ه: روژه، د نفس د کنټرول او مهار لپاره د تمرین یوه وسیله
د روژې یوه خاصه ځانګړنه او حکمت د نفس کنټرول او مهارول دي، انسان د روژې په مرسته کولی شي د خپل نفس او خواهشاتو د کنټرول لپاره مؤثر تمرین وکړي؛ ځکه چې د روژې په جریان کې له خوراک او څښاک څخه ځان ساتل د نفس له غوښتنو سره د مقابلې لپاره لوی تمرین دی، کله چې خېټه وږي شي نو نفس د خوراک او څښاک غوښتونکی کېږي؛ خو کله چې انسان د خپل نفس د غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي، نو نفس ضعیفه کېږي او د انسان اراده پیاوړې کېږي، په دې توګه، شخص کولی شي خپل نفس باندې حاکم شي او له بېځایه عملونو څخه په اسانۍ سره ډډه وکړي، دا کار له انسان سره مرسته کوي چې خپل نفس د دنیا او آخرت سعادت ته برابر کړي، چې دا زمینه د روژې له لارې په ښه توګه برابریږي.
له شک پرته د انسان نفس داسې جوړ شوی دی چې نه غواړي خپل خدای وپېژني؛ بلکه تل غواړي چې خپل نه ختمېدونکې خواهشات تعقیب وکړي، هر څومره هم چې مجازات یا په عذاب شي، بیا هم دا ځانګړتیا دده په ذات کې موجوده ده، د عالمانو او دینپوهانو په خبره، یواځینی شی چې کولی شي دا خصلت له منځه یوسي، لوږه ده.
د رمضان میاشتې روژه، چې لوږه او تنده رامنځته کوي، په مستکبر او ځان غوښتونکي نفس باندې د فرعون په شان حمله کوي او ماتوي یې، په دې توګه د نفس ضعف او فقر ورته څرګندوي او په ښه توګ درس ورکوي چې هغه عبد دی او باید د خپل خالق او پالونکي تابع شي.
و: روژه د فقیرانو او شتمنو ترمنځ مساوات رامنځته کوي
روژه د شتمنو او فقراؤ ترمنځ مساوات رامنځته کوي، روژه یو اجباري فقر دی چې اسلام پر ټولو مسلمانانو فرض کړی دی تر څو هر څوک په خپل درون کې مساوي واوسي او دا اجباري فقر انسان ته په عملي توګه داسې احساس ورکوي چې حقیقي مساوات هغه وخت رامنځته کېږي کله چې خلک په خپلو احساساتو کې سره مساوي وي، نه هغه وخت کله چې چې سره توپیر ولري، مساوات هغه وخت رامنځته کېږي کله چې خلک د همدردۍ او ګډ درد له مخې له یوه او بل سره مخامخ شي، نه هغه وخت کله یې چې غوښتنې او هیلې له یو او بل سره په تضاد کې وې.
ز: روژه د امانتدارۍ لپاره د نفس د تربیت عامل
د روژې د نورو ګټو او حکمتونو له جملې څخه بله یې د امانتدارۍ لپاره د د نفس تربیه کول دي «هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی د امانت په ساتلو او د هغه د احکامو په مراعت کولو کې قوي او امانتدار وي، په خپلو کارونو کې به هم قوي وي او هغه څه چې نورو خلکو ورته سپارلي دي، په امانت سره ساتي، او څوک چې د الله سبحانه وتعالی په ستر امانت (د دین امانت) کې خیانت وکړي، نو په نورو امانتونو کې به هم ډیر خیانت وکړي، هغه څوک چې د یوې میاشتې لپاره د ایمان او صاف نیت له مخې د ارادې او صداقت د پیاوړتیا لپاره روژه ونیسي، نو یوه قوي اراده، ټینګ شخصیت او لوړ استقامت به ترلاسه کړي.»
ددې خبرو یوه عجیبه کیسه دا ده چې ځینو کافرانو مسلمان کارګران ازمایل هغوی ته به یې ویل چې د روژې او د الله تعالی په وړاندې د خیانت ترمنځ انتخاب وکړي، کافرانو به وعده ورکوله چې هغه څوګ چې روژه ماتی ترسره کړي نو معاش به یې لوړ کړي، دوی غوښتل چې په توګه یې دوکه کړي، خو له رمضان میاشتې وروسته به یې خبره برعکس کړه د هغو کسانو معاش به یې دوه برابره کړ چې روژه به یې ونیوله، او د هغو کسانو معاش به یې کمکړ او یا به یې له کار څخه وشړل چې روژه به یې خوړلې وه، او واضح به یې ورته وویل چې تاسو خاینان یاست او له خپل دین سره مو خیانت کړی دی.
ح: روژه، د مهربانۍ او له مسکینانو سره د همدردۍ لامل
روژه د مهربانۍ او له فقراء او مسکینانو سره د همدردۍ سبب ګرځي. کله چې یو روژهدار د تندې او لوږې درد تجربه کوي، نو د اړمنو خلکو یاد یې ذهن ته راځي او دا احساس هغوی له مسکینانو سره مرستې، احسان او مهربانۍ ته هڅوي. په دې ترتیب، روژهدار د دې عمل په وسیله د خدای تعالی له لوري ډېر ستر اجرونه ترلاسه کوي. له شک پرته، یوازې هغه څوک چې پخپله یې درد لیدلی او زغملي وي، کولای شي چې نور خلک درک کړي. تر هغې چې یو انسان ناروغ نه شي، د یوه ناروغ احساسات او حالات نه شي درک کولای. تر هغې چې یو څوک لوږه ونه ویني، د فقراء او مسکینانو وضعیت او احساس نه شي درک کولای. د همدې روژې په وسیله شتمن او سرمایهداره خلک چې د لوږې او فقر تجربه نه لري، زده کوي چې د لوږې او تندې حالات څه ډول وي. همدا د روژې له اساسي حکمتونو او فلسفو څخه ده.