لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

دوه ویشتمه برخه

احیاء علوم الدین: د فرد او ټولنې په اصلاح کې شهکار
کلیدي کلمې: ټولنیزه اصلاح، د اخلاقو تهذیب، تصوف او فقه، احیاء علوم الدین، امام غزالي او اسلامي روزنه.
د مطلب لنډيز
د دې څېړنې په مخکنۍ برخه کې مو د ټولنې په اصلاح او فساد کې د پاچایانو او واکمنو رول وارزاوه او ومو ښودله چې سیاستوال څه ډول کولی شي چې د اسلامي ټولنې د اصلاح د عاملینو یا د هغې د زوال زمینه برابره کړي. اوس د دې بحث په دوام د اسلام په تاریخ کې د یوه اغېزناک اصلاحي آثر یعنې د امام غزالي رحمه الله د احیاء علوم الدین په اړه بحث کوو. دې کتاب نه یوازې د فردي اخلاقو په اصلاح، بلکې د اسلامي امت د فکري، ټولنیزو او دیني جوړښتونو په بیارغونه کې اساسي رول ادا کړی دی.
د احیاء علوم الدین د لیکلو زمینه او اصلاحي موخې
امام محمد غزالي رحمه‌الله دا اثر په داسې دوره کې ولیکه چې اسلامي ټولنه له ګڼو ننګونو سره لاس او ګرېوان وه. یوې خوا په فقه او شریعت کې افراطي لېوالتیاوو او سطحي نظرونو دینداري د ظواهرو او احکامو په ټولګې پورې محدوده کړې وه، په داسې ډول چې د دیانت په روح او اخلاقي بُعد کې یې غفلت کېده. له بلې خوا د تصوف ځینو معتقدینو د دین د ظواهرو په پرېښودو په باطني، عرفاني او تجربو په ټینګار کولو سره داسې انحرافاتو ته وتلي وو چې له اصیلو اسلامي ښوونو یې ډېر واټن درلود. همداراز د ځینو ټولنیزو طبقو ترمنځ اخلاقي فساد د هغو له ډلې د حاکمې طبقې او درباري علماوو ترمنځ له دیني ارزښتونو څخه د خلکو د لرې کېدو لامل شوی و.
 په داسې شرایطو کې امام غزالي رحمه الله چې د خپل وخت مخکښ متکلم او فقیه و، دې پایلې ته ورسېد، چې دیني او ټولنیزه اصلاح د روح او دین د احیا او د علم او عمل له یوځای کولو پرته امکان نه لري. هغه چې یوه څه موده له رسمي منصبونو څخه ګوښه شوی و او عرفاني سلوکو ته یې مخه کړې وه. په دې دوره کې یې د احیاء علوم الدین کتاب ولیکه، چې منځلاره وړاندې کړي، هغه لاره چې فقه، اخلاق او معنویب پکې له یو بل سره یوځای وي او دین نه یوازې د احکامو په چوکاټ کې، بلکې د یوه روزنیز او اصلاحي نظام په توګه معرفي شي.
د کتاب جوړښت او منځپانګه
احیاء علوم الدین په څلورو اصلي برخو کې لیکل شوې ده چې هر یو د بېلابېلو دیني او اخلاقي بعدونو په اړه بحث کوي:
1. عبادات: په دې برخه کې امام غزالي رحمه الله د عبادتونو لکه لمانځه، روژې، زکات او حج د مقام په اړه بحث کړ دی او ټینګار کوي چې دا اعمال یوازې هغه وخت د الله تعالی په دربار کې قبلېږي چې په سوچه نیت او د زړه په حضور ترسره شي. هغه په عبادت کې ریا، عُجب او لټي له لویو افتونو څخه ګڼي او د هغو د درملنې لارې ارزوي.
2. عادات: په دې برخه کې د ژوند د آدابو، ټولنیزو اړیکو، کاروبار، تغذیې، واده او د ورځني ژوند د نورو بعدونو په اړه بحث شوی دی او ښيي چې دنیوي چارې له الهي نیت سره څه ډول په عبادت بدلولی شو. امام غزالي رحمه الله د ټولنې اصلاح د کورنۍ له اصلاح او فردي مناسبتونو څخه پیلوي او د نورو په وړاندې د هر فرد په مسؤلیت ټینګار کوي.
3. مُهلِکات: په دې برخه کې امام غزالي رحمه‌الله د زړه او روح ناروغۍ ارزولي دي او د تکبر، ریا، حسد، بخل، شهوت‌پرستۍ او دنیاغوښتنې په څېر عوامل د معنوي ودې له مهمو خنډونو څخه ګڼي. هغه په آیاتونو او احادیثو تکیه کړې، دا اخلاقي رزایل یې تحلیل کړي دي او له هغو څخه یې د خلاصون لپاره عملي کړنلارې وړاندې کړې دي.
4. مُنجِیات: د مهلکاتو په مقابل کې، دا برخه د اخلاقي فضایلو په اړه بحث کوي او د صبر، شکر، توکل، الهي مینې، تواضع او اخلاص په څېر ځانګړنې د خلاصون ورکوونکو عواملو په توګه معرفي کوي. امام غزالي رحمه‌الله په دې برخه کې د یقین، زهد او تسلیمېدو په څېر ماهیمو ته د الهي ارادې په وړاندې پام کړی دی او او معنوي کمال ته د رسېدو لپاره یې کړنلارې وړاندې کړې دي.
په اسلامي ټولنه کې د احیاء علوم الدین اصلاحي رول
د احیاء علوم الدین یو مهم اړخ د فرد او ټولنې د اصلاح ترمنځ پر پیوند ټینګار دی. امام غزالي رحمه الله په دې باور دی چې ټولنیزه اصلاح یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې وګړي له باطل څخه بدل شي. له دې مخې هغه په ځان جوړونه، د نفس په تهذیب او اخلاقي روزنه ټینګار کوي؛ خو په ورته حال کې پر عمومي اخلاقو د ټولنیز چاپېریال او واکمنۍ له اغېز څخه غافل نه دی. هغه د کتاب په بېلابېلو برخو کې د دین د علماوو، قاضیانو، سوداګرو او حتا حاکمانو د رول په اړه بحث کړی او له هغوی غواړي چې خپل چلند د دیني ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړي.
همداراز امام غزالي رحمه‌الله د بېلابېلو ټولنیزو طبقو ترمنځ ځینې دود نیمګړتیاوې رد کړې دي. هغه له یوې خوا د دین ځینې علما په بې‌ګټې جنجالونو کې د بوختیېدو او له اخلاقو او معنویت څخه د لرې کېدو له امله غندي او له بلې خوا د حاکمو طبقو ترمنځ د ماده‌پالنې او فساد په اړه اخطار ورکوي. دا انتقادي دریځونه لامل شوي چې د احیاء علوم الدین کتاب ته د مصلحانو او پوهانو پام ور واوړي.
د احیاء علوم الدین تاریخي اغېز ښندنه او د مقام دوام یې
تر تالیف وروسته په نړۍ کې په چټکۍ د احیاء علوم الدین هرکلی وشو او پر فکري او اصلاحي جریانونو یې ژور اغېز وښنده. دې کتاب ډېرو پوهانو او مصلحانو ته الهام وروباښه، د هغو له ډلې ابن النجار، ابن قیم جوزیه او حتا معاصرو متفکران چې په دیني اصلاح یې اهتمام درلود.
همداراز دا اثر د لیکلو د روان سبک، په قرآن او حدیثو د قوي استنادونو او د عملي کړنلارو د وړاندې کولو له امله د اسلامي اخلاقو او روزنې په برخه کې مهم ځای لري. زیاترو علماوو د هغو له ډلې امام ابن جوزي که څه هم د هغه په ځینو بحثونو نقد کړی دی؛ خو د اخلاقي او دیني ارزښتونو په را ژوندي کولو کې د هغه پر اغېز ټینګار کوي.
په لنډ ډول ویلي شو چې احیاء علوم الدین د اسلام په تاریخ کې یو جامع اصلاحي اثر بللی شو، چې نه یوازې یې د فرد د اصلاح، بلکې د اسلامي امت د ټولنې او فکري نظام د اصلاح په اړه یې بحث کړی دی. دې اثر د فقې او تصوف ترمنځ لار وړاندې کړې ده او ښودلې یې دي چې د شریعت په احکامو عمل به یوازې هغه وخت اغېز ولري چې د نفس له تهذیب او باطني اصلاح سره مل وي.
د دې څېړنې په ادامه کې به وارزوو چې د اسلامي ټولنو د اخلاقي او دیني بحرانونو د حل لپاره څه ډول د احیاء علوم الدین له ښوونو په معاصرو شرایطو کې هم ګټه واخلو او څه ډول کولی شو چې له دې ارزښتناک اثر څخه په ټولنیزې اصلاح او اخلاقي روزنه کې استفاده وکړو.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version