لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (یو څلوېښتمه برخه)

د اسلامي دولت بېلګه او جوړښت
په تېر بحث کې مو د خلیفه یا حاکم د ټاکلو لومړۍ طریقه بیان کړه؛ په دې څېړنه کې به د خلیفه د ټاکلو په دوهمه طریقه خبرې وشي.
ـ د مخکني خلیفه لخوا بیعت او ګمارل (استخلاف):
د اهل سنتو له نظره، د امامت انعقاد لکه څنګه چې د حل او عقد د اهل په ټاکلو صحیح دی، په همدې ډول د مخکني خلیفه لخوا د ولایت د چارو سپارل هم صحیح ګڼل کېږي. د اهل سنتو په نظر، امامت یو لړ شرایط لري چې دا شرایط او ځانګړنې په شریعت کې د ځانګړي شخص له ټاکلو پرته ذکر شوي دي. د خلکو دنده یوازې دا ده چې هغه څوک وټاکي چې دا صفات ولري او د خلافت د مسؤولیت وړتیا ولري.
خلیفه هم د حل او عقد د اهل یو له ډېرو پوهو کسانو څخه دی، او که هغه یو څوک د خلیفه په توګه وټاکي، د هغه واکمني به مشروع وي.
د دې طریقې د جواز یو دلیل د صالحو خلفاوو کړنې دي؛ د بېلګې په توګه:
  • حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه سیدنا عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه.
  • حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت مسئله شپږ کسیز پلاوي ته وسپارله.
د دوی دا عمل د ټولو صحابه کرامو لخوا ومنل شو؛ ځکه دا نه ده ثابته شوې چې په دې برخه کې چا مخالفت کړی وي.
امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله فرمايي:
«دوهمه طریقه، د خلیفه استخلاف دی؛ مطلب دا چې عادل خلیفه باید د مسلمانانو د مصلحت سره سم داسې یو کس وټاکي چې د خلافت شرایط یې بشپړ کړي وي. هغه باید خلکو ته د هغه د استخلاف نصیحت او د هغه پیروي وصیت وکړي. دا سړی به د نورو راغونډو شویو کسانو په منځ کې یو ځانګړی شخصیت پیدا کړي، او د خلکو لپاره اړینه ده چې همدغه کس د خلیفه په توګه ومني. د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت انعقاد په همدې ډول و
خو دلته دوه نورې مسئلې هم د بحث وړ دي:
  1. لومړی: آیا په هغه صورت کې چې اوسنی امام یو څوک خپل ځای ناستی وټاکي، امامت انعقادېږي او که د حل او عقد د شورا بیعت هم شرط دی؟
  2. دوهم: که اوسنی خلیفه خپل پلار، زوی یا بل خپلوان، چې د امامت شرایط لري، وصیت وکړي، آیا دا وصیت صحیح دی او که نه؟
د لومړۍ مسلې په اړه:
علما اختلاف لري.
  • ماوردي رحمه الله: ویلي دي: «د خلیفه له مړینې وروسته، د هغه ځای ناستی یې پرځای ګمارل کېږي او پر امت باندې نافذېږي، حتی که د حل او عقد کسان ورسره موافق هم نه وي.»
  • د بصرې علماء: د دې نظر دي چې د حل او عقد کسانو رضایت او اختیار پر امت د استخلاف د لزوم لپاره شرط دی.
  • امام ابو یعلي رحمه الله: د حل او عقد کسانو شتون او موافقت د امام له وفات وروسته د امامت د انعقاد لپاره شرط ګڼي.
  • شیخ عبدالله دمیجي: هم د امامت د انعقاد لپاره د حل او عقد د خلکو بیعت ته ترجیح ورکړې ده.
  • ډاکټر وهبه زحیلي: دوهم نظر غوره کړی دی. هغه لیکي:
    «موږ د ماوردي له نظر سره موافق نه یو، چې له ولیعهد سره یې د امام د بیعت په صحت او سموالي حکم کړی او د حل او عقد خلکو رضایت یې بې‌اعتباره ګڼلی دی
د علامه مفتي محمد تقي عثماني نظر
علامه مفتي محمد تقي عثماني، که څه هم د فتح الملهم په سلسله کې داسې ویلي دي:
«دلته د فقهاوو دوه رايې او نظرونه دي؛ امت ته روا ده چې له دغو دوو رايو څخه کومه يوه چې له شته شرايطو او حالاتو سره موافق وي، غوره کړي
خو د اسلام او سياسي افکارو په کتاب کې یې د حل او عقد د خلکو له اجازې پرته د امامت د نه انعقاد نظريه په څرګنده توګه تائید کړې ده او وايي:
«حق دا دی چې استخلاف د امام لخوا مسلمانانو ته یوازې یو وړاندیز او مشورتي نظر دی؛ تر څو د هغه له مړینې وروسته هغه کس چې د ده د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی، د امام په توګه وټاکل شي. خو د هغه د پلي کولو او تنفیذ مرجع، د حل او عقد شورا ده. دوی که مصلحت وګڼي، پلي کوي یې او که نه، هغه پرېږدي او د امت لپاره بل امام غوره کوي
د استخلاف په اړه ځواب
علامه مفتي محمد تقي عثماني د لومړۍ ډلې له استدلال سره مخالفت څرګندوي، کوم چې وايي استخلاف د امام د حکم په توګه واجب دی چې تنفیذ شي. هغه لاندې ځواب وړاندې کوي:
«سم نظر دا دی چې د امام امامت د هغه په مړینې سره پای ته رسي؛ نو کله چې خلیفه مړ شي او خلافت یې ختم شي، د هغه د حکم اطاعت واجب نه دی. لکه څنګه چې علامه ابن عابدین رحمه الله ویلي دي:
د منیې له شرحې څخه معلومېږي چې د خلیفه حکم او امر د هغه له مړینې او ګوښه کېدو وروسته نه پاتې کېږي
د زور او غلبې طریقه
د اهل سنتو په نظر، زور او غلبه هم د خلافت د انعقاد یوه لاره ده.
  • علامه تفتازاني په دې اړه څرګندوي:
    «امامت یا خلافت په زور او استیلا سره هم رامنځته کېږي او قائمیږي. کله چې یو امام مړ شي او بل کس پرته له دې چې د حل او عقد شورا ورسره بیعت وکړي یا د استخلاف په ډول د پخواني خلیفه لخوا وټاکل شي، یوازې د زور او ځواک له لارې د امامت منصب ترلاسه کړي، د هغه لپاره خلافت منعقد کېږي او مشروع دی
  • د اهل سنتو یو بل عالم، علامه شربیني لیکي:
    «دریمې لارې کې یو څوک چې د خلافت عمومي شرایط پوره کړي، د خلیفه له مړینې وروسته په زور او غلبې سره د امامت منصب ترلاسه کوي او د مسلمانانو سیاسي نظم په غاړه اخلي. مګر په ژوندي خلیفه باندې استیلا دوه حکمونه لري:
  1. که ژوندی خلیفه د هغو واکمنانو له ډلې وي چې په فتحې او زور واک ته رسېدلي وي، په دې صورت کې هغه څوک چې په غلبې او زور سره هغه له واکه ګوښه کړي، مشروع امام بلل کېږي.
  2. خو که پخوانی خلیفه داسې واکمن وي چې د حل او عقد شورا په بیعت یا د پخواني خلیفه په نصبولو سره واک ته رسېدلی وي، په دې صورت کې د متغلب او زورواکي شخص امامت مشروعیت نه لري.»
د خلافت د ټاکلو لارې
د مخکنیو یادښتونو او د خلیفه د ټاکلو څرنګوالي ته په کتو، ویلای شو چې په دې اړه درې اصلي طریقې شتون لري.
  1. بیعت کول:
    • علامه ابن خلدون رحمه الله لیکي:
      «پوه شه چې بیعت د اطاعت ژمنه او تعهد دی؛ لکه بیعت کوونکی چې له خپل امیر سره تړون کوي، خپله رایه او د مسلمانانو چارې ورته سپاري او په هیڅ شي کې به ورسره منازعه نه کوي. په خوښۍ او خپګان کې به د هغه اطاعت کوي
    • په پخوا زمانو کې د بیعت لپاره د تعهد په توګه خپل لاسونه به یې د امیر په لاس کې کېښودل، چې دا د پلورونکي او پیرودونکي تړون ته ورته و.
  2. یو کس ته د خلافت سپارل (استخلاف):
    • همغه کار چې حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه وکړ؛ لکه څنګه چې حضرت عمر رضي الله عنه ته یې داسې عهد وسپاره:
      «بسم الله الرحمن الرحيم. دا هغه عهد دی چې ابوبکر بن ابي قحافه د دنیا په وروستیو شېبو کې، چې له هغې څخه د وتلو په حال کې و، او د آخرت په لومړیو شېبو کې، چې هغه ته د ننوتلو په حال کې دی، لیکلی دی… ما له ځانه وروسته عمر بن خطاب ستاسو لپاره د خلیفه په توګه وټاکه؛ د هغه خبرې واورئ او اطاعت یې وکړئ، ما د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول، د هغه د دین، د خپل ځان او ستاسو په حق کې له خیر پرته بل څه نه دي غوښتي او په هغه کې مې غفلت نه دی کړی. که هغه عدالت وکړي، د هغه په تړاو دا زما نظر او پوهه ده، او که له دې پرته بل څه وکړي، نو له هر سړي څخه به د هغه د کړنو په اړه پوښتنه وشي. زه له خیر پرته بل هیڅ اراده نه لرم او په غیبو هیڅ پوهه نه لرم. وسیعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون؛ والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    • دا حدیث ابن ابی شیبه د مدینې په تاریخ کې روایت کړی دی.
۳. دریمه طریقه:
دریمه طریقه داسې ده چې پخوانی حاکم د یو ځانګړي جماعت په منځ کې مسئولیت پرېږدي، تر څو هغوی په مشوره سره نوی امام وټاکي. حضرت عمر رضي الله عنه دا مسئولیت د شپږو صحابه کرامو په منځ کې مشورې ته وسپاره. هغوی له خپل منځ څخه حضرت عثمان رضي الله عنه غوره کړ.
لکه څنګه چې د میمون په اوږده حدیث کې راغلي دي:
«هغوی وویل: ای د مؤمنانو امیره، وصیت وکړه او د خلافت لپاره یو څوک وټاکه
حضرت عمر رضي الله عنه وویل:
«زه له دې شپږو کسانو پرته بل څوک د دې مسئولیت وړ نه وینم؛ هغه کسان چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت پورې له دوی څخه راضي او خوښ و
په دې ترڅ کې یې د علي، عثمان، زبیر، طلحه، سعد او عبدالرحمن رضي الله عنهم نومونه واخیستل او ويې ویل:
«عبدالله بن عمر هم باید له دې جماعت سره وي، نه دا چې هغه د مسئولیت واک لري، بلکې یوازې د هغه د زړه د ډاډ لپاره
۴. د زور او غلبې طریقه:
دا بیړنۍ طریقه د زور او ځواک له لارې تطبیقېږي، په دې ډول چې یو زورواکی پر خلکو واکمن شي او هغوی خپل اطاعت او پیروۍ ته اړ کړي. امامت د همدغو کسانو لپاره هم ثابتېږي، او د هغوی د حکم اطاعت پر ملت واجب دی.
د دې طریقې بېلګه د عبدالملک بن مروان خلافت او واکمني ده، چې د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه له امر څخه یې سرغړونه وکړه، هغه یې وواژه، او پر ښارونو او خلکو واکمن شو. خلک هم اړ شول چې په خپله خوښه یا ناخوښه له هغه سره بیعت وکړي او هغه ته امام او حاکم ووایي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version