ليکوال: عبيدالله نيمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک 

اوولسمه برخه

واکمنان او پاچاهان: اصلاح کوونکي که د فساد عاملین؟
په اسلامي تفکر کې پر ټولنه د واکمنانو او پاچاهانو اغېز یوه له مهمو او ننګونو څخه ډکه موضوعاتو ده. ډېریو اسلامي مفکرينو او علماوو حکومت د ټولنې د اصلاح يا فساد يو بنسټيز عامل بللی دی. امام محمد غزالي رحمه‌الله له هغو نوموتو متفکرینو څخه دی چې په خپلو آثارو کې يې د خلکو په دیني او اخلاقي وضعيت د واکمنانو اعېز څېړلی دی.

 

نوموړی فساد يوازې د افرادو د انحراف پايله نه ګڼي، بلکې د واکمنو او سياسي نخبه‌ګانو د اخلاقي او دينې زوال مستقيمه پایلې یې بولي.
يو له هغو مهمو ټکو څخه چې امام غزالي پرې ټينګار کوي، دا دی چې د ټولنې په جوړښت يا انحراف کې، هم علما او هم سلاطين دواړه هم مهاله مسئول دي. هغه دا ليدلوری د عبدالله بن مبارک رحمه‌الله له يو تاريخي قول سره بيانوي: «و هل أفسد الدين إلا الملوكُ وأحبارُ سوءٍ ورهبانُها»
ژباړه: «ايا دين له پاچاهانو، فاسدو علماوو او دروېشانو پرته کوم بل چا فاسد کړی دی؟»
دا وينا د اسلامي متفکرینو هغه عام نظر څرګندوي چې د ټولنې فساد تر ټولو زيات د حاکمانو او علماوو له کړنو سره تړلی دی.
امام غزالي او پر واکمنانو او پاچاهانو ښکاره نيوکه
په هغه زمانه کې چې پر مطلق‌العنان واکمنو نيوکه ځان وژنه ګڼل کیده، امام غزالي رحمه‌الله په زړورتيا او جرأت د خپل وخت پر پاچاهانو نيوکه وکړه.
د هغو ډېرو علماوو برخلاف چې له پاچاهانو يې صله او انعامونه اخيستل، غزالي د سلطنتي شتمنيو اخيستل په شبهه ککړې او حرامې ګڼلې.
هغه په خپل مشهور اثر احياء علوم الدين کې ليکي: «أغلب أموال السلاطين حرام في هذه الأعصار، والحلال في أيديهم معدوم أو عزيز.»
ژباړه: «په دې زمانه کې د پاچاهانو زياتره شتمنۍ حرامې دي، او حلاله شتمني اصلاً  په لاس کې نه لري، که لري یې هم ډېره نادره ده.»
دغه تونده نيوکه د امام غزالي هغه صادقانه دريځ څرګندوي چې د واکمنو او د دوی د مالي سرچينو په اړه يې درلود.
ده باور درلود چې سلاطين د بيت‌المال له ناوړه استفاده او د خلکو پر حقونو له تېري سره خپل مشروعيت له لاسه ورکړی.
د حکومت اقتصادي مشروعيت او د دربار مالي فساد
يو له مهمو موضوعاتو څخه چې امام غزالي رحمه‌الله پرې ژور بحث کړی، د هغه وختونو د حکومتونو مالي فساد دی.
امام غزالي ټينګار کوي چې په تيرو زمانو کې د بيت‌المال حلال عوايد زکات، خمس او د جګړې غنيمتونه وو، خو په هغه دَور کې دا سرچينې يا خو له منځه تللې وې، او يا هم حاکمانو ته نه رسېدې.
هغه څرګندوي: يوازينۍ سرچينه چې پاتې ده، جزيه ده، او هغه هم په ظالمانه او غيرشرعي توګه له خلکو اخيستل کېږي.
غزالي په ادامه کې وایي: «أموال السلطنة في هذا الزمان، كلها أو أكثرها حرام، وليس هذا بعجيب، فإن أموال بيت المال الحلال كانت الزكاة، والخمس، والغنيمة، وهذه لا تكاد توجد، فإن وجدت لم تصل إلى السلطان، فلم يبق إلا الجزية، وهي تُؤخذ بطريق الظلم.»
ژباړه: «په دې دور کې سلطنتي شتمنۍ په کلي ډول یا ډېره برخه یې حرامه ده. او دا د حیرانتیا وړ نه ده، ځکه د بيت‌المال حلالې پيسې زکات، خمس او غنيمتونه وو، چې اوس نه پيدا کېږي، او که چېرې وي هم، پاچا ته نه رسېږي. يوازې جزيه پاتې ده، چې هغه هم په ظالمانه ډول له خلکو اخيستل کېږي.»
غزالي زياتوي چې نه يوازې د جزيې اخيستل له خپل شرعي اصل نه منحرف شوي، بلکې د دغو مالي سرچينو لګښت هم فاسد شوی دی.
هغه وايي چې زياتره دا پيسې د عامه خير پر ځای، د رشوت، زور او جبر له لارې له ذميانو (هغه غير مسلمانان چې د اسلامي حکومت تر واک لاندې ژوند کوي) اخيستل کېږي او د دربار په شخصي لګښتونو مصرفېږي.
پر ټولنه د حاکمانو د فساد اغېز
غزالي په خپلو آثارو کې څرګندوي چې د حاکمانو فساد په مستقيم ډول د ټولنې اخلاقي او ديني انحطاط ته لاره هواروي.
هغه باور لري چې که واکمنان بې‌عدالتي وکړي او له خپل واک نه ناوړه استفاده وکړي، نو خلک به هم له نېکۍ منحرف او فساد ته مخه کړي.
لکه څنګه چې مشهور قول دی: «الناسُ على دين ملوكهم»
ژباړه: «خلک د خپلو پاچاهانو پر دين وي.»
د همدې قول پر بنسټ حکومتونه نه يوازې سياسي او اقتصادي مسؤليت لري، بلکې د ټولنې أه اخلاقي او ديني لارښوونه کې اصلي رول لوبوي.
د حاکمانو فساد، په ټولنه کې بې‌عدالتۍ، رشوت‌، او د دينې ارزښتونو زوال ته لار پرانيزي.
له حاکمانو سره د دیني علماوو اړیکه او د پاچاهانو د ډالیو منل
امام غزالي رحمه‌الله د خپل عصر ټولنیزو او سیاسي شرایطو ته په کتو ټينګار کوي چې د سلاطینو د هدیو منل، نه یوازې له فقهي پلوه د حراموالي احتمال لري، بلکې له اخلاقي او دیني پلوه هم د خطرناکو فسادونو لامل کیدلی شي چې د علماوو علمي او دیني حیثیت ته زیان رسولی شي.
د مشکوکو ډالۍ منل: یوه فقهي او اخلاقي مسأله
امام غزالي رحمه‌الله په ډېر دقت سره د هغو شتمنیو په اړه خبرداری ورکوي چې سرچینه یې نامعلومه او حقیقت یې مشکوک وي. هغه باور لري چې دا ډول اموال معمولاً له ديني آلودګیو سره مل وي او پر هغه چا چې قبلوي یې منفي اغېز کولی شي.
د هغو حاکمانو په دوره کې چې زیاترو پاچاهانو د ظلم او د خلکو پر حقونو د تیري له لارې شتمنۍ ترلاسه کولې، دا ډول اموال نه یوازې فقهي ستونزې رامنځته کولی شي، بلکې له اخلاقي او ټولنیز پلوه هم خطرناک عواقب لري.
امام غزالي رحمه‌الله ټينګار کوي چې دین باید له فساد او ظلم څخه پاک وساتل شي، او علماوو ته نصيحت کوي چې له واکمنو سره له هر ډول وابستګۍ ځان وساتي.
د خلفای راشدینو او د غزالي د زمانې د سلاطینو ترمنځ توپير
امام غزالي رحمه‌الله د خپل نظر د لا وضاحت لپاره، په ځانګړې توګه د سلاطینو د هدیو د منلو په موضوع کې، د خلفای راشدینو او د خپل وخت د حکامو ترمنځ اساسي توپيرونه بیانوي. هغه وایي چې د خلافت په لومړیو وختونو کې په تېره د حضرت علي علیه‌السلام په دوره کې سره له دې چې کله ناکله سختې تګلارې غوره کېدلې، خو بيا هم علماوو او صالحینو ته خاص احترام موجود و. هغوی هېڅکله له هدیو څخه  د علماوو د رضايت د جلب لپاره استفاده نه کوله، او حتی که کله به کومه هدیه ورته رسېده، هغه به يې له حکامو د کومې غوښتنې پرته، په خودجوش ډول مستحقینو ته ورکوله.
خو د غزالي رحمه‌الله په اند د هغه د زمانې حاکمان داسې کسان وو چې د خپلو ګټو د خوندي کولو او د علماوو د ملاتړ د جلب لپاره به يې له عامه شتمنیو استفاده کوله، او د هدیو له لارې به يې هڅه کوله چې علماوو ته د چوپتيا او ملاتړ ژبه ورکړي. امام غزالي رحمه‌الله دا کړنه ناسمه بولي او  هغه وسيله یې ګڼي چې پر ظالمو حکومتونو د مشروعيت مهر لګوي.
له حاکمانو سره د همکاری او د دوی له لوري د ډالیو د منلو منفي اغېزې
امام غزالي رحمه‌الله د خپل تحلیل په دوام کې له بېلابېلو اړخونو د حاکمانو د هدیو د منلو پایلې ارزوي. هغه باور لري چې د دیني علماوو او صالحینو له لوري د سلاطینو د هدیو منل په تدریجي ډول فکري او اخلاقي وابستګۍ ته لار هواروي، چې دا کار نه یوازې له شرعي او دیني پلوه ستونزې پېښوي، بلکې د هغوی علمي او ټولنیز حیثیت ته هم جدي زیان رسوي.
امام غزالي رحمه‌الله په ځانګړي ډول له هغو شپږو سترو آفتونو یادونه کوي چې ممکن د حاکمنانو د ډالۍ له آمله رامنځته شي:
۱. ذلت او سپکوی: امام غزالي رحمه‌الله وایي چې د حاکمانو له لوري د هدیو منل، په ځانګړې توګه هغه مهال چې یو عالم يې په غوښتلو مجبور واوسي، د ذلت نښه ده. دا چاره ممکن عالم دې ته اړ کړي چې له خپلو ديني او علمي اصولو لاس واخلي او د حاکمانو تر اغېز لاندې راشي.
۲. دربار ته مکرر تګ راتګ:
هدیې معمولاً د دې مانا لري چې شخص باید بار بار دربار ته ولاړ شي او له حکومتي حلقو سره نږدې پاتې شي. امام غزالي رحمه‌الله دا یو خطرناک حالت ګڼي، ځکه دیني علما باید خپل ديني او فکري استقلال وساتي. د دربار له کړیو سره دوامداره اړیکه، د علمي شخصیت د کمزورتيا سبب ګرځي.
۳. د حاکمانو لپاره مداحي او دعاګويي:
غزالي رحمه‌الله خبرداری ورکوي چې کله علما له حکامو هدایا قبلوي نو ممکن دې ته اړ شي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د دربار ستاینه او د حاکمانو لپاره دعاوې وکړي. دا عمل نه یواځې اخلاقي فساد ته لاره هواروي، بلکې د فرد دیني او علمي باور هم زیانمنوي.
۴. د ناسمو سیاستونو په وخت همکاري:
امام غزالي رحمه‌الله وايي چې ډېری حکام د خپلو ظلمانه او ناسمه تګلارو د توجیې لپاره له علماوو استفاده کوي. د هدیو منل کیدلی شي په دې مانا واوسي چې عالم د حاکمانو له سیاستونو او خطاوو سره پټه موافقه لري چې دا کار په مستقیم ډول د دیني او ټولنیز فساد لامل کیدلی شي.
۵. په حکومتي مجالسو کې ګډون او دربار ته ښکلا وربښل:
درباري مجالسو کې ګډون کول هغو حکومتونو ته د مشروعيت ورکولو په مانا ده چې ممکن ظلم او فساد پکې حاکم وي. امام غزالي ټینګار کوي چې علما باید له دغسې غونډو ځانونه وساتي، او که هدیې ومني هم هېڅکله باید له حاکمانو سره په اجراتو کې مرسته ونه کړي.
۶. حاکمانو پر ظلم او فساد سترګې پټول:
غزالي رحمه‌الله په دې ټکي ټینګار کوي چې د هدیو منل علما دې ته اړ باسي چې د حاکمانو په ظلم او فساد سترګې پټې کړي. دا چاره علما د خپلو دیني او ټولنیزو مسؤلیتونو
له ترسره کولو بې برخې کوي او په پایله کې د اخلاقي او ديني فساد سبب ګرځي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version