د فلسفې مخالف او منتقد دی، خو د ده فکرونه لا هم په ناپېیلي ډول د فلسفې پر لور تمایل لري. د فلسفې پر وړاندې د ابن تیمیه ځانګړي حساسیت ته په کتو، د حیرانتیا وړ نه ده چې امام غزالي هم د فلسفې تر اغېز لاندې وګڼي.
۲. د علم کلام اړوند مباحث مطرح کول:
ابن تیمیه نیوکه لري چې ځینې کلامي (عقیدوي) بحثونه چې په احیاء کې راغلي، د قرآن کریم او احادیثو له روح سره سمون نه لري او د کتاب او سنت په معیارونو برابر نه دي.
۳. د ضعیفو او موضوعي احادیثو شتون:
ابن تیمیه وایي چې په احیاء کې ډېر ضعیف او آن موضوعي (جعلي) حدیثونه راغلي دي. (فتاوی شیخ الاسلام ابن تيميه ص ۱۹۴ و التاج المكمل نواب صديق حسن خان ص ۳۵۶).
سره له دې ابن تیمیه زیاتوي:
«وَفِيهِ مَعَ ذَلِكَ مِنْ كَلَامِ الْمَشَايِخِ الصُّوفِيَّةِ وَالْعَارِفِينَ الْمُسْتَقِيمِينَ فِي أَعْمَالِ الْقُلُوبِ الْمُوَافِقِ لِلْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ مَا هُوَ أَكْثَرُ مِمَّا يُرَدُّ مِنْهُ، فَلِهَذَا اخْتَلَفَ فِيهِ اجْتِهَادُ النَّاسِ وَتَنَازَعُوا فِيهِ.»
ژباړه: سره له دې، په دې کتاب کې د صوفیانو، شیخانو او عارفانو خبرې چې په قلبي اعمالو کې ډېر ټینګ دي هم راغلي دي، چې د کتاب او سنت مطابق دي، او دا برخه له هغو برخو ډېره ده چې نیوکې پرې شوي؛ نو له همدې امله، ددې کتاب په اړه د عالمانو نظرونه مختلف دي او ټول علما یې مخالف نه دي (فتاوای شیخ الاسلام ابن تیمیه ج۲ صفحه ۱۹۴).
د علامه ابن جوزي نقدونه
۱. د ضعیفو او جعلي احادیثو اړوند نیوکه:
تر ټولو ډېر انتقادونه چې د ضعیفو او موضوعي (جعلي) حدیثونو په اړه شوي، هغه علامه ابن جوزي رحمه‌الله مطرح کړي دي. نوموړی باور لري چې دا ضعف  له دې امله دی چې امام غزالي رحمه‌الله په کافي اندازه له علم حدیث سره بلد نه و.
د “الألفیة” کتاب مؤلف حافظ زین‌الدین عراقي، د احیاء د اصلاح لپاره ټول احادیث تخریج کړل او د هر حدیث درجه یې وټاکله. ابن جوزي همداراز د امام غزالي ځینې هغه تاریخي تېروتنې یادوي او پایله ترې اخلي چې غزالي د تاریخ له علم سره هم کافي اشنایي نه درلوده (ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الملوک م الأمم، ج۹ صفحه ۱۶۹-۱۷۰، ناشر: دار صادر، بیروت، لبنان).
۲. د صوفیانو له ځینو کیسو سره مخالفت
د ابن جوزي بله نیوکه داده چې امام غزالي رح، د ریا او د مقام غوښتنې په څېر د زړه د ځینو ناروغیو د علاج پر مهال له صوفیانو داسې کیسې او روایتونه را نقل کړي چې د شرعي تقلید وړ نه دي، او له فقهې اړخه یې جواز تثبیتول ډېر سخت کار دی.
خو سره له دې، ابن جوزي د احیاء له اهمیت څخه انکار نه کوي. ده حتی د “منهاج القاصدین” تر عنوان لاندې ددې کتاب لنډیز چمتو کړی او هغه برخې یې ترې ایستلي چې نیوکه یې پرې لرله. دا کتاب د احیاء خلاصه ده، که څه هم ځینې برخې ترې لرې شوې دي، خو بیا هم د اصلي اثر روح او اغېز یې پاته دی (هماغه اثر مخ ۱۷۰).
پایله:
د امام محمد غزالي رحمه‌الله د “احیاء علوم‌الدین” کتاب د اسلامي تمدن په تاریخ کې یو له مهمو فکري او روزنیزو اثارو څخه دی، او د نړۍ په ټولو مسلمانانو یې ژور اثر درلود. دا لوی اثر د دیني، اخلاقي، فلسفي او تربیوي بحثونو مجموعه ده چې د نفس د تزکیې، روحي ارتقا، فردي او ټولنیزې اصلاح په برخه کې یوه معتبره مرجع ګڼل کېږي.
  1. د کتاب اصلاحي او تربیوي موخه:
د احیاء کتاب یوه له تر ټولو مهمو ځانګړنو څخه د هغې اصلاحي او تربیوي موخه ده. امام غزالي په دې اثر کې د مسلمانانو د روح، اخلاقو، او د نفس د اصلاح لپاره ډېره هڅه کړې، تر څو هغوی د یوه معنوي او اخلاقي ژوند پر لور رهبري کړي، داسې ژوند چې علم او عمل پکې له یوه او بل سره په بشپړ ډول همغږي ولري.
غزالي واضح کوي چې د دین موخه یوازې عبادت کول نه دي، بلکې د عبادت ترڅنګ  باید د نفس تهذیب، د نفساني غوښتنو کنټرول، اخلاقي پیاوړتیا او د فردي او ټولنیزو چلندونو اصلاح ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
په بل عبارت، د احیاء هدف دا دی چې خلک په داسې شکل وروزي چې نه یوازې له علمي پلوه، بلکې له اخلاقي او روحي اړخه هم تر ټولو لوړې مرتبې ته ورسېږي.
غزالي په احیاء کې د زړونو د پاکوالي او د روح  دتزکیې پر ارزښت ټینګار کوي او باور لري چې د انساني کمال لپاره، انسان باید له ځان پېژندنې پیل وکړي، او د خالص نیت له لارې د الله تعالی عبادت ته را وګرځي، ځکه سعادت ته د رسیدو یوازینۍ  لار همدا ده.
  1. د مقام غوښتنې او دنیوي تمایلاتو نقد
د هغو مهمو موضوعاتو له ډلې چې امام غزالي رحمه‌الله په ژوره توګه بحث ورباندې کړی د مقام غوښتنې حس او پر انسان د مقام منفي اغېزې دي. غزالي باور لري چې د مقام او شهرت مینه د انسان د روحاني کمال پر وړاندې لوی خنډ دی، ځکه دا ډول حس انسان د الله تعالی له یاد څخه غافلوي او د فاني دنیا په لور یې راکاږي، حال دا چې د ژوندي انسان هدف باید یوازې د الله تعالی رضایت وي.
امام غزالي ټینګار کوي چې د مقام او ځواک تمایل نه یوازې انسان غولوي، بلکې اخلاقي او ټولنیز فساد ته هم لار هواروي. ډېری ټولنیز ګناهونه او ستونزې له همدې احساس څخه سرچینه اخلي. له همدې امله، غزالي هڅه کوي چې مسلمانان له دنیوي تمایلاتو راوګرځوي او د الله تعالی د قرب، د نفس تهذیب او معنوي ژوند پر لور یې رهبري کړي.
امام غزالي وایي چې انسان یوازې هغه وخت حقیقي آرامۍ او روحاني کمال ته رسیدلی شي د دنیا او مقام له مینې څخه ځان خلاص کړي.
  1. په احیاء کې د تربیې مختلف اړخونه
احیاء علوم‌الدین یو جامع تربیوي اثر دی چې اخلاقي، ټولنیز، علمي او دیني اړخونه لري. امام غزالي پدې کتاب کې د مسلمان انسان د ژوند د ټولو اړخونو د اصلاح هڅه کړې. امام غزالي په مفصل ډول د نفس د تهذیب، د روح اصلاح، اخلاقي روزنې، د نفس کنټرول او د زړه د پاکوالي په موضوعاتو بحث کوي. هغه په دې کتاب کې انسانانو ته ور زده کوي چې د دین د احکامو تر څنګ باید اخلاق هم اصلاح شي او انسان باید په دوامدار ډول خپل زړۀ، نیت او عمل ته پام وکړي.
  1. اسلامي روان‌پوهنه او د زړه اصلاح
د احیاء بله مهمه ځانګړنه اسلامي روان‌پوهنې او د انسان د زړۀ اصلاح ته د امام غزالي ژوره کتنه ده.
نوموړی ریا، حسد، بغض،له دنیا سره مینه، مقام غوښتنه او تکبر د زړه مهمې ناروغۍ ګڼي او د زړه د ناروغیو علاج هم په شرعي اخلاقو او اعمالو کې ویني.
غزالي ټینګار کوي چې د روح د کمال او د دنیا او آخرت د سعادت یوازینۍ لار د زړه پاکوالی او د نفس تهذیب دی.
  1. ټولنیزې او فرهنګي اغېزې
احیاء علوم‌الدین نه یوازې فردي بڼه لري، بلکې پراخې ټولنیزې او فرهنګي اغېزې هم لري. امام غزالي باور لري چې له ټولنیزې اصلاح پرته فردي اصلاح نېمګړې ده. له همدې امله دی تل ټینګار کوي چې د سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره تر ټولو لومړی باید د ټولنې وګړي له اخلاقي او روحاني پلوه اصلاح شي. غزالي په غیرمستقیم ډول د اسلامي او اخلاقي ټولنې د جوړولو او اصلاح لپاره هم لارې چارې وړاندې کړې دي.
  1. نیوکې او ننګونې
سره له دې چې احیاء علوم‌الدین د اسلامي تاریخ یو ستر، جامع او ارزښتناک اثر ګڼل کېږي، خو دا کتاب د اهل سنتو له نقدونو هم خوندي نه دی پاتې شوی. د مهمو انتقادونو له جملې یو یې د ضعیفو او موضوعي (جعلي) روایتونو نقل کول دي. د علامه ابن جوزي او حافظ زین‌الدین عراقي په څېر  د اهل‌حدیثو علماوو نیوکه کړې چې امام غزالي رحمه‌الله په علم حدیث کې کافي تخصص نه درلود، نو له همدې امله یې په خپل کتاب کې ځینې ضعیف او حتی جعلي احادیث را نقل کړې دي. دا نیوکې ددې لامل شوې چې یو شمېر څیړونکي د کتاب د اعتبار په موخه د روایتونو پر تطبیق باندې ټینګار وکړي.
  1. اوږدمهاله اغېزې او تاثیرات
احیاء علوم‌الدین نه یوازې د خپل وخت یو اغېزناک اثر و، بلکې په وروسته پېړیو کې هم د مسلمانانو د فکري، اخلاقي او روحاني ژوند برخه پاتې شوی دی.
دا اثر د ډېرو اسلامي عالمانو او مفکرانو له خوا د الهام سرچینه بلل شوې، او لا هم د اسلامي نړۍ په مدارسو، پوهنتونونو او تربیوي بنسټونو کې تدریسیږي. دغه کتاب د مسلمانانو لپاره یوه جامع روحاني او اخلاقي نقشه وړاندې کوي چې د زړۀ اصلاح، د روح صفا کول، او د اخلاقي ژوند رهبري یې محوري موضوعات دي.
  1. پایله
د امام غزالی رحمه‌الله د احیاء علوم الدین کتاب د اسلامي آثارو له جملې یو خورا مهم او برجسته اثر دی، چې فردي او ټولنیزې اصلاح ته یې ژوره پاملرنه کړې او مسلمانان د معنوي، اخلاقي او علمي کمال پر لور رهبري کوي. دا کتاب د تربیوي او اخلاقي مسائلو په اړه یو پراخ او هر اړخیز لید وړاندې کوي او انسانانو ته د ذهني آرامۍ، قلبي او روحي اصلاح، او بالاخره دنیوي او اخروي سعادت ته د رسېدو لارې چارې ور په ګوته کوي. که څه هم پر دې اثر باندې د ضعیفو او جعلي روایتونو د نقل په برخه کې ځینې نیوکې شوې دي، خو د اسلام په تاریخ او مسلمانو ټولنو کې د دې اثر له اغېزو انکار نشي کیدلی، او لا هم د تربیې او اخلاقو په برخه کې د مهمو منابعو له جملې څخه شمېرل کېږي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version