لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه‌الله‌ (اته شپېتمه برخه)

د حديثو علم
له حدیثو او د حدیثو له علم سره د امام ندوي رحمه الله مینه پخوانۍ ده، چې په هره دوره کې به یې د حدیثو له کتابونو او د حدیثو له فن سره ټینګه اړیکه لرله. په دې برخه کې یې تلپاتې آثار هم په میراث پریښي دي. د بېلګې په توګه، مولانا عبدالحی حسني د سید قطب الهدی د «ترمذي» پر خطي نسخه ارزښتناکې حاشیې لري. همداراز، د «تلخیص لأخبار» په نامه او په «تهذیب الأخلاق» مشهور اثر کې یې منتخب احادیث راټول کړل.
د مولانا د حدیثي بنسټ هغه مهال کېښودل شو، چې د هغه مهربانه استاد، شیخ خلیل عرب د ادب پر کتابونو سربېره د «صحیح مسلم» الجهاد کتاب هم نوموړي ته تدریس کړ، چې دا یې له دې مهم فن سره د بلدتیا پیل و. همداراز یې په ویناوو کې د «الترغیب والترهیب مندزي» له کتاب څخه ګټه واخیسته، په همغې دوره کې یې د محمد بن نصر مروزي د «قیام الیل» کتاب هم مطالعه کړ او تر هغه وروسته یې د جهان شاه حلیم عطا له کتابتون څخه لیدنه وکړه، له حدیثو سره د هغه ډېر شوق دی په تلوسه کې کړ.
مولانا ندوي لیکي: زما پرلپسې نېکمرغي دا وه چې د حدیثو په برخه کې مې د تکړه استاد مولانا حیدر حسن خان ملتیا په برخه شوه، چې هغه د مولانا غلام احمد لاهوري، مولانا لطف‌الله کوئلي، مولانا احمدحسین کانپوري او شیخ‌الاسلام شیخ حسین یمني شاګرد و او د حضرت حاجي امدادالله مهاجر مکي د بیعت اجازه یې درلوده او بخت راسره دا ملګرتیا هم وکړه چې د حدیثو په پیلولو کې راته بل هیڅ فن خنډ نه شو. یوازې د حدیثو درس و او بس، همداراز، د مولانا له ناستې پاستې برخمن شوم. د هغه درس محدثانه و او د حدیث نقد، د حدیث اصول او د حدیث رجال بحثونه پکې شامل وو.[1]
مولانا ندوي د حدیثو په برخه کې له زیاتو سترو محدثینو او علماوو څخه د حدیثو سند ترلاسه کړ او د حدیثو په اړه یې درې رسالې ولیکلې:
  1. المدخل إلى دراسات الحديث النبوي الشريف؛ (د نبوي حدیثو څېړنو ته کتنه).
  2. دور الحديث في تكوين المجتمع الإسلامي؛ (د اسلامي ټولنې په پیدایښت او روزنه کې د احادیثو ونډه)
  3. محمد بن إسماعيل البخاري وكتابه الجامع الصحيح. (محمد بن اسماعیل بخاري او د هغه الجامع صحیح کتاب).
د احادیثو په برخه کې د مولانا ندوي رحمه الله تبحر او ژورتیا له دې ځایه معلومېږي چې د حدیثو پر ډېرو مهمو کتابونو یې ارزښتناکې سریزې ولیکلې او په خپلو ښکلو او له محتوا ډکو څېړنو یې هغه نور هم ښایسته کړل. لکه حضرت شیخ الحدیث مولانا زکریا چې په دې خبره پوه شوی و او له هغه یې وغوښتل چې پر کتابونو یې سریزې ولیکي، چې مولانا ندوي یې دغه غوښتنه ومنله. دلته د بېلګې په توګه د احادیثو هغو کتابونو ته اشاره کوو چې د مولانا په سریزو ښکلي شوي دي:
  1. حياة الصحابة (د مولانا محمد يوسف دهلوي اثر).
  2. أوجز المسالك إلى موطأ مالك.
  3. حجة الوداع (د مولانا زکریا اثر).
  4. لامع الدراري على البخاري (پر بخاري د مولانا ګنګوهي بحثونه، چې مولانا محمد یحی راټول کړي دي).
  5. الأبواب والتراجم للبخاري (د مولانا زكريا اثر).
  6. بذل المجهود في شرح سنن أبي داود (د مولانا خلیل‌احمد سهارنپوري اثر).
  7. الكوكب الدري على جامع الترمذي (د مولانا گنگوهي تقریر، د مولانا یحیی لیکنه).
  8. معارف الحديث (مولانا محمد منظور نعماني).
  9. تكملۀ فتح الملهم (د شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه‌الله اثر).
  10. روائع الإعلاق شرح تهذيب الأخلاق (د ابو سحبان روح القدس ندوي اثر).
  11. التعليق الممجد على موطأ محمد (تحقيق ډاکټر تقي الدین ندوي).
  12. ظفر الأماني شرح مختصر الجرجاني (د داکټر تقي الدین ندوي څېړنه).
له علامه ندوي څخه د د ده د عصر د علماوو تقریظ غوښتنې دا په ډاګه کوي، چې نوموړی د حدیثو په علم کې برلاسی، مهارت او تبحر درلود، لکه ابو سحبان روح القدس ندوي چې لیکي:  مولانا ابوالحسن د حاضر وخت د محدثینو په کتار کې لوړ مقام لري، که څه هم په دې برخه کې یې شهرت ونه موند. په داسې حال کې، چې د مولانا ډېری آثار د حدیثو شرحې او له حدیثو اغېزمنې لیکنې دي، ژوند یې هم پر احادیثو د عمل روښانه او ځلانده بېلګه ده.[2]
د خپل عمر په وروستیو کې به ډېر په فکرونو کې ډوب و او تل به یې د احادیثو د اورېدو هیله کوله. وخت یې ټاکلی و او هره ورځ به یې د بخاري شریف دوه مخونه له یوه خپلوان څخه اورېدل او ښايي دا چاره د هغه د برکتي او ګټور ژوند لپاره ښه خاتمه و.
دوام لري…

 

[1] ـ د اسلام د مفکر سوانح، ۵۰۲مخ.

[2] ـ نذرانه عقیدت، ۱۹۱مخ.

Leave A Reply

Exit mobile version