لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (پنځوسمه برخه)

شورا د راشدینو خلفاوو په دوره کې
له حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه څخه وروسته، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هم په همدې ترتیب او طریقه عمل کاوه. د حضرت عمر رضی الله عنه د غونډو ملګري او د هغه سلاکاران قاریان وو. فاروق اعظم رضی الله عنه به ویل: مسلمانان اړ دي چې خپلې چارې په خپل منځ کې او د نظر خاوندانو سره په مشورې ترسره کړي.”
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه شورا ته ډېر اهمیت ورکاوه او په مهمو مسایلو کې یې پراخې او هر اړخیزې مشورې کولې.
د مشورې د اصل په پام کې نیولو سره
سیدنا حضرت عمر فاروق رضی الله عنه فارس ته د لښکر د لیږلو، د قوماندانو او د جګړې د طریقې په ټاکلو، د حدیثونو د لیکلو او راټولولو لپاره د دیوان او دفتر په جوړولو، د طاعون د خپرېدو له امله د سفر په نیمایي کې له شام څخه بېرته راستنېدو، د شرابو د څښلو په حد کې، هغه وخت چې یوه ښځه کولی شي د خپل میړه نشتون وزغمي، د وېرې او ډار په سبب د ښځې د سقط شوي ماشوم، د منبج د خلکو د وړاندیز له مخې د دوی له سوداګریزو کاروانونو څخه د عشر اخیستلو، په عراق کې د فتح شوو ځمکو د نه وېش او د یوې تورې مینځې د سنګسار کولو د حکم په اړه چې زنا یې کړې وه، مشوره وکړه. اوس به موږ له دې مواردو څخه ځینې په تفصیلي بڼه بیان کړو.
د حضرت فاروق رضی الله عنه د خلافت پر مهال د شورا د غونډې جوړېدل
د هرې مهمې مسلې لپاره سمدلاسه د شورا غونډه رابلل کېده. هېڅ موضوع یا چاره د صحابه کرامو رضی الله عنهم د نظرونو پرته نه پلي کېدله. په هغه وخت کې د ټولو مسلمانانو په منځ کې دوه قوي ډلې (مهاجرین او انصار) د عربي ملت مشران وو. ټولو عربو دوی د خپلو استازو په توګه پېژندل او د شورا په غونډو کې د دې دواړو ډلو ګډون اړین و. انصار هم په دوو قبیلو (اوس او خزرج) وېشل شوي وو او په شورا کې د دواړو ډلو شتون اړین و.
الف: د شورا د غونډې غړي او د هغې د جوړېدو څرنګوالی
که څه هم د ټولو نومونه نشو یادولی، مګر دا څرګنده ده چې د عثمان بن عفان، علي ابن ابی طالب، عبدالرحمن بن عوف، معاذ بن جبل، ابی بن کعب او زید بن ثابت رضی الله عنهم شتون او ګډون اړین بلل کېده. د دې غونډې د جوړولو طریقه په داسې ډول وه چې یو پیغام رسوونکی به اعلان کاوه: الصلاة جامعة (یعنې ټول خلک دې د جماعت لمونځ لپاره راغونډ شي). کله چې خلک په جومات کې راټولېدل، حضرت فاروق رضی الله عنه به پخپله جومات ته راته او دوه رکعته لمونځ به یې په جماعت سره ادا کاوه. له لمانځه وروسته به منبر ته پورته کېده، خطبه به یې ورکوله او بیا به یې د بحث وړ موضوع وړاندې کوله.
ب: د شورا د غونډې جوړېدل
په ورځنیو او عادي کارونو کې د شورا رایې او پرېکړې بسنه کوله، خو په مهمو مسایلو کې سمدلاسه د مهاجرینو او انصارو عمومي غونډه رابلل کېده، او مسایل د  شورا د غړو له لارې حل کېدل. د بېلګې په توګه، د عراق او شام له فتحې وروسته ځینو صحابه کرامو ټینګار وکړ چې په ټولو فتحه شویو سیمو کې باید یو لښکر ځای پر ځای شي.
د دې لپاره یوه لویه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې، د مهاجرینو او انصارو سربېره، لس تنه قومي مشران په مشورتي بورډ کې حاضر وو؛ پنځه یې د اوس قبیلې او پنځه نور یې د خزرج له قبیلې څخه وو. دې غونډې خپل کار ته د څو پرله‌پسې ورځو لپاره دوام ورکړ، او حاضرو کسانو پرته له کوم ډار او خنډ څخه په آزادې او خپلواکې فضا کې خپل نظرونه او رایې څرګندولې. زه به د حضرت فاروق رضی الله عنه د وینا ځینې برخې د لوستونکو د قضاوت لپاره وړاندې کړم، ترڅو د هغې له مطالعې څخه د خلافت د مقام حقیقت او پر نورو د خلیفه شخصي امتیاز او ځانګړتیا روښانه شي:
ما پر تاسو هېڅ تکلیف نه دی ایښی، پرته له دې چې په هغه امانت کې ګډون وکړئ، چې ستاسو له چارو څخه زما پر اوږو ایښودل شوی دی. په حقیقت کې، زه هم ستاسو له ډلې څخه یم او نه غواړم چې خلک یوازې زما د نظر او غوښتنې پیروي وکړي.”
شورا د راشدینو خلفاوو په دوره کې
په ۲۱ هجري کال کې د نهاوند جګړه پېښه شوه. ایرانیانو د شدید توکمیز او ژبني تعصب له مخې جګړې ته چمتووالی ونیو. مسلمانانو وویل چې د دې مهمې موضوع لپاره خلیفه باید پخپله د قوماندان په توګه د جګړې په ډګر کې حاضر وي. د دې مهمې موضوع په اړه یوه لویه غونډه جوړه شوه.
عثمان بن عفان، طلحه بن عبیدالله، زبیر بن العوام او عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنهم یو په بل پسې ودرېدل او خپل نظرونه یې څرګند کړل. ټولو موافقه وکړه او ویې ویل: موږ د خلیفه لپاره دا مناسب نه ګڼو چې په جګړه کې دې حاضر وي.” بیا حضرت علي رضی الله عنه خپل نظر څرګند کړ او د دوی څرګندونې یې تایید کړې.
بالآخره، د ډېرو صحابه کرامو په رایو سره پریکړه وشوه چې خلیفه باید په جګړه کې برخه وانخلي. په همدې ډول، د پوځ لګښتونه، د خلافت چارې، له نورو قبیلو سره سوداګري، د سوداګریزو ملکیتونو د مالیې د اندازې ټاکل، او نورې چارې د اسلام په تاریخونو کې په واضح ډول بیان شوي دي، چې له هر اړخیزې سلا مشورې وروسته د شورا لخوا تصویب کېدې.
د شورا د غونډو اهمیت
د شورا د غونډو جوړول او له پوهانو او متخصصینو سره مشوره، یوازې د برکتونو، اجرونو او ښېګڼو د ترلاسه کولو لپاره نه وه. حضرت فاروق رضی الله عنه په ډېرو مواردو کې په واضح ډول ویلي چې له مشورې پرته خلافت بې‌معنی دی او جواز نه لري.
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ویلي دي: لا خلافة إلا عن مشورة (هیڅ خلافت د مشورې پرته معنی نه لري).
د شورا د مشرانو غونډې اکثره په ځانګړو او بیړنیو وختونو کې ترسره کېدې. سربېره پر دې، یوه بله غونډه هم وه چې هغوی پکې د ورځني نظم او سمون په اړه بحث او خبرې اترې کولې. د دې غونډې ځای هم په نبوي جومات کې و. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به هره ورځ د شاوخوا سیمو او فتح شویو هېوادونو خبرونه هغوی ته د مشورې او تحلیل لپاره وړاندې کول.
که کومه موضوع چې مشورې ته یې اړتیا درلوده، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به له هغوی څخه د مشورې غوښتنه کوله. د مثال په توګه، په مجوسیانو باندې د جزیې د ټاکلو مسله لومړی په همدې غونډه کې راپورته شوې وه.
لوی تاریخ‌پوه بلاذري د دې غونډې حالت او ماهیت په یوه لنډ متن کې په لاندې ټکو کې بیانوي: مهاجرینو په جومات کې یوه غونډه درلوده چې حضرت عمر رضی الله عنه به ورسره ناست و او د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې سیمو د مسلو په اړه به یې خبرې کولې. حضرت عمر رضی الله عنه یوه ورځ وویل: نه پوهېږم چې د مجوسیانو سره څه وکړم.”
د شورا د غړو سربېره، عامو خلکو هم حق درلود چې په نظامي او ټولنیزو چارو کې برخه واخلي او خپل نظرونه څرګند کړي. ځینې وختونه به دوی همدا زموږ نننۍ طریقه ترسره کوله. د بېلګې په توګه، کله چې غوښتل به یې چې خلک د استازو په توګه کوفې، بصرې او شام ته واستوي، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به اعلان وکړ چې خلک باید په خپله خوښه هغه څوک غوره کړي او دارالخلافې ته یې وروپېژني، چې په دیانت، ځواک او وړتیا کې ځانګړی او بې‌ساری وي.
په دې توګه، عثمان بن فرقد له کوفې، حجاج بن علات له بصرې او معن بن یزید له شام څخه د دغو سیمو لپاره غوره شول، او حضرت فاروق رضی الله عنه دغه کسان د پورته ذکر شویو سیمو د واکمنۍ لپاره وټاکل. قاضي ابو یوسف رحمه الله دا پېښه په لاندې ډول بیانو: حضرت عمر  فاروق رضی الله عنه د کوفې، بصرې او شام خلکو ته ولیکل چې له دوی څخه غوره او صالح کسان پلازمېنې ته واستوي. عثمان بن فرقد له کوفې، معن بن یزید له شام او حجاج بن علات له بصرې څخه، چې ټول نېک خلک وو، پلازمېنې ته ولېږل شول. حضرت عمر رضی الله عنه وویل: ‘هر یو به په خپله سیمه کې د خزانې د مدیریت د مشر په توګه وټاکل شي.'”
سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه، چې یو جلیل القدره صحابي او د نوشیرواني دولت د پلازمېنې فاتح و، حضرت فاروق رضی الله عنه هغه د کوفې د واکمن په توګه ټاکلی و. کله چې د کوفې خلکو له هغه څخه دارالخلافې ته شکایت وړاندې کړ، هغه یې له دندې ګوښه کړ.
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هر چا ته د خپلو حقونو او غوښتنو د دفاع لپاره بشپړه ازادي ورکړه، او د هغه د واکمنۍ پر مهال هر چا له دې ازادۍ څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړه. خلکو په ښکاره ډول خپل حقونه غوښتل. هر کال د اسلامي واکمنۍ لاندې ولایتونو څخه ډلې راتلې، او د دې ډلو راتګ یوازې د دې لپاره و چې د خلکو شکایتونه خلافت ته ورسوي او هغوی ته رسېدنه وشي.
د حج په موسم کې به حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ډېر ځله چارواکي راټولول او د خلکو د حقونو د تامین په اړه به یې ورسره مشوره او سپارښتنې کولې.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version