لیکوال: ابوعایشه

نشنليزم (پنځمه برخه)

 

نشنلیزم د عصري ملت ایډیالوژي

نشنلیزم یا ملتپالنه هغه ایډیالوژي ده چې د ملت له عصري مفهوم څخه سرچینه اخلي. ملت د خلکو هغه ډله ده چې د یو حکومت تر سیوري لاندې په یوه خاوره کې ژوند کوي او د دین، تاریخ، کلتور، ژبې او د هویت د نورو عناصرو له لارې له یو بل سره تړلې وي. دا پیاوړې اړیکه د دې لامل کېږي چې وګړي د ګډ او ټولیز مصلحت لپاره خپلې شخصي ګټې له پامه وغورځوي.

ملتپالنه هغه ځواک دی چې د ملت یووالي ته واقعیت وربښي او د انفرادي ګټو په پرتله د ګډو ګټو لومړیتوب څرګندوي. په بل عبارت، ملتپالنه د ملت یوه نښه ده چې د ډله‌ییزو احساساتو له لارې څرګندېږي. دا احساسات، په ځینو حالاتو کې، د شدیدو او کله ناکله د متعصبو علایقو لامل کېږي.

په پښتو ژبه کې، ملتپالنه د لاتیني Nationalism کلمې معادل دی. دا کلمه له دوو برخو څخه جوړه شوې ده:

• Nation، چې د لاتیني ریښې Natio څخه اخیستل شوې او د “زیږېدو” په مانا ده. دا د هغو خلکو یوې ډلې ته اشاره کوي چې په ورته ځای کې زیږېدلي دي.

• Ism، چې یو لاتیني وروستاړی دی او معنی یې “پوهېدل” یا “پېژندل” ده.

د دې دوو برخو ترکیب ملتپالنه د یوې سیاسي ایډیالوژۍ په توګه وړاندې کوي چې په عصري لوېدیځ کې راڅرګنده شوې ده.

لوېدیځ د ملتپالنې په رامنځته کولو او پراخولو سره د بېلابېلو موخو او پلانونو په لټه کې دی. د ملتپالنې، توکم پالنې او ګوند پالنې خپرول هغه ابزار او وسایل دي چې دوی یې له لارې په پراخه کچه په اسلامي هېوادونو کې خپل پلانونه پلي کړي دي. د دې پروسې موخې او پایلې به د مقالې په راتلونکو برخو کې وڅېړل شي، ان شاء الله.

د امت تعریف

د “امت” کلمه په عربي ژبه کې ګڼ استعمالونه لري. لاندې یې ځینې معناوې ذکر کېږي:

1. د خلکو یوه ډله په یو وخت کې (یوه پیړۍ):

د امت یوه مانا د خلکو یوه ډله ده چې په یوه ټاکلي وخت یا زمانه کې ژوند کوي.

2. پیروان او وګړي:

د امت یوه بله معنا هغه ډله ده چې د یو لارښود پیروي کوي.

3. هغه څوک چې پیروي کېږي او د جماعت امام وي:

الله تعالی جل‌جلاله فرمایي:

“إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا…”

ژباړه: (ابراهیم علیه السلام د الله تعالی جل‌جلاله اطاعت کوونکی او پاک دینی و او له مشرکانو څخه نه و.)

4. د خلکو یوه ډله:

الله تعالی جل‌جلاله فرمایي:

“وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ…”

ژباړه: (په هغه [څاه] کې یې د خلکو یوه ډله وموندله.)

5. مودې ته اشاره:

الله تعالی جل‌جلاله فرمایي:

“وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَىٰ أُمَّةٍ مَّعْدُودَةٍ…”

ژباړه: (او که موږ له دوی څخه عذاب تر یوې ټاکلې مودې پورې وځنډوو…)

6. هغه څوک چې د یوې ډلې یا ټولنې مشر وي:

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د قس بن ساعده په اړه ویلي:

“إِنِّي لَأَرْجُو أَنْ يَبْعَثَهُ اللَّهُ أُمَّةً وَحْدَهُ”

ژباړه: (زه هیله لرم چې الله تعالی جل‌جلاله به هغه د یو خپلواک ملت په توګه راپورته کړي.)

7. قد او قامت:

عرب شاعر اعشی وايي:

“حِسَانُ الوُجُوهِ طِوَالُ الأُمَمِ.”

ژباړه: (دوی ښکلي مخونه او لوړ قدونه لري.)

8. دین:

الله تعالی جل‌جلاله فرمایي:

“إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَىٰ أُمَّةٍ…”

ژباړه: (موږ خپل پلرونه په یوه دین موندلي دي…)

د “امت” د کلمې یوه مهمه مانا “جماعت” ده. امت هغې ډلې یا جماعت ته ویل کېږي چې د یوې موضوع یا مسلې له مخې سره راټول شوي وي. دا مسله کېدای شي دین، وخت، ځای یا یو اختیاري یا تسخیري چاره وي.

په دې مقاله کې د “امت” اصطلاح

په دې مقاله کې، د “امت” اصطلاح اسلامي امت ته اشاره کوي؛ ځکه هغه یووالی چې په اسلامي امت کې شته، په بل هیڅ ګوند، فرقه یا ټولنه کې نه موندل کېږي. د دې یووالي سرچینه د خدای تعالی جل‌جلاله امر او د اسلام د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم لارښوونې دي، چې خپل پیروان له تعصب، انزوا او اختلاف څخه ډډه کولو ته سپارښتنه کوي.

د دولت تعریف

د دولت پیچلي او څو اړخیز ماهیت ته په پام سره، د دې مفهوم لپاره جامع تعریف وړاندې کول ګران کار دی. دې پوښتنې ته چې “حکومت څه شی دی؟” ګڼ ځوابونه ورکړل شوي دي. د دولت تر ټولو ساده او بنسټیز تعریف، چې ډېری پوهان پرې موافق دي، په لاندې ډول دی:

دولت یوه ټاکل شوې سیمه ده چې مشخصې پولې لري او یو متجانس یا غیر متجانس نفوس پکې مېشت وي.

دا نفوس کېدای شي په ارزښتونو، نورمونو او قومي شالید کې ورته والی یا توپیر ولري.

هغه څه چې ټول پرې موافق دي، دا دي چې دولت یوه سیاسي اداره ده.

په ډېرو متنونو کې، دولت د هغې د ستنو او ارکانو په یادولو سره تعریف شوی، پرته له دې چې د هغې اصلي ماهیت وڅېړل شي. د دولت ستنې په لاندې ډول دي:

1. جغرافیایي ستنه:

دا اړخ د “اقلیم” یا جغرافیايي حدودو ته اشاره کوي، یعنې د ځمکې هغه ټوټه چې د دولت د خاورې په توګه ټاکل شوې ده.

2. انساني عنصر:

دا اړخ هغه نفوس ته اشاره کوي چې په دې سیمه کې ژوند کوي او د “ملت” په نوم یادیږي.

3. معنوي ستنه:

دا اړخ “عمومي او خپلواک حاکمیت” ته اشاره کوي، چې په خاوره او د هغې نفوس باندې کارول کېږي. دا ستنه هغه حکومت ته اشاره کوي چې په سیمه او د هغې اوسېدونکو واکمني کوي. د دولت لفظي معنا هم د دې ستنې سره سمون لري.

امت که ملت؟

د امت او ملت د مفاهیمو په پوهېدو سره، موږ اوس کولی شو دې پوښتنې ته ځواب ووایو: په اسلام کې معیار او اساس څه دی؟

ځواب واضح دی: په اسلام کې امت مهم دی، نه ملت یا ملیت. اسلام هغه دین دی چې ټول خلک تر یوه چتر٠ لاندې راولي او پرته له ملت، توکم، قوم یا ژبې هغوی ته پاملرنه کوي.

اسلامي کلتور یوازې یو ځانګړي فرد یا ډلې پورې محدود نه دی، بلکې جامع او پراخ بنسټه دی، چې ټول مسلمانان له تبعیض پرته پکې شامل دي.

د اسلام په سیاسي نظام کې، د “ملت” کلمې خپل ځای “امت” ته ورکړی دی. په دې نظام کې، د اسلامي واکمنۍ لاندې د مسلمانانو ټولنه امت بلل کېږي. په دې ټولنه کې د غړیتوب لپاره یوازینی شرط اسلام دی؛ په داسې حال کې چې هغه معیارونه چې ملیت او ملتپالنه جوړوي، په اسلامي امت کې ځای نه لري.

اسلام انسانان د توحید پر بنسټ نړۍ لید ته بلنه ورکوي او داسې انساني کلتور یې رامنځته کړی چې یوازې په کوم ځانګړي ملت یا ډلې پورې محدود نه دی. په دې اسلامي کلتور کې ټول انسانان شامل دي.

برعکس، ملتپالنه د ژبې، بیرغ او توکم پر مرکزیت ټینګار کوي او د قومي ډلو ترمنځ د ځان غوره والي او ویاړ لامل کېږي. دا موضوع په بشپړه توګه د اسلام د نازل شوي دین د لارښوونو سره مخالفه ده. اسلام مسلمانان د یووالي، صداقت، او د الله تعالی جل‌جلاله د کتاب او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو پیروۍ ته بلنه ورکوي.

ملتپالنه د اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده

ملتپالنه یا نشنیلیزم هغه پدیدې دي چې د اسلامي نظام او د هغه له قوانینو سره په ټکر کې دي او د اسلام له اصولو سره نشي پخلا کېدای. د دې مخالفت دلیل دا دی چې انساني پېښې هېڅکله د الهي قوانینو او پلانونو سره مساوي نشي کېدای، کوم چې د انسانانو د خوښۍ او نجات لپاره جوړ شوي دي.

که څه هم ځینو هڅه کړې چې ملتپالنه له اسلام سره پخلا کړي، خو دا هڅې بې ګټې وې. د ډاکټر عبدالله ناصح علوان په خپل کتاب “القومیه فی میزان الاسلام” کې وايي:

“د ملتپالنې مفهوم د یوې عقیدې او اصل په توګه په لاندې مواردو کې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی:

1. ملتپالنه یو وارد شوی مفهوم دی چې له اسلامي عقیدې سره هیڅ تړاو نلري. دا مفکوره د لوېدیځ لخوا رامنځته شوه او بیا په اسلامي هېوادونو کې خپره شوه.

2. ملتپالنه د عصبیت یوه بڼه او د ناپوهۍ بلنه ده.

3. دا مفهوم د اسلامي ورورګلوۍ څخه انکار کوي.

4. ملتپالنه د اسلام حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

5. اسلامي تمدن له پامه غورځوي.

دا مسائل به په راتلونکو برخو کې په تفصیل سره تشریح شي، ان شاءالله.

ادامه لري…

Leave A Reply

Exit mobile version