علي رضي الله عنه پخپله د جګړې ډګر ته ننوځي
حضرت علي رضی الله عنه پخپله د لښکر د میسرې (چپ اړخ) د پیاوړتیا لپاره د جګړې ډګر ته ننوت. کله چې د ربیعه قبیلې وګړو حضرت علي رضی الله عنه د تورې چلولو په حال کې ولید، نو د دوی روحیه پیاوړې او لوړه شوه.
د ابو سفیان مريي، چې نوم یې احمر و، د حضرت علي رضی الله عنه په لور حرکت وکړ، خو د حضرت علي رضی الله عنه مريي کیسان د هغه مخه ونیوله. دواړه سره ونښتل، او بالاخره کیسان د احمر له خوا ووژل شو. کله چې حضرت علي رضی الله عنه خپل مريی وژل شوی ولید، نو خپه شو او احمر یې پورته کړ، پر ځمکه یې په شدت وواهه، چې له امله یې احمر سخت ټپي شو. بیا حضرت حسین او محمد بن حنفیه رضی الله عنهما هغه وواژه.
د شام لښکر پر حضرت علي رضی الله عنه برید وکړ، خو د ربیعه قبیلې جنګیالیو د هغوی برید په شا وتمبول. له بلې خوا، اشتر د لښکر میمنه (ښي اړخ) پیاوړې کړه. بالاخره، دواړو خواوو تر مازدیګره پورې سخته جګړه وکړه. ماښام ته نږدې، مالک اشتر د شام د لښکر میسره پر شا وتمبوله، خو د حضرت معاویه رضی الله عنه ملګرو، چې پر مرګ یې بیعت کړی و، لښکر یې بېرته پیاوړی کړ، او د حضرت علي رضی الله عنه لښکر یې شا تګ ته اړ کړ.
د حضرت علي رضی الله عنه له لوري، عبدالله بن ابي الحصین ازدي، چې د عمار بن یاسر رضی الله عنه په ډله کې و، پر مخ ولاړ. له مقابل لوري عقبة بن حدید نمري ورسره مخامخ شو، چې په پایله کې عقبه ووژل شو. د هغه په مړینه، د شام لښکر خپل برید ته زور ورکړ او د عراق پوځ ته یې درانه تلفات واړول. حضرت علي رضی الله عنه پخپله د میمنې د لښکر د پیاوړتیا لپاره راورسېد.
له بلې خوا، ذوالکلاع حِمْیَري او عبیدالله بن عمر بن الخطاب د حضرت علي رضی الله عنه د لښکر په میسره برید وکړ. د ربیعه قبیله هم په خپل ځای ټینګه پاتې نه شوه. د مړو شمېر په فوقالعاده ډول لوړ شو. د میسرې وضعیت خراب شو، تردې چې عبدالقیس مخې ته راغی او د شام د لښکر د پرمختګ مخه یې ونیوله.
په دې نښتو کې ذوالکلاع حِمْیَري او عبیدالله بن عمر ووژل شول. په دې توګه، د دواړو خواوو د میمنې او میسرې ترمنځ جګړې او مبارزې له سهار څخه تر ماښامه دوام وکړ، “لا هم د پوځ زړه په خپل ځای کې و.”
حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه په لوړ غږ اعلان وکړ: “څوک چې د خدای تعالی رضا غواړي او خپل کور ته د بېرته ستنېدو اراده نه لري، هغه دې زما سره راشي!”
په دې وخت کې، عمار بن یاسر رضی الله عنه څلور نوي (۹۴) کلن و؛ نوموړی په قوي روحیې سره جګړه کوله او پوځ یې حرکت او حماسې ته هڅاوه. خو هغه له تېري څخه لرې و، لکه څنګه چې یې د خپلو ملګرو له خولې واورېدل چې ویل یې: “د شام خلک کافر شول!”
عمار هغوی منع کړل او ویې ویل:
“هغوی زموږ پر ضد بغاوت کړی دی. موږ د هغوی د بغاوت له امله د هغوی پر ضد جنګېږو، خو زموږ رب یو دی، زموږ پیغمبر یو دی، او زموږ قبله یو ده!”
هغه په همدې حال کې میدان ته ننوت او په جګړه بوخت شو. هاشم بن عقبه، چې د حضرت علي رضی الله عنه بیرغ وړونکی و، له عمار سره ملګری شو.
عمار د شام د لښکر په زړه برید وکړ؛ شپه پیل شوې وه، او د عمار رضی الله عنه بریدونو په شدت سره دوام درلود…
حضرت عمار رضی الله عنه شهادت
له هغې خوا، عمرو بن العاص په ډېرې سختۍ سره وتوانېد چې د هغه د بریدونو مخه ونیسي. بالاخره، حضرت عمار رضی الله عنه په دې جګړه کې شهید شو. ځینو تاریخپوهانو د حضرت عمار رضی الله عنه شهادت د شام لښکر ته منسوب کړی دی.
حقیقت دا دی چې حضرت معاویه او حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنهما دواړه له “تَقْتُلُكَ الفِئَةُ البَاغِيَةُ” خبر وو، نو تل یې پام کاوه چې حضرت عمار رضی الله عنه ته زیان ونه رسېږي؛ نو دا لرې خبره ده چې د شام لښکر به، د دې پوهې او معلوماتو سره، حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه شهید کړی وي.
حتی کله چې حضرت معاویه رضی الله عنه او شامیان د حضرت عمار رضی الله عنه په شهادت خبر شول، نو دوی وویل: “هغه چا چې عمار راوست او زموږ په منځ کې یې غورځولی دی، هماغه یې شهید کړی دی!”
نو د حضرت عمار رضی الله عنه شهادت د هغو کسانو لخوا ترسره شو چې ځانونه یې په دوو لښکرو ویشلي وو او تل یې د ګډوډۍ او جګړې په لټه کې وو، ترڅو له مسلمانانو څخه سخت غچ واخلي.
دا هماغه کسان وو چې د شام خلک یې د حضرت عمار رضی الله عنه په وژلو تورن کړل، لکه څنګه چې علامه مهلب، ابن بطال او نور مسلمان څېړونکي په همدې باور دي.
سربېره پردې، د دې حدیث شریف له مخې، نشي کېدی چې د شام ټول لښکر دې یاغي وګڼل شي؛ بلکې یوازې د قاتل د ملګرو ډله، یعنې هماغه سرتیري چې دا ناوړه عمل یې ترسره کړی و، پدې حدیث کې شامل دي.
د دې موضوع د لا ډېرې څېړنې لپاره، “د مرموزې وژنې د صحنې افشا کول” کتاب ته مراجعه وکړئ. د حضرت علي رضی الله عنه خواشیني
کله چې د عمار بن یاسر رضی الله عنه د شهادت خبر حضرت علي رضی الله عنه ته ورسېد، نو هغه ډېر خواشینی شو.
کله چې حضرت عمار له قیس بن عباد سره مخ شو، هغه له عمار څخه وپوښتل:
“ما ته ووایه، ته له علي رضی الله عنه سره یوځای شوی یې او د هغه په ملاتړ کې جنګېږې؛ آیا دا ستا شخصي نظر دی؟ که دا ستا شخصي نظر وي، نو مجتهد سمه پرېکړه او تېروتنه دواړه کولی شي؟ یا دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته سپارښتنه کړې ده؟”
حضرت عمار وویل:
“نه، دا زما شخصي نظر دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په دې اړه کومه ځانګړې سپارښتنه نه ده کړې چې عام خلک پرې خبر نه وي.”
له هغې وروسته، د شام د لښکر ټولې برخې جګړې ته داخلې شوې.
د تورو غږونو، د نیزو ضربو، د حماسهویونکو چیغو، او د جنګیالیو تکبیرونو ټوله فضا خپله نیولې وه.
دا شپه د جمعې شپه وه، چې “لیلة الهریر” نومېږي.
په همدې شپه، حضرت اویس قرني رضی الله عنه شهید شو.
دا شپه د مسلمانانو لپاره تر ټولو سخته وه، ځکه چې ټولې نیزې ماتې شوې، غشي خلاص شوي وو، او خلکو تورو ته لاس وروړ. بالاخره، وسلې هم خلاصې شوې، او جګړه تر دې حده ورسېده چې خلک یو بل ته تیږې او خاوره غورځوله. د لیلة الهریر پېښه
حضرت علي رضی الله عنه به کله په میمنه (ښي اړخ) او کله په میسره (چپ اړخ) کې لیدل کېده.
عبدالله بن عباس رضی الله عنه میسره کنټرولوله، او مالک اشتر د میمنې مسؤل و.
ټوله شپه په جنګ تېره شوه، او د جمعې ورځ هم د جګړې شاهده وه.
د لیلة الهریر د شپې یوه د پام وړ پېښه دا وه چې یو ځل حضرت علي رضی الله عنه د دولس زره ماهرو آسسپرو سره د حضرت معاویه رضی الله عنه پر لښکر چټک او ځواکمن برید وکړ، تر هغه چې د هغه خېمې ته ورسېد.
حضرت علي رضی الله عنه له خېمې څخه بهر پر حضرت معاویه رضی الله عنه غږ وکړ او هغه ته یې د مبارزې بلنه ورکړه، ویې ویل:
“د مسلمانانو په وژلو کې هیڅ ګټه نشته! تاسو خپله راشئ، چې یو بل سره مقابله وکړو. څوک چې پر بل برلاسی شي، هماغه به خلیفه شي!”
د حضرت علي رضی الله عنه د غږ په اورېدو سره، عمرو بن العاص امیر معاویه رضی الله عنه ته وویل:
“دا یوه معقوله او منطقي خبره ده!”
د جګړې سرنوشت
ته باید د مقابلې لپاره بهر لاړ شې.
امیر معاویه وویل:
“ولې ته پخپله په دې وړاندیز عمل نه کوې، ای عمرو؟ آیا ته نه پوهېږې چې هر څوک چې د علي رضی الله عنه پر وړاندې میدان ته لاړ شي، ژوندی نه پاتې کېږي؟”
بیا یې په خندا سره وویل:
“لکه چې ته غواړې زه د علي رضی الله عنه سره په جګړه کې ووژل شم، او زما له شهادت وروسته، ته د شام پر خاوره واکمني وکړې!”
بالاخره، د امیر معاویه رضی الله عنه له خوا حضرت علي رضی الله عنه ته هیڅ ځواب ونه ویل شو، نو هغه بیرته خپل لښکر ته راستون شو. د صفین جګړه
د جمعې په ورځ، جګړه تر غرمې پورې روانه وه. د صفین د جګړې په اووه اویا ورځو کې ۹۰ بریدونه وشول، او په ټولیز ډول د دواړو خواوو شاوخوا اویا زره کسان ووژل شول؛ چې ۴۵ زره یې د معاویه رضی الله عنه له لښکر څخه او ۲۵ زره یې د علي رضی الله عنه له لښکر څخه وو.
زهري وايي: “په یوه قبر کې به پنځوس کسان ښخېدل!”
په حقیقت کې، د مسلمانانو د دومره لوی ځواک ضایع کول تر ټولو ستر ناورین و. که دا زړور جنګیالي ژوندی پاتې وای، مسلمانانو کولی شول چې هماغه ورځ ټوله نړۍ فتح کړي.
په ماسپښین کې، مالک اشتر د خپل لښکر مسؤلیت حیان بن هوزه النخعي ته وسپاره او پخپله، د آس سپرو له یوې ډلې سره یوې بلې خوا ته لاړ. هلته یې له هغوی څخه ژمنه واخیسته چې تر وروستیو سلګیو به مقاومت کوي او له بریا پرته به نه راستنېږي.
بیا یې د شام پر لښکر د سپرو ځواکونو سره برید وکړ. د جګړې اوج
د پنجشنبې تر ماسپښین پورې، د شام پوځ غالب ښکارېده، دومره چې احتمال درلود د حضرت علي رضی الله عنه لښکر به مات شي.
خو د جمعې په شپه، د شام پوځ ته درانه زیانونه واوښتل.
د جمعې تر ماسپښین پورې، له نیمایي څخه ډېر شام پوځ وژل شوی و، او له اتیا زرو عسکرو څخه، یوازې ۳۵ زره پاتې شول. د حضرت علي رضی الله عنه له لښکر څخه ۲۵ زره کسان ووژل شول، او شپیته زره کسان ژوندي پاتې شول.
دا وضعیت د حضرت علي رضی الله عنه لښکر ته ډېر مناسب و.
له همدې امله، اشتر او د هغه سپرو ځواکونو له دې موقع څخه ګټه پورته کړه او یو سخت برید یې پیل کړ.
د آس سپرو د غوره کولو دلیل دا و، چې پلي ځواکونه د جګړې د اوږدوالي له امله ستړي او کمزوري شوي وو.
اشتر د خپلو چټکو او سختو بریدونو سره د شام د پوځ تر زړه پورې پرمختګ وکړ. کله چې حضرت علي رضی الله عنه د اشتر پرمختګونه ولیدل، نو په منظم ډول یې هغه ته تازهدمه ځواکونه واستول.
د شام د پوځ بیرغ پورته کوونکی د اشتر له خوا ووژل شو.
د معاویه رضی الله عنه او عمرو بن العاص د خېمې مخې ته جګړه او وینه تویونه سخته وه. د جګړې بدلون
دا جګړه دومره سخته او پراخه وه چې د لښکر ټولې برخې پکې ښکېلې وې.
د شام لښکر د ماتې لپاره شرایط چمتو شوي وو.
د مخالف لوري بریدونو، د پرمختګونو، او د بیرغلرونکي وژنې، د شام د لښکر قوماندانان او مخکښان حیران او ګوته په غاښ کړي وو، او د دفاع لپاره یې هیڅ لاره نه موندله.
تر دې مخکې، د شام د لښکر د ماتې اټکل نه کېده، خو اوس یوازې هغه شیبې پاتې وې چې ماتې پرې راشي.
خو په همدې وخت کې، د عمرو بن العاص یو تدبیر پاڼه واړوله… دوام لري…