Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (پنځلسمه برخه)
نشنلیزم پنجشنبه _20 _فبروري _2025AH 20-2-2025AD

نشنلیزم (پنځلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عایشه

نشنلیزم (پنځلسمه برخه)

د اسلامي خلافت سقوط
عثماني امپراتوري په ۱۳۰۰ زېږدیز کال کې تاسیس شوه او په چټکۍ سره پراخه شوه. دې پراخې امپراتورۍ د داسې سیمو واکمنې کوله، چې تقریباً ټول منځنی ختیځ، د ایران لوېدیځ، د بالکان ټاپووزمه، د مرکزي اروپا ځینې برخې او قفقاز یې پکې شامل وو. د دې خلافت پلازمېنه استانبول، له ۱۴۵۳ زېږدیز کال راهیسې د عثماني واکمنانو د ځواک مرکز و. د هغو خلکو ژبنی، کلتوري او مذهبي تنوع، چې د دې خلافت تر بیرغ لاندې یې ژوند کاوه، د عثماني امپراتورۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه وه.
عثماني خلافت د خالصې اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړ شوی و. دا یو داسې دولت و، چې له پیله یې دریځ او تګلاره په اسلامي اصولو ولاړه وه. همدې دریځ عثماني دولت د کفارو او د اسلام د دښمنانو د بریدونو په وړاندې په یو قوي ځواک بدل کړ.
دا دولت، چې د “عثماني عالي دولت” په نوم هم پیژندل کېده، د ۶۰۰ کلونو لپاره د اسلامي امت د ځواک، یووالي او ثبات سمبول پاتې شو او په اسلامي خاورو باندې د دښمن د بریدونو پر وړاندې یې د یو قوي خنډ په توګه عمل وکړ.
عثماني خلافت کوچني دولتونه او قبایلي سیمې سره یوځای کړې. دا خلافت د اسلامي قانون په پلي کولو، د جوماتونو په جوړولو، د دیني مدرسو د پراخولو او د اسلام د بیرغ د ساتلو له لارې د اسلامي ټولنې د یووالي لپاره مهم رول ولوباوه. دې دولت د صلیبیانو د نفوذ د خپرېدو مخه ونیوله او د لویدیځ استعمارګرو پر وړاندې یې، په مقاومت سره، د اسلامي خاورو عربي-اسلامي هویت وساته.
خو عثماني خلافت د لویدیځوالو او د هغوی د کورنیو اجنټانو دسیسو له امله له منځه لاړ. اروپايي استعمارګرو هڅه وکړه، چې د فکري جګړې او د لویدیځو افکارو د ترویج له لارې عثماني دولت له دننه وځپي.
د عثماني خلافت د سقوط عوامل
د عثماني دولت د سقوط یو له مهمو عواملو څخه د ملت پالنې مفکوره وه. لویدیځوالو د دې مفکورې په ترویج سره اسلامي ملتونه دې ته وهڅول، چې د اسلامي امت پر ځای په خپلو قومي هویتونو او ملي ګټو تمرکز وکړي.
ملتپالو ترکي افسرانو، چې ډېری یې یهودیان وو، په ۱۹۰۹ زېږدیز کال کې، دوهم سلطان عبدالحمید له واکه ګوښه کړ او د خلافت د سقوط بنسټ یې کېښود. د “یووالي او پرمختګ ټولنې” په مشرۍ، دوی د اسلامي یووالي مفکوره د ملتپالو شعارونو سره بدله کړه او د عثماني دولت د زوال لپاره یې لاره هواره کړه.
لویدیځ استعمارګرو، د هسپانویانو او پرتګالیانو په ګډون، او د یهودیانو او صلیبیانو په ملتیا، دا درک کړه چې عثماني دولت د اسلامي خاورو د تسلط په وړاندې یوازینی جدي خنډ دی. له همدې امله، دوی هڅه وکړه، چې د خلافت په داخلي جوړښت کې نفوذ وکړي او هغه له دننه تجزیه کړي.
د ملتپالو شعارونو اغېز
د ملتپالو شعارونو په کارولو سره، هغوی مسلمانان دې ته اړ کړل، چې د اسلامي امت اهداف او ارمانونه هېر کړي. دا هڅې، د عثماني دولت د داخلي کمزورۍ او د ځینو داخلي عناصرو د خیانت ترڅنګ، بالاخره په ۱۹۲۴ زېږدیز کال کې د خلافت د سقوط لامل شوې.
د اسلامي خلافت پر وړاندې د استعمار فکري جګړه
د اسلامي خلافت پر وړاندې د استعمارګرو د فکري جګړې یوه وسیله د قومي او ملتپالو افکارو وړاندې کول وو. استعمارګران په دې ښه پوهېدل، چې اسلامي عقیده یوه جهادي عقیده ده، چې مسلمانان د ظلم او استعمار د هر ډول بڼو پر وړاندې یووالي او مقاومت ته رابولي. له همدې امله، دوی هڅه وکړه، چې د قومي افکارو د ترویج له لارې جهادي غورځنګونه په محدودو ملي غورځنګونو بدل کړي.
قومي ملتپالنه؛ د استعمار نوې حربه
قومي ملتپالنه یو نوی دام دی، چې استعمار یې د اسلامي نړۍ د ځپلو لپاره کاروي، ترڅو خپل هغه ارمانونه پوره کړي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د صلیبي جګړو په هڅولو سره نشوای ترلاسه کولی.
لویدیځوالو قومي ملتپالنه د اسلامي امت د یووالي د ماتولو او د اسلامي نړۍ د یو موټي کېدو د مخنیوي لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروله. دا ځکه، چې د اسلامي امت یووالی د استعمار لپاره یو احتمالي ګواښ و. استعمارګرو غوښتل، چې اسلامي نړۍ په کوچنیو واحدونو ووېشي، ترڅو بیا وکولی شي د دوی په چارو واکمني وکړي.
د عثماني خلافت پر وړاندې د لویدیځ هڅې
د برېتانیا په مشرۍ لویدیځې اروپا د عثماني امپراتورۍ د له منځه وړلو او د هغې د ځمکو د وېشلو هڅه کوله. له همدې امله، هغوی د فکري او کلتوري روڼ اندو ترکانو په مټ د ملتپالو غورځنګونو بنسټ کېښود. دا هغه کسان وو، چې په لویدیځ کې یې زده کړې کړې وې او سیکولریستي افکار یې درلودل.
د ترکیې ملتپال غورځنګ یو سیکولر غورځنګ و، چې په اصل کې د منځنۍ طبقې د شعور پر بنسټ ولاړ و، په ځانګړې توګه د هغې کلتوري برخې.
د عثماني اسلامي خلافت له منځه وړل؛ د لویدیځ هدف
د عثماني اسلامي خلافت له منځه وړل د لویدیځو هېوادونو له سترو اهدافو څخه وو. دوی د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره هیڅ لګښتونه یا هڅې ونه سپمولې.
دا حقیقت وروسته پخپله دوی ومنه. د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جورج نتانیل کرزون، د برتانیا د ولسي جرګې په یوه څرګنده وینا کې اعتراف وکړ:
“موږ ترکیې ته داسې ګوزار ورکړی، چې هیڅکله به سر پورته نشي کړای؛ ځکه موږ د هغه دوه فعال ځواکونه له کاره وغورځول: اسلام او اسلامي خلافت.”
دوام لري…
Previous Articleالحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (یوولسمه برخه)
Next Article شل ویناوې، شل روښانه څېرې (دوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (درېیمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.