شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبیدالله نیمروزی د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (شپاړسمه برخه) د حدیث د منکرینو دویمه نظریه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې یوازې د صحابه کرامو رضي الله عنهم لپاره حجت دي. د حدیثو منکرین وایي: چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې یوازې د صحابه کرامو رضي الله عنهم لپاره حجت دي. د دې نظریې له مخې، حدیث یوازې د صحابه کرامو د نسل لپاره واجب الاتباع دی او له هغه وروسته مسلمانانو لپاره اعتبار نه لري. ځواب: دا نظر په ښکاره توګه باطل دی. په حقیقت کې دا نظر د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت د صحابه کرامو په زمانه کې محدودوي، په داسې حال کې چې د قرآن کریم آیتونه په ښکاره توګه په ډاګه کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت د قیامت تر ورځې پورې د ټولو خلکو لپاره دی. ۱. د اعراف سورت، ۱۵۸ آيت: «یَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا» دا آیت د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت نړیوالتوب ته اشاره کوي، چې د ټولو خلکو لپاره له پیل څخه د تاریخ تر پایه پورې دی. ۲. د سبا سورت، ۲۸ آيت: «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا» دا آیت په ډاګه کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت د قیامت تر ورځې پورې د ټولو خلکو لپاره دی. ۳. د انبیاء سورت، ۱۰۷ آیت: «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ» دا آیت تينګار کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو انسانانو لپاره رحمت دی. ۴. د فرقان سورت، ۱ آيت: «تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا» دا آیت څرګندوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو انسانانو لپاره د تاریخ له پیل څخه تر قیامته پورې اخطار ورکوونکی (نذیر) دی. نو د قرآن کریم د آیتونو له مخې، رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازې د صحابه کرامو لپاره، بلکې د هغه وروسته ټولو مسلمانانو او انسانانو لپاره هم حجت دی. د حدیث د منکرینو درېیمه نظریه: احادیث د انسانانو لپاره حجت نه دي د حدیثو منکرین ادعا کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو لپاره حجت وې، مګر زموږ د معاصرو مسلمانانو لپاره حجت نه دي. نو هغه احادیث چې موږ ته رسېدلي دي، د دوی په اند د اعتبار وړ نه دي او موږ یې په منلو مکلف نه یو. ځواب: ۱. د حدیث د لېږد په وسیلو باور: حدیثونه موږ ته په هماغه ډول را رسېدلي دي، لکه څنګه چې قرآن کریم موږ ته رارسېدلی دی. که د حدیث د انتقال وسیلې د اعتبار وړ نه وي، نو دا اعتراض باید په قرآن کریم کې هم موجود وي؛ ځکه چې قرآنکریم هم له همدې وسیلو له لارې موږ ته رسیدلی دی. نو که د حدیث پر نقل کې هر اعتراض وارد شي، هغه اعتراض باید پر قرآن کریم هم وارد شي. ۲. د قرآن د حفاظت ضمانت: د حدیثو منکرین دې ټکي ته اشاره کوي چې قرآن د حفاظت ضمانت لري، لکه د آیت: «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ» په بیان کې ذکر شوي، خو په احادیثو کې داسې تضمین نشته. لومړی ځواب: د دوی اعتراض دا دی که تاسو د حدیث د انتقال وسیلو په بې اعتبارۍ باور لرئ، نو څنګه تضمین کولی شئ چې د «وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ» آیت هم د همدې وسیلو له لارې موږ ته را رسېدلی او هیڅ بدلون یا زیاتوالی پکې نه دی راغلی؟ که تاسو په دې وسایلو باور نه کوئ، نو د قرآن کریم هیڅ آیت باید ونه منئ. دویم ځواب: د «إِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ» آیت نه یوازې د قرآن کریم د الفاظو د ساتنې ضمانت کوي، بلکې د هغې د معنا ساتنې ته هم ټینګار کوي. د قرآن کریم معناوې په احادیثو کې وضاحت شوې دي؛ له همدې امله، د قرآن کریم د مفهومونو ساتنه په غیر مستقیم ډول د احادیثو له لارې هم تضمینیږي. درېیم ځواب: که موږ ومنو چې احادیث واجب الاتباع دي، نو په ضمني ډول دې پایلې ته رسېږو چې دغه حدیثونه به د قیامت تر ورځې پورې خوندي وي؛ ځکه که داسې نه وي، نو الله تعالی جل جلاله د واجب الاتباع احادیثو د ساتنې مسوولیت نه دی اخیستی. دا چې بندګان په هغه څه مکلف کړي چې د ساتلو وړتیا یې نه لري، د «لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا» آیت سره ښکاره ټکر لري. نو دا نظر چې ګواکي الله تعالی د واجب الاتباع احادیثو د ساتنې لپاره هیڅ وسیله نه ده برابره کړې، ناسمه دی. د آحاد د خبر په اړه د حدیث د منکرینو استدلال د حدیثو منکرین وایي چې آحاد اخبار (هغه چې د یو یا څو کسانو له خوا روایت شوي وي) د محدثینو له نظره ظني دي او قرآن له ظن او شک څخه د پیروۍ منع کوي. قرآن فرمایي: «إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا.» ځواب: دا استدلال هم ناسم دی. په عربي ژبه کې د “ظن” کلمه درې معناوې لري: ۱. اټکل: ظن د بې اساسه ګومان په معنی. ۲. غالب ګومان: هغه ظن چې د سمون احتمال یې ډېر وي. ۳. یقین: په لاندې آیتونو کې ظن د قطعي یقین په معنی کارول شوی دی: • «الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُوا رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ»؛[1] • «قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُوا اللَّهِ»؛[2] • «وَظَنَّ دَاوُدُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ».[3] په دې آیتونو کې “ظن” د یقین او قطعي علم په معنی کارول شوی دی. نو په «إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ» آیت کې د “ظن” معنا شک دی، نه یقیني علم. په پایله کې هغه آحاد اخبار چې صحیح او مستند نقل شوي وي، باید ومنل شي او د حجت په توګه وپېژندل شي، نه دا چې د ظن له امله رد شي. په پای کې، دا ټول ځوابونه څرګندوي چې د حدیثو منکرین د ناسم دلایلو په وړاندې کولو سره غواړي د حدیثو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. خو د قرآن کریم آیتونه او د فقهي اصول په څرګند ډول دا بیانوي چې احادیث واجب الاتباع، حجت او د قرآن کریم تفسیر کوونکي دي. ادامه لري… [1]. سورۀ بقره، آیۀ ۴۶. [2]. سورۀ هود، آیۀ ۱۷. [3]. سورۀ ص، آیۀ ۲۴.
اسلامي علما د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله د ابوحامد امام محمد غزالي رحمهالله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD نور یی ولوله
اسلامي علما د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله (نههویشتمه برخه)شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD نور یی ولوله