Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»حضرت علي کرم الله وجهه (شلمه برخه)
اصحاب کرام دوشنبه _10 _فبروري _2025AH 10-2-2025AD

حضرت علي کرم الله وجهه (شلمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (شلمه برخه)

د صفین د جګړې لومړی پړاو
کله چې د سولې هڅې ناکامې شوې، جګړه پیل شوه؛ خو څرنګه چې دواړه خواوې مسلمانان وې او له یو بل سره یې مینه درلوده، نو د جګړې لپاره یې ځانګړې لیوالتیا نه درلوده. دوی عمومي توګه غوښتل، چې یو ډول سوله وشي.
د جګړې طریقه داسې وه، چې له دواړو خواوو څخه به یو یو کس د جګړې ډګر ته راتلو او له یو بل سره به یې مقابله کوله. دا حالت څو ورځې دوام درلود؛ وروسته جګړې شدت وموند، داسې چې د هر لښکر او ډلګۍ څخه به یو قوماندان له خپلې ډلې سره میدان ته راتلو او له مخالف لوري سره به په جګړه کې ښکېل شو، په داسې حال کې چې دواړه پوځونه به یوازې ننداره کوله.
دا حالت تر یوې میاشتې پورې دوام وکړ. د ذوالحجې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته، جګړه ودرول شوه او د محرم میاشت د سولې په خبرو اترو کې تېره شوه. طبیعي وه، چې په دې میاشت کې دوی دې پایلې ته ورسېدل، چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه او وینه تویول هېڅ ګټه نه لري او باید یو ډول سوله او پخلاینه وشي.
خو په همدې ورځو کې د عبدالله بن سبا ډله، چې جلا او خپلواک شتون یې نه درلود او په پوځ کې مدغم شوې وه، لاس تر زنې نه وه ناسته. د دې ډلې غړو دوامداره هڅه کوله، چې د سولې او تفاهم فضا رامنځته نه شي او دښمني زیاته شي.
هغه ستونزې، چې د سولې پر وړاندې ولاړې وې، دا وې، چې حضرت علي رضي الله عنه په هېڅ ډول له خلافت څخه نه‌شوای تېرېدلی. په ورته وخت کې، د هغه لپاره د حضرت عثمان رضي الله عنه قاتلانو او باغیانو ته سزا ورکول هم ګران وو؛ په حقیقت کې، د مالک اشتر او محمد بن ابی بکر په څېر مشهورو قوماندانانو او د عمار بن یاسر رضي الله عنه په څېر جلیل‌القدره صحابي ته سزا ورکول، او د کوفې او مصر خلک دښمنان ګرځول، یو ساده او اسانه کار نه و.
سربېره پر دې، د حضرت عثمان رضي الله عنه د قاتلانو او د هغه د قتل د شریکانو دقیق تشخیص او پېژندل هم ستونزمن کار وو؛ حتی د حضرت عثمان رضي الله عنه مېرمنې هم په یقیني او قاطع ډول دوی ونه‌شوای پېژندلی. ځکه چې کله حضرت امیرالمؤمنین علي رضي الله عنه د قاتلانو د قصاص په اړه خبرې وکړې، نو لس زره کسانو خپلې نېزې پورته کړې او ویې ویل: “موږ د عثمان رضي الله عنه قاتلان یو؛ زموږ له ټولو څخه قصاص واخلئ!”
له بلې خوا، حضرت امیر معاویه رضي الله عنه د ابو سفیان زوی، د عربو له مشرانو او مخورو څخه شمېرل کېده. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنې ورور او د وحې لیکونکی و.
له حضرت عثمان رضي الله عنه سره د نږدې خپلوي له امله، حضرت معاویه رضي الله عنه ځان د هغه د وینې وارث ګاڼه. د هغه له نظره، د دومره لوی شخصیت د وژنې مسئلې ته نه پام کول او د قاتلانو نه قصاص کول، په بشپړ ډول د عقل او واقعیت خلاف وو؛ له همدې امله، هغه د حضرت علي رضي الله عنه توجیهات سم نه ګڼل.
له حضرت علي رضي الله عنه سره د طلحه، زبیر، او ځینو نورو صحابه‌وو بیعت نه کول، د حضرت معاویه رضي الله عنه دریځ نور هم پیاوړی کاوه. عمرو بن العاص رضي الله عنه هم له هغه سره هم‌نظر و.
په حقیقت کې، که د دواړو خواوو ملاتړو د محرم په میاشت کې، چې جګړه درېدلې وه، د سولې لپاره جدي هڅې کړې وای، نو دا به د دوی لپاره یو ښه فرصت و. له بده مرغه، په دې موده کې د عبدالله بن سبا ډلې، د خپلو پټو او مرموزو هڅو له لارې، کوښښ کاوه، چې د سولې لپاره د هر ډول هوکړې مخه ونیسي او د سولې خبرې اترې بې پایلې کړي.
د سولې هڅې
د ۳۷ هجري قمري کال د محرم په میاشت کې، کله چې جګړه ودرېده، حضرت علي رضي الله عنه د سولې د خبرو اترو لپاره یو څلور کسیز پلاوی حضرت معاویه رضي الله عنه ته واستاوه. په دې پلاوي کې عدي بن حاتم، یزید بن قیس ارحبي، زیاد بن خصفه، او شبث بن ربعي شامل وو.
شبث بن ربعي پخوا هم حضرت معاویه رضي الله عنه ته استول شوی و، خو هغه ورسره سخت چلند کړی و، نو د هغه بیا لېږل له خطره خالي نه وو.
کله چې دا پلاوی د حضرت معاویه رضي الله عنه خدمت ته ورسېد، لومړی عدي بن حاتم د خدای تعالی جل جلاله له حمد او ستاینې وروسته وویل: “ای معاویه! تاسو باید د حضرت علي رضي الله عنه اطاعت وکړئ. که تاسو له هغه سره بیعت وکړئ، نو د مسلمانانو ترمنځ به یووالی او اتفاق رامنځته شي. له تاسو او ستاسو له ملاتړو پرته، بل هېڅ چا له بیعت څخه انکار نه دی کړی. که تاسو په خپل مخالفت ټینګار وکړئ، نو ډېر احتمال شته چې د «جمل» د جګړې کیسه بیا تکرار شي.”
کله چې د عدي خبرې دې مرحلې ته ورسېدې، حضرت معاویه رضي الله عنه یې خبرې ودرولې او ویې ویل: “ای عدي! ایا تاسو د سولې او پخلاینې لپاره راغلي یاست، که د جګړې او شخړې لپاره؟! ایا ته د جمل د جګړې په یادولو سره ما وېروې؟ ایا ته نه پوهېږې چې زه د جګړې زوی یم او له جګړې هېڅ ویره نه لرم؟ زه ښه پوهېږم، چې ته د عثمان رضي الله عنه د قاتلانو په ډله کې یې. خدای تعالی به تا ووژني!”
له عدي وروسته، یزید بن قیس خبرې پیل کړې او ویې ویل: “موږ یوازې استازي یو، زموږ موخه تاسو ته نصیحت کول نه دي، بلکې زموږ لپاره اړینه ده چې د مسلمانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې هڅه وکړو او د دوو ډلو ترمنځ تفرقه او اختلاف له منځه یوسو.”
بیا یزید بن قیس د حضرت علي کرم الله وجهه فضیلتونه او ښېګڼې بیان کړې او د خلافت لپاره یې د هغه د وړتیا په اړه خبرې وکړې.
امیر معاویه رضي الله عنه ځواب ورکړ: “موږ حضرت علي رضي الله عنه په دې دلیل د خلافت وړ نه ګڼو، چې هغه قاتلانو ته پناه ورکړې ده. سوله او پخلاینه هغه مهال ممکنه ده، کله چې هغه د حضرت عثمان رضي الله عنه قاتلین موږ ته وسپاري.”
کله چې د معاویه رضي الله عنه خبرې دې پړاو ته ورسېدې، شبث بن ربعي سمدلاسه د هغه خبرې پرې کړې او ویې ویل: “ای معاویه! ایا تاسو به عمار بن یاسر رضي الله عنه ووژنئ؟“
امیر معاویه رضي الله عنه وویل: “څه شی به ما د عمار رضي الله عنه له وژلو څخه منع کړي؟ زه چمتو یم، چې د حضرت عثمان رضي الله عنه د غلام په بدل کې هم قصاص تر سره کړم.”
شبث بن ربعي وویل: “تاسو به هېڅکله د هغه په وژلو کې بریالي نه شئ، مګر دا چې ځمکه به پر تاسو تنګه شي.”
امیر معاویه رضي الله عنه وویل: “له هغه وړاندې به ځمکه پر تاسو تنګه شي.”
بالآخره، د سولې پلاوی له داسې تاوتریخوالي څخه ډکو خبرو اترو وروسته، پرته له کومې پایلې راستون شو.
د حضرت علي رضي الله عنه تاریخي وینا
له هغه وروسته، حضرت معاویه رضي الله عنه حبیب بن مسلمه فهري، شرحبیل بن سمط الکندي، او سعد بن یزید بن اخنس حضرت علي رضي الله عنه ته واستول.
کله چې دا پلاوی د حضرت علي رضي الله عنه حضور ته ورسېد، حبیب بن مسلمه لومړی خبرې وکړې او ویې ویل:
“حضرت عثمان رضي الله عنه پرحقه خلیفه وو او د کتاب او سنتو له مخې یې عمل کاوه. تاسو هغه ونه زغمل، نو هغه مو وواژه. که تاسو رښتیا د هغه په وژنه کې لاس نه درلود، نو د هغه قاتلین موږ ته وسپارئ. بیا له خلافت څخه لاس واخلئ، تر دې وروسته مسلمانان کولی شي، هر هغه څوک چې وغواړي، د خلیفه په توګه وټاکي.”
حضرت علي رضي الله عنه د دې خبرو په اورېدو خپه شو او حبیب بن مسلمه یې غلی کړ. بیا یې وویل:
“تاسو حق نه لرئ چې د خلافت او حکومت په اړه په دې ډول خپل نظر څرګند کړئ.”
حبیب بن مسلمه وویل:
“تاسو به موږ په داسې حالت کې ووینئ چې تاسو ته به خوښ نه وي.”
(د هغه مطلب دا و، چې توره به د دوی او حضرت علي رضي الله عنه ترمنځ پریکړه وکړي.)
حضرت علي رضي الله عنه وویل:
“لاړ شه او هر هغه څه وکړه چې زړه دې غواړي.”
بیا حضرت علي رضي الله عنه ودرېد، د الله تعالی ستاینه یې وکړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت یادونه یې وکړه، د دواړو شیخانو (حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضی الله عنهما) د خلافت په اړه یې خبرې وکړې، او د هغوی فضیلتونه او ځانګړتیاوې یې بیان کړې.
بیا یې وویل:
“موږ هغوی دواړه د سپارل شویو دندو د ترسره کولو وړ وموندل. له همدې امله، که څه هم موږ د خپل نسب او نږدېوالي له پلوه د الله تعالی رسول ته نږدې وو، خو د دغو دوو لویو شخصیتونو په خلافت کې مو هېڅ ډول مزاحمت ونه کړ.
بیا خلکو حضرت عثمان رضي الله عنه د خلیفه په توګه وټاکه، ځینو له هغه څخه ناراضه شول او هغه یې وواژه. له هغه وروسته، خلکو زما د بیعت غوښتنه وکړه، خو ما د دوی غوښتنه ونه منله. خو طلحه او زبیر رضي الله عنهما له بیعت کولو وروسته، خپل بیعت مات کړ.
له بلې خوا، معاویه رضي الله عنه زما په وړاندې مخالفت اعلان کړ، حال دا چې هغه د اسلام په منلو کې زما په څېر مخکښ نه دی. زه حیران یم چې تاسو څنګه د هغه اطاعت او فرمانبرداري کوئ، پداسې حال کې چې زه خلک کتاب، سنت، او د دین ستنو ته رابولم، د حق د ژوندي کولو او د باطل د له منځه وړلو لپاره هڅه کوم؟“
د حضرت علي رضي الله عنه د خبرو له اورېدو وروسته، شرحبیل بن سمط وویل:
“ایا تاسو ګواهي نه ورکوئ چې حضرت عثمان رضي الله عنه په ناحقه او مظلومانه ډول شهید شوی دی؟“
حضرت علي رضي الله عنه ځواب ورکړ:
“زه نه حضرت عثمان رضي الله عنه مظلوم ګڼم او نه یې ظالم بولم.”
کله چې درې کسیز پلاوي دا خبره واورېده، سمدلاسه پورته شول او ویې ویل:
“موږ له هر هغه چا څخه بیزاره یو، چې حضرت عثمان رضي الله عنه مظلوم نه ګڼي. داسې خلکو ته نصیحت کول هېڅ ګټه نه لري!”
د دې پلاوي له راستنېدو وروسته، د سولې په لور کومه د پام وړ هڅه ونه شوه.
دوام لري…
Previous Articleفاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (اتمه برخه)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (شپږ پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.