لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (پنځلسمه برخه)

د حدیثو د منکرینو دلایل او هغو ته ځوابونه
لومړی دلیل:
د «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ» آیت پر بنسټ د حدیثو منکرین استدلال کوي چې د قرآن فهم او پوهه ډېره آسانه ده. دوی ادعا کوي چې د قرآن د تعلیم او توضیح لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر کس ته اړتیا نشته. هغوی دغه آیت د دې لپاره دلیل ګرځوي چې د قرآن کریم د فهم لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته اړتیا نشته او قرآن کریم خپله بسنه کوي.
ځواب:
د دې دلیل د ځواب لپاره باید ووایو چې قرآن کریم په حقیقت کې دوې برخې لري:
  1. عمومي موضوعات لکه: تقوا ته هڅول، د قیامت د ورځې یادول، او پر خدای تعالی د توکل او انابت سپارښتنه، چې د عامو خلکو د پوهېدلو او عملي کولو لپاره آسانه دي.
  2. احکام او شرایع چې تفصیل او تشریح ته اړتیا لري. د «وَلَقَدْ يَسَّرْنَا» آیت د قرآن کریم له لومړۍ برخې سره تړاو لري، ځکه د «للذکر» قید د یادولو او عبرت اخیستلو د آسانتیا په معنی دی. که موخه یې د پېچلو احکامو د پوهېدو آسانتیا وای، نو دا قید به نه و راغلی.
همدارنګه، باید د «فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ» د عبارت پر ځای د «هَلْ مِن مُجْتَهِدٍ» یا «هَلْ مِن مُسْتَنبِطٍ» عبارت کارول شوی وای، چې په ښکاره ډول یې د احکامو په استنباط او اجتهاد باندې دلالت کړی وای. د دې تر څنګ، د قرآن ګڼ شمېر آیتونه لکه: «وَ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ» ښکاره کوي چې د قرآن تبیین او تشریح د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دندو څخه ده.
دویم دلیل:
د «بَيِّنَات» په آیتونو باندې استدلال؛ د حدیثو د منکرینو بل استدلال دا دی چې قرآن په ځینو آیتونو کې د «بَيِّنَات» کلمه کارولې، چې ګواکي د قرآن کریم پخپله بشپړ روښانه او د پوهېدو وړ دی او نور اضافه تفسیر ته اړتیا نلري.
ځواب:
که څه هم دا استدلال په لومړي نظر صحیح ښکاري، خو باید په پام کې ونیول شي چې د «بَيِّنَات» کلمه په ځانګړو ځایونو کې، په ځانګړې توګه د دیني عقیدې او اصولو په برخو کې کارول شوې، لکه: توحید، رسالت، او معاد. دغه مفاهیم په عقلي او فطري توګه د ډېری خلکو لپاره د پوهېدو وړ دي او زیات توضیحاتو ته اړتیا نلري.
خو د عملي او شرعي احکامو په اړه، لکه د لمانځه، روژې، زکات، او حج د تفصیلاتو لپاره، د قرآن کریم وضاحت پکار دی. په ځانګړې توګه له دې امله چې د قرآن کریم په متن کې د عباداتو او نورو احکامو دقیقې طریقې او تفصیلات نه دي راغلي. نو د دې احکامو تشریح او توضیح د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت له لارې ضروري ده.
درېیم دلیل:
په «إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ» آیت باندې استدلال؛ د حدیثو منکرین په دې آیت استناد کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو انسان دی، لکه نور خلک. د همدې لپاره، هغوی ادعا کوي چې یوازې د قرآن کریم اتباع واجب دی، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې واجب العمل نه دي.
ځواب:
دا استدلال د دې لپاره ناسم دی چې آیت له سیاق څخه جلا شوی دی. دا آیت د هغو مشرکانو په ځواب کې دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د معجزې غوښتنه کوله او هغه ته یې د یوه عادي انسان په سترګه کتل. خدای جل جلاله پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته وايي، چې هغه د نورو انسانانو په څېر دی، خو د هغه ځانګړنه د وحیې رسالت دی. له همدې امله د “مثلکم” معنی یوازې دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الهي ارادې پرته نه شي کولای معجزې ترسره کړي، نه دا چې د هغه د پیغمبرۍ اعتبار رد شي. همدارنګه، په دې آیت کې په ضمني توګه په وحیې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځانګړي صفت په توګه ټینګار شوی، چې په دې کې هم وحی متلو (قرآن کریم) او هم وحی غیرمتلو (نبوي سنت) شامل دي.
څلورم دلیل:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل او الهي عتاب (ملامتیا)؛ د حدیثو منکرین د بدر له اسیرانو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فدیې اخیستلو او بیا الهي عتاب ته اشاره کوي او وايي چې دا ډول پېښې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې تېروتنې څرګندوي، چې خدای تعالی هغه ته خبرداری ورکړ. له همدې امله، په ځینو مواردو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمل د اتباع وړ نه دی.
ځواب:
دا استدلال دقت ته اړتیا لري. په دغو پېښو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم اجتهادي پرېکړه کړې وه، چې د هغه وخت د شرایطو پر اساس سمې ښکارېدې. سره له دې، کله چې خدای تعالی پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته د وحیې له لارې خبرداری ورکړ، صحابه کرامو هېڅ ډول مخالفت یا ملامتیا ونه کړه. له دې څخه څرګندېږي چې ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پرېکړې څخه پیروي وکړه، که څه هم وروسته په هغو پرېکړو کې اصلاحات راغلل. نو دا واقعات د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ مقام باندې ټینګار کوي، نه انکار.
پنځم دلیل:
د خرما د ونې له “تابیز” څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ممانعت؛ د حدیثو منکرین هغه واقعه یادوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه وغوښتل چې د نخلونو د “تابیز” څخه لاس واخلي، او وروسته مطلوبه پایله ترلاسه نه شوه. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَنتُم أَعْلَمُ بِأُمُورِ دُنْيَاكُمْ»؛ په دې معنی چې په دنیاوي چارو کې زما له نظره مه ګټه اخلئ.
ځواب:
د دې استدلال په ځواب کې باید ووایو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې په دوه ډوله وې:
  1. هغه دیني لارښوونې چې د وحیې په توګه لیږدول شوې وې.
  2. د دنیاوي چارو په اړه مشورتي او غیر اجباري لارښوونې، لکه کرنه، سوداګري، او نورې ورځنۍ چارې.
د «أَنتُم أَعْلَمُ بِأُمُورِ دُنْيَاكُمْ» عبارت هم همدې ته اشاره لري. معنی یې دا ده چې په دنیاوي مسایلو کې، چې تخصص ته اړتیا لري، مسلمانان کولی شي د متخصصینو نظر ومني. له همدې امله دا ډول لارښوونې د هغو شرعي او فقهي مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري چې په هغو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم واجب الاتباع دی.
په پای کې د حدیثو د منکرینو استدلالونه د قرآني او عقلي دلایلو په وړاندې رد دي او په څرګنده توګه ښيي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې د بشپړتیا او توضیح په توګه اعتبار او حجیت لري، او د مسلمانانو لپاره شرعي ثبوت دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version