د منځګړیتوب د موضوع په راپورته کېدو سره، د صفین جګړه عملاً پای ته ورسېده او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې او لیکونه پیل شول. په پای کې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې له دواړو اړخونو څخه یو یو لوړ پوړی مذاکره کوونکی، یو د حضرت علي رضی الله عنه او عراقي لښکر څخه او یو د حضرت معاویه رضی الله عنه د شام د لښکر څخه د حَکم یا منځګړي په توګه وټاکل شي، ترڅو د راپورته شوي کړکېچ او شخړې د حل کولو، د جګړې او اختلاف د پای ته رسولو، او د هغه څه په اړه هوکړې ته د رسیدو په اړه بحث او خبرې اترې وکړي چې د مسلمانانو په ګټه دي.
حضرت ابو موسی الاشعري (عبدالله بن قیس) رضی الله عنه د عراقي لښکر لخوا د منځګړي او استازي په توګه وټاکل شو او حضرت عمرو بن العاص قریشي رضی الله عنه د شام د لښکر لخوا د منځګړي او استازي په توګه وټاکل شو.
د هغه څه برخلاف چې په ډېرو تاریخي کتابونو کې خپاره شوي دي، د حضرت ابو موسی الاشعري ټاکنه د خوارجو لخوا په حضرت علي باندې د تحمیل کولو له امله نه وه، ځکه چې دوی پخپله د منځګړیتوب یا حکمیت د منلو سخت مخالف وو او له همدې امله دوی د حضرت علي پر وړاندې دریځ غوره کړ او هغه یې تکفیر کړ. بلکې دا ټاکنه د حضرت ابو موسی الاشعري په شخصیت کې د موجودو ځانګړتیاوو پر بنسټ ترسره شوې وه. هغه د مسلمانانو د لومړي نسل څخه، حبشې او مدینې ته د مهاجرینو څخه، د ایران په فتحه کې د اسلامي پوځ یو له لویو قوماندانانو څخه او د صحابه کرامو رضی الله عنهم له لویو علماوو او فقهاوو څخه و. امام شعبي رحمه الله هغه د صحابه کرامو له څلورو لویو قاضیانو څخه یو یاد کړی دی، چې عبارت دي له: حضرت عمر فاروق، حضرت علي، حضرت زید بن ثابت او حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنهم. د دې ترڅنګ هغه یو سوله خوښونکی شخصیت هم و او د عراق په خلکو، په ځانګړې توګه د کوفې او بصرې په خلکو کې یې ډېر محبوبیت درلود. د حضرت عمر رضی الله عنه له خلافت څخه د حضرت علي رضی الله عنه تر خلافت پورې، هغه د بصرې او کوفې د والي په توګه دنده ترسره کړې ده؛ حتی د حضرت علي رضی الله عنه له خلیفه کېدو وروسته، د هغه لخوا د ډیرو پخوانیو والیانو او واکمنانو د ګوښه کولو سره سره، هغه د کوفې د ولایت له څوکۍ او منصب څخه ګوښه نه شو.
حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه هم د مسلمانانو په منځ کې ځانګړی مقام درلود. هغه د هجري قمري په اتم کال کې اسلام قبول کړ. د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ده د اسلام راوړلو په اړه فرمايي: “اسلم الناس و آمن عمرو بن عاص”؛ (نور خلک اسلام راوړ، خو عمرو بن العاص ایمان راوړ.) حضرت طلحه رضی الله عنه وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: “إن عمرو بن العاص من صالح قریش” ؛ (په حقیقت کې، عمرو بن العاص د قریشو له صالحو او پرهیزګارو خلکو څخه دی.)
د حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضی الله عنهما د خلافت پر مهال، هغه د اسلامي لښکر یو له سترو قوماندانانو څخه و. هغه د یرموک په جګړه کې د مسلمانانو په بریا کې د پام وړ رول ولوباوه. هغه د فلسطین، شام او مصر د خاورو لویه برخه فتحه کړه. د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په کلونو کې، عمرو بن العاص د هغه له نږدې ملګرو او سلاکارانو څخه و. کله چې باغیانو مدینه د خپل یرغل لپاره خپله اډه وګرځوله، د خلیفه کور یې کلابند او بالاخره یې هغه په شهادت ورساوه، عمرو بن العاص په مدینه کې و، خو کله چې یې ولیدل چې د یاغیانو په وړاندې هیڅ نشي کولی، نو له مدینې څخه شام ته لاړ ترڅو د معاویه رضی الله عنه په مرسته د یاغیانو او د خلیفه د قاتلانو په وړاندې راپورته شي.
د پورته ذکر شویو دواړو منځګړو او حکمانو ځانګړتیاوو ته په پام سره، دا روښانه کیږي چې هغه څه چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم مخالفین او دښمنان یې دې دوو لویو شخصیتونو ته منسوبوي، له درواغو او بې بنسټه تورونو څخه پرته، بل څه نه دي.
د حکمیت د هوکړه لیک متن
“بسم الله الرحمن الرحیم.
۱. دا هغه تړون دی چې علي بن ابي طالب او معاویه بن ابي سفیان رضی الله عنهما او د دوی پیروانو تړلی دی، چې دوی پکې د قرآن او سنتو په رڼا کې د شریعت پر حکم او پرېکړې هوکړه کړې ده.
دا تړون د عراق د خلکو د حاضرو او غیرحاضرو کسانو په استازیتوب حضرت علي (رض) او د شام د خلکو د حاضرو او غیرحاضرو کسانو په استازیتوب حضرت معاویه (رض) تایید کړ.
موږ د قرآن کریم حکم ته غاړه کیښوده؛ موږ باید هغه څه ومنو چې قرآن یې مني او هغه څه رد کړو چې قرآن یې ردوي. دا زموږ پرېکړه ده او موږ پرې راضي یو.
حضرت علي رضی الله عنه او د هغه پلویانو د عبدالله بن قیس (ابو موسی الاشعري) په منځګړیتوب موافقه وکړه او حضرت معاویه رضی الله عنه او د هغه پلویانو د عمرو بن العاص په منځګړیتوب موافقه وکړه، ترڅو د حکمیت په مسله کې څارنه او قضاوت وکړي.
البته، حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما له عبدالله بن قیس او عمرو بن العاص څخه کلکه ژمنه واخیسته، هغوی ته یې د خدای جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم د عهد یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په دې مسله کې قرآن د خپل لارښود په توګه وټاکي. که دوی د ستونزې حل د خدای تعالی په کتاب کې وموند، نو دوی باید په هغه عمل وکړي او که یې په قرآن کې حل ونه موند، نو دوی باید د خدای تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم جامع سنت ته دې مراجعه وکړي او دوی باید د قرآن او سنتو خلاف پریکړه ونه کړي او د شبهاتو په لټه کې دې نه وي.
حضرت عبدالله بن قیس (ابو موسی اشعري) او حضرت عمرو بن العاص له حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما څخه تعهد او ژمنه واخیسته چې هر هغه څه چې دوی یې د قرآن او سنتو په رڼا کې پرېکړه کوي، ومني او دوی د پریکړې د سرغړونې یا مخالفت حق نلري.
د هغو دواړو (حضرت ابو موسی الاشعري او حضرت عمرو بن العاص) سر، مال، اولاد او کورنۍ به خوندي وي. که څوک د دوی له پرېکړې څخه خوښ وي او که ناخوښ، د سرغړونې او مخالفت حق نلري. اسلامي امت باید د هغې پرېکړې په کلکه ملاتړ وکړي چې د قرآن او سنتو په رڼا کې د منځګړو لخوا نیول کیږي.
که چیرې له دوو منځګړو څخه یو د قضاوت له پای ته رسیدو دمخه مړ شي، د هغه ملاتړي به د هغه پر ځای بل صادق او عادل کس غوره کړي، البته د همغه پخواني تړون له مخې.
که چیرې له دواړو امیرانو (حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما) څخه یو د دې مسلې د حل لپاره له ټاکل شوې نیټې څخه مخکې مړ شي، نو د هغه ملاتړي او پیروان به د هغه پر ځای یو وړ او عادل کس وټاکي.
دواړه ډلې باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او له یو بل سره خبرې وکړي.
په دې تړون کې د ذکر شویو ټولو مواردو پلي کول د دواړو مشرانو، دواړو منځګړو او دواړو ډلو لپاره د هغې د تړل کېد له نیټې څخه لازمي دي او خدای جل جلاله د دې تړون او عهد شاهد دی او هغه د شاهد په توګه کافي دی. که چیرې په دې مسله کې یو اړخ سرغړونه او تېروتنه وکړي او له حدودو څخه تیر شي، نو ټول امت به د هغه لوري له کړنو څخه بېزاره وي او له هغې وروسته به هیڅوک د دوی په وړاندې هیڅ تعهد ونلري.”
ټول خلک به د تړون د مودې تر پای پورې د خپل ژوند، ملکیت، او کورنۍ او اولادونو له پلوه له امنیت او خوندیتوب څخه برخمن وي. هرڅوک باید خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي، لارې باید امن وي، او هغه کسان چې په دې تړون کې حاضر نه دي، د حاضرو کسانو په څیر به د تړون د شرایطو پلي کولو ته ژمن او متعهد وي.
دواړه منځګړي دې د عراق او شام ترمنځ یوه سیمه د خبرو اترو لپاره په پام کې ونیسي.
هیڅوک باید په دې خبرو اترو کې د دواړو خواوو د موافقې او رضایت پرته ګډون ونکړي.
د بحث او خبرو اترو وخت به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه پورې وي. که چیرې دواړه منځګړي وغواړي چې د ټاکل شوې نیټې څخه مخکې غونډه وکړي، کولی یې شي، او که دوی وغواړي چې ویې ځنډوي، نو دا کار هم کولی شي.
که چیرې دواړه منځګړي د تړون د مودې تر پای پورې د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې پریکړه او منځګړیتوب ونکړي، نو دواړه ډلې به بېرته د جګړې لومړني حالت ته ور وګرځي.
ټول مسلمانان په دې اړه له خدای تعالی سره ژمنه او تعهد کوي چې د هر هغه چا په وړاندې به سره یو شي چې غواړي تړون مات کړي، ظلم وکړي یا په دې برخه کې سرغړونه وکړي.
حضرت حسن او حسین رضی الله عنهما د حضرت علي رضی الله عنه دوه زامن، عبدالله بن عباس، عبدالله بن جعفر بن ابی طالب، اشعث بن قیس الکندي، اشتر بن حارث، سعید بن قیس الهمداني، حسین او طفیل د حارث بن عبدالمطلب دوه زامن، ابو سعید بن ربیعه انصاري، عبدالله بن خباب بن ارت، سهل بن حنیف، ابو بشار بن عمر انصاري، عوف بن حارث بن عبدالمطلب، یزید بن عبدالله اسلمي، عقبه بن عامر الجهني، رافع بن خدیج انصاري، عمرو بن حماق الخزاعي، نعمان بن عجلان انصاري، حجر بن عدي الکندي، یزید بن حجیه النکري، مالک بن کعب همداني، ربیعه بن شرحبیل، حارث بن مالک، حجر بن یزید او علبه بن حجیه.
حبیب بن مسلمه فهري، ابو الاعور سلمي، بسر بن ارطات قرشي، معاویه بن خدیج الکندي، مخارق بن حارث الزبیدي، مسلم بن عمرو السکسکي، عبدالله بن خالد بن ولید، حمزه بن مالک، سبیع بن یزید بن ابجر العبسي، مسروق بن جبله العقي، بسر بن یزید الحمیري، عبدالله بن عامر قریشي، عتبه بن ابي سفیان، محمد بن ابي سفیان، محمد بن عمرو بن العاص، عمار بن احوص الکلبي، مسعده بن عمرو العطبي، صباح بن جلمه الحمیري، عبدالرحمن بن ذوالکلاع، تمامه بن حوشب او علقمه بن حکم.
ابو موسی الاشعري او عمرو بن العاص د روژې په میاشت کې د حکمیت د لومړۍ غونډې د ځای په اړه په «اذرح» کې چې د عراق او شام ترمنځ د دومة الجندل سیمې ته نږدې موقعیت لري، موافقه وکړه. د منځګړیتوب هوکړې ته له رسیدو وروسته، دواړه لښکرونه له صفین څخه ووتل او بیرته خپلو پخوانیو ځایونو ته راستانه شول.