لیکوال: مهاجر عزیزي

د اکثریت رایه او د حق معیار

د تاریخ په اوږدو کې، حق د یوې ارزښتناکې پدیدې په توګه تل د ډېرو خلکو له بې پامۍ او بې پروایۍ سره مخ شوی. تل د خلکو یوه کوچنۍ ډله د حق ملاتړې وي. خو حقیقت دا دی، چې د حق د منلو معیار هېڅکله د هغه د ملاتړو شمېر نه دی، بلکې یوازې د هغه حق‌توب او ثابت‌توب ته اعتبار ورکول کېږي.
نن ورځ، د “اکثریت” معیار د یو نړیوال ارزښت په توګه پېژندل شوی، او په ځانګړې توګه د ډیموکراسۍ د پلویانو په منځ کې یې ځانګړی ځای موندلی دی. دوی ټولې چارې او مسایل د اکثریت رایو په چوکاټ کې ارزوي او پر هغې تکیه کوي.
د بېلګې په توګه:
  • د حکومت مشر او لوړپوړی چارواکی د اکثریت رایو له مخې ټاکل کېږي.
  • قوانین په پارلمانونو کې د اکثریت رایو له مخې تصویبېږي.
  • آن اساسي قانون او نور دولتي قوانین د اکثریت رایو پر بنسټ جوړېږي.
مګر د حق د مطلق معیار په توګه پر “اکثریت” تکیه کول نه یوازې د عدالت او منطق خلاف دي، بلکې د قرآن کریم له تعلیماتو سره هم په ټکر کې دي.
قرآن کریم نه یوازې دا چې د اکثریتو رایه د حق معیار نه ګڼي، بلکې په ډېرو مواردو کې یې باطل هم ګڼلی دی.
قرآني دلایل
د بېلګې په توګه، د سورة الأنعام په (۱۱۶) آیت کې الله تعالی فرمايي:
﴿وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ﴾
(که ته د ځمکې پر مخ د ډېرو خلکو پیروي وکړې، نو هغوی به تا د الله جل‌جلاله له لارې بې‌لارې کړي، ځکه چې دوی یوازې د ګومانونو پیروي کوي او یوازې دروغ وايي.)
همداراز، د سورة الزخرف په (۷۸) آیت کې راغلي:
﴿لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ﴾
(موږ تاسو ته حق راوړی، خو ستاسو ډېری له حق څخه کرکه لري.)
قرآن کریم اکثریت ته داسې صفات منسوبوي لکه:
  • ناشکري
  • ناپوهي
  • کفر
  • شک
او ټینګار کوي، چې د اکثریت غوښتنې او تمایلات ډېری وخت له حق سره په ټکر کې وي.
فلسفي دلایل
د حق معیار په توګه د اکثریت رایو د منلو په اړه علماوو هم جدي نیوکې کړي دي.
سقراط باور درلود:
ایا دا یو وهم نه دی، چې یوازې شمېر او اکثریت د عقل او حکمت دلیل وي؟ آیا موږ نه وینو، چې د خلکو اکثریت د هغو لږو کسانو په پرتله، چې د پوهې او زده کړې له مخې غوره دي، ناپوه، لانجمن او ظالمان دي؟
افلاطون هم پر دې موضوع کلکه نیوکه کړې او قانع کوونکي مثالونه یې وړاندې کړي دي. هغه وايي:
کله چې تاسو ناروغ شئ، اکثریت ته د مشورې لپاره نه ځئ، بلکې هغه ډاکټر ته ورځئ، چې تخصص او پوهه لري؛ نو ولې موږ په سیاست کې د اکثریت په رایو ته تکیه وکړو؟ ډیموکراسي د ناپوهانو د واکمنۍ سمبول دی.”
جان راولز، د عدالت یو مشهور فیلسوف او د شلمې پېړۍ د سیاسي فلسفې یو له مخکښو شخصیتونو څخه، هم په دې باور و چې:
هیڅ منطقي دلیل نشته، چې وښيي هغه څه، چې اکثریت یې غواړي، ضرور سم دي.”
د دې ټولو لیدلورو او د قرآن کریم له تعلیماتو څخه، موږ پوهېږو چې حق هغه پدیده ده، چې د ملاتړ کوونکو له شمېر یا د اکثریت له رایو څخه خپلواک ده او د هغې معیارونه باید په منطق، عقل او عدالت کې ولټول شي، نه په عمومي غوښتنو یا د عوامو په تمایلاتو کې.
له همدې امله، دا مهمه ده، چې تل له حق سره ودرېږئ، حتی که په دې لاره کې ستاسو ملګری یوازې یو کس وي. د باطل د ملاتړو د شمېر د ډېروالي له امله له حق څخه سترګې پټول، او د دین او حق له لارې څخه انحراف کول، له ځان او دین سره لوی ظلم دی.
د استقامت بېلګه:
د دې استقامت یوه څرګنده بېلګه حضرت ابراهیم علیه السلام دی.
کله چې د ښار ټول خلک د شرک او کفر په جال کې راګیر شول، هغه یوازې ودرېد او د حق دفاع یې وکړه. د باطل‌پرستو ګڼه ګوڼه او ډېرښت د هغه اراده او ایمان کمزوری نه کړ.
په دې لاره کې د هغه استقامت او ټینګښت، د ټولو هغو کسانو لپاره یوه نمونه ده، چې غواړي د حق په لاره روان شي او د باطل پروړاندې مبارزه وکړي. د حضرت ابراهیم علیه السلام ژوند، د اکثریتو د بغاوتونو په وړاندې، د مقاومت او استقامت یو تلپاتې درس دی.
ابن حزم رحمه الله وايي:
څوک چې پر حق وي، الله تعالی جل‌جلاله ورسره دی. نو د دښمنانو له ګڼ شمېر، د هغوی له اوږد تاریخ، یا د خلکو له هغه درناوي څخه مه وېرېږئ، چې هغوی ته یې کوي. د دوی د شمېر او ځواک پروا مه کوه؛ ځکه چې حق، د دوی په پرتله زوړ او برلاسی دی او د درناوي او تعظیم وړ دی.”
له همدې امله، موږ باید د لوېدیځ ظاهري ښکلا، زرق‌وبرق، متکبرانو او سرکشو ته دوکه نشو.
دا ډله نه یوازې د درناوي او تعظیم وړ نه ده، بلکې د سپکاوي او ملامتۍ ډېره مستحقه هم ده.
ریښتینی مقام یوازې د هغو کسانو دی، چې د حق په لاره کې ټینګ ولاړ وي او د خدای تعالی د رضایت په لټه کې وي.
پایله:
حق یو قیمتي جوهر دی، چې ارزښت یې په خپل قوت او ابدیت کې دی، نه د خپلو پیروانو په شمېر کې.
تاریخ په ډاکه کړي، چې د حق لپاره درېدلو ته، قوي ایمان او ټینګې ارادې ته اړتیا ده، حتی که باطل ظاهراً اکثریت وي.
یو مؤمن مسلمان باید پوه شي، چې د الله جل جلاله په وړاندې د هغه عزت، د حق پیروي او د باطل مخالفت پورې اړه لري.
د باطل‌پرستو شور او ګڼې ګوڼې ته غاړه اېښودل، انسان د هدایت او سمې لارې څخه لرې کوي.
راځئ چې له حضرت ابراهیم علیه السلام څخه الهام واخلو، او په زړورتیا سره د حق په لاره کې ودرېږو، ځکه چې خدای تعالی جل‌جلاله د هغو کسانو سره دی، چې په حقه لاره ثابت قدم پاتې کېږي.
Leave A Reply

Exit mobile version