لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

اتلسمه برخه

د ډالیو قبلول او له اصحابو او تابعینو سره یې پرتله
هغو کسانو ته په ځواب کې چې د پاچایانو د ډالیو قبلول د اصحابو او تابعینو له چلند سره په استناد توجیه کوي، امام غزالي رحمه‌الله په واضح توګه بیانوي چې دا قیاس ناسم دی. هغه د پرښتو او اهنګرانو په مقایسه کولو فرمايي: «دا قیاس له اهنګرانو سره د پرښتو د پرتلنې په څېر دی»؛ ځکه چې سلف علماوو حتا د ډالیو د قبلولو په صورت کې هیڅکله له خپلو علمي او دیني اصولو تېری نه دی کړی او په واقعیت کې یې د خپلو اصولو د ساتلو لپاره حتا په هغو وختونو کې چې د حکومتونو تر اغېز لاندې راتلل، په حکومتي سیاستونو کې یې له دخالت څخه ډډه کوله. په داسې حال کې چې د امام غزاليرحمه الله په وخت کې د ډالیو قبلول د واکمنو د ظالمانه سیاستونو د ملتیا او ملاتړ په معنا بلل کېده.
د ډالیو د قبلولو شرعي حکم او د هغه تحلیل
امام غزالي رحمه‌الله په نهایت کې، د واکمنو د ډالیو د قبلولو لپاره دوه مختلف حالتونه ارزوي:
1. له حلالو منابعو څخه د ډالیو قبلول: په هغه صورت کې چې عالم فرد باور ولري چې ترلاسه کړې ډالۍ له حلالې منبع څخه ترلاسه شوې ده، له فقهي نظره جایز دی چې هغه قبوله کړي. پر دې سربېره امام غزالي رحمه‌الله ټینګار کوي چې حتا په دې صورت کې هم د دې ډالیو قبلول له اخلاقي او ټولنیز پلوه مکروه ده؛ ځکه چې ښايي دا عمل فرد د حکومت او د هغه د سیاستونو په وابستګۍ اخته کړي.
2. له شکمنو یا حرامو منابعو څخه د ډالیو قبلول: که ډالۍ له شکمنې یا حرامې منبع څخه ترلاسه شوې وي، امام غزالي رحمه‌الله هغه حرام ګڼي او ټینګار کوي چې داسې ډالۍ باید په قطعي توګه د علماوو لخوا رد شي.
امام غزالي رحمه‌الله په خپلو بېلابېلو بحثونو کې په ځانګړې توګه په اخلاقي او ټولنیزو موضوعاتو کې په کلکه د خپل وخت ظالمو او جابرو واکمنو ته له ورنږدې کېدو ډډه کوي او دا موضوع یې په صریح توګه په خپلو آثارو کې بیان کړې ده. د امام غزالي رحمه الله په نظر کې له ظالمو واکمنو څخه څنګ ته کېدل او د هغو له کړنو او ظلمونو بېزاري نه یوازې اړین ګام دی، بلکې واجب او د فرد د دیني او ټولنیزې سلامتۍ لامل دی. هغه ټینګار کوي چې انسان باید له ظالمو او مستبدو واکمنو سره اړیکه ټینګه نه کړي او حتا باید هغوی ته د نږدې کېدو د طریقو په لټه کې نه وي. په تېره په هغو شرایطو کې چې واکمن د خلکو پر وړاندې ظلم او پراخ فساد کوي، دا ډول څنګ ته کېدل د یو ډول ټولنیز او دیني جهاد په توګه ارزول کېږي.
له پاچایانو څخه څنګ ته کېدل: واجب او اړین اقدام
امام غزالي رحمه‌الله په بل ځای کې په واضح توګه بیانوي چې د ظالمو پاچایانو د حاکمیت په شرایطو کې د انسان د خلاصون او دیني سلامتۍ یوازینۍ لار له هغو څخه بشپړ څنګ ته کېدل دي. دا څنګ ته کېدل باید له واکمنو سره د فزیکې اړیکې په نشتون پورې اړوند نه وي، بلکې باید په بشپړه توګه د هغوی له کړنو او ظلمونو څخه بېرازه شي. امام غزالي رحمه‌الله ټینګار کوي چې انسان باید د ظالمو واکمنو د عمر اوږدوالی ونه غواړي او نه یوازې د هغوی ستاینه ونه کړي، بلکې باید د هغوی د فساد او ظلم پر وړاندې په انتقادي او صریح کلماتو غبرګون وښيي. داسې چلند نه یوازې د یوه اخلاقي او دیني اقدام په توګه اړین دی، بلکې د امام غزالي رحمه الله د ښوونو پر اساس د انساني کرامت د ساتنې او د ټولنې د سلامتیا لپاره اړین دی.
له ظالمو او استبدادي حکومتونو څخه ناخوښي
امام غزالي رحمه‌الله په ځانګړې توګه په هغو شرایطو کې چې واکمنانو او سلطانانو په مطلق‌العنان ډول په خپلو حکومتونو کې تېری کړی دی او په ټولنه کې یې ظلم او فساد پراخ کړی دی، غوښتنه لري چې له هغو څخه په ډاګه ناخوښه شي. په دې دوره کې چې د ټولنې د زیاترو کسانو ژوند په کلکه د واکمنو د خوښۍ تر اغېز لاندې او په هغې پورې مشروط دی، امام غزالي رحمه الله علماوو او خلکو ته سپارښتنه کوي چې د دې واکمنو له خوا د ډالیو او انعامونو له قبلولو ډډه وکړي. هغه وايي چې دا نه قبلول له حکومت څخه د ښکاره ناخوښۍ او له هغو څخه د کرکې د څرګندولو نښه ده. امام غزالي رحمه‌الله د ظالمو سلطانانو او وزیرانو د حکومتونو په دوره کې خپلو تجربو ته په کتو او د پراخو ظلمونو په مشاهده کولو په دې باور و چې یوازې له دې لارې کولی شي چې په ژوند او دیني کارونو کې د واکمنو منفي اغېز کم کړي او سالمې او له فساد څخه ازادې ټولنې ته لاسرسی ومومي.
جهاد د ظلم پر وړاندې: د حکومتونو په ډاګه نقد کول
امام غزالي رحمه‌الله په زیاترو ځایونو کې د ټولو په مخکې د خپل وخت د واکمنو پر وړاندې خبرې کړي او خپلې نیوکې یې په شفافه توګه بیان کړې دي. هغه هیڅکله د سلطنتونو او واکمنو پر وړاندې د حقیقت له بیانولو څخه ډډه نه ده کړې او په ځانګړې توګه یې د هغوی په حضور کې سیاسي او ټولنیز وضعیت نقد کړی او ارزولی دی. د دې نقد یوه مهمه بېلګه له سلجوقي پاچا سلطان سنجر سره د امام غزالي رحمه الله چلند دی. کله چې امام غزالي رحمه الله له سلطان سنجر سره ولیدل، په ډاکه او ښکاره ډول یې د مسلمانانو سخت وضعیت او د هغوی ټولنیزو ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «خپه یم چې د مسلمانانو غاړې له مصیبتونو او مشقتونو پرې کېږي او د اسونو غاړې دې د زرینو زنځیرونو له بارونو څخه». دا خبرې په واضح توګه په هغو حکومتي سیاستونو او ظلمونو د امام غزالي رحمه الله د سختو نیوکو لرونکې وې چې د سلطان سنجر تر سلطنت لاندې پر مسلمانانو کېدل.
اصولو ته پابندی: پر ظالمانه نظامونو نیوکه او اعتراض
امام غزالي رحمه‌الله ښه پوهېده چې له ظالمو واکمنو سره چلند یوازې د مستقیمو نیوکو او د هغو له پیروانو څخه له وېرې پرته ګټه لرلی شي. هغه باوري و چې د دین علما او مسلمان خلک باید تر حکومتي تهدیدونو او فشارونو لاندې له خپلو اصولي دریځونو څخه تېر نه شي. امام غزالي رحمه‌الله له همدې مخې تل له واکمنو په تېره له جابرو پاچایانو سره په مخ کېدو کې په ښکاره توګه د هغوی په ظلم او فساد نیوکه کوله او هڅه یې کوله، چې ټولنې ته د دې ډول واکمنۍ منفي پایلې روښانه کړي. په واقعیت کې امام غزالي رحمه‌الله نه یوازې په خپلو لیکنو او تالیفاتو کې، بلکې له واکمنو سره یې په خپلو مستقیمو چلندونو کې هم تل له خپلو دیني او ټولنیزو اصولو څخه دفاع کوله او د فساد او ظلم پر وړاندې غلی نه پاتې کېده.
مالیاتي سیستمونه او پر حکومتي سیاستونو نیوکه
یو هغه مورد چې امام غزالي رحمه‌الله په کلکه ورباندې نیوکه لرله، د سلطنتونو مالیاتي نظام او د واکمنو عایدات وو. هغه په دې باور و چې د واکمنو مالیاتي سیستم د ظلم او ستم پر اساس پر خلکو ولاړ دی او دا سیستم پر مسلمانانو د اضافي فشار لامل کېږي. امام غزالي رحمه‌الله پر دې مالیاتي نظام او له هغه څه پر ترلاسه کېدونکو عایداتو په نیوکې کولو سره له علماوو او خلکو وغوښتل چې د داسې ظلمونو پر وړاندې مقاومت وکړي او په دې برخه کې له واکمنو سره هر ډول همکاري رد کړي.
په پای کې، امام غزالي رحمه‌الله د حکومتي سیاستونو په نقد کولو او له ظالمو واکمنو سره د هیڅ ډول همکارۍ نه منل د ظلم او فساد پر وړاندې د مقاومت په لازموالي ټینګار کوي او دا عمل نه یوازې یو دیني مسؤلیت، بلکې یو ټولنیز او اخلاقي جهاد ګڼي، چې باید په هر وخت او ټولو شرایطو کې ورته پابند اوسو.
د سلجوقیانو د سلطنت په په دوره کې چې فساد او ظلم د هېواد په زیاترو ځایونو کې پراخ و، امام غزالي رحمه‌الله د خپل وخت د ټولنیز او سیاسي وضعیت په ژور درک سره د حکومت په نقد او اصلاحاتو لاس پورې کړی او تل په دې لټه کې و چې د هغوی واکمن او وزیران له فساد او ظلم څخه خبر کړي. امام غزالي رحمه‌الله نه یوازې په خپلو لیکنو کې واکمن نقد کړي دي، بلکې د وخت له واکمنو سره یې په شخصي او مستقیمو چلندونو کې هم زړورتیا ښودلې او اساسي اصلاحات یې وړاندیز کول. د تاریخ په دې برخه کې امام غزالي رحمه الله د یوه ټولنیز او سیاسي مصلح په رول کې د خپل وخت پر دیني او ټولنیز تفکر ډېر اغېز وکړ او وتوانېد چې زیاتره ظلمونه او فسادونه محکوم کړي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version