لیکوال: عبدالحي لیان
پر الله سبحانه و تعالی باندې له ټینګ ایمان وروسته، تر ټولو مهمه عقیدتي مسئله د انبیاوو په رسالت، آسماني کتابونو، د آخرت په ورځ، حسابکتاب، جنت او دوزخ باندې ایمان دی. لکه څنګه چې موږ په کلامي کتابونو کې لولو، د دین درې اصول دي: توحید، نبوت، او معاد. دا مسایل د ټولو الهي دینونو د عقیدې جوړښت تشکیلوي، داسې چې په الهي دین کې د ایمان او کفر ترمنځ د ویش کرښه په همدې مسئلو باندې د باور کولو یا انکار کولو پر اساس ټاکل کېږي.
دا ښکاره خبره ده چې هغه ډله چې د الله تعالی له وجوده انکار کوي، طبیعي ده چې د دین او الهي انبیاوو له منلو څخه انکار کوي. له همدې امله، شیطانپرستانو لپاره چې د الله تعالی له وجود څخه منکر دي، د الهي پیغمبرانو انکار معمول او آسانه دی. دا فرقه حضرت مسیح علیه السلام وهم ګڼي او په دې باور دي چې ټول الهي پیغمبران (نعوذبالله) دروغجن وو.
شیطانپرستان د پیغمبرانو او الهي نبوت له انکار وروسته، د نبوت اړوند هرڅه، په ځانګړې توګه د دوی معجزې هم ردوي. دوی په دې باور دي چې هر څه چې پیغمبرانو انسانانو ته رسول شوي، (نعوذبالله) دروغ دي. د دې فرقې په نظر، د پیغمبرانو کتابونه، پیغامونه، او معجزې ټول د فریب یوه بڼه ده.
Previous Articleشیطانپرستي (یوولسمه برخه)