لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (درې څلوېښتمه برخه)

د مېرمنې مقام د قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې
لوى څښتن تعالی فرمايي:
«وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ»؛
(او د خدای [د قدرت او عظمت] له نښو څخه یوه دا ده چې هغه ستاسو لپاره له تاسو څخه ښځې پیدا کړې، ترڅو تاسو د دوی تر څنګ [د زړه د جاذبې او لېوالتیا په رڼا کې] آرامتیا ومومئ او ستاسو په منځ کې یې مینه او محبت خپور کړ. بې له شکه په دې چارو کې د هغو خلکو لپاره چې د نړۍ د پیښو او د الله تعالی د مخلوقاتو په اړه فکر کوي، د خدای د عظمت او قدرت نښې او دلیلونه شتون لري.)
ډاکټر یوسف قرضاوي رحمه الله وایي:
«خدای پاک جل جلاله ښځې ته د انسان په توګه کرامت ورکړی دی؛ ځکه چې هغې ته يې د يو نارینه په څېر پوره مسووليت او مکلفيت ورکړی او د اجر او ثواب وړ يې ګرځولې ده. تر کومه ځایه چې د انسان او ښځې او نارینه لپاره لومړی مکلفیت یو شان و؛ خدای جل جلاله لومړي انسان ته په دې ډول خطاب وکړ:
«
وقلنا یا آدم اسکن انت و زوجک الجنة و کلا منها رغدا حیث شئتما و لا تقربا هذه الشجرة فتکونا من الظالمین»؛
(او موږ وویل: اې آدم، ته او ښځه دې په جنت کې مېشت شئ او د هغه له [ مېوو] څخه په هر ځای کې چې غواړئ، وخورئ او دې ونې ته مه نږدې کیږئ، چې له ظالمانو څخه به شئ.)
د مېرمنې ونډه په ټولنه کې
مېرمن د ژوند د ملګرې په توګه داسې کارنامې له ځان څخه پرېږدي چې ښایي یو نارینه هم د هغو کارونو د سرته رسولو توان ونلري. ښځه له واده وروسته د خپل مېړه کمزورتياوې داسې اصلاح کوي چې خاوند یې پخپله احساس هم نه کړي. هغه د کور کارونه په داسې ډول ترسره کوي چې مېړه ته د پوښتنې او نیوکې ځای نه پرېږدي، حتی کله ناکله د نارینه‌وو د مالي ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي، ترڅو له دې لارې د خپل مېړه لپاره غوره مرستیاله ثابته شي.
د خپلو ماشومانو د پالنې او روزنې په برخه کې دومره هڅه کوي چې پر مېړه یې لږ فشار هم رانشي. بې له شکه، کله چې یو سړی په یوه ډګر کې بریالی شي، خامخا یې تر شا یوې ښځې خپل رول لوبولی دی.
د ښځې عظمت او د نارینه وو بې‌پروايي
یو مشهور متل دی چې: د هر بریالي سړي تر شا هرو مرو د یوې ښځې لاس دی.” لکه څنګه چې معلومه شوه، دا متل له ډېرو تجربو وروسته ویل شوی دی. کله چې آدم علیه السلام پیدا شو او د یوازیتوب احساس یې وکړ، خدای تعالی د یوې ښځې په پیدا کولو سره د هغه دا هیله پوره کړه، ترڅو هغه په هر ډګر کې د هغه لپاره غوره ملګرې او مرستندویه اوسي.
مګر له بده مرغه، نارینه هیڅکله د یوې ښځې عظمت په بشپړه توګه درک نه کړ او له هغې څخه د یوې مینځې په توګه کار اخلي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version