د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت په وخت کې، عبدالله بن سعد بن ابي سرح د محمد بن ابي حذیفه لخوا د مصر له ولایت څخه ګوښه کړای شو، او محمد بن ابي حذیفه خپله د هغه ځایناستی شو.
حضرت علي رضی الله عنه خلافت ته له رسېدو وروسته، په ۳۶ هجري قمري کال د صفر په لومړۍ نېټه، قیس بن سعد یې د مصر د والي په توګه وټاکه. قیس د اوو کسانو په ملتیا مصر ته روان شو. کله چې مصر ته ورسید، نو محمد بن ابي حذیفه یې له دندې ګوښه کړ او د چارو واګې یې پر غاړه واخیستې.
په مصر کې، یزید بن حارث المدلجي او مسلمه بن مخلد د «خربتا» په سیمه کې د لسو زرو کسانو سره—چې پکې د خلکو او قبیلو مشران او مخور هم شامل وو—د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو قصاص یوه مهمه مسله او اړینه اړتیا ګڼله. دې ډلې له قیس بن سعد سره له بیعت کولو څخه انکار وکړ. دوی وویل:
“موږ په تمه یو چې وګورو د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې مسله څنګه حل کېږي. کله چې دا مسله حل شوه، نو موږ به بیعت وکړو، مګر تر هغه وخته نه بیعت کوو او نه هم مخالفت. موږ حضرت قیس بن سعد د خپلو ښو اخلاقو او ښه تدبیر له امله درناوی کوو.”
قیس بن سعد وتوانېد چې د مصر وضعیت په بشپړ ډول کنټرول کړي.
د جمل د جګړې له پای ته رسېدو وروسته
د جمل د جګړې له پای ته رسېدو او په کوفه کې د حضرت علي رضی الله عنه له مېشتېدو وروسته، حضرت امیر معاویه رضی الله عنه فکر وکړ چې حضرت علي رضی الله عنه به خامخا د شام پر خاوره برید وکړي او قیس بن سعد ته به هم د برید امر ورکړي. له همدې امله، هغه دا احتمال ورکولو چې له دې ټولو ځواکونو سره مقابله به ورته ستونزمنه وي.
د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د حضرت معاویه رضی الله عنه هڅې
حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د شام په خاوره کې د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره ښه فرصت وموند. کله چې د حضرت عثمان رضی الله عنه په وینو لړلی کمیس او د هغه د میرمنې پرې شوې ګوتې امیر معاویه رضی الله عنه ته یووړل شوې، نو هغه امر وکړ چې دا شیان دې د دمشق د جومات په منبر کې کېښودل شي.
کله چې خلکو د حضرت عثمان رضی الله عنه په وینو لړلی کمیس ولید، ډېر یې ژړل، او احساسات یې راپارېدل. خلکو قسم وخوړ، تر هغه چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې قصاص وانخلي، نه به په بستر ویده شي او نه به سړې اوبه وڅښي.
امیر معاویه رضی الله عنه د غښتلو او پیاوړو جنګیالیو په راټولولو کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړه. په شام کې له مخکې څخه د روم د امپراتورۍ د احتمالي خطرونو د شنډولو لپاره یو پیاوړی پوځ موجود و.
حضرت معاویه رضی الله عنه خلکو ته دا ثابتوله چې دی د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې مظلوم وارث دی. د همدې لپاره، د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې د غوښتنې پر بنسټ یې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره دلایل او شواهد وړاندې کول.
په هر حال، د یو کال په اوږدو کې، هغه له هر اړخه ځان چمتو او سمبال کړ. خو حضرت علي رضی الله عنه په دې ټوله موده کې له ستونزو سره مخ و. که څه هم د حضرت علي رضی الله عنه واکمني—له شام پرته—د اسلامي نړۍ ټولو سیمو ته غځېدلې وه، خو له بده مرغه، دا حکومت د فاروق اعظم رضی الله عنه د حکومت په څېر بشپړ تسلط او ولکه نه درلوده.
په حجاز، یمن، مصر، ایران، او نورو سیمو کې داسې خلک وو چې د حضرت علي رضی الله عنه پر کړنو یې نیوکې کولې. له همدې امله، حضرت علي رضی الله عنه ونهتوانېد چې له نورو سیمو څخه کافي ځواکونه راټول کړي.
مګر د شام په خاوره کې د حضرت معاویه رضی الله عنه دریځ او موقعیت کاملاً برعکس و. ټول خلک له ده سره همغږي وو او خواخوږي یې ورسره درلوده. هغه په شام کې له ځانګړي شهرت څخه برخمن و، او یقینا پوهېده چې د حضرت علي رضی الله عنه له برید سره به مخ شي. له همدې امله، هغه هڅه وکړه چې د شام پر ضد د مصر د احتمالي برید مخه ونیسي.
حضرت امیر معاویه او قیس بن سعد
حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د قیس بن سعد بن عباده الانصاري له قوت او وړتیا څخه ډېر وېرېده. هغه قیس بن سعد ته په خپل لیک کې ولیکل:
“حضرت عثمان ذوالنورین رضی الله عنه په ناحقه او مظلومانه ډول شهید شوی دی. تاسو باید د هغه د وینې د بدلې اخیستلو لپاره له ما سره همکاري وکړئ.”
قیس بن سعد په ځواب کې ولیکل:
“تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، حضرت علي رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه په وژنه کې هېڅ رول نه درلود. اوس چې خلکو له هغه سره بیعت کړی او هغه خلیفه شوی دی، تاسو باید د هغه مخالفت ونه کړئ.”
له یوې خوا، امیر معاویه رضی الله عنه دا اړینه وګڼله چې د قیس بن سعد ګواښ د مصر پر ضد د برید له لارې له منځه یوسي، خو دا اقدام له خطره خالي نه و؛ ځکه که داسې یې کړي وای، نو حضرت علي رضی الله عنه به د شام خاوره فتح کړې وای. قیس بن سعد هم نه غوښتل چې د حضرت علي رضی الله عنه له برید څخه مخکې پر شام یرغل وکړي.
قیس بن سعد او د مصر وضعیت
په دې موده کې، د قیس بن سعد یو لیک حضرت علي رضی الله عنه ته ورسېد، چې پکې یې لیکلي وو:
“په مصر کې یو شمېر خلکو لا تر اوسه بیعت نه دی کړی، او ما هم ورسره تاوتریخوالی نه دی کړی.”
حضرت عبدالله بن جعفر حضرت علي رضی الله عنه ته وړاندیز وکړ چې قیس بن سعد ته امر وکړي، څو له هغو خلکو سره چې بیعت یې نه دی کړی، سخت چلند وکړي او هغوی بیعت کولو ته اړ باسي.
کله چې د حضرت علي رضی الله عنه دا امر قیس ته ورسېد، قیس بن سعد یې عملي کول واجب ونه ګڼل. هغه د حضرت علي رضی الله عنه د لیک په ځواب کې ولیکل:
“دا خلک تاسو ته هېڅ زیان نه رسوي. مګر که موږ د دوی پر ضد جګړه پیل کړو او ورسره نښته وکړو، نو هغوی ټول به ستاسو د دښمنانو سره یوځای شي، او بیا به زیانونه ډېر وي. نو غوره ده چې هغوی په خپل حال پرېږدو.”
کله چې دا لیک حضرت علي رضی الله عنه ته ورسېد، د هغه سلاکارانو ورته وویل چې قیس بن سعد به خامخا له امیر معاویه رضی الله عنه سره جوړجاړی کړی وي. خو حضرت علي رضی الله عنه په دې اړه شک درلود. هغه د قیس بن سعد شتون د مصر لپاره اړین باله.
حضرت معاویه رضی الله عنه د قیس بن سعد د ګوښه کېدو هڅه کوي
په تصادفي توګه، امیر معاویه رضی الله عنه د قیس له وضعیت څخه خبر شو. هغه ته وویل شول چې د حضرت علي رضی الله عنه دربار د قیس په اړه بېباوري څرګندوي. له دې فرصته په استفادې، امیر معاویه رضی الله عنه د قیس بن سعد ستاینه پیل کړه.
هغه خلکو ته ویل:
“قیس بن سعد زموږ ملاتړی دی، او موږ ورسره په اړیکه کې یو.”
کله به یې ویل:
“قیس بن سعد په مصر کې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې د قصاص غوښتونکو په وړاندې ښه دریځ غوره کړی دی، له هغوی سره ښه چلند کوي او هغوی ته ډېر درناوی لري.”
د حضرت علي رضی الله عنه راپور ورکوونکو دا خبرې سمدلاسه د هغه دربار ته ورسولې. د دې پایله دا شوه چې حضرت علي رضی الله عنه سمدلاسه له مصر څخه قیس بن سعد راوغوښت او پر ځای یې محمد بن ابي بکر د مصر والي وټاکه.
کله چې محمد بن ابي بکر مصر ته ورسېد او د حضرت علي رضی الله عنه د فرمان له مخې یې د قیس د ګوښه کېدو خبر ورکړ، قیس ډېر خپه شو او له مصر څخه مدینې ته لاړ.
قیس بن سعد او مدینه
په مدینه منوره کې، د حضرت علي رضی الله عنه له تګ وروسته، واکمن نه و. ځینو خلکو حضرت علي رضی الله عنه برحقه خلیفه باله او د هغه اطاعت یې واجب ګاڼه، خو ځینو نورو د قاتلانو په وړاندې د هغه د دریځ نیوکه کوله.
کله چې قیس بن سعد مدینې ته ورسېد، حضرت معاویه رضی الله عنه مروان بن حکم مدینې ته واستاوه، څو قیس په هره ممکنه لاره شام ته راولي. مروان لومړی له قیس بن سعد سره خبرې وکړې، خو کله چې یې ولیدل چې هغه موافق نه دی، نو د هغه ځورونه یې پیل کړه.
قیس بن سعد مجبور شو چې د حضرت علي رضی الله عنه د لیدو لپاره کوفې ته لاړ شي. هغه د وضعیت ټول راپور حضرت علي رضی الله عنه ته وړاندې کړ. حضرت علي رضی الله عنه پر هغه باور وکړ او هغه یې په خپل ملګرتوب کې وساته.
کله چې حضرت معاویه رضی الله عنه له دې پېښې خبر شو، نو مروان ته یې پیغام واستاوه:
“که تا، د حضرت علي رضی الله عنه دربار ته د قیس بن سعد د استولو پر ځای، د سلو زرو جنګیالیو سره د هغه مرسته کړې وای، دا به زما لپاره اسانه وه!”
کله چې محمد بن ابي بکر مصر ته ورسېد، نو اعلان یې وکړ:
“هر هغه څوک چې زموږ له اطاعت څخه انکار وکړي او د امیرالمؤمنین حضرت علي رضی الله عنه سره بیعت ونه کړي، باید له مصر څخه ووځي.”
هغه کسان، چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې غوښتونکي وو، وویل:
“زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی مه کوئ او په پریکړو کې بیړه مه کوئ، بلکې موږ ته وخت راکړئ، څو د خپلو کړنو د پایلو په اړه نور هم فکر وکړو.”
محمد بن ابي بکر وویل:
“تاسو ته به هېڅ مهلت نه درکول کېږي.”
کله چې دوی د نوي استازي دا ځواب واورېد، نو له ځانه یې دفاع پیل کړه. پایله دا شوه، چې محمد بن ابي بکر د صفین د جګړې تر پای پورې له همدې ډلې سره بوخت و.
له بلې خوا، حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د مصر له اړخه ډاډه شو او د صفین د جګړې لپاره یې ځان چمتو کړ.