لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله

څلوردېرشمه برخه

پارلمان، د مصر ملت د هيلو استازی
د مصر پارلمان د قاطع او ټینګ دریځ په غوره کولو سره د ملت له هیلو استازیتوب کاوه او هغه ظلمونه یې رابرسېره کول چې پر خلکو تپل شوي وو. فقر او ظلم خپل اوج ته رسېدلی و، د بزګرانو ملاوې د درنو مالیاتو تر بوج لاندې خم شوې وې، لوږه د  زیاتیدو په حال کې وه او حالات تر دې اندازې خراب شوي وو چې پلنت یې په اړه په خپل کتاب «التاریخ السری» کې لیکي:
«په کروندو کې ډېر کم داسې دهقان پیدا کېږي چې پر سر دې یې لنګوټي وي او یا دې یې له یوه کمیس نه زیات لباس اغوستی وي؛ ان د قاهرې په شاوخوا سیمو کې هم حالات همداسې دي. په کلیو کې ډېر کم داسې مشران لیدل کیږي چې عبایي (څادر) دې یې پر اوږو وي. د بازار په ورځو کې واړه ښارونه له هغو ښځو ډک وي چې د پيسو لپاره خپلې جامې او د سپینو زرو سینګارتوکي پلوري، تر څو خپل پورونه پرې ادا کړي، ځکه چې د مالیې مامورین دُره په لاس د مالیې د اخیستو په تمه ناست وي.»[۱]
سید جمال‌الدین افغان او د استبداد پر ضد چیغه
دې دردناک حالت چې د مصر د مظلوم او زحمت‌کښه ولس پر برخلیک یې سیوری غوړولی و، پر سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله ژور اغېز وکړ. هغه په خپلو سترګو لیدل چې امیران او چارواکي له بې‌حده اسراف او بې‌حساب لګښتونو سره ملي شتمنۍ د خپلې عیاشۍ په لار کې ضایع کوي او هېواد یې په بهرنیو پورونو کې غرق کړی دی.
دغې وضعیت سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله غبرګون ته اړ کړ. هغه به په ورځپاڼو کې د انقلابي او تُند سبک له مخې د مصر په چارو کې د بهرنیانو پر لاسوهنو او داخلي استبداد نقد کاوه. کله به یې په خپل اصلي نوم لیکل کول او کله به یې د “مظهري بن وضاح” په تخلص سره مقالې او لیکنې خپرولې او د خلکو په منځ کې به یې انقلابي اعلامیې ویشلې.
په یوه اعلامیه کې بزګرانو ته په خطاب کې وايي: “ای بېچاره او بې وسه دهقانه! ته ددې لپاره ځمکه اړوې چې د ځان او کورنۍ لپاره خواړه برابر کړې، خو ولې د هغو ظالمانو زړونه نه څیرې کوې چې ستا د زحمت ثمره غلا کوي؟!”[۲]
عمومي غوسه او د استبداد پر ضد پاڅون
دا ظلم او بې‌عدالتي یوازې تر بزګرانو نه وه محدوده، بلکې د ټولنې ټولې طبقې یې تر اغېز لاندې راوستې وې. د ولس د غوسې څپه دومره پراخه شوه چې د هېواد زامن یې پاڅون ته اړ کړل، ان تر دې چې دې غوسې پوځ او نظامي ځواکونو ته هم سرایت وکړ.
سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله او د هغه شاګردانو، علما وهڅول چې د استبداد پر وړاندې ودرېږي. هغوی فتوا ورکړه چې د واکمنو استبداد او خپل‌سري د اسلام له ښوونو سره په ټکر کې دي، ځکه چې د اسلامي حکومت بنسټ پر شورا ولاړ دی. دوی ټینګار وکړ چې د واکمن مشروعیت د خلکو له شرعي بیعت سره مشروط دی او واکمن مکلف دی چې د عامه خیر لپاره کار وکړي او په ټولنه کې عدالت پلې کړي.
له دې فتوا وروسته له اسماعیل پاشا سره مخالفتونو زور واخیست، علماو په قانون‌ماتوونې او سیاسي ظلم تورن کړ او د هغه د لیرې کولو په اړه یې مشورتي ناستې پیل کړې.
د اسماعیل پاشا د لیرې کولو او ترور توطئه
پلنت په خپل کتاب «التاریخ السری» کې اشاره کوي چې یوې ډلې د اسماعیل پاشا د وژلو لپاره پلان جوړاوه او سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله هم له دې کار سره موافق و. آن تر دې چې نوموړي محمد عبده ته وړاندیز کړی و چې اسماعیل پاشا ووژني.
محمد عبده کلونه وروسته، د ۱۳۲۱ هـ ق د قوس په ۱۸مه / د ۱۹۰۳ ز کال، په خپل استوګنځي کې چې د عین شمس په سیمه کې یې موقعیت درلود، دا قضیه داسې بیان کړه:
“هغه څه چې عرابي د اسماعیل د لیرې کولو په اړه وویل او وړاندیز یې وکړ، رښتیا دي. موږ به په پټه د دې موضوع په اړه خبرې کولې او شیخ جمال‌الدین رحمه‌الله هم دده له لیرې کولو سره موافق و. هغه شخصاً ماته وړاندیز وکړ چې اسماعیل، چې هره ورځ به له خپلې سورلۍ سره یو ځای د نیل قصر له پله څخه تېرېده، ترور کړم. موږ دا خبرې یوازې په خپلو منځو کې کولې او أه شدت سره به مو پټې ساتلې. زه په کامله توګه د اسماعیل له وژلو سره موافق وم، او که چېرې هغه مهال موږ له عرابي سره ارتباط درلودای، نو کولای مو شول چې پاڅون تنظیم کړو. په هغه وخت کې د اسماعیل وژنه یو پر ځای او معقول اقدام ښکارېده، چې کولای یې شول د مصر په چارو کې د اروپا د مداخلې مخه ونیسي.”[۳]
د توطئې د برخلیک د پایلې په اړه د روایتونه ترمنځ ټکر
کرومر په خپل کتاب «مصر الحدیثة» کې د یادې توطئې یو بل روایت وړاندې کوي. هغه لیکي چې د اسماعیل پاشا د ترور په اړه خبرې شوې وې خو د دې پلان عملي کېدل وځنډېدل، ځکه داسې څوک پیدا نه‌ شول چې دا مأموریت سرته ورسوي.[۴]
په هر حال دې پېښې دا وښوده چې له استبداد او استعمار سره مبارزه نوره یوازې تر سیاسي نخبه‌ګانو نه وه محدوده، بلکې په یوه عامه خوځښت  بدله شوې چې بالاخره یې د مصر په تاریخ کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړل.
د مصر انقلاب او د اسماعیل پاشا سقوط
په مصر کې یو ستر انقلاب د رامنځته کېدو په حال کې و. اسماعیل پاشا ځان د دوو خطرونو ترمنځ راګیر احساساوه: له یوې خوا ملت او له بلې خوا بهرنیان. نوموړي غوره وبلله چې د بهرنیانو پر وړاندې مقاومت وکړي. په همدې وخت کې یو شمېر پوهان او ټولنیز شخصیتونه د سید علي بکري په کور کې راټول شول او د یوه ملي حکومت د جوړېدو غوښتنه یې وکړه، داسې حکومت چې د ملي شورا مجلس ته ځواب‌ویونکی وي.
اسماعیل دا وړاندیز ومانه او داسې شرایط یې برابر کړل چې سید جمال‌الدین افغان او شاګردانو ته یې ددې زمینه برابره شوه چې د بهرنیانو د مداخلې پر ضد په ازادانه ډول خبرې وکړي. په پایله کې د شریف پاشا په مشرۍ یو ملي حکومت رامنځته شو، چې د ملي شورا مجلس یې په رسمیت وپېژاند او د قانون جوړوونکې ادارې په توګه یې قبول کړ.
دې ناڅاپي او غیرمنتظره بدلون بهرني هېوادونه وډار کړل؛ ځکه د مصر د خلکو ویښتیا کولای شول چې پر نورو ملتونو هم اغېز وکړي. له همدې امله بهرنیو قدرتونو له اسماعیل پاشا وغوښتل چې له سلطنت څخه لاس واخلي. اسماعیل په دوو زړو کې  و چې دا غوښتنه ومني که یې رد کړي، خو بالاخره د ۱۸۷۹ میلادي کال د جون پر ۲۵مه، د عثماني دولت (باب عالی) له لوري له سلطنت څخه ګوښه کړل شو او پر ځای یې د هغه زوی توفیق پاشا وټاکل شو.[۵]
له توفیق پاشا څخه د سید جمال‌الدین تمه 
توفیق پاشا چې د سید جمال‌الدین افغان له ملګرو څخه او د هغه له افکارو اغېزمن شوی و، د ولایت‌عهدۍ په دوره کې به یې سید جمال‌الدین ته ویل:«ای سیده! ته په مصر کې زما د هیلو مظهر یې.» سید جمال‌الدین رحمه‌الله هم هیله‌من و چې توفیق به په مصر کې اصلاحات راولي او حکومت به د شورا پر بنسټ اداره کړي.
خو کله چې توفیق پاشا واک ته ورسېد، ځان یې د دوو متضادو ځواکونو ترمنځ راګیر وموند: له یوې خوا ملت، چې د اساسي قانون او پارلمان غوښتونکي وو او له بلې خوا د استبداد پلویان چې غوښتل یې د پاچا مطلقه واک خوندي پاتې شي.
په پای کې توفیق پاشا د بهرنیانو خوا ونیوله او له ولس څخه یې واټن ونیوه؛ ځکه ده وېره درلوده چې ملت به یې هم یوه ورځ د پلار په څېر له واک څخه لیرې کړي. جالبه دا چې د اسماعیل پاشا د دورې پر مهال ازادۍ‌غوښتونکو مصریانو د د سید جمال‌الدین په مشرۍ  یو پلاوي جوړ کړ او په مصر کې یې د فرانسې له سیاسي استازي سره ولیدل. هغوی اعلان وکړ چې په مصر کې داسې یو ملي ګوند شتون لري چې موخه یې اصلاحات دي او دا اصلاحات یواځې د توفیق پاشا د ولیعهدۍ په صورت کې عملي کېدای شي. له همدې امله یې وړاندیز وکړ چې اسماعیل د خپل زوی توفیق په ګټه سلطنت پرېږدي.
هغوی هیله درلوده چې بهرنیان به له دې وړاندیز څخه ملاتړ وکړي؛ خو له دې خبر نه وو چې بهرني قدرتونه په استبدادي رژیم کې خپلې ګټې لټوي. دغو ځواکونو نه غوښتل چې مصر خپلواک شي، ځکه په مصر کې اصلاحات د درنو مالیاتو د کنټرول، د بهرنیو پورونو د ګټو د راکمېدو، او د بهرنیانو د لاسوهنو د محدودېدو په مانا وه. [۶]
د مصر د استقلال پر ضد د بهرنیانو دسیسې
مخکې له دې چې توفیق پاشا رسماً د واک واګي په لاس کې واخلي، په مصر کې د فرانسې قونسل د خطر احساس وکړ. هغه پوهېده چې توفیق غواړي د ملت آرمانونه پوره کړي، نو هڅه‌یې وکړه چې د دغو اصلاحاتو مخه ونیسي. په همدې موخه د فرانسې سیاسي استازي له انګلیس دولت څخه د مرستې غوښتنه وکړه، تر څو  په ګډه توفیق په دې قانع کړي چې له اساسي قانون او د ولس له حقونو تېر شي. هغوی توفیق ته یادونه وکړه چې د هېواد په دې بحراني وضعیت کې له دا ډول مسایلو سره سروکار لرل کولای شي بې‌ثباتي رامنځته کړي. همداراز هغوی توفیق ته خبرداری هم ورکړ چې د مالي قوانینو او د دولت د بودیجې په جوړولو کې د پارلمان غړو ته برخه ورکول کولای شي نور مشکلات هم وزېږوي.
توفیق پاشا چې په تېر کې د سید جمال‌الدین افغان د افکارو تر اغېز لاندې و، اوس یې پر یوه بل مسیر قدم اېښوده. ده هڅه وکړه چې په خپل دریځ کې بدلون پټ وساتي، خو ورو ورو یې له اصلاحاتو سره خپل مخالفت ښکاره کړ.
په یوه لیدنه کې توفیق پاشا سید جمال‌الدین ته وویل: «زه د مصر د خیر او سمون غوښتونکی یم او غواړم چې هېواد مې پرمختګ وکړي؛ خو د دې خاورې خلک ناپوه او بې‌خبره دي. ښه به دا وي چې هغوی ته هېڅ شی ور ونه‌ښودل شي او هغه موضوعات چې د ګډوډۍ او ناآرامۍ سبب ګرځي مطرح نه‌شي؛ ځکه دا ډول خبرې ښايي هېواد له تباهۍ سره مخ کړي.»
سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله توفیق پاشا ته په ځواب کې وویل: «ای د مصر امیره! ستا ملت د نورو ملتونو په څېر له پوهې او بصیر څخه نه دی بې‌برخې. څنګه چې ته دوی ته ګورې، هغوی هم ته تر نظر لاندې نیولی یې. که زه ستا په اند یو نصیحت‌پذیر انسان یم نو ژر تر ژره د هېواد په اداره کې د ملت حق په رسمیت وپېژانئ. فرمان صادر کړئ، چې د ازادو ټاکنو له لارې د خلکو استازي وټاکل شي او داسې قوانین جوړ کړي چې ستا په نامه او ستا په اراده تطبیق شي. دا کار به ستا سلطنت ته استحکام وروبښي او دوام به پیدا کړي.»[۷]
خو توفیق پاشا چې اوس یې د استبداد لاره غوره کړې وه د سید جمال‌الدین وړاندیز له پامه وغورځاوه او د ازادۍ‌غوښتونکو پر ځپلو یې لاس پورې کړ. دې عمل د مصر په تاریخ کې د راتلونکو بدلونونو لپاره زمینه برابره کړه او د هغه د حکومت پر ضد یې د خلکو مقاومت راوپاراوه.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] التاریخ السری، ۳۴۵ مخ.

[۲] حکیم مشرق زمین، ۶۴ مخ.

[۳] التاریخ السری، ۳۴۵ مخ.

[۴] جلال یحی، مصر الحدیثة، دوهم ټوک، ۱۸۱ مخ.

[۵] حکیم مشرق زمین، ۶۶ مخ.

[۶] هماغه ماخذ.

[۷] الإمام محمد عبده، کتاب الهلال، مذاکرات، یاد‌ښتونه، ۶۳ مخ.

Leave A Reply

Exit mobile version