د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (دولسمه برخه)
ملنګ صفته پاچا
قاضي ابن شداد د سلطان د شخصیت او اخلاقي ځانګړتیاوو په اړه لیکي: سلطان صلاح الدین ایوبي د صحیح عقیدې او ټینګ ایمان څښتن و. د عقیدې له اړخه د اهل سنت والجماعت په مسلک ولاړ و. په لمانځه او نورو دیني دندو او واجباتو کې خورا ټینګ و. یو ځل یې ویلي و: ډېر کلونه تېر شول، ما هیڅکله هم له جماعت پرته لمونځ نه دی کړی. آن که ناروغ به و، د جومات امام به یې ځان ته غوښت او په ډېرو تکلیفونو سره به یې په جماعت لمونځ ادا کاوه.
په شپه کې به یې څومره چې ممکن و، نفل او تهجد لمونځ کاوه، او که به د تهجد فرصت نه و، د شافعي مذهب له مخې (ځکه چې هغه شافعي و)، د شپې د لمانځه قضا به یې له سباني لمونځ وړاندې ادا کاوه. په خپله وروستۍ ناروغۍ کې یې هم په ولاړه لمونځ کاوه، یوازې په هغو درېیو ورځو کې چې بېهوښه و، لمونځ یې قضا شو.
سلطان په خپل ټول ژوند کې دومره مال نه درلود چې د زکات نصاب ته ورسېږي. هغه خپل ټول عاید په صدقه او خیرات کې مصرفوه. د وفات پر مهال یې یوازې څلوېښت ناصري درهمه او یوه د سرو زره سکه پرېښودله. نه یې کور درلود او نه یې کرونده.
د رمضان میاشتې روژې به یې په خورا اخلاص، پرهېزګارۍ او شوق نیولې. څو روژې یې قضا شوې وې چې د قاضي فاضل په یاداښتونو کې ثبت وې. د وفات څخه مخکې یې د هغو ټولو روژو قضا وکړه، سره له دې چې ډاکټرانو له روژې نیولو منع کړی و. هغه په ځواب کې وویل: سبا څه سبا وي؟
د بیت الله شریف د حج کولو سخته هیله یې درلوده، خو دا ارمان یې پوره نه شو. په تېره بیا د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې یې د بیت الله سره مینه نوره هم زیاته شوې وه. هغه د قرانکریم د تلاوت اورېدو ته ډېره لېوالتیا درلوده. کله کله به یې خپلو ساتونکو ته امر کاوه چې دوه، درې، یا څلور برخې قرآن تلاوت کړي، او هغه به یې اورېد.
د سلطان تواضع او د دیني شعائرو تعظیم
سلطان ډېر متواضع، حلیم او نرمزړی انسان و. د قرانکریم د تلاوت په اورېدو به یې اوښکې بهېدلې، او د احادیثو اورېدو ته یې ځانګړې لیوالتیا لرله. هغه به په ځانګړي درناوي سره د احادیثو اورېدو مجلسونه جوړول او حاضرینو ته به یې امر کاوه چې په ډېر ادب سره کښېني. حتی د جګړې په ډګر کې به یې هم کله ناکله د احادیثو اورېدو وخت پیدا کاوه.
سلطان د دیني شعائرو خورا درناوی کاوه. هغه په ټولو حساسو او خطرناکو وختونو کې د الله جل جلاله لوري ته رجوع کوله او د دعا او عبادت له لارې به یې خپلې ستونزې هوارولې.
د بیت المقدس د ازادۍ لپاره دعا
یوه شپه، کله چې صلیبیانو د بیت المقدس د نیولو لپاره خپل لښکر راټول کړی و، سلطان ډېر غمجن او اندېښمن و. هغه له دې ځایه په وتلو رضا نه و. دا د جمعې شپه وه، د ژمي شپه، زه یوازې د هغه په خدمت کې وم. موږ دواړه ټوله شپه په ذکر او لمانځه بوخت وو. په دې حالت کې د سلطان پر مزاج وچه (قبض) غالب وه، او زه د هغه د ناروغېدو په اړه ډېر اندېښمن وم، ځکه چې هغه ټوله شپه ویښ و. ما ورته وویل: “راځه چې لږ استراحت وکړو.”
هغه په ځواب کې وویل: ښایي پر تا خوب غلبه کړې وي او ماته د استراحت نصیحت کوې؟
دا خبره یې وکړه او پاڅېد. یوه شېبه هم نه وه تېره شوې چې موذن د سهار د لمانځه اذان وکړ. لکه تل، زه د سهار لمانځه لپاره ورسره وم. کله چې مې هغه ولید، د لاسونو او پښو په لوندولو بوخت و. په لیدو مې یې وویل: زما سترګې یوه شېبه هم پټې نه شوې.
بیا هغه د سهار لمونځ وکړ. ما ورته وویل: “زما ذهن ته یوه ګټوره خبره راغلې ده. تاسو باید خدای ته په زارۍ او ژړا دعا وکړئ او یقین ولرئ چې خدای به دا ستونزه حل کړي.”
هغه وپوښتل: ترتیب یې څنګه دی؟
ما ورته وویل: “نن د جمعې ورځ ده. لومړی غسل وکړئ او بیا مسجدالاقصی ته لاړ شئ، چیرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه تشریف راوړی و. مخکې له دې چې جومات ته ننوځئ، په پټه صدقه وکړئ. بیا د اذان او اقامې ترمنځ دوه رکعته لمونځ وکړئ. په حدیث کې راغلي چې په دې وخت کې دعا قبلیږي.
کله چې سر په سجدې کښېږدئ، داسې ووایئ: ای خدایه! هیله او تمه له مادي او دنیاوي اسبابو څخه پرې شوې ده. اوس په دې حساس پړاو کې یوازې ستا په وړاندې سر په سجده کښېږدم، ستا پر رسۍ منګولې ښخوم، او یوازې پر تا توکل کوم. ته زما ملاتړی او مرستندوی یې. په یقین سره امید لرم چې ته به مې دعا قبوله کړې.”
سلطان زما مشوره ومنله او همداسې یې وکړل. زه د معمول په څېر د هغه څنګ ته په لمانځه ولاړ وم. ومې لیدل چې سلطان په سجده کې دی، او د لمانځه ځای یې له اوښکو لمده شوی و.
له دې وروسته د سلطان دعا قبوله شوه. د صلیبیانو په لښکر کې تفرقه او نفاق رامنځته شو. په یوه وروسته بل خوشحاله خبرونه راغلل. بالاخره د دوشنبې تر سهار پورې میدان په بشپړه توګه خالي شو، او یرغلګرو پوځ د بیت المقدس د نیولو اراده پرېښوده او رملې ته په شا شول.