لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابو حامد امام غزالي رحمه‌الله ژوند لیک

(نهمه برخه)

د امام غزالي رحمه‌الله له لوري د فلسفې جراحي: د فلسفي اصولو نقد او له هغوی سره تقابل
له فلسفې سره په مواجهه کې بدلون
له امام محمد غزالي رحمه‌الله د مخه، په اسلامي نړۍ کې د فلسفې پر وړاندې دریځ عموماً دفاعي و.
اسلامي متکلمینو که څه هم هڅه کوله چې د فلسفي افکارو په مقابل کې له دیني عقایدو ساتنه وکړي، خو د فلسفې د بنسټیزو اصولو مستقیم نقد او پر هغوی برید ته یې چندان توجه نه وه کړې.
فلسفې همیشه د الهیاتو په برخه کې په اسلامي اصولو حمله کوله، او د علم کلام  عالمانو پرته له دې چې فلسفي بنسټونه په جدي ډول چیلنج کړي یوازې یې دفاعي دریځ غوره کاوه.
امام غزالي رحمه‌الله لومړنۍ متفکر و چې دا معادله یې بدله کړه. هغه نه‌یوازې فلسفه ژوره مطالعه کړه، بلکې د هغې ریښې یې هم وننګولې او ویې ښوده چې د فلسفې ګڼ بنسټونه د ضعف، تناقض او ناسمو استدلالونو ښکار دي. هغه تر هر څه لومړۍ د «مقاصد الفلاسفه» په لیکلو سره د فیلسوفانو نظریات په بې‌طرفانه ډول مطرح کړل، ورپسې یې د «تهافت الفلاسفه» په تألیف سره د فلسفې تر ټولو ستر نقد وړاندې کړ. دا اقدام د اسلامي تفکر په تاریخ کې د پام وړ نقطه ګڼل کېږي، ځکه چې فلسفه نه‌یوازې د متهم په توګه مطرح شوه، بلکې د هغې بنیادونه تر یوه ژور او علمي نقد لاندې راغلل.
  1. مقاصد الفلاسفه: تر نقد د مخه په بې‌طرفانه ډول د فلسفې معرفي
امام غزالي رحمه‌الله د فلسفې پر وړاندې د مؤثرې مقابلې لپاره پرېکړه وکړه چې لومړۍ فلسفه په بې طرفانه ډول او څنګه چې په وقعیت کې ده همغسې معرفي کړي.
هغه په خپل کتاب مقاصد الفلاسفه کې، د فلسفې د ردولو لپاره بیړه و نه کړه، لومړی یې په روښانه توګه د فلسفې اصول بیان کړل. هغه له دې کار څخه دوه موخې درلودې:
  1. د خپل علمي تسلط اثبات: امام غزالي رحمه‌الله وښوده چې د فلسفې نقد یې د ناپوهۍ یا تعصب له مخې نه، بلکې د ژورې مطالعې او دقیقې ارزونې پایله ده.
  2. د فلسفي مغالطو خنثی کول: فیلسوفانو ادعا کوله چې متکلمان له دې امله فلسفه ردوي چې  د فلسفې حقیقي مفهوم یې نه‌دی درک کړی. امام غزالي رحمه‌الله د مقاصد الفلاسفه په لیکلو سره دا ادعا باطله کړه.
امام غزالي په دې کتاب کې د منطق، الهیاتو، او طبیعاتو په برخو کې مهم بحثونه په لنډ او بې‌طرفانه ډول تشریح کړل. هفه په دې اثر کې واضح کړه چې ریاضيکي علوم په خپل ذات کې د مخالفت وړ نه دي، بلکې اساسي ستونزه د فلسفې او اسلامي الهیاتو ترمنځ تقابل دی.
امام غزالي رحمه‌الله دا هم روښانه کړه چې که څه هم منطق ځینې نیمګړتیاوې لري، خو د اختلافاتو اصلي رېښه په الهیاتو او مابعدالطبیعه (متافزیک) کې ده، چیرې چې فلسفه په مستقیم ډول له دیني عقایدو سره ټکر پیدا کوي.
  1. تهافت الفلاسفه: پر فلسفي بنسټونو بې‌سارې حمله
د مقاصد الفلاسفه تر لیکلو وروسته، امام غزالي رحمه‌الله یو بل لوی او بې‌ساری اثر، تهافت الفلاسفه (د فیلسوفانو تناقضات) ولیکه. دا کتاب د اسلامي تفکر په تاریخ کې له څو اړخونو بې ساری و:
  • دا لومړنی علمي اثر و چې فلسفه یې له د ننه څخه، د فلسفي بنسټونو په اساس نقد کړه؛
  • د یقیني او قاطع استدلال له لارې، یې فیلسوفان وننګول او د هغوی له کمزورتیاوو یې پرته پورته کړه؛
  • د علم کلام تدافعي موقف یې بدل کړ او پر فلسفه یې مستقیمه حمله وکړه.
امام غزالي رحمه‌الله په دې کتاب کې د الهیاتو او متافزیک (مابعدالطبیعه) په برخه کې شپېته اساسي مسئلې مطرح کړې او ثابته یې کړه چې فلاسفه په دې مسئلو کې تناقض‌ګویي او منطقي تېروتنې لري. هغه دا هم وښوده چې د دوی ډېری ادعاوې پر حدس او ګمان ولاړې دي او د قطعي برهان پیاوړې شواهد نه لري.
  1. په تهافت الفلاسفه کې قاطع او بې‌پروا لهجه
د تهافت الفلاسفه یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې امام غزالي رحمه‌الله په دې کتاب کې د ډېرو پخوانیو متکلمینو برعکس چې د فلسفې پر وړاندې یې محتاطانه او حتی مدافعانه دریځ نیولی و ،فلاسفه په قاطع، صریح او بې‌پروا ژبه نقد کړي دي. امام غزالي رحمه‌الله په پوره باور او زړورتیا سره فلاسفه نقد کړل.
هغه نه‌ یوازې د دوی فلسفي استدلالونه رد کړل، بلکې د طعنه‌آمیزې او نیوکه‌کوونکې ژبې په کارولو سره یې فیلسوفانو ته وښوده چې د دوی ادعاوې نه ‌یوازې غلطې، بلکې ځینې یې مضحک او خندونکي دي.
امام غزالي رحمه‌الله د تهافت الفلاسفه په مقدمه کې لیکي: “زموږ په زمانه کې داسې خلک راپیدا شوي دي چې فکر کوي د دوی زړه او دماغ د نورو خلکو په پرتله ځانګړي او لوړ دي، دا ډله دیني احکامو او قیوداتو ته د حقارت په سترګه ګوري،  دوی یواځې د سقراط، بقراط او ارسطو نومونه اورېدلي او له خپلو پلویانو یې قصیدې او مبالغوي کیسې اوریدلي، او اورېدلي یې دي چې دې فیلسوفانو د ریاضیاتو، منطق، طبیعات او الهیاتو په برخه کې ډېر عاقلانه نظریات وړاندې کړې دي چې د دوی له عقل او فکر پورته دي، د همدې ذهني او فکري برتری له امله د مذهب او مذهبي مسایلو مخالف وو. ددوی په فکر مذهبي قواعد او اصول مصنوعي فرضیې دي، دې ډلې د تقلید له مخې له مذهب څخه انکار خپل شعار ګرځولی او غواړي ځانونه ‘علمي’ او ‘روښانفکره’ وښيي، ترڅو ځان د عامو خلکو په پرتله لوړ ثابت کړي او د حکماء (عقل‌مندانو) په ډله کې وشمېرل شي. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې د فیلسوفانو الهیاتي نظریې افشا کړم، د دوی له غلطیو پرده پورته کړم، او ثابته کړم چې د دوی ډېری خبرې یوازې بې‌اساسه خیالونه دي، او ځینې نظریې یې دومره مضحک او خندونکې دي چې یوازې عبرت ترې اخیستل کېږي.”
په دې کتاب کې، امام غزالي رحمه‌الله لومړی فلاسفه په قاطع، طنزیه او طعنه‌آمیزه ژبه نقد کوي، خو وروسته یې لهجه نوره هم شدیده کېږي.
هغه د باري تعالی د ذات او صفاتو په بحث کې د فیلسوفانو د عقول او افلاک په برخه کې ددوی عجیب‌وغریبې شجره‌نسب ته اشاره کوي او وایي: “قلنا ما ذكرتموه، وهي على التحقيق، ظلمات فوق ظلمات لو حكاه الإنسان عن منام رعاه لاستدل على سوء مزاجه.”
ژباړه: دا هرڅه چې بیان شول، یواځې  ادعاوې او بې‌بنسټه فرضیې نه دي، بلکې په حقیقت کې، “د تیارې تیاره” ده. که یو څوک ووایي چې دا یې په خوب کې لیدلي، نو دا به د هغه د مزاج د تعادل د نشتون نښه وي.
امام غزالي رحمه‌الله په بل ځای کېلیکي “لست أدرى كيف يقنع المجنون من نفسه بمثل هذه الأوضاع فضلاً عن العقلاء الذين يشقون الشعر بزعم في المعقولات.”
ژباړه: زه حیران یم چې مجانین او لیوني څنګه ددې ډلې په هغو خبرو چې له ځانه یې جوړې کړې دي قناعت حاصلولی شي! حال دا چې هغوی په خپله هم دا ډول باورونه نه مني. نو بیا دا څنګه ممکنه ده چې هغه کسان، چې فکر کوي د عقل له لارې یې د معقولاتو ژور تحلیل وړاندې کړی، دې بې‌اساسه اوهامو ته تسلیم شي؟
 امام غزالي رحمه‌الله په ادامه کې په تند ډول وایي چې د فیلسوفانو په فلسفه کې د خدای تعالی تعظیم تر دې حده له مبالغې ډګ دی چې د الهي عظمت ټول شرایط او لوازم یې نفي کړې دي.
هغه لیکي چې فیلسوفانو په خپلو بارونو کې خدای (جل جلاله) ته د مرده حیثیت ورکړی، چې له نړۍ او هغه څه چې په نړۍ کې تیریږي هیڅ اطلاع نه لري. له مړو سره یې یواځې توپیر دا دی چې هغوی خپل وجود درک کوي خو مړي خپل وجود نشي درک کولای.
امام غزالي رحمه‌الله وروسته د قرآن کریم  د آیاتونو په استناد دا ډول بارونو ننګوي او لیکي:
“خدای تعالی دا ډول خلک په همدې حال پرېږدي، او هر څوک چې د خدای تعالی له لارې څخه واوړي او له الهي هدایت څخه لرې شي، همداسې برخلیک به ولري.”
د دې مطلب د تأیید لپاره د قرآن کریم دې آیت ته اشاره کوي: “وَما أَشهَدتُهُم خَلقَ السَّماواتِ وَالأَرضِ وَلا خَلقَ أَنفُسِهِم.”
ژباړه: “ما دغه (شیطانان) نه د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم.”
په پای کې، امام غزالي رحمه‌الله د فیلسوفانو عقاید نه یوازې انحرافي، بلکې مضحک، بې‌اساسه او بې‌ارزښته بولي. دی ټینګار کوي چې دا ډله، د “عقل” او “علم” تر نامه لاندې، داسې پوچې او بې‌بنسټه خبرې کوي، چې که څوک یې جدي وګڼي، نو لهحیرانتیا سره به مخ شي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version