لیکوال: رحمت الله رحماني

د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (څلورمه او وروستۍ برخه)

 

د واکمنانو لپاره د علماوو سپارښتنې، وعظونه او ګټورې مشورې
یوه له هغو لارو څخه چې علماوو به د ظالمو پاچاهانو سره اړیکه نیوله، ترڅو هغوی ته نصیحت وکړي، په نېکۍ یې امر کړي، له بدیو یې منع کړي، له ظلم او فساد څخه یې را وګرځوي او د شرعي احکامو پلي کولو ته یې راوبولي؛ پاچاهانو او واکمنانو ته د لیکونو لېږل، زغرده وعظونه او خطبې وې چې له منبرونو او د خلکو په غونډو او محفلونو کې یې وړاندې کولې.
د وخت پاچا ته د حجة الاسلام امام الغزالي رحمه الله لیک
امام غزالي رحمه الله به د خپل وخت پاچاهانو او امیرانو ته لیکونه لیکل او هغوی ته یې د خلکو سره د خواخوږۍ، اصلاح، د عدالت رعایت او د دین ملاتړ ته بلنه ورکوله.
یو ځل امام غزالي د خراسان واکمن، سنجر بن ملک شاه ته یو لیک ولیکه، چې متن یې داسې و:
افسوس! ستونزې او د مالیاتو دروندوالی نږدې دی چې د مسلمانانو غاړې ماتې کړي، په داسې حال کې چې ستاسو د اسونو غاړې د سرو زرو د غاړکیو د وزن له امله کږې شوې دي!”
دغه راز، د هغه مشر ورور، سلطان محمد بن ملک شاه ته یې هم یو لیک ولیکه، چې پکې یې د هغه مسئولیتونه ورپه ګوته کړل، له الهي غضب او قهر څخه یې خبرداری ورکړ او د هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره یې ځینې لارښوونې او مشورې ورکړې.
هغه وزیر، فخر الملک ته هم یو لیک ولیکه، چې متن یې داسې و:
“پوه شه چې د توس ښار د لوږې او ظلم له امله په کنډواله بدل شوی دی. کله چې خلکو واورېدل چې ته د اسفراین او دمغان له ښارونو څخه راځې، نو ووېرېدل. خلکو خپل غله جات خرڅول، ظالمانو له مظلومانو څخه بښنه غوښتله، ځکه دوی ستا څخه د عدالت تمه درلوده او فکر یې کاوه چې ته به د دوی چارې سمبال کړې او د ستونزو د هوارولو توان به ولرې.
خو کله چې توس ښار ته ورسېدې، او خلکو له تا څخه هیڅ بدلون یا تحول احساس نه کړ، نو ستا په اړه د دوی ویره او وحشت ورک شو. بزګرانو او نانوایانو بیا د احتکار او درغلیو لاره ونیوله، او ظالمان زړور شول. هر هغه کس چې تا ته د دې ښار په اړه بل ډول معلومات درکړي، پوه شه چې هغه ستا د دین دښمن دی.
پوه شه چې د توس د خلکو دعاګانې ازمېیل شوې دي. ما پخواني چارواکي او مسئول ته ډېر نصیحتونه وکړل، خو هغه ونه منل. په پایله کې، دا د مخکینیو او وروستنیو لپاره په پند او عبرت بدل شو.
اې فخر الملکه! پوه شه چې دا خبرې ترخې او سختې دي او یوازې هغه څوک یې د لیکلو جرئت کوي، چې له ټولو پاچاهانو او امیرانو یې خپلې تمې پرې کړې وي. نو د دې لیک ارزښت درک کړه، ځکه دا خبرې به ته له ما پرته، له بل چا نه اورې.
که څوک تا ته له دې پرته بل څه وايي، پوه شه چې تمې او طمعې د هغه د حقیقت له ویلو مخه نیولې ده.”
د پاچاهانو په حضور کې د حق ویلو په برخه کې د امام عبدالقادر ګیلاني رحمه الله زړورتیا
امام عبدالقادر ګېلاني رحمه الله به په پاچاهانو نیوکه کوله، امیران او مشران به یې ملامتول او په زړورتیا سره به یې د حق او عدالت خبرې هغوی ته رسولې.
ابن کثیر رحمه الله د هغه په اړه وايي: شیخ عبدالقادر ګیلاني رحمه الله به وزیرانو، پاچاهانو، قاضیانو او نورو چارواکو ته د نیکۍ امر کاوه او له بدیو یې منع کول. هغه به د خلکو په حضور کې، له منبرونو او په مجلسونو کې، ښکاره د واکمنانو په اړه خپلې انتقادي او خیرخواهانه خبرې کولې. پر هغه چا به یې سخته نیوکه کوله، چې ظالم به یې پر دنده ګمارلی و او د الله تعالی په لاره کې د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه نه وېرېده.”
د “قلائد الجواهر” کتاب روایت
د قلائد الجواهر کتاب لیکوال لیکي: کله چې امیر المؤمنین یحیی بن سعید بن یحیی بن مظفر، چې په ابن المزحم المظالم مشهور و، پر یو منصب وګماره، امام عبدالقادر ګیلاني رحمه الله د منبر له پاسه وویل: ‘تا د ظالمانو تر ټولو ظالم کس د خلکو د چارو مسؤل ټاکلی دی. سبا به د ټولو مهربانانو مهربان خدای ته څه ځواب ورکوې؟
خلیفه له دې خبرو ولړزېد، ویې ژړل او سمدلاسه یې قاضي له دندې ګوښه کړ.
د پاچاهانو او واکمنانو په دربارونو کې د علماوو د حضور وروستی ټکی
د مخلصو عالمانو او دعوتګرو زړور او حقپاله دریځونه، چې د دوی تقوا، دیانت، د عقیدې ټینګښت او د الهي قانون د پلي کولو لیوالتیا څرګندوي، د حق د ملاتړ او د باطل د ردولو ښکاره ننداره وړاندې کوي. دا دریځ د هغو علماوو پر وړاندې یو ښکاره دلیل دی، چې د ظالم پاچا له شره ځان لرې ساتي او چوپتیا غوره کوي.
هغوی، د ظلم او انحراف پر وړاندې د نیوکې پر ځای، چوپ پاتې کېږي، څو دا ظالمان په خپل بغاوت او سرغړونه کې لا ډوب شي، امت له ستونزو سره مخ کړي، د خلکو د ځورولو لارې چارې برابرې کړي، او د مسلمانانو بدبختۍ ته زمینه برابره کړي.
هغوی د دې لپاره، چې د پاچا له غضب څخه وژغورل شي، ځان ته دا پلمه نیسي، چې د فتنې ښکار نشي. خو هیڅ عاقل انسان به د دې پلمې په بې‌اساسه والي شک ونه کړي؛ ځکه چې دا دلیلونه د الله تعالی جل‌جلاله له دې وینا سره په ټکر کې دي:
وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُو۟لَـٰئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ (آل‌عمران: ۱۰۴)
(او ستاسو له منځه دې یوه ډله داسې وي، چې خیر ته بلنه ورکوي، په نیکۍ امر کوي، له بدۍ منع کوي او همدوی به بریالي وي.)
همدا راز، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له دې حدیث سره هم په ټکر کې دی:
تاسو هرو مرو په نیکۍ امر کوئ او له بدۍ منع کوئ؛ که دا کار ونه کړئ، نو ډېر ژر به الله تعالی جل‌جلاله پر تاسو عذاب راولي؛ بیا به خپل لاسونه د دعا لپاره پورته کوئ، مګر دعاګانې به مو قبولې نشي.”
زه له هغو کمزورو خلکو، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له مسئولیت څخه ځان باسي، پوښتنه کوم: کله چې یو بې‌پرواه پاچا یو امر صادر کړي یا د کوم کار مخه ونیسي، د چا مسئولیت دی، چې هغه ته سمه لار وروښيي، له ګناه څخه یې منع کړي، د حق په لور یې لارښوونه وکړي او د غلط کار کولو پر مهال یې ملامت کړي؟
Leave A Reply

Exit mobile version